پاکستان د تباهۍ د کندي پر ژۍ ولاړ دى
اکانومسټ مجله: جنوري، ٣ ، ٢٠٠٨
مترجم: هاري
دڅه وخت راهيسي گومان کېده چي پاکستان د نړۍ تر ټولو خطرناکه ملک دى، د مېرمن بوتو د قتل سره سم همدا گومان په يقين بدل سو. خلک حق لري چي اندېښمن وي. ايا راتلونکي انتخابات به د مرگ وژبلي سره مله وي؟ ايا د پاکستان تجزيه کېدل حتمي دي ؟ او ايا په پاکستان کي د جهاديستانو راتگ مسلم سوى دى؟ جواب تر حده پوري منفي دى. په لنډه موده کي هر څه پدې اړه لري چي د مېرمن بوتو د ترور کوم تعبير به ريشتيا سي. د مېرمن بوتو د ترور ويډيو داښيي چي هغه د يوه سرتيري لخوا لمړى وويشتل سوه او بيا هغه او يا ملګري يې په ځان پوري تړلي بمونه وچاودل، او مېرمن بوتو او شل تنه نور يې ووژل.
د پييلز پارټۍ مشران همدا خبره کوي. ددغه گوند ويانده، مېرمن رحمان، چي هم
د مېرمن بوتو سره په موټر کي ناسته وه او هم يې وروسته د هغې جسد ته غسل ورکړ، وايي چي مېرمن بوتو په ککرۍ کي
په ګولۍ لګېدلې وه. مګر حکومت اوس يوه بله خبره کوي او وايي چي د هغې سر د موټر د سن روف د لاستي سره ټکر
سوى وو. د حکومت همدې څرګندوني په پاکستان کي څلور ورځي پر له پسې بلوا جوړه کړه، او د مېرمن بوتو په پل
نى ايالت سند کي لوټ او تالان تر بل هر ايالت ډېر وو. واقعيت دا دى چي اکثره پاکستانيان د
ښاغلي مشرف پر حکومت بدګومانه سوي دي. د حکومت همدې څرګندونو هغوى نور هم بدګومانه کړي دي.
حقيقت چي
هر څه وي اوس اکثر ه پاکستانيان پدې باور دي چي حکومت پدې قتل کي لاس لاره. ځکه مېرمن بوتو هم ويلي وو چي د پوځ
ځيني جاسوسان او د مشرف سياسي انډيوالان ددې د وژولو د دسيسې بندوبست کوي.
د مېرمن بوتو دقتل سره سم دستي سنديانو بلوا پيل کړه. سنديانو په مختلفو ښارګوتو کي موټران وسوځل، دکانونه يې لوټ کړل، او د احتجاج په توگه سړکانو او څوکو ته را ووتل. کله چي د بلوا دا لمړۍ څپه ارامه سوه، څه د پاسه ١٤٧ بانکونه، ٢٢ ټرينونه، ١٣ د انتخاباتو دفترونه لوټ، تالااو سوځول سوي وه. څه دپاسه ٥٠ تنه وژل سوي وه. حکومت وايي ٢٠٠ ميلونه ډالره تاوان رسېدلى دى. بلخوا، د کراچي د اسهامو مارکيټ قريب څلور نيم فيصده راکښته سو، او د روپۍ ارزښت هم را کوز سو.
که څه هم، همدا اوس تشدد څه کم سوى دى، خو بدګماني د پخوا په شان جګه ده. د جنوري پر دوهمه اعلان وسو چي انتخابات به د فبروري پر ١٨ باندي کېږي.
د کال ٢٠٠٧ په اخرو م ياشتو کي، داسي فکر کېده چي مېرمن بوتو او د مشرف پلويان به وکړاى سي چي د يوه ايتلافي حکومت په جوړولو م وفقه سي. که څه هم، مشرف خپل اعتبار له لاسه ورکړى دى، خو گمان کېده چي د هغه ګوندي ملګري به وکړاى سي چي په انتخاباتو کي څه چوکۍ تر لاسه کړي.
