ملا دورگی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 16451
میرویس جلالزی
دخبریدو نیټه : 2008-02-02

لیکوال: میرویس جلالزی

ملایې خو دلته زمونږ په کلي کې  نن صبا د ترکاڼې په څیر په یو کاروبار بدله شوي ده  .
ملا دورمحمد زمونږ ملا وو جمه به یې را کوله مونږ به په بدل کې عشر ، ذکات او سرسایه  ورکوله .
دورمحمد چې د خپل كوچني كور نفقه يې له همدي ملايې پيدا كوله د دي تر څنګ چې كار يې د نورو كليوالو په
پرتله اسانه وو خلکو ورته سخت درناوی هم کاوه .
خبره یې چا نه ور ماتوله ، واړه ، زاړه او  هان د  کلي شکب ځوانان یې لکه د جادوگرو د پیریانو په څير په بند کړي وو.
ملادور محمد چې د ملا دورګي په نامه کلیوالو پیژانده له خپل روزګار نه سخت خوشهاله وو خو یو مشر زوی یې سخت ناشاوه وو.
د ملادورګي دا نا صالح زوی قدرت الله نومیده .
زمونږ د كلي د ملا كور په هغه زړه كلا كې وو چې تر دې دمخه پكې د نظرلالا په نامه زمونږ ترورزی اوسیده
خو د انقلاب څخه پس نظر لالا ته خداي داسي مخه وركړه چې اوس په يوه ډيره پخه بنګله كې چې له جومات يو څه لري پرته ده ژوند كوي.
نن صبا یې چمبر په کلي کې په نام ده هان له پاخه څړکه ه هم ښکاریږ ي.
ملادور محمد زمونږ د ځآي نه وو هغه د بل كلي همسايه وو خو ملايې ېې په مونږ کې وه .
ملا صايب چې به د ماخوستن جمه وركړه نو له دوا  وروسته به يې خپل کرانشريپونه  تر تخرګ لاندي كړل او تر ټولو مخكې به له جومات د كور په لور وكټيد.
ورپسي به د كلي سپينږيري را واته  او د ځوانانو وار خو به ځكه تر ټولو وروستی  وو چې  هغوي  خوبه يو نیم   بانډار  مانډار وكړ او بيا به دكور په لور وخوځيدل.
کله چې به سپینږیري  او ملاصایب په جومات کې ول نو ځوانان به کورړه ، کورړه  سره ناست ول او سوکه سوکه به د موچیو په شان سره بونګیدل خو کله چې به ملاصایب او بوډاګان له جوماته ووتل ، ځوانانو ته به خدای ورکړه ،  چا به د میني ، چا به د روزګار او چا به هم څه نا څه په سیاست کې لاس واهه.
په کلیو کې خو پخوا چا د سیاست پروا نه کوله یو نیم مامور مامور چې به له ښار څخه په رخصتیو کې کلي کور ته ورغی نو د پاچا او عسکرۍ په اړه به یې خلکو ته بیان کاوه خو له تیرو پینځو کلو راهیسي زمونږ نالوستي کلیوال ځوانان هم د چا په خبر له سیاسي کارپوهانو کم نه وو.
د جومات دننه به تر ناوخته بانډارونه چالان ول.
زه به تر ناوخته نه کښینستم.
كله چې به د ماخوستن له لمانځه پس د خپل كلا په لور روان وم نو چې د ملاصايب د چمبر  تر شا به تيریدم نو ډير داسي وختونه به وو چې د ملاصايب او د زوي شور  به مې تر غوږ شو .
د ملا صايب زوي ډير ناصالي  انسان وو .
ملادورګې به هر چا ته د خپل زوي شكايت كاوه .
هغه  به تل له هر لمانځه وروسته دعا كوله چې خدايه ته ما وبښئ او زما مور او پلار وبښي او زما استازان وبښي او نيك او صالح اولاد راكې ، خو كليوال پوهيدل چې د ملا صايب زوي صالح نده .
په كليو كې خو دا معمول ده چې هر كار د چا پلار او نيكه وكړي نو هغه دنده د ميراث په ډول زامن او لمسيان او همداسي په سلسله تر كړوسيانو او كوديانو پوري دوام مومي.
د ملادورګې زوي باقي چې يوازي د قران سر  سپاره يې زده وه او نور په ټكې تور وو دا تقاضا يې هم له كليوالو درلوده چې ورته د ملاصايب خطاب وكړي  د كلي ځينو ماشومانو به د ده د بد اخلاقو له ډاره ورته ملاصايب ملاصايب ويل او باقي به هم چې د ملا غږ تر غوږ شو ډير به  په ځان غره سوو .
