څو ځلې د خياطۍ مخې ته تاو راتاو شو ، خو چې کله به يې دروازې ته نږدې شو
ټکنى به شو او بېرته به راوګرځېد .
دا ځل بيا دوکان ته ورغى ، ښي پښه يې د ننه کړه ، بېرته شاته ګرځېده
چې خياط له لاسه ونيو .
له سترګو يې دانه – دانه اوښکې روانې وې ،خياط کله دده سترګو ته کتلې او کله يې لاس ته چې
اوار لړزېده .
له جيبه يې کوچنۍ کارت راوه ويست ، پر ميز يې کېښود .
خياط ، وويل : وروره ! خپه نه شې ، تر
ماښامه يې ګنډم .
ده چيغه کړه : نه ، په نوم يې خط کش کړه ، هغه له اختره مخکې کالي واغوستل ، هغه
يې پرون سورى – سورى کور ته راوړ ، هغه نور کاليو ته اړتيا نه لري ، هغه ... نوره خبره يې نيمايي پرېښوده او
په منډه له دوکانه ووت .
کابل د ليندۍ ٢٥ مه