ښکاري چې د طالبانو د روزنې تابیا له وخته وړاندې وه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 16718
رحمت آریا
دخبریدو نیټه : 2008-02-16

فایننشل ټایمز ۲۰۰۸ کال ، د فبروري ۳
لېکنه: جان بون ،ژباړه : رحمت آریا، کاناډا – ټاوا
په کابل کې د یو شمیر شننونکو او د کابل د دولت په منځ کې دا گروهنه د یوې منل شوې خبرې په ټوگه گڼل کیږي چې له طالبانو سره خبرې اترې کول د ترهگرۍ پرضد یوازینۍ ریښتونې لاره ده چې لمنه یې په سویلي افغانستان کې غوړېدلې اوداسې انگیرل شوې وه چې له د غوخبروڅخه به د یوه سیاسي پرمختگ په بڼه کې یوڅه ترلاسه شي.
خو بریتانوي مأمو ین د هغه پلان په پخولوکې چې له مخې به یې د هلمند له ناندریو – ورانۍ او تالا ډک ولایت کې د ټولنیزې دفاع او ساتنې (دفاع خودي) د پوځونو د جوړولو په موخې د طالبانو پخوانيو غړيو ته روزنه او وسلې ورکړل شي ، دومره لا له وړاندې ښکیل ول او له ټغره یې پښې اوږدې وغزولې چې هیڅ چا یې د لیرلید انگیرنه نه شوای کولای.
پردغه پلان د پرغزناکۍ اوقهر د څرگندولو په ترڅ کې لوړپوړي ډیپلوماتان او افغان چارواکي د ولسمشر کرزي د حکومت د هغې پریکړې تر شا ود ېدل چې اروپايي ټولنې او ملگرو ملتونوپورې تړلي دوه تنه ډیپلوماتان یې له خاوري څخه وشړل.
افغان چارواکو د کمپیوټرد حافظې یو فلش کارد موندلی دﺉ چې په هغه کې دغه پلانونه ساتل شوﺉ وو اوفلش کارد د دوه تنو بهرنیو ډیپ وماتانو اوپه سفرکې ورسره ملگرو یوه افغان جنرال اود څارکښې ادارې (اسختباراتو) یوه مأمورله ځان سره گرځول. دواړو ډلو د انگلستان پریوه پلان کار کاوه ترڅو د دوه زره تنو طالب جنگیالیولپاره یو کمپ جوړکړي چې په ترڅ کې به یې هغوﺉ ته د مسلکي کارونو روزنځایونه جوړ اوپوځي روزنه به ورکړل شي.
د پلان له مخې جنگیالیو ته مالي م ستې او وسلې ورکول کېدلې ترڅو د غیررسمي پوځي ساتندویه ځواک (اربکیو) په توگه د خپلو سیمه یزو ټولنو ساتنه وکړای شي.
د ترهگرۍ پرضد د جگړې په تیورۍ کې د یاغیانو اېلول اوله دولت سره اوږه په اوږه د دولت د موخو د پلي کولو پاره د هغوی جگړه یز اړخ ته بدلون ورکول ، کومه نوې تگ لاره او تاکتیک نه دﺉ . دغو ته ورته تگلارې د ډیرو نورو کمپاینونو له پلوه په کار وړل شوې دي ، د ساري په ډول فرانسویانو په الجزایر کې د \"کلیو د ځاني ساتنې\" ځواک جوړ کړترڅو په ۱۹۵۷ کال کې د الجزایر له جگړې وروسته دغه ځواک له یاغیانو سره جگړه وکړي.
روسانو هم په ۱۹۸۰ \"مو\" (ز) کلونوکې پرافغانستان باندې د یرغل د مهالیزې په موده کې دغې ته ورته تگلاره په پراخه کچه ،په ځانگرې توگه د ه مند په ولایت کې وکاروله چې په هغه وخت کې روسانو هلته د خپلو سرتیرو د ډیر کوشني پوځي ډلگي لپاره یوازې د پښو پل درلود.
انگلستان هم په څه نا څه له ډاډینې ډکې هیله مندۍ دغې خبرې ته زړه ښه کړﺉ ؤ چې گڼې د ټولنیزې ساتنې (دفاع خودي) د ځواکونو ترکـَړۍ به پخلا شوي طالبان راټول شي ترڅو په هلمند کې د ویروونکي امنیتي حالت په ښه کولو کې په پوځي عملیاتو بوخت له ۷۸۰۰ تنو انگلیسي سرتېرو سره په خپل وار جوگه شي.
