ايادکابل دحکومت سره دغرب مرسته روا اوگټوره ده؟هاري

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 15802
هاري - واشنگټن
دخبریدو نیټه : 2007-12-23

ايا د کابل د حکومت سره د غ بي نړۍ مرسته  روا او گټوره ده؟

د فرانسې او اسټراليا مشرانو ښاغلي کرزي ته ويلي دي چي فرانسه او اسټرا يا به د افغانستان سره خپلو نظامي او مالي مرستو ته دوام ورکړي. 

د باسټن ګلوب ورځپاڼه د ډسمبر پر ٢٣ باندي ليکي:  ښاغلى  نيکولاى سرکوزې د فرانسې لمړى جمهورريس دى چي افغانستان ته سفر کوي.  هغه وويل: فرانسه به ه ا فغانستان څخه خپلي قواوي پدې نژدو وختونو کي و نه باسي.  هغه زياته کړه:  فرانسه په افغانستان کي  ژوري گټي لري.  موږ به له افغانستان څخه خپل عسکر و نه باسو ځکه دا به پدې وخت کي چي د نړيوال تروريزم پرخلاف جګړه روانه ده، يوه بده فيصله وي.

يو کال پخوا، فرانسې اعلان کړى وو چي خپل ٢٠٠ خاص عسکر به له افغانستان څخه را وباسي، همدې اعلان ددې بېره را پورته کړې وه چي ښايي فرانسه خپل ټول عسکر له افغانستان څخه وباسي. 

د ف انسې تيلويزيون د شنبې په ورځ د ښاغلي سرکوزې له قوله ويلي وو چي افغانستان ته به نور فرانسوي نظامي ښوونکي او ماهران واستوي.  همدا اوس، په افغانستان کي د فرانسې ١٣٠٠ عسکر خدمت کوي. 

ښاغلي سرکوزې په افغانستان کي د خپل شپږ ساعته سفر په ترڅ کي وويل:  افغانستان بايد بيا په يوه داسي ملک بدل نسي چيري چي  تروريستان حاکم وي.  دلته د تروريزم او افراطيت پر خلاف يوه داسي مبارزه روانه ده چي بايد په هر قيمت وګټل سي.   هغه زياته کړه چي د فرانسې نوي عسکر به د افغانستان د پوځ او پوليسو په ورزنه کي مرسته وکړي، او هم  به د افغانستان د دولت په جوړولو او هم به  د ادارې چارو او  قضايې قوې په منظمولو کي کومک وکړي. 

دغه راز، د اسټرالياصدراعظم، کېون رډ، هم د افغانستان سره   د خپل هيواد د نظامي مرستو د ادامې ژمنه تکراره کړه.  ښاغلى رډ چي تېره مياشت په انتخاباتو کي بريالى سو، د روزگان په ولايت کي يې دهغو ٩٠٠ اسټراليايي عسکرو سره وکتل چي همدا اوس په جنګ اخته دي.  هغه وويل:  موږ به په افغانستان کي د اوږدې مودې لپاره پاته سو، دا ډېره مهمه ده چي موږ د ناټو د هيوادونو سره مرسته وکړو. هغه، همدارنګه،  نور هيوادونه  هم دېته  وهڅول چي د افغانستان سره خپلي وعدې نوري هم پراخي کړي.  ښاغلي رډ د روزگان د ولايت د بياودانولو سره د ٩٥ ميلونو ډالرو د مرستي ژمنه وکړه.

همدا نګه، د اسوشيتد پريس اژانس د ډسمبر پر  ٢٣ باندي خبر ورکوي چي د ايټاليا صدراعظم، رومانو پرادي، په کابل کي د افغانستان سره دخپلو مرستو د دوام ژمنه وکړه.  ايټاليا په افغانستان کي ٢٤٠٠ عسکر لري، او اکثره يې د هرات په شاوخوا کي پراته دي.  ښاغلي پرادي د ښاغلي کرزي  له ملاقات څخه وروسته هرات ته ولاړ، څو هلته د خپلو عسکرو او دهرات د چارواکو سره وګوري.

تبصره:
 اروپايي ملکونه بايد په افغانستان کي د بش د ادارې ناکامه او تباه کونکې پاليسي تعقيب نه کړي.  ناتو ته پکاره ده چي د افغانستان په ارتباط مستقله پاليسي غوره کړي.  ځکه د يوې ناکامي پاليسۍ تعقيب پخپل ذات کي  ګناه او خطا ده.  همدا اوس، اکثره افغانان د بش د حکومت د پاليسۍ سره موافق ندي، او همدا سبب دى چي اکثره افغانان د کزري حکومت يو نامشروع او بې اعتباره حکومت گڼي.  بل پلو، همدا اوس د بش د ادارې لوړ رتبه مامورين په افغانستان کي  د روان بحران پړه پر ناټو باندي اچوي.  حال داچي په افغانستان کي   اوسنى بې کفايته حکومت د بش د ادارې د توطيو په نتيجه کي را مينځته سوى دى. 