مګر د مېرمن بوتو د ترور له کبله همدا نقشه خرابه سوه. سياسي مبص
ين باور لري چي د پاکستان پيپلز پارټۍ به د مېرمن بوتو سره د خواخوږۍ په اساس ډېري رايي تر لاسه کړي، او
ښايي په پارلمان کي اکثريت وگټي. همداراز، د خواخوږۍ مسله به د نواز شريف د حزب سره هم مرسته وکړي.
نواز شريف د پنجاب په واکمن ايالت کي د مشرف اصلي سياسي رقيب دى. نواز شريف غوښتل چي انتخابات پر ټاکلي وخت
باندي وسي. دغه راز، د پيپلز پارتۍ مشر اصف زرداري هم پر ټاکلي وخت د انتخاباتو د کولو ږغ وکړ. م
ګر د انتخاباتو کمېسيون چي د مشرف تر کنټرول لاندي دى، دا امکان او نظريه ويټو کړه.
ښاغلي زرداري او زوي
يې د مېرمن بوتو د قتل پړه پر حکومت باندي اچولې ده.
د پيپلز پارتۍ د مشرانو اندېښنه دا ده چي د انتخاباتو اوږد ځنډ به د مشرف پلويان پدې وتوانوي چي په انتخاباتو کي د ټګۍ او تقلب لپاره لاره اواره کړي. د مشرف حاکم ګوند په گردو پخوانيو څلورو انتخاباتو کي ټګي برگي کړې ده، او خپله مشرف خو ماشاالله دوې کودتاوي سر پر سر کړي دي. د ډسمبر پر ٣١ باندي د پيپلز پارټۍ مشرانو اعلان وکړ چي مېرمن بوتو غوښتل ٠٠ پاڼي اسناد چي په ارتلونکو انتخاباتو کي يې د مشرف ټګي برگي ښودله، د امريکا د کانگرس غړو ته و کړي.
په عين زمان کي، د مېرمن بوتو د قتل دمسولينو په باب شخړي او د نظر اختلاف لا روان دى. حکومت وايي دا کار القاعده کړى دى، او رسما يې د بيت الله مسعود نوم اخيستى دى. ښاغلى زرداري د اکثرو پاکستانيانو په شان د حکومت دا خبره بابېزه ګڼي. هغه زياته کړه: القاعده زموږ څخه هيڅ بېره نلري. ولي بايد القاعده زموږ څخه وډارېږي؟ ايا هغوى زموږ سياسي رقيبان او سيالان دي؟
په عين حال کي، بيت الله م سعود هم دمشرف دا الزام رد کړى دى. واقعيت دا دى چي هغه هم د مېرمن بوتو د ترور د څېړلو لپاره د بين المللي تحقيقاتو ږغ کړى دى. تېره مياشت، بيت الله مسعود د تحريک طالبان پاکستان د مشر په حيث انتخاب سو چي په قبايلي سيمو کي د طالبانو د مختلفو ډلو يو مذهبي ايتلاف غوندي يو شى دى. دا ډلي د مخدره موادو په حرام تجارت او صدقه باندي ګوزاره کوي او هم دنړيوال جهاد خوبونه ويني. همدا ډلي پدې تيرو شپږو ک ونو کي چي امريکا د نړيوال تروريزم پرخلاف جنگ اعلان کړى دى خورا زياتي قوي سوي دي. ددغو ډلو د ځپلو لپاره پاکستان قريب يو لک عسکر لېږلي دي، او ددغه عسکرو لگښت چي تقريبا پنځه بيلونه ډالره دى د امريکا له خزانې څخه ورکړه سوى دى. مگر حقيقت دادى چي همدا ډلي همدا اوس پراخي سيمي کنټرولوي. د مشرف تر مشرۍ لاندي پاکستان د خارجي تروريستانو لپاره يو مناسب او امن ځاى ګرځېدلى دى.
