پدي اشډاون، خليلزاد، کرزى او سياسي دسيسې
پدې تېرو څو ورځو کي، په غربي مطبوعاتو کي د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د خاص استازي مقام ته د نومول سوي برتانوي دپلومات ښاغلي پدي اشډاون، په ملګرو ملتونو کي د متحده ايا اتو د سفير زلمي خليلزاد، او ښاغلي کرزي دجنجالونو په باب يو لړ په زړه پوري رپوټونه خپاره سوي دي. ددې سياسي جنجالونو اساسي ټکي دا دي چي څوک د خپل ذاتي کفايت او بصيرت له امله، څوک د خپل ځان د ارتقا لپاره، او څوک هم د پوره سياسي حماقت له امله ددغو دسيسو قرباني سوي دي. که څه هم، اوس لا څه وختي دى چي ددغو سياسي جنجالونو په ټولو اړخونو باندي پوه سو، خو بيا هم څرنگه چي مسله ډېره سياسي او توده ده، پکار ده چي يو تبصره باندي وسي. بلخوا، لدې مسلې څخه پټي سترگي ترې تېرېدل او هيڅ نه ويل هم يو ډول بې غوري او ذهني لټي ده چي بايد ونسي.
دلته به هڅه وسي چي لمړى ددغو نويو سياسي انکشافاتو جاج واخيستل سي، بيا وروسته همدا تاوده مسايل تحليل او تجزيه سي، او بالاخره د ام کان تر حد پوري د نژدې راتلونکي لپاره ځيني اټکلونه هم وسي. بايد وويل سي چي موضوع ډېره پېچلې او گونگۍ غوندي ښکاري، مواد او اسناد کم، او فاصله هم ليري او اوږده. خو کوښښ به دا وي چي مسله افشا او څرگنده کړو. حق حقدار ته ورسېږي، او تر يو حده پوري مسوليت هم رفع سي.
ښاغلي پدي ا شډوان د برتانيې په سياست کي اوږده سابقه لري، د پوځي تجربې خاوند او د بين المللي جنجالونو په حلولو کي نوم او نښان لرى. د ښاغلي اشډاون ستره او مهمه نړيواله وظيفه د بازنيا لپاره د "ستر استازي" مسوليت وو. هغه په کفايت او لياقت شهرت لري، او دقوي شخصيت خاوند دى. که چيري د کرزي بې ځايه مخالفت نه واى، اشډوان به په افغانستان کي د بين المللي مرستو او سياسي چارو ستر ناظم سوى واى. ښاغلي اشډاون غوښتل چي په افغانستان کي پوره واک او اختيار ولري. په اغلب گومان د ښاغلي اشډوان همدا خصوصيتونو د کابل شډله او بې کفايته اداره وار خطا کړې وه.
که څه هم، ويل کېږي چي په لمړيو ورځو کي ښاغلي کرزي د اشډاون د مقررۍ سره موافقه کړې وه، خو پدې نژدي ورځو کي يې خپله نظريه واړوله او خپل مخالفت يې لمړى د امريکا د بهرينو چارو د وزيري مېرمن رايس او بيا يې د برتانيې د صدراعظم گورډن بروان سره مطرح کړ. اوس نو، سوال دا دى چي ولي کرزي د اشډاون په برخه کي خپل نظر بدل کړ؟ ايا دا د کرزي خپله مفکوره وه او که په داخل او خارج کي ځينو لمسولى دى؟
د گارډين اخبار د جنوري د مياشتي پر ٢٩ ليکي: د برتانيې د بهرنيو چارو م امورين وايي چي په ملګرو ملتونو کي د امريکا سفير ، زلمي خليلزاد، کرزى دېته ته تشويق کړ چي د اشډاون له م ررۍ سره مخالفت وکړي. دا ورځپاڼه ادامه ورکوي او ليکي: د امريکا د رسمي سياست پر خلاف خليلزاد په سري توگه کرزي ته ويلي دي چي اشډاون يو مداخله گر دى او بايدمخه يې ونيول سي. برتانيې او امريکا دواړو غوښتل چي ښاغلي اشډاون په افغانستان کي د ستر ناظم د دندي مسوليت په غاړه واخلي.
