د يوه سياسي الټرنټيف جوړول
وروسته له اوو کالو ترخو تجربو څخه اوس نو دا ښکاره خبره ده چي نه يوازي د کرزي حکومت دافغانستان د مشکلاتو او ناخوا و د حلولو توان نلري، بلکي د هغه مشري د افغانستان لپاره د لا زياتو ستونزو او ناکاميو د ايجادولو مهمه او ستر ه منبع ده. داسي نه چي ښاغلي کرزي وخت او منابع نه درلودې، بلکي هر څه موجود وه. مناسبه ملي او بين المللي سياسي زمينه او شرايط، د نړيوالو خواخوږي او مالي - نظامي مرستي، د افغاني م نورنيو او نخبه ګانو ملاتړ، او سر بېره پردې د امريکا بېسارى او هر اړخېز حمايت. مگر پدې تېرو اوو کلونو کي هر څه عبث او ضايع سول. په بل عبارت، د کرزي له بده شامته ، افغانان د ډک سنيد په غاړه وچي شوندي کښېنستولو ته مجبوره سول، قومي او سيمه ايز تاوتريخوالى لا پسي زيات سو، ملي يووالى او جوړښت لا کمزورى او لړزانه سو، د دولتي موسساتو دجوړولو کار په ټپه ودرېد، او لنډه دا چي يو مهم او طلايي چانس د افغانانو له لاسونو څخه ووت. دا گرده ناخوالي يوازي او يوازي د اوسني حکومت د بې کفايتۍ او لټۍ ښکارندوى دى او بس. بله اساسي خبره دا ده چي اوس نو هر چا ته دا ورښانه سوه چي کرزى د مشرۍ اهليت او ظرفيت نلري. د مشرۍ لپاره ځيني خصوصيتونه حتمي او ضروري دي چي پرته له هغه څخه يو شخص ته دمشر خطاب کېداى نسي. ( د مشر د کرکټر او خصوصيتونو په ارتباط "کرزى: ماته د امريکا گوډاکى ويلاى سئ" تر عنوان لاندي م اله چي د بېنوا په ويب سايټ کي خپره سوې ده، وګورئ.)
بلخوا، ددې پرځاى چي د کرزي حکومت ورځ په ورځ اصلاح او موثر سوى واى، پر امورو او شرايطو يې خپله ولکه لا ټينګه کړې واى، او په ملي او بين المللي ساحه کي يې برياليتونه تر لاسه کړي واى، مګر له بدمرغه دکرزي اداره نوره هم پسې شډله او فساده سوه. بين المللي ټولنه د ستړيا او بېزارۍ تر حده ورسېده، او همدا اوس امريکا او ناټو په جنګ سره ولېدلي دي. کاناډا او جرمنى دواړه څرگند مخالفت ته رسېدلي دي. د افغانستان نه ختمېدونکو جنگونو د ناټو د شتون اډانې د خطر سره مخامخ کړي دي. کاناډا وايي که چيري د ناټو نور غړي هيوادونه د افغانستان جنوبي سيمو ته خپل عسکر وانه ستوي، کاناډا به هم خپل عسکر له افغانستان څخه را وباسي. جرمني ادعا کوي چي جنوب ته به خپل عسکر وانه ستوي ځکه همدا چي افغانستان ته يې عسکر لېږلي دي همدا پخپله لويه خبره ده. ف انسې خو له پخوا څخه لا د شمال د جنګسالارانو سره تار لاره ، او دکرزي د بې عزمۍ او غلطو پاليسو له امله د پښتنو مخالفه ده.
بل پلو، په اقتصاد کي هم هيڅ ډول محسوس او واقعي پرمختگ ندى راغلى. تېر کال، د زياتېدونکې بې امنۍ په خاطر په خارجي پانگه اچونه کي پنځوس فيصده کمښت راغلى د . د خوراکي موادو، کرايو، د سونګ دموادو او نورو ضروري شيانو نرخونه ورځ په ورځ ګرانېږي. په يويشتمه پېړۍ کي، د کابل او کندهار په شمول د افغانستان ګرده ستر ښارونه د برق له نعمت څخه بې برخي دي. د کابل ټول ښار په جنېرټرونو چلېږي. فابريکې په ټپه ولاړي، او بېکارۍ د افغان ولس بېخ وايست. په کابل او نورو لويو ښارونو کي د بېکارانو ډلي ډلي د عمومي چوکونو په شاوخوا کي تر غرمې پوري ناست وي. په کندهار کي، د برق د نشته والي له کبله څو محدودي فابريکې چي د افغان تاجرو په همت جوړي سوي دي پرچو ولاړي دي.