که دغه پلان په بریالیتوب پلی وای وای نود نورو طالب ځواکونود ډلگیو د هڅولو او خپلولو لپاره به له دغو \"اربکي ډوله \" ځواکونوڅخه د یوې ا زښتناکې تبلیغاتي وسیلې په توگه کار اخیستل شوی وای ترڅو له بریتانويانوسره لاس یوکړي او ورسره غاړه غړۍ شي. د دغسې یوه گام په اوچتولوبه د طالب په غورځنگ کې د بېلوالي وړتیا اوشونتیا ترلاسه شوې وای او په دغه ډول به د طالبانو دهغې غوښتنې او موخې په زړه کې یوه چاودنه رامنځ ته شوې وای چې له مخې یې غواړي بهرني سرتیري له هیواد څخه ایستلو ته اړکړي.
داسې انگیرل کیږي چې د دغه ویروونکي اوپه ځیر اخیستل شوي گام د اوچتولو ترشا په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې د مأموریت د مرستیال، په آیرلیند کې زیږېدلي، مایکل سیمپل لاس دﺉ چې د دغې ډلې مشري یې کو ه.
یوه لوړپوړي افغان چارواکي فایننشیل ټایمز ته وویل چې ښاغلي سیمپل د طالبانو د جگړې د ډگر له مشر قوم اندان منصور داد الله سره لېدلي ؤ چې نوموړی له سیمپل سره له لېدلو وروسته د امرونو د نه منلو تر نامه لاندې د غورځنگ له لېکو څخه وشړل شو.
خو دهلمند دغه نوښت څرگنده کړه چې د داسې یوه گام اوچتول څومره له غښکو او خطرنو ډک دﺉ.
د لندن د اقتصاد له پوهنځي څخه په افغان چارو کې کارپوه انتونیو گیوستوزي وویل چې د دغسې یوه گام اوچتول به د طالب د جنگیالیو مخ په ډیریدو وړتیاته د پای ټکی کیږدي.
هغه وویل\" د دغسې اربکیو روزنه په ځای ښکاري ځکه چې په سېمه کې د پلیو پوځونو او د څارندویانو شمیره ډیره کوشنۍ ده او هغوی باید د طالبانوپه پرتله په ښو وسلو سمبال شي. خو ویره دا ده چې هغوی به له روزنې وروسته بیرته طالبانو ته ولاړشي او له پوځي اړخه \"د ب یتانویانو پرضد د طالب د ډلگیوپه منځ کې - ژ\" به لا نور هم اغیزمن شي.
یوه افغان رسمي مأمور چې په دغه پلان کې له څوتنو ښیکلو طالبانو سره مرکه کړې ده وویل هغوی ډاډه وو چې ښاغلي سیمپل غوښتل داسې طالبان \" جوړکړي\" ترڅو په بل وروستني پړاو کې د کرزي د حکومت پرضد و جنگېدلای شي.
د داسې یوه هیواد په تړاوچې درې ځله د سترې بریتانیا پر ضد جنگېدلـﺊ دﺉ، د افغانستان په اړه د بریتانیا د ښکیلېدلو د دروهې یا توطیې تیوري گانې څرگندې دي او لا ت اوسه هم د نیواک یا استعماري ویرې په توگه ورته گوري.
په دسامبر کې (۲۰۰۷ ز کال- ژ) د دغه پلان موندنې او راب سیره کېدنې د افغانستان او د بریتانیا د دولتونو ترمنځ اړیکې له خړپړتیا سره مخامخ کړې چې په پای کې یې دوه ډیپ وماتان له هیواد څخه و شړل شول. د یو شمیر لوېدیځو مأمورینو له خولې د دغه پلان په اړه ښاغلي کرزي ته څرگندونې وشوې. خو یوه لوړپوړي ډیپلومات فایننشیل ټایمز ته وویل چې دا روښانه نه ده چې آیا ښاغلي کرزي ته د روزنځي یا کمپ په تړاو بشپړې څرگندوې وشوې که نه.
ښایي دغه معلومات د افغان د دولت بیلابیلو څانگو یو بل ته ، لږ تر لږه د ه مند والي اسدالله وفا ته، نه وي ویلي چې نوموړي د دغه پلان په رابربنډېدلو په اورلړې ژبې عکس العمل څرگند کړ.