ناټو، امريکا، افغانستان او ناندرې (هاري)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 16636
هاري - واشنگټن
دخبریدو نیټه : 2008-02-12

ناټو، امريکا، افغانستان او ناندرې

پدې تېرو څو ورځو کي، د افغانستان د ماموريت پر سر د ناټو د غړو هيوادونو اختلافات د غربي مطبوعاتو اصلي ټکي وه.  اکثرو اخبارونو د هغو اختلافاتو په باب رپوټونه ليکي دي چي افغانستان ته د نورو عسکرو د لېږولو په  ارتباط را ولاړ سوي دي.  بل د اختلاف ټکى د افغانستان جنوبي سيمو ته عسکر لېږل دي.  دلته به فقط د دريو م نابعو د مطالبو اجمال را واخيستل سي.

د نيو يارک ټايمز اخبار د فبروري د مياشتي د ١٢ په سرمقاله کي يکي:  د بش د ادارې د معيارونو په تول، دمتحده ايالاتو د دفاع وزير تېره اونۍ ډيري سپيني خبري وکړې.   هغه اعتراف وکړ چي د عراق د جنګ سره مخالفت  اروپايان دېته تشويق کړي دي چي  د افغانستان د ماموريت او هلته د نورو اضافه عسکرو د استولو سره هم مخالفت وکړي.  په عراق کي د ښاغلي بش غلط او بېځايه جنګ د افغانستان د ضرو ي او سم جنګ لپاره هر څه ګران کړي دي.  مګر د ښاغلي گېټس د اعتراف يو بل اړخ دا هم دى چي په افغانستان کي وضع څ ونه خرابه سوې ده او امريکا تر کمه حده پوري د ملګرو مرستي ته اړتيا پيدا کړې ده.
د طالبانو د ماتولو او  اايسارولو لپاره، جرمني، ايټاليا، او هسپانيا ته پکار دي چي جنګ ځپلي افغانستان ته نور عسکر واستوي او هم له خپلو عسکرو څخه هغه محدوديتونه ليري کړي چي د هغو په اساس د دوى عسکر په محاربو کي برخه نه اخلي او هم ناکرارو سيمو ته د نه  تللو لپاره پلمې کوي.  دغه راز، متحده ايالات او اروپا بايد د افغانستان د بياودانولو لپا ه هم  نوري پسې او منابعې راغونډي کړي.

ښکاره خبره ده چي په افغانستان کي به د ناټو ناکامي د افغانانو پاره لوى افت او فاجعه  وي، مګر دا ناکامي به د اروپا لپاره هم بد عواقب ولري.  د ناټو خپلمينځي ناندرې دې حد ته رسېدلي دي چي کاناډا ويلي دي چي که چيري د ناټو نور غړي هيوادونه د افغانستان جنوبي سيمو ته نور عسکر وانه ستوي، کاناډا به خپل عسکر را وباسي.

ښاغلي گېټس پخوا لا ويلي وو چي افغانستان عراق ندى.  په افغانستان کي جنګ د سپټمبر د يوولسمي د تروريستي حملو په جواب کي پيل سو، او د طالبانو د ماتولو ژمنه  د بين المللي قوانينو، ملگرو ملتونو، او د ناټو په منشور باندي توجيه کېداى سي.

په افغانستان کي د اروپايانو ناکامي د عراق د جنګ د مخالفت سره چندان تعلق نلري.   اکثره اروپايي ملکونه د جنګ لپاره چمتو ندي.  د ا وپايي ملکونو پوځونه، روزنه، او مهمات د يويشتمي پېړۍ د جنګونو لپاره کافي ندي، او هم اروپايان له جنګي تلفاتو څخه سخت ډارېږي.  دا خبره هم  د فکر وړ ده ځکه اروپايي مشرانو خپلو خلکو ته د افغانستان د ماموريت د اهميت په باب  قوي استدلال ندى وړاندي کړى.  اروپايي مشران بايد خپلو خلکو ته وايي چي د تروريستي حملو څخه  د هغوى دفاع او ساتنه د افغانستان په ماموريت پوري اړه لري.  

