کوم جنگ بايد انتخاب سي: عراق که افغانستان؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 16837
هاري - واشنگټن
دخبریدو نیټه : 2008-02-24

کوم جنگ بايد انتخاب سي: عراق که افغانستان؟

د متحده ايالاتو په دوو مهمو او معتبرو ورځپانو کي، د افغانستان په اړه   دوې تحليلي م الې خپرې سوي دي چي  دلته يې اجمال وړاندي کېږي.  په  دواړو  مقالو کي د افغانستان او عراق حالات سره مقايسه سوي دي او هم دا څېړل سوې ده چي ايا امريکا کولاى سي چي په عين زمان کي په دوو جبهو کي وجنګېږي او کنه؟  دغه راز ايا ددې امکان سته چي امريکا په عراق او هم په  افغانستان کي کاميابه سي؟ او که  د يوه گټل دبل پرېښودل غواړي؟

 په داسي حال چي په متحده ايالاتو کي د جمهوري  رياست لپاره انتخابات  په شرپ روان دي، غالبا به  پدې انتخاباتو کي لدې  لمړى پړاو  څخه را  وروسته  د عراق او افغانستان اشغال او تباه کونکي جنګونه  او کمزورى اقتصاد زياته توجه ور جلبه کړي.   ځکه د يوې خوا، په جنگونو کي هيڅ ډول محسوس پرمختگ ندى راغلى، او دبلي خوا، دننه په امريکا کي اکثره اقتصادي سکتورونه کمزورى کېږي.   د ژوندانه د لمړني شيانو بيې ورځ په ورځ گرانېږي؛  د تيلو، غذايي موادو، کرايو، او صحي  او نورو بيمو قيم تونه  په محسوس ډول جگ سوي دي.  بلخوا، د کورونو د نرخونو بېسارى  راکښته کېدل د امريکا د پراخي او زو وري مينځنۍ طبقې بېخ وايست.   په عين زمان کي، پر له پسې نظامي  خارجي مداخلو او زيربنايي اقتصادي ستونزو  دامريکا راتلونکې ته جدي چلنچونه مخامخ کړي دي.   ايا راتلونکى جمهورريس يا جمهورريسه به وکړاى سي چي د بش ماما  سياسي مرادرۍ  پاکي او  بې شماره  غلطي پاليسۍ يې اصلاح کړي؟ دا د راتلونکې خب ه ده، او  اوس به ډېر وختي وي چي پدې باب قضاوت وسي.   مگر څه چي روښانه او واضح دي هغه دادي چي د امريکا پر داخلي او خارجي پاليسيو باندي يو عمومي او هراړخيز تجديد نظر ته محسوسه اړتيا سته.  په بل عبارت، بين ا مللي شرايط، جهاني سوله، او د امريکا ملي منافع په خارج او داخل کي د عمومي سياسي اواقتصادي اصلاحاتو غوښتنه کوي.

لمړى به  ددې مقالو اجمال وگورو او وروسته به  پر دغه او د مقالو پر نور اړخونو باندي د ضرورت سره سم  لنډي تبصرې هم   ملگرې کړو.

هيلن کوپر د فبرووري پر ٢٤ باندي   د نيوکارک ټايمز په  ورځپاڼه کي " کوم  جنگ بايد انتخاب سي" تر عنوان لاندي ليکي:  دوې اونۍ پخوا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري، کانډا ليزارايس، ناببره افغانستان ته سفر وکړ.   دا سفر دونه سري او پټ وو چي حتى  هغه خبريالان چي د ميرمن رايس سره په الوتکي  کي  سپاره وو  دلندن څخه  د پرواز تر وخته پوري نوو خبر چي چيري ځي.   کابل ته د رسېدو سره سم، مېرمن رايس د کندهار په لور وخوځېده.  وروسته له دريو ساعتونو څخه مېرمن ايس بېرته په کابل کي وه او د ښاغلي حامد کرزي سره يې  د ارگ په ماڼۍ چي يوې جنګي کلا ته ورته ده  د غرمې ډوډۍ وخوړه.  بالاخره، وروسته له اتو ساعتونو څخه  د مېرمن رايس الوتکه  د راکټونو له ډاره په څو دقيقو کي اسمان  کنګرو ته وخته، او له افغانستان څخه ووته. 

د متحده ايالاتو د جمهوري رياست د انتخاباتو په جريان کي، د مېرمن رايس د سفر  د مخفي کارۍ او  امنيتي اقداماتو مسله   يوه اساسي  پوښتنه را پورته کوي.  هغه دا چي شپږ کاله کېږي چي امريکا افغانستان د طالبانو او القاعده د تباه کولو په غرض اشغال کړى دى، خو بيا هم افغانستان د امريکايانو لپاره  د کال ