توند بادونه وو، سپينې واورې بادېدلۍ، لمر ښه سپين او ښكلى
ښكارېده خو ساړه ورباندې زور و،باد سپينې واورې يوه بله خوا بادولې، د سړك پر سر مې ډېر انتظار و ايست ايله يو م
وټر را ښكاره شو لاس مې وركړ او پكې كېناستلم. ډريور راته كړل وروره كرايه دوه نيم سوه افغانى ده خوښه دې خپله- ځې
كه نه ځې، مجبوري وه ولې به نه ورسره تلم په توند باد او ساړه كې تلو ته انتظار وم.
په لاره كې به دښار له خوا
كله نا كله ګڼ موټر په ګلونوپټ په مخه راغلل په منځ كې به يۍهم يو نيم ګل پوش سړي ناست و چې له موټر د باندې به يې
كتل. د موټرپه شا سېټ كې ناست سړي له خپل ملګري و پوښتل دا څوك دي چې داسې په گلونو كې پټ اوپه دبدبده را روان دي،
ملګري يې ورته و ويل دا كسان له حج څخه راځي سړي لا خبره نه وه پوره كړې چې زما تر مخ د ډرېور تر څنګ ناست
سړي چې د خولې شاوخوا يې كله كړې او سپينه ږيره يې توره كړې وه او د ږيرې بېخوه يې سپين مالومېدل ور زياته
كړه:
دا د حج بركت دى د حج، ما هم درې حجونه كړي خداي يې د قبول كړي يوحج مې دغه زوي هم كړۍ چې خوا ته مې ناست
دى، اوس مۍ ورور حج ته تللى دهغه مخې ته ورځو....
د سړك پرغاړه ځاى ځاى څوخيرن خيرن خلك ناست و موټرته به يې
اس وركړ:
كابل ته ځو اته كسان يو.....
كابل ته ځوپينځه كسان يو....
خوزموږ په ګاډي كې دومره ځاي نه و چې
شپږ اوه كسان پكې ځاي شوي واي، په واوره كې ځاي ځاي موټر بندېدل واورې به يې پوڼولې كله په ټېله كله د موټر د ماشين
په زور به له واورو په زورونو زورونو ختل...
ترښاره پورې مو نيمه لاره و وهله، حاجي صيب ټوله لار مستې سندرې
اورېدلې، سندرو زه ډېر تنګ كړم ډرېور ته مې و ويل وروره داسندرې كه وانه ورو ښه ده د عاشور شپې ورځې دي هسې نه څوك م
و و نه وهي... پاخه سړك ته ورسېدلو دوه خړ پړ سړي له سپينې واورې را ولاړ شول موټر ته يې په احتياج لاس ور اوږد كړ
چې ودرېږي، موټر يې ورته و دراوه اوترې و يې پوښتل:
چېرته ځئ؟
ښار ته ځو، په يو موټر كې تردې ځايه راغلو، موټر
وان ورته كړل سمه ده يو به مو سم خو كرايه به يوسل او پنڅوس راكوئ. له دوي نه يوه چې په ځوانه ځوانٰۍ يې مخ كوړيتې
او ګونځې شوى و وورته و ويل:
يونيم سل خوډېرۍ زياتۍ دي په غريبى پسې راوان يو لږ مرعات را سره و كړه... څو
چې ډرېور ځواب ته خوله جوړوله، پلار يې په خبره كې ور ولېد، خوله يې له نصوارو ډكه او په وښكيو كې يې هم راغلي و-هغه
د نصوارايانو په وينا نصوار يې پا خه شوي و ورته ويې ويل:
غريبي خو دې هم ځان ته كوې زمايې ستا په غريبى څه، كه ځې
را ځه و خېژه او كه نه نه وينې چې ډله ډله حاجيان را روان دي... موږ هم د حاجيانو مخې ته ورځو نور موټر ټول
انه مخكې شول.... دواړو يو بل ته و كتل مجبور و ساړه ډېر وارخطاكړي و، پوزې يې سڼولې او د موټر دروازه يې خلاصه
كړه، د دروازې له خلاصولوسره سم موټرته دومره ساړه راغى تا به ويل سم دم په واياله ننوتلو.
