طالبان را جلبېداى سي
د گارډين اخبار د فبروري پر ١٦ باندي د ملګرو ملتونو د هغه برتانوي مامور سره ځانگړې مرکه کړې چي د کابل حکومت د طالبانو سره د خبرو کولو او په حکومت کي د هغوي د برخي اخيستلو او سياسي گډون په جرم له هيواد څخه د ډسم بر په مياشت کي اخراج کړ. ښاغلي ميايکل سيمپل وايي: کېداى سي چي د طالبانو له دريو برخو څ خه دوې برخي د تشدد او جنګ خوشي کولو ته تشويق سي، او د روغي جوړي په پروسه کي برخي اخيستولو ته غاړه کښېږدي. ښاغلي سيمپل پخپلې مرکې همدا اوس هم د طالبانو سره د خبرو کولو د کوښښونو دفاع کوي. د کال ٢٠٠٣ پوري، ښاغلي سيمپل په افغانستان کي د برتانيې د سفارت يو عالي رتبه سياسي مشاور وو.
ښاغلي سيمپل وايي په افغانستان کي د محلي سياست قرباني سوى دى. هغه زياتوي چي م ا هغه څه غوښتل چي د افغانستان د اوسنۍ رواني پاليسۍ سره مطابق وو. . موږ غوښتل چي مخا فان را جلب کړو او د دولت په چوکاټ کي يې داخل کړو، او روان تشدد را ايسار کړو. هغه پخپله لمړنۍ م که کي وايي: يو محلي مامور په ناحقه د هغه پر خلاف تبليغات کول او د هغي سياسي پروسې ختمول يې غوښتل چي د طا بانو د راجلبول په منظور په لاره اچول سوې وه.
ښاغلي سيمپل په هلمند کي د طالبانو د راجلبولو په ارتباط د يوه محلي مشر ، ملا مامک، ژوند او فعاليت د مثال په توګه ياد کړ. په کال ٢٠٠١، د ملامامک محلي دښمنانو غربي قواوو ته ويلي وو چي ملا مامک يو تروريست دى. سيمپل وايي: "طبيعي خبره ده چي ملام امک د طالبانو سر ه يوځاى سو او خپل هغه ملگري يې هم د ځان سره بوتلل چي ده ته وفاداره وه. حکومت په لوى لاس يو سړى د طالبانو غېږ ته ور وست. زما نظر دا دى چي ملا مامک غوندي خلک بېرته له طالبانو څخه را جلا کېداى سي." سيمپل د طالبانو سره د تماسونو دنيولو او د هغوى د راجلبولو د پاليسۍ دفاع کوي. هغه زياتوي: " هلته د ملامامک غوندي ډېر زيات نور خلک هم سته چي په ډېره اسانۍ طالبان پرې ږدي. زما په گوم ان د طالبانو يو مطلق اکثريت را جلبېداى سي. " سيمپل خپل فعاليت د امريکا د هغه پاليسۍ سره مقايسه کړ چي د عراق د الانبار په ولايت کي يې د سني مخالفانو د راجلبولو په مقصد غوره کړې ده.
ښاغلي سيمپل وايي:" د کرزي په حکومت کي همدا اوس هم طالبان سته. هغوي په سوله کي ژوندکوي . زموږ دنده دا وه چي د ح کومت د روغي جوړي پاليسي تقويه کړو. موږ په هلمندکي همدا کار کاوه. د افغانستان د اوسني جنګ او ښورښ دختمولو لاره يوازي او يوازي نظامي نده."