بې امني تر دې حده رسېدلې ده چي اوس په کابل کي هم څوک ځان امن نه ا حساسوي. انتحاري حملې زياتي سوي دي،د نارينو او ښځو برمته کول او تښتول ورځ په ورځ ډېرېږي، او د شپې تيارې د خطرونو سره مل او ملګري وي. بلخوا، طالبان د کابل په دروازو کي د خپلي کاميابې او بيا راتګ لپاره ورځي او شپې شماري. دغه راز، جنګسارالان دونه گستاخه او بېباکه سوي دي چي جناتيکاره دوستم په کابل کي د کرزي تر ږيري لاندي د اکبر باى پر کور باندي يرغل کوي او کرزى رډ رډ ورته ګوري او له ډاره سوڼ نه سي وهلاى ،او نه هم د خپل حاکميت او صلاحيت د دفاع جرات او جاغور لري. په کابل کي، د مسعود د مافيا حاکميت له ورايه څرگند دى، په سپينه ورځ بانکونه وهل کېږي، خا جيان او افغانان برمته کېږي، او لنډه دا چي د کابل خلک د کال ١٩٩٢ د ترخو خاطرو د بيا تکرارېدو بد او ناوړه خوبونه ويني.
د کرزي په حکومت کي چي يوه شي ډېر پرمختګ کړى دى هغه رشوت او بې کفايتي ده. په حکومت کي ادارې فساد او حيف او ميل دې سرحد ته رسېدلى دى چي د کرزي د ادارې عالي رتبه مامورين او دوستان د مخدره موادو د قاچاق څخه نيولې بيا د غير قانوني قرار دادونو، غلا او عادي رشوت پوري راپرېوتلي دي. باکفايته او لايق خلک د حکومت څخه بېزاره سوي او يو په بل پسې وطن پرېږدي، او يا هم د خارجي موسساتو سره کار پيدا کوي. د اکانوميسټ مجلې په قول په گرده حکومت فقط ٢٠٠ باکفايته مامورين کار کوي، نور پاتي ټول د ر وت او واسطو په زور چوکۍ اشغال کړي دي. د حکومت ځيني چوکۍ خو حتى خرڅېږي او رانيول کېږي، او عجبه لا دا چي رشوت په ډالر اخيستل او ورکول کېږي.
بايد دلته وويل سي چي دغو نيمګړيتاو ته پرله پسې اشارې ددې م انا نلري چي موږ بد بينه او مايوسه کړي، بلکي ددې مانا دا ده چي واقعيتونه هغسي بيان سي لکه څرنګه چي دي. په بل عبارت، رياليزم او حقيقت مو لارښود وي، او پدې لاره کي مو مطلب او هدف اصلاح او خير وي. ددې روانو نيمګړيتاو د بيان يو بل اساسي هدف دا وي چي مشکلات رابرسېره سي او بيا مبارزه ور سره وسي. د حل لاري يې ولټول سي، او د امکان تر حده پوري ددغو روانو ستونزو په اوارولو کي برخه واخيستل سي. مگر لمړى او اساسي ګام دا دى چي ستونزي او نيمګړيتاوي په واقعي شکل سره بيان سي.
موږ افغانانو ته پکار ده چي خپل کمزروۍ او اشتباوي ومنو ځکه تر هغه وخت پوري چي مو خپله کمزروي نوې منلې د حلولو په لټه کي به يې هم نسو. د مشکل د حل لمړى پړاو د ستونزي پر شتون باندي اعتراف دى. په موږ افغانانو کي يو بد عادت دا دى چي پر خپلي کمزورۍ باندي اعتراف را ته يو ډول ماته ښکاري. حال دا چي پر خپلو مشکلاتو باندي اعتراف کول د هوښيارۍ ښکارندوى دى. په بل عبارت، خپله کمزروي منل د قوت علامه ده. موږ تل هڅه کوو چي خپله کم زوري يا پټه کړو او يا يې هم پر يو بل خوار باندي وتپو. هاى، بين المللي ټولني پوره مرسته نده کړې! په موږ کي خارجيان اختلافات جوړوي! او داسي نوري پخوانۍ او تکراري پلمې.