ورځي او شپي تيريدي باقي به نيمه په له كور ووت او څوك به نه وو پرې خبر چې  له چا سره ؟ چيرته ؟ او د څه لپاره وتلی؟
باقي خو اوس يوازي ۲۱ كاله عمر لرل او د ملاصايب له وسه هم اوس دا وتلي خبر وه چې د هغه مخه ونيسي ځكه باقي دخپل پلار او کريبانو خبرو ته د يو توت ارزښت  هم نه وركاوه او په هغه سيمه كې چې مونږ ژوند كوو هلته دولت هم چندان واكمني نلري چې د ځوانانو په كنترول كې د هغوي له كورنيو سره مرسته وكړي.
د ملاصايب د زوي په ځاي تر دوو مياشتو هيڅ څوك هم خبر نه وو چې شپه تياره دی چيرته ځي.
يوه ورځ د ملادورګې يو پخواني چړي چې په جومات كې يې ډيري شپې له ملاصايب څخه زدكړې كړي وې  ملا ته احوال راوړل چې زوي يې له طالبانو سره يو ځاي شوي او اوس يې خپل نوم هم اړولي او ملګري يې د ادريس په نامه پيژني .
زمونږ په سیمه کې خو نن صبا  ډیرو طالبانو خپل نومونه بدل کړي دا ځکه چې کور کلۍ یې و نه پیژني.
زمونږ د كلي ملا چې يو ښه عالم ، او په يوه ښه روښانه كورنې کې را لوی شوی وو تل به يې خلكو ته د جمعې د لمانځه پر وخت ويل چې ګوري خلكو اوس د دي وخت دی چې هر څوك خپل كلی  كور آباد كړو  او دا خبري له مغزو وباسو چې ګواګې ته دا کوي او زه دا کوم... .
د ملادورګي دا خبرې خو په د سيمې په طالبانو ځكه ښي نه لګيدې چې هغوي په بربنډ ډول د دولت د عسكرو او بهرنيو پوځيانو په وړاندي د جهاد فتوا ګانې صادري كړي وي  نو له همدي کبله  نورو م ايانو  او طالبانو زمونږ ملاصايب ته په سمه سترګه نه كتل .
زمونږ ملا له طالبانو سره د خپل زوی د اړیکو په خبریدو سخت خواشینی شوی وو.
د هغه تشویش ورځ په ورځ ، شیبه په شیبه ډیریده.
ځكه چې تر اوسه خو يې زوي هر كار چې به يې کول، ژوند خو يې په خطر كې نه وو  او ملاصايب له دي وروسته په دې سوچونو کې ډوب وو  چې اوس خو يې زوي د دولت په مخالپت  كې وسله اخيسي خداي مكړه چې يوه ورځ يې ورته د نورو طالبانو په شان جنازه راوړي.؟
ملا تر یر وخته دا زړه ته نه لویده چې زوی یې له طالبانو سره یو ځای شوی وي .
ملا دورګی یوه شپه د ماسخوتن د لمانځه پاره جومات ته را روان شو او د جومات د سنتو ځای ته په را ننوتو یې ، ناڅاپه  په يوه ډله ناشناختو كسانو ست ګې ولګيدې چې د جومات د سنتو په ځاي كې ګرد ناست دې او څنګو ته يې يوه  يوه  ميله ولاړه وسله هم تر ستګو كيږ ې.
ملادورګې ته د وسلوالو ليدل ځكه كوم نوې شې نه وو چې طالبان په دې ورستيو كې زمونږ په سيمه كې دومره چټك شوې ووچې شپه خو څه چې ورځ به هم جوماتو ته راتلل او له كليوالو به يې غوښتل چې ورته ډوډي او چاي راوړي.
ملاصايب جومات ته په راننوتو  خپلو مقتديانو او ميلمنو ته سلام ور واچول او د منبر تر څنګ كښيناست .
چې ګورې دطا بانو په ډله كې يو تن تر ټولو شاته او  كونج ته ناست  دی  او تور پاج يې پر سر ده او په خامكو ګنډل شوې څ ادر يې پر اوږو وراچولي   ته به وايې چې ذكر كوې .
ملاصيب چې ښه ورته زير شو نو وپوهيد چې دا خو د هغه زوی باقي دی.
باقي له دې ویري چې سترګي یې د پلار له سرتګرو سر ونلګیږي   نو ځان يې په څادر كې داسي ونغښت ته به وایې چې د جومات دننه واوره اوري.
ملاصايب  چې دكليوالو په منځ كې په يو ستر عالم او مدرس پیژندل کیده  و يې نه غوښتل چې په ادريس نومې  باقې غږ وكړي دا چې ولي په دې زه هم نه پوهيږم.
د ماسخوتن لمونځ په جمه وويل شو او كليوال هم له جوماته دخپلو كورو په لور ووتل ،  كليوال به لا ټول له جوماته نه وو وتلي چې د طالبانو له ډ ي يوو يې په كليوالو غږ وكړ چې دوي ته د خوړو يو څه برابر كړي او يو څو  بستري او توشكې هم د خوب لپاره ورته اوړي.
 زمونږ کلیوال خو ساده او بی وسه خلګ وو او دا ډیرو انقلابونو یې زړونه ور خوړین کړي وو نو سمدستي یې د طالبانو غوښتنه ومنله .
توشكي ، بالښتونه ، كمپلي او دشړومبي او شيدو دوه ډك ډك جامونه له څو پاستو ډوډي سره له لنډي مودي وروسته جومات ته راوړل شول.
طالبانو له کلیوالو مننه وکړه او هغوي ته یې د مجاهدینو خطاب وکړ دا ځکه چې له مجاهدینو سره یې مرسته وکړه.
جومات ته راغلي د طالبانو دا ډله د وریښمینو بړستنو ، پنډو پنډو بالښتونو او تړتکو په لیدو سخت خوشهاله شول او شیدي خو لا یو خوا کیږده .
یو طالب را پاڅید او کلیوالو ته یې داسي وویل:
كليوالو تاسو خو به خبر ياست چې زمونږ وطن ته كوپار راغلي او مونږ هم په دي نيت له خپلو كورو اوتلي يو چې تاسو او ستاسو اولادونو  د ظالمانو له ظلمه خلاص كړو ، مونږ نن ډير مزل وهلی او له ډير  لري ځايه دلته راغلي یو او نن شپه د پیرې ګزمې توان نلرو او  زمونږ ساتنه پر تاسو ده .
هغوي له کلیوالو غوښتنه وکړه چې نن شپه  دوه تنه په وسله بلد ځوانان د جومات ساتنې ته وګمارې او دا به د هغوي دنده وي چې د جومات دننه طالبان د دښمن له ځیان نه وساتي .
كليوال چې اوس د طالبانو له ويري پرته د دولتي عسكرو له ډاره هم سخت پريشانه وو د  ميلمنوطالبانو دي غوښتنې ته يې د هو ځواب  په وركړي ،  د دوو ځوانانو په ځاي څلور تنه د جومات پيرې ته چمتو كړل.
ځوانان راغلل له چا سره هغه  روسي كلاشينكوفونه  وو چې د جهاد له دورانه زمونږ له كليوالو سره پاتي وو او له چا سره هم بوړي ټوپكونه چې ډير خلك يې د لس ډزو په نامه پيژني.
طالبان بیده شول او ځوانانو پیره کوله .
زمونږ کلی نن شپه په یوه عجیبه چوپتیا کې نغښتی وو ، کله کله به مازي  د سپو غپا تر غوږ شوه خو بیا به ژر چوپه شوه .
پر ټوله سیمه یوه هیبت ناکه شپه خپره وه .
په همدې شپه زما سخت غاښ خوګیده او هیڅ خوب نه راته.
دا له درده ډکه شپه پر ما هیڅ نه تیریده ، کله به مې ساعت ته وکتل او کله به مې د کلا د  برج له کړکۍ نه دباندې را وکتل د رڼا به هیڅ څرک هم نه وو.
ساعت ته مې وکتل دشپې پاو باندې دوه بجې وي .
ځان مې یوه خوا بله خوا غلط کړ چې خوب مې یوسي خو نا څاپه مې د سپکو وسلو  د ګوتو په شمار ډزونه تر غوږ شول.
له ځایه پاڅیدم او د برج د بام پر لور مې هلا کړه .
د ډزو غږونه شیبه په شیبه د کلي په خوا را نژدې کیدل .
د بام سر ته په بيړه راوختم چې ګورم له څلورو خواوو په توره تياره كې په جومات سور ماشر جوړ دی ،  څوك د جومات له پاسه او څوك له دننه خداي او وس هر وسله چې يې په لاس كې ده پر مقابل لوري ډزي كوي.
