د افغان ژورناليست د اعدام په سزا کي د جنگسالارانو لاس دى
د غزني د ولايت چارواکي وايي د امريکايي او افغاني پوليسو تر مينځ په ټکانو کي لږ ترلږه نهه تنه افغان پوليس او يو تن ملکي کس وژل سوىدى. امريکايي عسکرو د غزني د ښار څخه بهر د خلکو کورونه تلاشي کول، او د همدې عملياتو په ترڅ کي يې د يوه کور ور په بم والوزاوه. کله چي د غزني پو يسو د ډزو او د بم ږغ واورېد، سمدستي يې د پېښي د ځاي په لور حرکت وکړ. د غزني چارواکي وايي امريکايي عسکرو په غلط فهمي کي پر پوليسو د طالبانو خيال کړى دى، او سمدستي يې باوړونه پرې وچلول. دغه راز، هوايي قوې هم د پوليسو پر کتار باندي بمباري پيل کړه.
د نيويارک ټايمز اخبار د جنوري د مياشتي پر ٢٥ ليکي: " سم دستي په ښار کي خلکو اعتراضونه پيل کړل، او د کابل_کندهار لويه لاره يې بنده کړه. او هم يې د هغو حکومتي چا واکو لاره نيولې وه چي غوښتل يې د پېښي ځاى ته د څېړونو لپاره ولاړ سي. "
په پارلمان کي د غزني د خلکو استازى، خيال محمد حسيني وايي: " امريکايي عسکرو نن سهار يو ځل بيا يوه بله ستر ه بېرحمۍ وکړه."
په بگرام کي د امريکا قواوو وياند ويلي دي چي پدې سيمه کي امريکايي عسکرو په ياغيانو پسې ګرځېدل او وژل سوي خلک ياغيان دي. هغه زياته کړه چي د مړو شمېر ورته ندى معلوم.
ورځپاڼه وايي د افغانستان حکومت بيابيا له امريکايانو څخه غوښتي دي چي خپل عمليات د افغاني عسکرو سره په سلامشوره وکړي څو ددغه ډول پېښو م خه ونيول سي، ځکه څو ځلي پخوا هم امريکايي عسکرو د خپلو عملياتو په جريان کي بېګناه ملکي کسان او افغاني عسکر قتل کړي دي.
په پارلمان کي د غزني استازى، خيال محمد حسيني، وايي امريکايي عسکرو دا ځل هم د افغاني عسکرو سره سلامشوره نوه کړې او په يوازي سر يې عمليات پيل کړي وو.
بل پلو، د گارډين اخبار د جنوري د م ياشتي پر ٢٤ باندي ليکي: هغه افغان ژورناليست ته چي د کفر په جرم د اعدام سزا ورکړه سوې ده، يوځل بيا يې په افغانستان کي د مطبوعاتو د ازادۍ په باب اندېښنې راپورته کړې.
د سولي او جنگ د رپوټ انستيتوت وايي د ٢٣ کلن سيد پرويز کامبخش پر خلاف دا تور يو جعلي الزام دى چي په شمال کي د هغو جنګسالارانو کار دى چي غواړي د ښاغلي کامبخش له ورور ښاغلي سيد يعقوب ابراهيمي څخه انتقام واخلي. ځکه ښاغلي سيد يعقوب ابراهيمي د امريکا په ملاتړ د شمال د جنګسالارانو د بچه بازۍ، د بشر پر ضد د جناياتو، او نورو غير اخلاقي اعمالو په باب تحقيقاتي راپورونه ليکي دي.
د ښاغلي ابراهيمي يو رپوټ چي د تېر اکټوبر په مياشت کي خپور سوى وو، وايي: د امريکا په ملاتړ د شمال جنګسالاران لغړ زني هلکان گډوي او هم پر هغوى باندي جنسي تعرض کوي. دغه راز، ښاغلي ابراهيمي د شمال د هغو جنګسالارانو په باب هم تحقيقاتي راپورونه ليکي دي چي د شم ال د خلکو پر ناموسونو او مالونو باندي په سپينه ورځ تيرى کوي چي نه يې امريکايان او نه يې هم د کرزي حکومت مخه نيسي.
د سولي او جنګ د رپوټ انستيتوت ويانده وايي: " دهغه وخت راهيسي، د شمال
جنګسالاران د ښاغلي ابراهيمي د کړولو او ازار په لټه کي سوي دي، او اوس هغه پخپل کور کي نه بېده کېږي.
هغه تعقيبېږي، او په نښه سوى دى." هغه زياتوي: " د هغه تعقيب دمخفي پوليسو لخوا هم کېږي. په شمال کي د م
حلي جنګسالارانو قوت او زور ورځ په ورځ زياتېږي."
بلخوا، د نيويارک ټايمز ا خبار د جنوري پر ٢٤ باندي
يکي: د کاناډا حکومت د نومبر په مياشت کي د افغانستان حکومت ته د افغاني بنديانو تسليمول هغه وخت
بند کړل چي کاناډايي څارونکو ته دا څرګنده سوه چي افغان حکومت د همدغو بنديانو سره ناوړه سلوک کوي او هم
يې شکنجه کوي.
د ٢٠٠٥ پوري کاناډايي عسکرو په افغانستان کي خپل جنګي اسيران او نور توقيف سوي کسان ام يکايي عسکرو ته سپارل. خو کله چي همدې مسلې په کاناډا کي ځيني اندېښنې را پورته کړې، له همدې څخه وروسته کاناډايي عسکرو د افغانستان حکومت ته د نيول سويو کسانو تسليمول پيل کړل.
اخبار زياتوي چي د هغه وخت
اهيسي چي همدا لړۍ پيل سوېده، کاناډايي دپلوماتانو هغه بنديان څارل چي د افغانستان حکومت ته سپارل سوي دي.
هغوي وايي چي د اکثرو بنديانو پر بدن باندي د شکنجې، وهلو، او ډبولو اثار لېدل کېږي.