بلخوا، دکرزي پر ادارې باندي د ح کومت اطلاق هم نسي کېداى. په بل عبارت، د کرزي حکومت د عصري حکومت پر هيڅ معيار باندي برابر ندى، او د م درن حکومت په تعريف کي نسي راتلاى. مګر د بلي مناسبي کلمې د نشته والي له کبله موږ مجبوره يو چي دلته همدا د حکومت کلمه استعمال کړو. نن سبا په ټول جهان کي د عصري حکومت اساس پر احزابو باندي اېښودل سوى دى. م انا دا چي يو حزب حکومت جوړوي، او که چيري يې حکومت کاميابه سي ، خلک بيا د حکومت کولو چانس ور کوي. که چيري حکومت ناکامه سي او د خلکو خوښ نوي بله ډله راځي او حکومت جوړوي. بنا، د هر چا مسوليت معلوم وي او خلک د مسوليت منبع پېژني.
مګر د افغانستان اوسنى حکومت د اضدادو مجموعه ده. مانا داچي پدې حکومت کي د ظاهرشاه څخه نيولې بيا تر طالبانو پوري د مختلفو سياسي تمايلاتو خلک راغونډ سويدي. د کزري حکومت هغه ستر ايتلاف دى چي هيڅ غړى يې بل غړى ته نه پاته کېږي او نه يې هم رنگ د حکومت دى. خبره همدلته خرابه ده. په حکومت کي هر راز بلاوي موجودي دي. پخواني جنګسالاران، د بش په ملاتړ د شمال دايتلاف جنايتکا ان، په غرب کي روزل سوي تکنوکراتان، يو نيم طالبان، د بش په ملاتړ په پېخر ډاکوګان، او لنډه دا چي ددې تېرو ديرشو کالو ټول ابن الوقته سياسي څېرې چي دنامه څخه يې دافغانانو کرکه کېږي د کرزي په اداره کي سره اغونډ سوي دي.
يو داسي حکومت چي له سره په چم او ټگۍ کي جوړ سوي وي او بل دا چي په سر کي يې هم يو بې کفايته شخص ناست وي، د هغه حکومت څخه د پرمختګ هيله کول يو غولونکى خوب او خيال دى چي هر څونه ژر ترې خلاص سو په هغه اندازه مو په گټه ده. د اضدادو حکومت هيڅ ځاى کار ندى ورکړى او نه يې هم ور کوي. د مختلفو سياسي اراو، ډ و، او سيمه ايز وگټو پر اساس جوړ سوي حکومت هيڅکله ديوه واحد هدف لپاره کار نسي کولاى ځکه هر ډله يې يوې خوا ته کشوي، او همدا کش راکش ددې سبب کېږي چي هيڅ کار مخته ولاړ نسي او په اصطلاح بن بست ايجاد سي. منفي انکشاف ته لاره خلاصه سي، د مسوليت منبع ورکه سي، او په ملي سويه بې اعتمادي او بې باوري لا پراخه او مزمنه سي.
د کرزي د حکومت يوه بله لويه بدبختي پدې کي ده چي د خارجي دسيسو په نتيجه کي مينځته راغلى دى. په بل عبا ت، د افغانانو د غوښتنو او اراو ښکارندوى ندى. د بل د لاس اله ده، او تارونه يې د بل په لاس کي دي. همدا وجه ده چي د کرزي حکومت د عامه خلکو د اراو پروا هم نلري، ځکه پوهېږي چي ساتونکى يې بش ماما او د هغه مغروره عسکر دي. د امريکا د خزانې څخه معاش خوري، او امريکايان يې ساتي، او يوازي او يوازي يې ام يکا د ليري کولو قدرت لري.
