د خيرات علي چې څنګه سترګې پر ساعت ولګېدې سم د
واره يې کتابچه ،قلم، کمره او د مرکې نور اړين شيان د سترګو په رپ کې له مېزه راغونډ او
په بيړه يې لاسي بکس ته واچول ، له دفتره په تراټ و ووت ، نېغ ټکسي ته وخوت او ډرېور ته يې کړه :
ربان څومره ژر چې کولای شې \" دانشګاه\" ته مې ورسوه ، که کومه لنډه لار درمعلومه وي ورځه پرې !
ډرېور پر
خپلې لنډۍ ږيره لاس تېر کړ ، بيا يې خيرات علي ته مخ ورواړ وه ، دا ګورې ټوله په همدې کوڅو کې
سپينه شوه،غم مه کوه په درنګ شېبه کې دې ور رسوم٠
په رښتيا هم د استاد پر خبرو لا پاوو
وخت نه و ور اووختی ، چې ټکسي يې د يوې لوې ودانۍ تر څنګ ودراوه، او خيرات ته يې
کړه : وروره نور مې هم مخکې بېولې خو ټکسي ته اجازه نه ورکوي ، هغه مخامخ تعمير دی ، ورځه خدای دې
د زوی پلار کړه!?
خيرات چې مخامخ لوحې ته وليدل ژر يې لاس بېرته له جيبه راکش کړ او تندي ته يې
ټکس ورکړ: وبابا زايشګاه را چه کنم مېخواهم دانشګاه برم٠