د نيويارک ټايمز ورځپاڼي د سرمقالو او نظرونو
د برخي څخه
ليکونکي: امين سيکل او وليم مالي
کنبارا، اسټراليا
افغانستان مخ پر کښته رغړي. په کابل کي
تروريستي حملې، د محلي چارواکو، معلمينو او مذهبي څېرو پر ضد په جنوبي ولايتونو کي د وژني کمپاين، د طالبانو
لاس رسی او د حکومت کمزوري په ډاګه کوي.
امريکا او د افغانستان نورو خارجي ملاتړو خپل عمومي عکس العمل، د نورو بين المللي قواو غوښتل او د کرزي حکومت ته د خپلي ژمنتيا په تکرار سره څرګند کړی دی. مګر دې کړنلاري حا ات ډير لږ تغير کړي دي. ځکه چي د افغانستان ددې ژورو ناروغيو ريښې بل ځای پرتې دي.
امکان لري چي غټ ترين م کل د افغانستان د ٢٠٠٤ کال د اساسي قانون نامناسبوالی او غير مؤثر والی وي. د ولس مشرۍ هغه قوي سيسټم، چي په دې قانون کي نغښتی دی، د هېواد په ګټه نه دی تمام سوی.
په هغه وخت کي ډېرو تاريخ او اساسي قانون پوهانو دا خبرداری ورکړی، چي داسي يو سيسټم، په داسي يوه جنګ وهلي هيواد کي، چي په هغه کي دې په دې کچه قومي او مليتي تفرقې وي، کار نه سي کولای.
د ولس مشرۍ سيسټم، خاصتاً، ډېر ناخوښه بايلونکي پيدا کوي، چي د هغوی مقصد د ګټونکي ننګونه او د پښو غورځونه ګرځي. او پردې سربېره دا و ګټونکي ته ډېر قانوني واک هم په لاس ورکولای سي،چي دا بيا و انفرادي سياستونو ته لاره کوي او په هغه کي د کښته درجې سياستکونکي و ولس مشر ته پر لاس رسي باندي ناولي شخړي کوي.
که څه هم، برعکس، اکثره هغه اصلي واک چي د ولس مشر څخه وي، تر هغه لږ وي چي د کاغذ پر مخ و کول سوی وي، په داسي حال کي چي دده مسؤليتونه ډېر درانه او هغه هيلي چي خلګ يې دده څخه لري تر امکان وتلي وي. دا ډېره آسانه ده چي دا سي يوه وظيفه په وجود راوستل سي، چي هغه هيڅ څوک هم په سمه توګه نه سي تر سره کولای.
په ولس مشر کرزي هم دغه کانه سوې ده. يو شريف او مخلص سړی دی، ولي په زياتېدونکې اندازه د خلګو څخه په انزوا کي دی. دده حيثيت دده هغه ملګري، چي په اجرائيه څانګه کي دي ،ولي دده په شان وړتياوي نه لري او د وزارتونو ويش د سياسي انعام په توګه بې سېکه کوي.
نتيجه يې يوه مفسده او دکاره وتلې اداره ده چي کارکونکي يې ټول د اهليت په حساب نه، بلکي د کورنيو، قومي، مليتي، او حزبي اړيکو پر بنا په کار ګمارل سوي دي. ولس مشر او دده سلاکارانو ته په زياتېدونکې توګه د افغانستان د پرمخ تګ د ناکمۍ د مسؤليت ګوته نيول کېږي: د ولس مشرۍ سيسټم د مسؤليت تر هغه بار لاندي د ماتېدلو په حال کي دی چي د وړلو هيله ځني کېږي.
افغانستان د دوو جرګو څخه جوړ پارلمان لري، که
څه هم دا دهغه ايډيال پارلمان څخه ليري دی، ولي د مختلفو آوازونو د اورېدلو دپاره يې يوه لار جوړه کړې ده. په بد
قسمتي سره اجرائيه څانګي هغه اړين دلايل نه دي ليدلي، چي د مقننه څانګي سره خپل کارونه هم ږغي کړي. اړيکي تر
دې حده ترينګلي دي، چي ولس مشر کرزي، د ولسي جرګې وياند محمد يونس قانوني سره په تېرو شپږو مياشوتو کي خبري نه
دي کړي.
د هغه ټولنو، چي په قومي او مليتي لحاض ټينګي اوبدل سوي دي، د همېشه تغير خوړونکو اړيکو په حال کي، د
مملکت د کمزورو تادابونه په نظر کي نيولو سره، د افغانستان دپاره به د پارلماني سيسټم حکومت چي ټول پکښي شامل
وي ډېر ګټور وي. دابه دا معنا ولري چي، ولس مشر د اجرائيه څانګي د مشر پرځای، يوه سمبوليکه څېره وي، او د پارلم
ان د دواړو جرګو د غړو څخه يو صدر اعظم او د کابينې غړي وټاکل سي، قوي محلي او منطقوي حکومتونه جوړ سي چي دا به
و عادي افغانانو ته د سياسي سيسټم سره د تړلو احساس ورکړي.
داسي يو غيرمرکزي سيسټم به دا يقيني کوي چي حکومت
د پارلمان يوکاري اکثريت لري چي هغه کولای سي د اجرائيه څانګي څخه حساب وغواړي. په اوس حالت کي ښاغلی کرزی و
هغه خارجي مرسته کونکو ته جواب وايي، چي هغه په خپل ذات کي سره وېشلي دي، نه و ټاکل سوو افغان قانون جوړونکو
ته، دا دپوهېدلو وړ ده چي دې حالت، افغانان د ډيموکراسی پر تجريبه شکمن کړي دي
د ولس مشر کرزي څو سياسي مخالفينو د پارلماني سيسټم په حق کي استدلال کړی دی، داسي معلومېږي،چي دا يوازنی علت دی، چي دده ملاتړو دا نظريه په لغته وهلې ده. دا د افسوس ځای دی: ده اساسي قانونه په هکله داسي سوالونه د ورځني سياسي جنجال تر سطحي ډېر لوړ دي، او د يوه ژور فکر او دقيق غبرګون حقداره دي.
په افغاني دود کي، ددې سطحي تغيراتو په نظر کي نيولو/ راوستلو دپاره مناسب ځای لويه جرګه ده. دا لويه جرګه وه چي په ٢٠٠٣ کال کي يې بلاخره د اوسني اساسي انون ترتيب جوړ کړی. اوس د يوې بلي لوی جرګې جوړېدلو ضرورت سته، ترڅو دا ترتيبات تر ميم کړي. شايد په دې جريان کي ښاغلی کرزی خپله وظيفه دلاسه ورکړي، مګر دا کولای سي دده هېواد هم ور وژغوري.
امين سيکل د اسټراليا په ملي پوهنتون کي د عربي او اسلامي زدکړو د مرکز رئيس او د "موډرن افغانستان" کتاب ليکونکی دی. وليم مالي په دې پوهنتون کي د آسيا-پاسفيک ډيپلوماسۍ د پوهنځۍ رئيس او د "ريسکيو افغانستان" کتاب ليکونکی دی.