دواده شپه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 15804
نور محمد لاهو
دخبریدو نیټه : 2007-12-23

دا یوه هفته کیده چی د خانمیر دسمال یی راوړي و
كورني يي په دي فكر كي وه چي دواده بند وبست به څنګه كوي خو له خانمير سره بيا داسوچونه نه و، دي په دي سوچ كي و چه دواده په شپه له ناوي سره به څه كوي،  دي به ناوي ته دزړه خبره څنګه يادوي
خانمير يوخو له جونو ډير شرميده او بل دواده دشپي م اسم هم سم نه و ورمعلوم
په خانمير په همدي چورتونو كي مياشت تيره شو ه يوه ورځ يي مشر لالا، له غوږ ورتيره كړه چي خانميره بچو دي جمي ته دي واده دي
دخانمير رنګ ددې  خبري په اوريد و سره سور واښت او خولي پري رام اتي شو ې
او دواده شپه يي سترګو ته نيغه ودريده ، سر يي ښكته واچوه او له خوني ووت، دباندي يي له ځانه سره وويل چي راځه له خپل ملګري ريدي ګل  به وپوښټم هغه خو دواده شپه تيره كړي اوسريي په هرڅه خلاصيږي،  څو ګامه يي نه و اخيستي بيرته له خپلي خبري واوښت او پښيمانه شو له ځانه سره يي وويل كه چيري ريدي ته په دي هكله څ ه ووايم هغه دواده په شپهبه څومره راپوري وخاندي  او راته به ووايي چي غټ سړي يي او په دي نه پوهيږي چي دواده په شپه سړي له ناوي سره څه كوي ؟
اخر دجمي ورځ راورسيده او د خانګل دواده ديګونه بارشول  او ناوي يې هم راوسته  او په كاله يي ننويسته
خانګل چي دناوي مخ وليد ډير خوشاله شو، ناوي ورته وخندل، دي هم ورته م سكي شو له جيبه يي دسمال راوايست او دپزي دپاكولو په پلمې يي تري مخ بل خوا واړوه  وورسته له خوني راووت له ځانه سره يي وويل اوس خوراته له ميني خاندي دشپي به له غوسي راته غاښونه چيچې 
خانمير دعا كوله چي شپه اونه رسيږي خو شپه راغله او دي يي دناوي څنګ ته كيناوه، څومره چي شپه پخيده هومره دناوي مسكيو شونډو جرات و كاوه ، له ځانه سره يي وويل ځه شروع به يي كړم توكل په خداي ، وروسته يي دناوي اوږي ته لاس وراوږد كړ ناوي هيڅ هم ونه ويل صرف مسكۍ شوه او سترګي يي ښكته واچولي 
خانمير نور هم زړور شو  ځان يي ورنژدي كړ، داځل ناوي پورته وروكتل او يوه خو،ږه خندا يي ورته وكړه ، خانمير بي حوصلي شو او غيږ يي تري چاپيره كړه او څيملاوله، غوښتل يي چي ښكل يي كړي  يودم ناوي په چيغو شو ه او شاته يي ټيل واهه ، خانمير شاپه تخته ولويد ، حيران پاتي شو چي دا څه كاني پري وشو ي،  لكه خوب چي ويني هيڅ يي باور نه راته ، بيا يي له ځانه سره وويل شايد ناز به كوي ، بيا ورنژدي شو، غوښټل يي چي خپله تږې غيږ تري چاپيره كړي  ناوي يوه كلكه څپيړه وركړه ، د خانمير مخ سور واوښت په غوسي ورته وويل: نو وهي مي ولي؟ خو لكه اانسان غوندي سم خبري وكړه !
ناوي ورته برګ برګ وكتل، خانمير يي له سترګو وډارشو او په توشكه ورنه ليري څملاسته .
څو شپي سرپه سر، خانمير د ناوي له همداشان غبرګون سره م خ شو كله به چي ناوي ته نژدي شو نو هغي به په مخ څپيړه وركړه.
 اخر يي مور ورته وويل چي وه زويه دا خلك پوښتني كوي ناوي دي څنګه ده؟
 دخانمير چي زړه له غمه نژدي و چي وچوي په ژړغوني غږ يي دناوي ټولي كيسيي و ته تيري كړي، موري چي دا خبري واوريدي نوخپل مخ ته څپيړْي ونيوي او په چيغو يي وويل: وه خدايه د ظالمانو دي بچي حلال شي چي زموږ ناوي يي تړلي ده  چا كوډي پي كړي دي
سهار وخته له كوره ووته او دكلي مشهور تاويزګ ته  چي سيدا لطيف نوميده ورغله، هغه ورته تاويز وليكه ،
 خانمير او كورني يي يوه هفته نور هم صبر وكړ خو د تاويز اثرات معلوم نشول داځل مور لاړه او سيد لطيف يي لاس نيولي راوست ، سيد لطيف چي د ناوي كوټئ ته ننوت، يودم ناوي ورته برګه شوه، تاويزګر دمونه پري شروع كړل ، ناوي په چيغو شوه ، سيد دخانمير مورته وويل تاسو ټول ووځۍ ، كوټه تشه كړۍ ، ټول له خوني ووتل ، ناوي او سيد دواړه يوازي پاتي شول  ، ناوي له ځايه راپاڅيده او د تاويزګر پښو ته ولويده ورو يي ورته وويل : اغا صايبه ! په پيغلتوب كي يو چا راسره دوكه وكړه اوس زه ښځه يم ، ما داراز له خپلي كورني تر اوسه پټ ساتلي ، اوس حيرانه يم ددي سړي څه ځواب ووايم
سيد سر وښوراوه ورو يي وويل زه دي كار جوړوم خو په يوشرط چي ته به ماسره واعده كوي چي دي سړي ته به وفاداره پاتي كيږي او بيا به داسي كار نه كوي
ناوي په ژړا وويل : اغا صايبه  په قران شريف قسم خورم .
 سيد له جيبه وړوكي قران شريف راوايست اوپه ناوي يي قسم وكړ
وروسته يي دخانميركورنۍ راوغوښته ، ناوي ژر په احترام ودريده ، منډه يي واخيسته او جارو يي راواخيسته او دباندي ووته چي حويلي پاكه كړي ، سيد دخانمير مورته مخ واړوه وي ويل : مورجاني ستاسو په ناوي پيريان ناست و دپيريانو پاچا ستا سو په ناوي مين وو هغه دواده شپه هم ستاسو له ناوي سره تيره كړي ده ما ډير دم ونه پري و كړل او ومي تاړه هغه نور  له دي پس ستاسو ناوي ته نشي نژدي كيداي ،
 دخانمير دمور خوله له خو الۍ شاته لاړه وي ويل: اغا صايب ټول پيريان به دي ورته تړلي و
 اغا وويل: نور بيغمه اوسۍ
خانمير په خندا وويل : ادي كاشكي مو له واده نه مخكي اغا صايب راغوښتاي واي