د سويس په ا تصادي غونډه کي، ښاغلي خليلزاد هم گډون درلود، او هلته د ايران داستازي سره څنګ پر څنګ ناست وو. د نيويا ک ټايمز او واشنگټن پوسټ د اخبارونو په قول چي د سپيني ماڼۍ مامورين خليلزاد ته سخت په غوسه دي. هغوي وايي چي موږ د ايران سره اصلا هيڅ رسمي روابط نلرو، مگر د ډاوس په غونډه کي خليلزاد د ايران د خارجه وزير منوچهر متکي سره څنگ پر څنگ ناست دى. د سپيني ماڼۍ عالي رتبه مامورين وايي چي د خليلزاد دا بېباکه عمل د امريکا د رسمي پاليسۍ څخه سرغړونه ده. داسي برېښي چي د امريکا په سياست کي د شارلتان خليلزاد ستورى پر وېدو دى. خليلزاد په سويس کي په عين زمان کي دوې ستري سياسي خطاوي وکړې، يوه د ايران په ارتباط او ب ه د اشډاون په اړه.
اوس نو، په اغلب گومان خليلزاد کرزى دېته هڅولى دى چي د اشډوان له مقررۍ سره خپل مخالفت وکړي، او غالبا کرزي داسي انګېرلي دي چي د خليلزاد خبره او سپارښت د امريکا رسمي نظر دى. څرنگه چي همدا اوس په امريکا کي، د کرزي اعتبار صفر ته راکښته سوى دى، کرزي غوښتل چي گوندي پدې ترتيب د امريکايي چارواکو ملاتړ بېرته تر لاسه کړي. د افغانستان په باب دوه تازه تحقيقاتي رپوټونه خبردارى و کوي چي کېداى سي افغانستان يو ځل په يوه ناکامه او ناړامه حکومت بدل سي. همدا دوه رپورټونه د افغانستان په ا رتباط د سمدستي اصلاحاتو او جدي پاملرني غوښتنه کوي.
ښاغلي کرزي پرته له تحقيق او تفکر څخه د اشډاون سره خپل مخالفت اعلان کړ . په بل عبارت، کرزي غوښتل چي امريکايانو ته دا وښيي چي هر څه چي هغوى امر ورته وکړي دى يې پر دواړو لېمو باندي مني. خو داسي ښکاري چي د اشډاون سره مخالفت د امريکا رسمي پاليسي نوه، او يوازي او يوازي د شارلتان خليلزاد دسيسه وه چي غوښتل يې په افغانستان کي د يوه قوى ناظم د م قررېدو کار وران کړي، او هم د جمهوري رياست په انتخاباتو کي د ځان لپاره زمينه برابره کړي. په بل عبارت، يوازى دى قوي شخص وي، او ټول کارونه او مسوليتونه ده ته راجع سي.
په ضمن کي، ښايي کرزي فکر کړى وي چي همدا مخالفت به دا هم ثابته کړى چي ګواکي دى هم د يوه مستقل نظر خاوند دى، او کولاى سي چي دلته او هلته " نه" ووايي! مگر اوس دا څرگنده سوه چي دکرزي همدا کار يو پوره سياسي حماقت وو، ځکه دا مسله په کرزي پوري هيڅ اړه نه درلوده. د اشډاون اصلي وظيفه د ناتو او مرستنديو هيوادونو د فعاليتونو منظمول وه. د کزري اصلي وظيفه دا ده چي خپل کور يې سبمال کړى واى. د پسرلي صاحب په قول:
د جهان چاري
به ښه واى
که کوږ هسک پخپله سم واى
بې نظمي به نواى دلته
که يې ستوري منظم واى
داسي ب ېښي چي د کرزي له لمسولوڅخه د خليلزاد يو بل هدف داوو چي د کرزي، برتانيې او امريکا تر مينځ موجوده بې اعتباري او اختلاف نور هم پراخ کړي، او د کرزي لړزانه موقف نور هم کمزورى کړي. خليلزاد غوښتل چي په يوې ډبرې دوې مرغۍ وولي. مانا دا چي له يوې خوا د افغانستان جمهور رياست د مقام د گټولو لپاره خپل چانس ډېر کړي، او د بلي خوا د کرزي په ارتباط د امريکا او برتانيې موجوده غوسه نوره هم زياته کړي. په بل عبارت، کرزى د توپ خولې ته وتړلي. کرزى هم د خپل سياسي حماقت او کم عقلۍ په خاطر د خليلزاد په لومه کي بند سو. ځکه کرزى اوبو اخيستى دى او ځگ ته لاس اچوي.
