افغانستان، پاکستان او دوامداره انجې
د مېرمن بېنظير بوتو ترور له هر لحاظه يو ناځوانمردانه او دټولو انساني او مذهبي اصولو پر خ اف يو قتل دى. په بل عبارت، د يوه سياسي شخصيت ترور د اسلامي، مدني او د نړۍ د ټولو منل سويو قوانينو څخه سرغړونه ده. بل دا چي د يوې ښځي وژل او ترور، د يوه مېړه ، مسلمان، او بني ادم کار ندى. مېرم ن بوتو د پاکستانيانو لپاره پدې بدو او سختو شرايطو کي ښايي د خلاصون او يا يوې سا اخيستو زمينه برابره کړې وا . خو د مېرمن بوتو ترور د پاکستان ثبات او شتون دجدي خطر سره مخامخ کړى دى.
همدااوس، د پاکستان سياسي برخليک او ژوند تر جدي سوال لاندي دى. د يوې خوا، مذهبي افراطيانو د پاکستان پر خلاف جنګ اع ان کړى دى. د بلي خوا، د پاکستان مدني ټولنه هم د جمهورريس مشرف د حاکميت ختمول غواړي. د مېرمن بوتو په تل نه يوازي پاکستانيان او په تېره بيا د هغې کورنۍ او پلويان غمجن سول، بلکي ټوله متمدنه نړۍ د هغې پدې ناځوانم ردانه مرگ غمجنه ده.
د مېرمن بوتو د ترور سره سم، دا سوال مطرح کېږي چي ايا دهغې ترور به د افغانستان او پاکستان پر اړيکو باندي څه اغېزه وښندي؟ ددې پوښتني د جواب لپاره مجبوره يو چي د افغانستان او پاکستان د روابطو پس منظر او تاريخي سابقې ته څه ناڅه توجه وکړو. که څه هم، د دواړو ملکونو د اړيکو دتاريخي سابقې په باب مفصل بحث ددې لنډي مقالې په حد او توان کي ندى، خو بياهم موږ مجبوره يو چي دافغانستان او پاکستان سياسي روابطو ته لږ تر لږه يو ځغلنده او لنډه توجه وکړ.
که څه هم، د مېرمن بوتو قتل د ښاغلو کرزي او مشرف مذاکرات ډېر پيکه کړي دي، خو دلته به ددغه ملاقات په باب په لنډ توگه څو مهم ټکي بيان سي.
د افغانستان او پاکستان جمهورريسانو په اسلام اباد کي يو ځل بيا د ښو او دوستانه اړيکو د ټينگولو ژمني وکړې. حامدکرزى او پرويز مشرف د مذهبي افراطيانو پرخلاف د مبارزې په ارتباط يوې م وافقې ته سره ورسېدل. ښاغلي مشرف وويل: زموږ خبري د استخباراتو پر شريکولو باندي راڅرخېدې. مانا داچي څرنگه د تروريزم او افراطيت له شره څخه دواړه هيوادونه وژغورو. هغه زياته کړه: مذهبي افراطيانو د دواړو ملکونو شتون او برخليک له خطر سره مخامخ کړى دى. ښاغلي حامدکرزي وويل: دا ملاقات ډېر گټور وو، ما او ښاغلي مشرف د سوات، وزيرستان، او په ا فغانستان کي د تروريزم د ګواښ په باب خبري وکړې.
د ک زي اومشرف ملاقات پداسي وخت کي کېږي چي دواړه مشران سخت کمزوري او بې اعتباره دي. د ښاغلي مشرف دوهمه کودتا په غرب او پاکستان کي سخت مخالفتونه راپارولي دي. ديوې خوا، پاکستانيان نور د ښاغلي مشرف حاکميت نه غواړي، او د بلي خوا په واشنگټن او نوره غربي نړۍ کي هم د هغه د حاکميت د دوام لپاره ملاتړ خورا کم سوى دى. که څه هم، ښاغلي مشرف د امريکا پيسې جېب ته کړي دي، خو پر خپلو وعدو يې وفا نده کړې. مانا دا چي د مسلم ان، مسيحيي، او هندو سره يې چم او ټگي کړې ده، او گرده دنيا يې غولولې ده.
بلخوا، ښاغلي کرزي هم خپل ګرده سياسي اعتبار او حيثيت لاسه ورکړى دى. پدې تېرو شپږو کالو کي، د کزري حکومت په ټولو سياسي، ا تصادي، او نظامي ساحو کي تر شا راغلى دى. همدا اوس، په واشنگټن کي د افغانستان درواني ويجاړي وضعي په باب تجديد نظرونه وران دي. په بل عبارت، دا تجديد نظرونه پر دې دلالت کوي چي کرزي په حکومت کولو کي هيڅ بريښ ندى کړى، او بده لا داچي يو گټلى جنگ يې په شرمېدلي ماتي باندي بدل کړى دى.
