سليم په کوچنيو لاسونو د کتابونو له بکسې قران پاک راووېست ، څو ځلې
يې ښکل کړ او بيا يې د ميز پر سر کېښود .
موريې پرې غږ کړ : زويه ! ستا خو نن د قران شريف ازم
وينه ده ، قربان يې له نامه شم ، ولې دې له بکسې راووېست ؟
هغه مخ ور واړو :
مورې ! ته رښتيا وايې
، خو زه نور قران کريم ځان سره نه وړم .
هغې پرې سترګې راووېستې : ځوانيمرګ شې ، ولې ؟
سليم ، ستونى
ډک شو ، په ژړغوني انداز يې وويل :
مورې !
موږ ته ملاصاحب ويلي چې ، د قرانکريم بايد ډېر قدر وشي
، بېځايه غورځول يې لويه ګناه ده .
ا ، بله ورځ چې ښار کې چاودنه وشوه ، زما دوه ملګري په کې ټوټه –
ټوټه شول ، د هغوى قران شريفونه پاڼې – پاڼې په سپېرو خاورو پراته وو .
سليم له کوټې ووت ، موريې لړزې
ونيوله ، کله يې د ميز پر سر قرانکريم ته کتل او کله يې کړې ښېرا ( ځوانيمرګ شې ! ) ذهن ته تله راتله .
د
ليندۍ ٢٤ مه ، کابل