بلخوا، افغانان به  تل  د افغانستان سره د بين المللي ټولني  دمرستو او خواخوږيو  قدر داني  کوي. په تېره بيا،  د هغو ملکونو د کومکونو او همکاريو قدرداني کوي  چي په تاريخي لحاظ يې د افغانستان سره دوستانه او ښې اړيکي ساتلي دي.  حقيقت دا دى چي  افغانان خارجي مرستو ته اړتيا لري، او تل به  د هغو ا ولسونو احسان مني چي  د افغانانو سره يې په سختو او بد ش ايطو کي مرستي کړي او يا يې د هغوى سره خپله خواخوږي اعلان کړې ده.

مګر حقيقت دا هم دى چي د افغانستان اوسنى حکومت فاسد او بېکار ه دى. مانا داچي د کرزي حکومت د  افغانانو رښتين نماينده ندى، او  د خلکو د  اصلي غوښتنو نماينده ګي نکوي.  په بل عبارت، د کرزي حکومت نور په ا فغانانو کي مشروعيت او اعتبار نلري.  ددې ادعا ښه  او قانع کونکي مثال په افغانستان کي همدا روان نظامي ا و سياسي بحران او بغاوت  دى.  مانا دا چي ددې پر ځاي چي د کرزي حکومت د خلکو پر زخمونو باندي پټۍ اېښي واى او د افغانانو په ژوندانه کي يې مثبت بدلون راوستى واى، د کرزي  حکومت او خارجي ملګرو يې د افغانانو په وژولو او تباه کولو لاس پورى کړى د‌ى.  

اوس نو،  سوال دادى چي ايا د کرزي د حکومت سره  د بين المللي ټولني  همکاري او مرسته د نړيوالي  ټولني  اعتبار او کرېډيت ته صدمه  رسولې ده او کنه؟  هو، جواب مثبت دى.  ځکه  د يوه بې کفايته حکومت سره همکاري او مرسته  پخپل ذات کي  يوه  لويه خطا او گناه ده.   د يوه بدکاره  حکومت تحکيم او ملاتړ د هغه  وطن د خلکو سره جفا او ظلم دى.   افغانان د امريکا په قيادت د بين المللي ټولني څخه هيله لري چي نور نو  د جنايتکارانو او غلو ملګرتيا پرې ږدي ځکه د غله او ډاکو سره ملګري خپله غلا او ډاکه  ده. 

بل تريخ واقعيت دا دى چي  د يوه بې کفايته، لټ، او شډل  حکومت سره همکاري  گټه نلري. يو ځل بيا، ددې ادعا ښه مثال د کرزي د حکومت شپږ کلنه توره دوره ده.  شپږکاله کېږي چي د بش ادارې د کرزي  د حمايت او تقويې  لپاره ملاتړلې ده، مګر هيڅ پرمختګ ندى راغلى.   بل دليل دا دى چي فرضا که چير ي همدا اوس خارجي قواوي له افغانستان څخه را ووځي، د کرزي حکومت  يوه ورځ هم پر افغانستان باندي خپل ناروا حاکم يت  نسي چلولاى.  مانا داچي امريکايان مجبوره دي چي کرزي هم د ځان سره کونجوغه کړي او له وطن  څخه يې را وباسي. 

سمدستي به اکثره  جنوبي سيمي د مذهبي افراطيانو، شډل طالبانو، او توپکيانو  تر ولکې لاندي سي.  په شمال کي به اوسني  حاکم ډانګيان او جنايتکاران  د خلکو پر مالونو او ناموسونو باندي خپل روان تېري ته لا زرو پسي ور کړي.  په  کابل کي به سمدستي داخلي جنګ پيل سي، او د امريکا په ملاتړ د شمال د ايتلاف د ډانګيانو تر مينځ به بيا خونړۍ جګړې پېښي سي.  په بل عبارت، د رووانډا او يوګوسلاويا د قومي شخړو او جناياتو کانه به له سره شروع سي.

 د ګارډين د اخبار په قول همدا اوس د هيواد قريب ٤٥ فيصده خاروه د طالبانو او نورو محلي جګړما انو تر ولکې لاندي ده.  دا په داسي حال کي چي په وطن کي په زرهاوو خارجي قواوي د مرکزي حکومت د تقويه کولو په غرض  فعاليت کو ي!

همدا اوس، اکثره افغانان  امريکايي عسکر  د شوروي د متجاوزې قوې سره  مقايسه کوي.  د وروي کم عقله او سرټمبه  مشرانو پر افغانستان باندي يوه  داسي بې کفايته او ضد افغاني کمونيستي ډله حاکمي کړې وه چي په ډېره  لنډه موده کي يې د افغانانو دښمني را وپاروله، او نتيجه دا سوه چي هم افغاني کمونستان، هم شوروي اتحاد، او هم تر ټولو مهمه خپله  افغانستان پکې تباه او برباد سو.  اوس بيا، همدا کانه  کېږي.  اوس، د ام يکايانو په مشري بين المللي ايتلاف پر افغانانو يو داسي نااهله او شډله ډله حاکمه کړې ده چي همدا اوس يې د اکث و افغانانو ملاتړ له لاسه ورکړى دى.  مانا دا چي په هيواد کي نه مشروعيت لر ي او نه هم  اعتبار.  خلک ناراضه، اقتصاد خراب، بېکاري ډېره، د بياودانولو پروسه په ټپه ولاړه ده، او لنده داچي هر څه د يوې ستري تباهۍ او داخلي جنګ په لوري په حرکت کي دي.  والسلام.