ښايي مېرمن بوتو همدغو تروريستي لو وژلې وي. هغې په غرب کي تحصيل کړى وو، او هم يي د تروريستانو پر خلاف د امريکا د مجادلې څخه ملاتړ اع ان کړى وو. ويل کېږي چي پاکستان ته دمېرمن بوتو د ور رسېدو سره سم، بيت الله مسعود دهغې د مرګ بندو بست تړلى وو. د هغې د مرگ وروسته، حکومت د تيلفون پر کرښه هغه مکالمه خپره کړه چي ويل کېده بيت الله مسعود د هغې پر مرگ خوشي څرگنده کړې وه. مګر بې طرفه مبصرين دغه فيته جعلي گڼي. ځکه پدې فيته کي بيت الله مسعود خپل د اوسېدو ځاى ښيي، او سوال دا دى چي ولي پوځ سمدستي هغه ونه واژه؟
اوس نو، دا لا پوره څرگنده نده چي و ي بايد بيت الله مسعود د بېنطير بوتو دمرگ تکل کړى واى. څرگنده خبره دا ده چي د ميرمن بوتو قتل ډېر دقيق پلان سوى وو. هغه په داسي وخت کي ووژل سوه چي په اغلب ګومان يې انتخابات گټل. اوس نو، دا ګرانه نده چي دا ومنو چي د هغې ترور سياسي محرک درلود.
که څه هم، ښاغلي مشرف د هراړخېزو څېړونو ژمنه کړې ده، خو ښايي چي حقيقت هيڅ کله معلوم نسي. د پاکستان تاريخ د نامعلومو سياسي قتلونو ډېر زيات مثالونه لري.
د دسمبر پر ٢٦ باندي د بوتو د ښخولو پر مهال د هغې پلويانو شعار ونه ورکول ( مشرف غرغره کړئ.) د هغې يوه پلوى وويل: ( دا يو داخلي جنګ دى. دا تر عراق هم بدتره دى. زه نور پاکستان په نقشه کي نه وينم. بوتو يوازنۍ کړۍ وه چي د پاکستان څلور ايالات يې سره تړلي وه. اوس پاکستان نور مستقبل نلري.)
د پاکستان يوه بدمرغي داده چي د شتون د دوام په باب يې چندان خوشبيني نسته. د پاکستان د تجزيه کېدو په باب درې نظريې سته. لم ړۍ مفکوره چي د پاکستان د تاريخ په اندازه قدامت لري، وايي: پاکستان به تجزيه سي. ځکه پاکستان په ١٩٤٧ کي د يوه خونړي وېش په اساس خلق سو، او په کال ١٩٧١ کي شرقي پاکستان ترې جلا سو. دوې نوري نظريي تازه اونوي دي. لمړۍ وايي: پاکستان به د ايران غوندي د مذهبي ډلو لاسته ورسي. دوهمه دا چي د پاکستان ذره وي وسلې به د تروريستانو تر کنټرول لاندي راسي. دا درې واړه مفکورې په لنډه موده کي ممکني ندي، مګر په اوږدې مودې کي امکان لري.
حقيقت دا دى چي پاکستان له هر لحاظه يو وېشلى هيواد دى. پنجاب هم پر اقتصاد او هم پر
پوځ باندي حاکميت لري. د پاکستان په نورو سيمو کي نظامي حاکميت د پنجابي د واکمنۍ سره يو گڼل کېږي. په ه
ه لسيزه کي، په سند، بلوچستان، او سوبې سرحد کي پنجابي عسکر د اولسي او قومي ياغيانو د ځپلو او وژولو لپاره
استول کېږي. همدا اوس، د پاکستان پوځ په بلوچستان او سوبې سرحد کي د ياغيانو سره په څو جبهو کي لاس او ګ
يوان دى. د سوبې سرحد ايالت تل په بغاوت کي دى، او د پاکستان حکومت ددې جرات نلري چي دا ايالت د ځايي خلکو په
نامه ، پښتونستان، باندي ونوموي. ځکه د پاکستان حکومت بېره لري چي همدا کار به پښتانه سره يو موټي
کړي. خو بياهم، د پاکستان پوځ همدا اوس دونه قوي دى چي د کاملي تجزيې مخه ونيسي.