بل پلو، حقيقت دا دى چي د نړيوال تروريزم اصلي مرکز پاکستان دى. القاعده پدې توانېدلې ده چي د پاکستان په قبايلي سيمو کي خپل م کزونه ټينګ کړي، خپلو پلويانو ته په پاکستان کي روزنه ورکړې، او ورو ورو دپاکستان ځيني سيمي تر خپلي ولکې لاندي راولي. د لندن، هسپانيې، جرمني، عربي نړۍ، او اکثرو نورو تروريستي حملو رېښې پاکستان ته رسېږ ي. بلخوا، تر هغه وخت پوري چي په پاکستان کي د القاعده او مذهبي افراطيت پر خلاف جدي اقدامات نوي سوي، په افغانستان کي او نور ه دنيا کي به د مذهبي افراطيانو حملې جاري وي. افغانان به د همدغو بريدونو ق باني وي، او هم به په افغانستان کي ميشته خارجي قواوي ددغو حملو ښکار وي.
پاکستان د ١٩٧٠ د کلونو را پدې خوا، د مذهبي افراطيانو سره انډيوالي ټينګه کړېده. د افغانستان د ټولو اخواني ډلو نوغى د پاکستان اې ايس اې ته رسېږي. پاکستان تل کوښښ کړى دى چي په افغانستان کي يو منحطه، وروسته پاتي، او مذهبي ډله حاکمه وي. داسي ډلي چي د عصري علومو مخالفي وي، مکتب وسوځي او معلم شهيد کړي، او لنډه داچي د افغانستان د سياسي استقلال او برم اډانې وراني او ويجاړي کړي. د جهاد په دوران کي، دپاکستان سره پدې تا يخي شرارت کي امريکا هم دخيله وه. سي .اې .ې او اې.ايس.اې په گډه او اخوت د افغاني مذهبي ډلو ملاتړ کاوه چي بالاخره يې رباني، حکمتيار، ملاعمر ، بن لادن، مسعود او سياف وږيږول. حتى د جهاد په دوران کي، سي. اې .ې په عربي او نور اسلامي ملکونو کي د جهاد لپاره تبليغات کول، او ځوانان يې دېته تشويقول چي افغانستان ته د جهاد لپاره ولاړ سي. د سي. اې. ې ددغو هلو ځلو يو څرګنده او مشهوره لاسته راوړنه اسامه بن ادن دى.
په کال ٢٠٠١ کي، د امريکا قواو فقط دونه وکړه چي القاعده او طالبان يې د افغانستان څخه پاکستان ته وځغلول، او د هغوى د تعقيب او تباه کولو کار يې نيمکه پرې ښود. حال داچي پکار دا وه چي هغوى يې په پاکستان کي هم تعقيب کړي واى، او هلته يې هم د مذهبي افراطيانو نوغى ايستلاى واى. زما د امريکايي کاليگ او ملګري، فيلپ سمکر په قول: د بش ادارې پرېښودل چي القاعده له توري بوړي څخه سالم او سالمت پاکستان ته واوړي، او په يوې تاريخي تښتي موفق سي.
ټول استخبارات دا وايي چي همدا اوس د پاکستان اې. ايس. اې او پوځ د طالبانو سره مرسته کوي، هغوى ته د سېب ځاي برابروي، هغوى ته نظامي روزنه ورکوي، طالبانو ته چاندې ټولوي، او د طالبانو مشران همدا اوس په کوټه کي ټنډه خوبونه کوي. د پاکستان دا دوه مخې پاليسي د افغانانو لپاره م ګ او تخريب ايجادوي، او په افغانستان کي د ثبات او پرمختګ د راوستلو دکوښښونو پرخلاف يو څرگند عمل دى.
دپاکستان حکومت تل د افغان مترقي او خواخوږي نشنلزم د خنثى کولو لپاره اسلامي او مذهبي ملي اووي تقويه کړي دي. ١٩٧٠ په کلونو کي، د پاکستان حکومت د جمهورريس داود خان پر خلاف د افغانستان اخواني ډ ي تقويه او مسلح کړې، او هغوى يې د افغانستان د تخريب لپاره ورزل. کله چي شوروي پر افغانستان تيرى وکړ، د اخواني ډلو خولۍ په غوړو سوه، او کار يې لا چوک سو. د شوروي د يرغل سره سم، سي .اې .ې او د پاکستان اې. ايس. اې په گډه د افغان نشنلستانو او منورينو ځپلو او ژولو ته ملا وتړله. همدې شريري لړۍ، مذهبي اح زاب لا تقويه کړل، او بالاخره همدغو مذهبي ډلو ملاعمر او بن لادن وږېږول.
داسي برېښي چي همدا
اوس پاکستان خپله د مذهبي افراطيت سره لاس او ګريوان دى. ځکه ( څه چي کرې هغه به رېبې.) پاکستان غوښتل چي
افغانستان په افراطيانو تباه او برباد کړي چي تر حده پوري پخپل دې شوم نيت کي کاميابه هم سو، خو اوس داسي ښکاري
چي همدا مذهبي ډلي د خپل پخواني بادار پر خلاف وسله راخيستې ده. قريب دوه کاله کېږي چي په پاکستان کي د م
هبي افراطيانو حملې زياتي سوي دي. په سوات، وزيرستان، کراچي، او راولپنډۍ کي همدغه ډله دي چي حملې
کوي. پاکستان اوس د هغه مشکل سره مخامخ سوى دى چي افغانان يې پدې ديرش کالو کي ورسره مخامخ کړي وه. د
پښتو يو متل دى چي وايي: ( مه کوه په چا چي وبه سي په تا.) والسلام.