ښاغلي گېټس ښايي څه نور پرمختګ هم کړى واى که چيري يې پدې هم اعتراف کړى واى چي واشنگټن پخوا هم  افغانستان ته پوره توجه نوه کړې.  مګر د ښاغلي ګېټس څخه دونه زيات  حقيقت غوښتل څه زياتى دى .   ښاغلي ګېټس ته  پکار ده چي خپل امر ښاغلي بش ته هم څه سپيني خبري وکړي.  هغه دا چي د افغانستان د مشکل يوه لويه برخه په پاکستان پوري اړه لري.  پاکستان له ډېر وخت راهيسي د طالبانو او القاعده لپاره د سېب ځاى ګرځېدلى دى.  بش بايد د پاکستان لپاره يوه پاليسي تياره کړي، او پدې باب ملامتي پر اروپا باندي نيسي اچولاى.  بالاخره، ښاغلي گېټس بايد بش ته دا هم  ووايي چي تر هغه وخت پوري چي امريکايي عسکر په عراق کي د يوې داسي کاميابۍ لپاره جنګېږي چي هيڅکله به تر لاسه نسي، د افغانستان د جنګ د گټلو تمه دي هم نکوي. 

دغه راز، د واشنگټن پوست اخبار د فبروري د مياشتي پر ١١ باندي ليکي:  د امريکا ددفاع وزير رابرټ ګېټس اروپايي ملکونه دېته وهڅول چي افغانستان ته نور عسکر واستوي.  هغه وويل که چيري ددې  جنګ  بار ته مساويانه اوږه ور نه کړو، دا کار به د  ناټو د اتحاد د ماتوېدو سبب سي.

ښاغلي گېټس د منشن په امنيتي کانفرانس کي وويل: " زما اندېښنه دا ده چي ښايي ډيرى اروپايان  د هغه خطر په باب سم فکر نکوي چي د اروپا امنيت ته متوجه دى. فکر وکړئ چي که چيري اسلامي تروريستان ستاسو پر ښارونو باندي هغسي حملې وکړي لکه چي پر نيويارک باندي  يې وکړې."    ښاغلي گېټس کوښښ کاوه چي د ناټو غړي دېته وهڅوي چي د افغانستان جنوبي سيمو ته عسکر واستوي.  مگر هغه پخپل دې کوښښ چندان کاميابه نوو.  د ناټو اکثره هيوادونه وايي چي خلک يې ددغه ماموريت سره سخت مخالفت کوي.

گېټس وويل:  ځيني غړي هيوادونه يوازي د سولي د ساتلو کارونه ته زړه ښه کوي، حال دا چي د نورو هيوادونو عسکر په عملياتو کي برخه اخلي او مري.  دا انصاف ندى. 

بلخوا، د اکانوميسټ مجله د فبروري د مياشتي پر ٧ باندي ليکي:  ايا ددې امکان سته چي "د افغانستان هېر سوى" جنګ د نړۍ ستر طاقتونه مات کړي؟  تېر کال، د ناټو عسکر په مرگانيو جنګونو کي برخه واخيست ه.   که څه هم، د ژمي واورو په جنگونو کي څه  کمښت را وستى دى، خو د سړک د غاړي بمونو او انتحاري حم و  غربي عسکرو او عادي افغانانو ته سخت تلفات رسولي دي. 

په هر صورت، پوځي ماته د ناټو اتحاد نه تهديدوي، بلکي  ناټو د سياسي ارادې کمزروي  او ناکامي  تهديدوي.  د يوې خوا، د ښاغلي گېټس تبصرې د ځينو ملگرو پر طبيعت بدي لګېدلي دي، او د بلي خوا ښاغلي کرزي د ښاغلي اشډاون مقرري ويتو کړه.  اساسي خبره دا ده چي  د سياستمدارانو تر مينځ ناندرې د افغانستان اصلي مشکلات فقر، فاسد حکومت، او مخدره مواد نسي حلولا .  همدا سياستمداران دي چي ناکامي ته لاره اواروي نه د ناټو عسکر چي د طالبانو په مقابل کي جنګېږ ي.