ټول کليوال دسيد ماما دکور مخې ته راټول شوي وو ، لويان ، ماشومان او ان ځينې
سپين سرې ښځې هم راغلې وې ترڅو د هغه داړل شوى سخوندر له نږدې وګوري .
سخوندر په يوه ډډه پروت و ، په
ټول بدن يې لوى او واړه ټپونه ليدل کېدل ، دغاړې ښکتنۍ او د يوې وروستۍ پښې پورتنۍ برخه يې لېوه خوړلې وه او
داسې په وينو لمبېدلى وو،چې د پوستکي ځينې سپين خالونه يې هم داسې سره شوي وو ،چې تا به ويل
دهغه په بدن له سره سپين ځاى نه وو .
سيد ماما، چې له ګڼه ګوڼې لږ څه ليرې يوې ونې ته د پښو په سر ناست
وو او له زنګنونو يې لاسونه چاپېر کړي وو، کله سخوندر او کله راغونډو شويو خلکو ته کتل او کله ناکله به يې د
اوږدې شېبې لپاره ښامار ، چې دکليوالو په منځ کې هاخوا دېخوا ګرځېده ، څاره .
که څه هم، سيد ماما په خوله څه نه
ويل خو په زړه کې له ښامار نه سخت خپه و او له هغه نه يې زرګونه ګيلې درلودې .
ښامار دسيد ماما سپى وو، چې
غټه تنه ، خړ رنګ او سرې سترګې يې درلودې او په تش ليدو به يې سړي دوېرې احساس کاوه .
دغه
سپي د ټول کلي يوشان څارنه کوله ، دهغه په شتون کې غلو او ځناورو جرئت نه شو کولى چې ددوى کلي ته آن
کږې هم وګوري ، ځکه خو دکلي اوسېدونکو دښامار لقب ورکړى و .
اوږده شېبه تېره شوه ، دکليوالو شمېره شېبه په
ېبه کمېده او کرار کرار هر يو دخپل کار په لور خوځېده خو تورګل ، چې دکلي يو تکړه او زړه سواندى ځوان و ، تر
پايه کله سيد ماما او کله سخوندر ته کتل او له خولې نه يې ساړه ساړه اسوېلي وتل .
تورګل شاوخوا وکتل، يوازې
څو ماشومان پاتې وو، چې ځينو به يې د لويانو په تقليدلومړى سيد ماما ته وکتل او بيا به، چې کله د بل کوم همزو
ي ورته پام شو ،نو دخواشينۍ په مانابه يې سر وخوځاوه .
تورګل له اوږدې شېبې وروسته د سيد ماما
خوا ته ورغى، په اوږه يې ورته لاس کېښود او له هغه سره يې کلکه ژمنه وکړه چې خامخا به دلېوه مخه نيسي .
سيد ماما په کراره سر راپورته کړ، په سترګو کې اوښکې ځلېدلې ، کله چې له تورګل سره سترګې په سترګې شو نو ژر يې بي
ته سر ځوړند کړ.
په داسې حال کې چې دخپل شلېدلي پټکي په ول يې اوښکې پاکولې تورګل ته وويل :
تورګ
ه ! په دې خپه نه يم چې سخوندر مې له لاسه ووت ، د دنيا مال دې ، خداى راکړى و او خداى رانه بېرته واخيست
، خو خپه په دې يم چې دا مې دخداى بښلي ګلالي خيرات ته ساتلى وو، دا دى څو ورځې وروسته يې کال پوره کيږي.
په
زړه کې ارمان وو چې دخپل ځوى دا حق هم پوره کړم،ځکه چې دهغه په څلوېښتي کې مې هم لاس تش وو او داسې دخوند خيرات مې
ونکړ .
ددې خبرې په ويلو سره دسيد ماما غږ بدل شو او سترګې يې له اوښکو ډکې شوې .
تورګل په داسې حال کې چې
اوږد او ژور اسوېلى يې ووېسته وويل :
خير دى ماما، ته دې ژوندى يې دا ارمان به دې هم خداى درپوره کړي .
سيد ماما ستونى صاف کړ او په نرم غږ يې وويل :
يو وړوکى سخوندر بل هم لرم خو ترڅو چې هغه دې اندازې ته
سيږي څوک مړه او څوک ژوندي .
تورګل اوږده شېبه ولاړ وو او په پاى کې يې يو ځل بيا هغه ته ډاډ ورکړ او په خپ
ه مخه ولاړ .
له دې پېښې وروسته په ديارلسمه څوارلسمه شپه ، کله چې ټول کليوال په خواږه خوب ويده وو ، دسيد
ماما د کور په خوا کې څو پر له پسې ډزې وشوې .
ټول کليوال په وارخطايي له خپلو کورونو راووتل او دسيد ماما
دکور په لور يې مخه کړه .
لنډه شېبه وروسته ټول دسيد ماما دکور مخې ته راټول شوي وو، لېوه داځل دسيد ماما دشيدو
په غوا يرغل کړى وو، خو مخکې له دې چې د غوا په غوښو ځان موړ کړي او سيد ماما دپولۍ ټک ته کېنوي ، تورګل له پښو غو
ځولى و .
غوا دخلکو په منځ کې ولاړه وه ، له وېرې لړزېده ، دګرځېدو وس يې نه درلود او داسې په وې
ه وېره يې راټولو شويو خلکو ته کتل چې تا به ويل کله يې انسان ندى ليدلى .
سيد ماما چې لاټين يې په لاس کې
وو ، څو ځلي له غوا نه تاو راتاو شو او هغه يې د لاټين رڼا ته له نږدې وکتله ، غوا څو ځايه ټپي شوې وه او له پرها
ونو يې وينې بهېدې .
کليوالو غوا په خپل ځاى پرېښوده او ټول له لېوه نه ، چې له غوا نه لږ ليرې پروت وو ، راټول شول
.
لېوه دتورګل په ګوليو سورى سورى شوى وو او له بدن نه يې دوينو نرۍ ليکه ، چې دلاټين رڼا ته له ورايه ما
ومېدله ، بېله شوې وه .
په دې وخت کې ، چې دکليوالو شمېره لا پسې زياته شوې وه ، يوه کليوال له ليرې څخه غږ
کړ :
او خانه ! داخو دې ښامار هم ويشتلى دى دا دى دلته پروت دى .
ټولو کليوالو دهغه په لور مخه کړه
،ښامار رښتيا هم ټپي وو، په وروستيو پښو يې ګولۍ لږېدلې وې ، څو ځلي يې د ودرېدو هڅه وکړه ، خو په دې کار بريالى
نشو .
تېر کال ، کله چې لېوه ددوى دبل کوم کليوال ورى داړلى وو او په پاتې شونو يې دښامار خوله په وينو سره او
ګېده ډکه شوې وه ، له هماغې ورځې دخپل کلي د څارويو په غوښو بلد شو .
خو اوس ښارمار، چې خوله يې په وينو سره وه
، دکليوالو په منځ کې پروت وو او سر يې داسې زوړند نيولى وو چې تا به ويل له شرمه پورته نشي کتلى ، له پښو
نه يې وينې روانې وې چې څو نرۍ ليکې يې د لاټينونو رڼا ته له ورايه ځلېدلې .