جګړه د لنډې شیبې په تیریدو وار په وار تودیده خو نا څ اپه یو لوی درب شو او له دې سره د ټوپکو ډزي له پخواني  زوره ولویدي .
له دې درب سره جومات په سرو لمبو کې پټ شو او سرې لوخړي د آسمان په لور پورته شوي .
د څو تنو غږونه مې تر غوږ شول چې یو بل ته په پاړسي ژبه وایې  خطم شد..... ، خطم شد.....
د اور سرو لمبو نژدې سیمه رکه رڼا کړه او هر څه له ورایه ښکاریدل.
په برګو دریشیو کې نغښتي دولتي عسكر چې بهرني سرتيري يې هم ملاتړي وو د جومات ګرد چاپير را تاو سول .
عسكرو كليوالو ته په لوډسپيكرو كې خبرداری وركړ چې تر سهاره هيڅ څوك حق نلري له خپلو كورو راووزي .
عسکر لا په لوډسپیکرو کې غږیدل چې یو سړی مې تر سترګو شو .
په لاس کې یې لاټین وو او په تیرو بیرو قدمونو یې د جومات لار لنډوله .


 چې ښه ورته ځیر وم دا سړی  زمونږ ملا صایب وو.

ملادورګی به جومات ته نه وو نژدي شوی چې  يوه سپينه اوزوروه رڼا ورته مخامخ د عسكرو له خوا ونيول شوه او پري يې غږ وكړ ، ای  بوډا ! ګوره چې رامخ ته نشې تا لكه چې خبرداري وانوريد ؟
كوڼ يې كه څه بلا؟
د ملاصايب غږ مې واوريد چې ورته يې په ډير عجز وويل : زوي مې په جومات كې وو، هغه د جومات په مينځ كې كسان څه شول !؟
ملاصایب جومات ته په لویه غزیدلي لار کې ولاړو دوو پنډو پنډو عسکرو ته ښه ورنژدې شو .
ده بیا د څه ویلو هڅه کوله چې سرتیرو یې خبري ور پرې کړي.
سرتیرو  چې نور يې نه غوښتل د ملاخبرو ته غوږ ونيسي سم د لاسه يې  زمونږ د ملا له لاسه څراغ خطا كړ ،  دوو ټینګ ونیو او بل یې لاسونه شاته ور  ځولانه کړل .
ژر ژر یې د لارې تر څنګ په ولاړ یو غټ ګاډې کې واچاوه او دروازه یې پسي وتړله .

عسکرو یو بل ته په خپله ژبه څه وویل او ګمان کوم چې هغه د لوډسپیکر وال به یې قوماندان وو.
په څو شیبو کې عسکر په خپلو موټرو کې سپاره سول او سوکه سوکه له کلي لري شول.
په همدې شپه هیڅ څوک هم له ډاره د جومات خوا  ته نه ورغلل.
د سهار د لمر څرک شو ،مټ کې رڼا شوي وه د بام سر ته را وختم چې ګورم جومات په سپین لوګي کې پټ وو.
هغه د بازوانو له لرګو یې چې ټوله شپه سوځیدلي وو مړ مړ لوګی آسمان ته خوت.
جومات ته نژدې هیڅ څوک هم نه لیدل کیده .
كليوال په بيړه بيړه جومات ته ورغلل.
یوو لوړه چیغه کړه.
اوف خدايه جومات شهيد شوی!.
دا ځوانان ګوری ،  دا ټول شهيدان شوي!
د ملادورګې زوي باقي ، خالد ، ستار، حامد او فيروز چې د جومات د تيري شپې په پيره ګمارل شو وو ټول د حکومتي س تیرو او جومات د ننه طالبانو په جګړه کې وژل شوي وو.
له هغو میلمنو طالبانو هم دوه مړه شوي وو او پاتې ۶ نور په تیښته خلاص شوي وو.
زمونږ پر کلې خو هغه شپه غضب نازل شو.
له هغې  راهیسي دا دی څلور میاشتي تیریږي ، پینځه تنه ځوان کلیوال مو شهیدان شول او د ملاصایب درک هم نه معلومیږي.
خلګ وایې په هغه شپه ټول امریکایان اغلي ول خو ما ولیدل چې ځیني یې په پاړسي ژبه غږیدل.
ملاصایب هغو له ځان سره یوړل.
خدای خبر ډیر پسي وګرځیدو خو تر اوسه مو د هغه څرک و نه لګاوه .
تیره شپه زمونږ کلیوالو ژمنه وکړه چې د دې پیښي غچ به له امریکایانو ضرور اخلو.