د پاکستان په باب نور د
خطر زنگونه ډېر واقعي برېښي. همدا اوس، د افغانستان سره پر پلو باندي يو امنيتي بحران ايجاد سوى دى. ب
خوا، په اردو کي اسلامسټانو ځالګۍ جوړي کړي دي. بل پلو، په سرحدي سيمو کي د امريکا په قيادت جنگ سخت و
ان روان دى. حقيقت دا دى چي ددې پرځاى چي د راډيکال مذهبي ډلو او تروريستانو نوغى وايستل سي، هغوى يې لا ت
ويه کړي دي. واقعيت دا دى چي پاکستان د مذهبي افراطيانو سره د اوږدې مودې پرابلوم لري. په پوځ کي د
جهاديسټانو سره ملاتړ او خواخوږي هم د اندېښنې وړ مسله ده. بلخوا، په سرحدي سيمو کي پوځيانو روحيه له لاسه و
کړې ده.
حقيقت دا دى چي بايد ددغو احتمالاتو په باب اندېښمن و اوسو. بلخوا، د پاکستان اکثرو ح کومتونو د سياسي ستونز غم ندى خوړلى. پوځ يوازي د زور او قوې څخه کار اخلي، مگر يوازي زور او دقوې استعمال د پاکستان مزمن سياسي مشکل نسي حلولاى. د مثال په توگه، تر هغه وخته پوري چي خوار او غريب بلوڅان د خپل ايالت د طبيعي منابعو څخه پوره گټه نوي اخېستې، په بلوچستان کي به تل بغاوت او شخړي رواني وي. ددې پر ځاي چي بلوڅان لکه چي د ١٩٧٠ په کلونو کي ښاغلي بوټو وځپل او يا همدا اوس يې مشرف ټکوي، د پاکستان حکومت بايد دا ومني چي يوه ورځ به خامخا هغوى ته خپل حقوق ورکوي.
بلخوا، د پاکستان د حکومت اصلاح کول هم ډېر گران کار دى. څو لسيزي به وغواړي چي پاکستانيان پر خپل حکومت باندي اعتبار وکړي. پاکستان په يوه خراب او بې ثباته چم ګاوند کي پروت دى. دغه راز، د پاکستان سياسي مشرانو هم د وطن غم ندى خوړلى، او نن سبا پاکستانيان چندان ماهر او خواخوږي سياسي مشران هم نلري.
مګر حقيقت دا دى چي دپاکستان وروست سياست او کمزوري موسسات به هيڅکه د يوه پوځي ديکتاتور په لاس جوړ نسي. مشرف په کال ١٩٩٩ کي اقتدار تر لاسه کړ، او ژمنه وکړه چي ادارې فساد به کموي، د افراطيانو سره به مجادله کوي، او دولتي موسسات به سموي. مګر د ټولو ديکتاتوران غوندي هغه خپل شخصي گټي تر بل هر شى مقدمي کړې، او دې شريري لړۍ وخيم عواقب را مينځته کړي دي.
د دوهمي کودتا را وروسته، ښاغلي مشرف د مطبوعاتو ازادي سلب کړې ده؛ څه د پاسه ٦٠ مستقل قاضيان يې برطرفه کړي دي او پر ځاي يې خپل احمق او چاپلوس پلويان مقرره کړي دي. قضايې قوې ته دهمدې ض بې تلافي به کلونه کلونه وغواړي.
ددغه سابقې سره سره، اوس نو دا معلومه نده چي ښاغلي مشرف به نور په څه درد وخوري؟
هاري - واشنگټن