سابه
غوټۍ د ځلمي د سر بالښت وربدل كړ ، ټيكرى يې يوې خوا ته وغورځاوه او س
ام ته يې وويل :
سړيه ! سبا به يو پاو غوښه له ځانه راوړې ، هلك سابه نه خوري غوښه غواړي ، د نشتې مينې زوى دى ،
خداى مه كړه سترګۍ يې نشي ورپسې
سلام د بړستنې له لاندې ځواب وركړ
بيخ دې شين شه ، کله خو خو هوښياره خبر وكړه
، سبا بله ورځ اختر دى ، دومره غوښې به راشي چې مياشت به په سبو پسې له كوره و نه وځې ، او د ځلمي كولمه به هم
غوړه شي .
كه بل څوك يې رانه وړي د كور څښتن خو مو خامخا برخه كوي .
له دې سره د لاټين رڼا مړه شوه او غوټۍ هم
سلام سره يو ځاى په بړستن ورننوته .
د اختر د لومړۍ ورځ په لومړي سبا خداى مې دې غاړه نه بندوي لومړى ال
ه اكبر په همدې كور كې وشو .
قصاب د كور څښتن ته وويل چې لومړۍ چاړه ته د پسه په ورميږ ورتيره كړه .
حاجي
صيب چې نوم يې سلام ته هم نه و معلوم له قصاب څخه چاړه واخيسته ، سلام ژر ځلمي ته غږ كړ :
ځلميه ! راشه ، هله زويه
چې پسه حلالوي .
ځلمي هم منډه كړه او پلار سره يو ځاى په كړكۍ كې د پسه د حلالولو نندارې ته ودريد او تر څو چې
د حاجي زوى الله نظر د غوښې كڅوړه د دوى كوټې ته را نه وړه ځلمى او سلام دواړه په كړكۍ لكه پرده ميخ شوي ول .
غ
مه د پسه د غوښې ښوروا تياريدله ، سلام د ديګ بخار له چسهار څخه داسې خوند اخيسته لكه د نازيه اقبال كومه سند
ه چې اوري ، او غوټۍ هم د ځلمي لپاره تر سلام ډيره خوشاله وه .
دسترخوان وغوړيده ، د ښوروا دوه كاسې كيښودل
شوي ، يوه غټه يوه وړه ، غټه د سلام او غوټۍ او وړه د ځلمي .
خوغوټۍ لا سمه ډودۍ ته نه وه ناسته چې ځلمي يې ترڅنګ
غلى شو او كرار يې په غوږ كې ورته وويل :
مورې ! ماته سابه