بلخوا، ددې خبري هم ډېر امکان سته چي د کرزي په مسولو کي د شمال د ا يتلاف او د کرزي د ځينو نااهلو وزيرانو لاس هم وو. ښاغلي اشډاون غوښتل چي پوره صلاحيت ولري او پر کارونو باندي څارنه وکړي. اصلاحات په لاره واچوي او نااهله او بې کفايته مامورين په نښه کړي. څرنگه چي د شمال د ايتلاف جنايتکاران د مخدره موادو په قاچاقو، اداري فساد، او د افغانستان په بربادۍ کي پوره ونډه لري، ښايي هغوى هم د ښاغلي اشډوان له مقررۍ څخه ډارېدلي وي او د خپلو ناروا گټو د ساتلو په لټه کي سوي وي. نو بنا، کرزى يې دېته هڅولي وي چي د هغه د مقررۍ سره مخالفت وکړي. د افغانستان د بهرنيوچارو وزير سپنتا د کرزي د مخالفت د توجيه کولو لپاره ويلي دي: " موږ غواړو چي پر خپلو پښو ودرېږو. " په بل عبارت، سپنتا غواړي چي د کرزي دې څرگند حماقت ته يو ډول نشنلستي رنګ ورکړي.
اوس به بېرته د خليلزاد کيسه څه را وسپړو. د امريکا په سياست کي چي کله د يوه دپلومات او مامور د طالع ستورى پر لوېدو سي، انواع او اقسام نيمګړتياوي يې رابرسېره کېږي. شارلتان خليلزاد چندان خطا نه کوله، خو بالاخره يې دواړه غاښونه ووتل. په کال ١٩٩٦ يا ١٩٩٧ کي، کله چي طالبانو زور اخيستى وو، او خليلزاد د يونيکال د کمپنۍ سره کار کاوه، او هم يې په امريکايي مطبوعاتو کي د طالبانو په گټه تبليغات کول، زه په هغه کلونو کي د جورج مېسن په پوهنتون کي محصل وم. زما يو محترم پروفسور، مارک کتس، چي خليلزاد يې له نژدو پېژنده را ته وويل: " د خليلزاد د ژوند لوى سياسي ارمان دا دى چي په يوه ځاى کي سفير سي. " د خداى کارونه دي د سپټمبر د يولسمي د تروريستي حملو سره سم، د خليلزاد کار چوک سو، او د خپل ژوند لوى ارمان ته چي عبارت له سفارت څخه وو، ورسېد.
وروسته خليلزاد په عراق کي هم سفير سو. خو هم په افغانستان او هم عراق کي ناکامه سو، او وروسته په ملګرو ملتونو کي سفير مقرره سو. مگر څرنگه چي نور نو د کم بخت بش دوره مخ پر ختم ېدو ده، شارلتان خليلزاد بايد د ځان لپاره د يوه بل کار بندوبست کړى واى. همدا وو چي دا ځل يې د افغانستان دجمهوري رياست مقام ته ونېګل. همدا علت دى چي خليلزاد همدا اوسنۍ دسيسه جوړه کړه. مګر دا ځل پخپله ومه کي را گير سو. د يوې خوا، د ايران د خارجه وزير سره د څنګ پر څنګ ناستي په خاطر بش ورته سخت په غوسه دى، او دبلي خوا يې د کرزي د لمسولو کيسه هم را پورته سوې ده. داسي برېښي چي په راتلونکو ورځو کي به دا دواړي مسلې د خليلزاد لپاره ډيري گراني تمامي سي.
بل پلو، د کزري وخت هم پر ختيمېدو دى، بنا افغاني منورينو ته
پکار ده چي همدا اوس لا د يوه سياسي الټرنټيف د جوړولو په لټه کي سي. د يوه سياسي الټرنټيف دجوړولو د
ضرورت او اهميت په باب يو جدي او سالم بحث ته سخته اړتيا سته، او دا فرصت بايد له لاسه ور نه کړه سي.
والسلام.