د کرزي د ادارې بله ستونزه دا ده چي د داسي خلکو سره يې ايتلاف کړى چي هغه ډلي د افغانستان په تاريخ کي ازمويل سوي دي، او هر ي يوې خپل امتحان ورکړى دى. د شمال د بد کاره ايتلاف توره دوره د افغانستان په تاريخ کي تر ټولو بده او خطرناکه دوره وه. د کال ١٩٩٢ څخه بيا تر ١٩٩٦ پوري، د شمال دايتلاف د حاکميت په دوران کي افغانان دونه وکړېدل چي په ټول تاريخ کي يې سارى نه لېدل کېږي. د مسعود شرارت او بې رحمۍ د کابل د ښاريانو بېخ وايست، دکابل ښار وران سو، او د هغه په دوران کي دخلکو پر ناموسونو او مالونو باندي تيرى يو عادي خبره وه. قومي تاوتريخوالى او بې اعتباري خپل اوج ته ورسېده او د پښتنو سره دښمني د م سعود او دهغه دمافيا اصلي سياسي ميراث دى چي تر اوسه پوري د کرزي د حکومت له لاري دوام لري.
اوس نو، اساسي پوښتنه دا ده چي ايا د افغانانو لپاره څه کول پکار دي؟ ايابيا د کرزي غوندي يوه بل سړي ته د قدرت واګي ور پرېښودل به درست کار وي؟ ايا کېداى سي چي افغانان دا ځل د خپل سياسي برخليک په ټاکولو کي څه ونډه ول ي؟ او بالاخره ايا کېداى سي چي افغاني منورين پر يوه مرکز باندي سره راغونډ سي؟ ددغو سوالونو جواب ښايي د نژدې او ليري راتلونکي لپاره څه هيلي او حرکت را وپاروي، او يا اقلا ښايي د يوه سالم،جدي او هر اړخيز بح ث د را مينځته کولو سره مرسته وکړي. يو واقعيت چي بايد موږ افغانان يې ومنو هغه دادى چي په اوسنۍ او م عاصري نړۍ کي پرته له سياسي تشکيلاتو او تنظم څخه موږ نه سو کولاي چي خپل سياسي ستونزي حل کړو. دغه راز، پرته له سياسي تشکل څخه موږ نه سو کولاى چي خپل سياسي برخليک پخپله وليکو او يا يې انتخاب کړو. پرته له يوه سياسي تنظم څخه موږ نه سو کولاى چي خپل سياسي حقوق تر لاسه کړو. او بالاخره پرته له سياسي ګوند او فعاليت څ خه به تل زموږ پر سياسي برخليک باندي د پرديو کنټرول او حاکميت ټينگوي.
بلخوا، د يوه سياسي الټ
نټيف لپاره ملي او بين المللي زمينه هم برابره ده. د يوې خوا، په ملي سطح کي اوسني حکومت خپل ټول اعتبار او
حيثيت له لاسه ورکړى دى. د کرزي حکومت د مشروعيت له بحران سره مخامخ دى او د افغانانو يوه ستونزه يې هم
نده حله کړې. زما د خپلو مشاهداتو پر اساس افغانان د کرزي حکومت خپل نه گڼي، د هغه حکومت ته په سپکه سترګه
گوري او هيڅ اطاعت يې نکوي. لنډه داچي د کرزي حکومت په سياسي، اقتصادي، نظامي او اجتماعي ساحو ناکامه
دى. د بلي خوا، په بين المللي ساحه کي هم د کرزي د حکومت اعتبار او حيثيت سپېره صفر ته را کښته سوى دى. هم
دا اوس، ناټو او امريکا د افغانستان د ماموريت پر سر داسي اختلافات سره پيدا کړي دي چي حتى د ناټو د ماتېدو
خبري يې راپورته کړي دي. په متحده ايالاتو کي هم د کزري لپاره نور هيڅ اعتبار پاتي ندي. د سپيني ماڼۍ م
امورين په خصوصي ناستو کي نور پر کرزي حساب نکوي بلکي په سپکو الفاظو يې يادوي. دغه راز، د جمهوري رياست
پاره ټول کانديدان د کرزي له مشرۍ څخه شکايت کوي. بنا، ددې وخت رارسېدلى دى چي ملي او با کفايته افغانان
د يوه سالم او ملي الټرنټيف او يا اپوزشن د جوړوېدو په فکر سي، او پدې لاره کي څه حرکت او خوځښت ايجاد سي. وا
سلام.