له دوى دواړو څ
خه يو ما ته مخا مخ د موټر د ماشين پرسر كيناست، يو جاكټ تر خته لاندې بل يې پر سر ورباندې اغوستي و د
جاكټ په سر يې يوه زړه كورتى هم اغوستې وه، د يو زاړه پټو په پيڅكه يۍ پوزه پاكوله، د ځمكې په كارونوكې
يې د لاسونو چاودې لا نه وې ښې شوې خو يو ځل بيا لوږې پسې ا خييستي و ، ما ترې وپوښتل د كوم ځاى يې:
- د بېكسمند يو تا
به نه وي ليدلى ډېر ليرې د غرونو تر منځ يوه سيمه ده.
- هو رېښتيا هاغه تېرې ورځې ستاسو خواته څوك تر واوره لاندۍ
وي و؟
- هو په غريبۍ پسې را كوزېدل خو خداي يې پوره كړې وه اومړه شول، ښځې او واړه ماشومان يې پاتې دي د د سهار او
بېګا نه لري...ما ترې و پوښتل تاسوكوم لوري ته ځى؟
لورۍ ندي مالوم بس ګورو به چې چېر ته را ته لږ كار پيدا شي
... د دواړو پښو ته مې پام شو له جرابو پرته چينايئ كلوشې يې پښو وې ....
په لاره كې ځاى ځاى د ګلپوش موټ
و قطارونه په مخه راتلل چۍ ځينو ته به يې زموږ دموټر ډريور يا ورسره ناست حاجي پهلوان لاسونه ښورول... دازما
ملګري دي بختور دى دا يې دويم حج دى خداى (ج) ښه ور سره كړي...
په لاره كې ډرېور يوچاته زنګ و واهه چې په ښاركې و:
څلور منه خرما واخله، اته سوه جايمازونه، سل ساعتونه، دوه زره جوړه تسبېح، دوه سوه سپينې خولۍ، د اوبو لپاره
پيالې او.... هغه.....
دا وخت په موټر كې ما هم د ډرېورخبرې اورېدلې او هم زما تر څنګ د دوه ناستو كسانو، هغوى بيا د
قيمتۍ غم پسې اخيستي و: ...يوه بوجۍ اوړه په درې زره شپږسوه،يوټېم غوړي په دوه زره شول څه به كوو؟ څه شى به خورو؟
زما خو مور هم ناروغه ده اوډاكتران هم لكه كيسه بوران خلك شكوي....
د ډرېور پلار يې زوي ته و ويل چې
غوايان يې څنګه كړل؟ زوى يې ورته و ويل: غوايان يې اخيتي ويل يې دوه غوايان مې په شپز نوي زره اخيستي.
خوچې
نګر نه وي اخر دروازه لرو، كلي كور لرو، خپل پردى،دوست دښمن راځي...
نه ويل يې ښه څربه مې اخيستي....
په خبرو
خبروكې ښارته ورسېدلو دوى دواړه دويوې دنګې،ښكلې، اولويې ماڼ تر خوا چې سيوري يې د سړك هاغه بل لوري ته رسېده
له موټركوز شول. ما ترې و پوښتل دلته كوزېږئ؟ دوى را ته و ويل هو دلته د دغې ماڼۍ په مخ كې زموږ يو كليوال ناست وي
موچي دى، له هغه به و پوښتو دي يوڅه بلد دى ګوندې وي يو څه مخه را ته وكړي.... دنګه ودانۍ د قوماندان شاتورخان ده
چې اوس يې پكې هوټل جوړكړى. ډرېورته يې درې سوه افغانۍ كرايه وركړه اوپه داسي لوري روان شول چې لوري يې دوي ته هم و
مالوم.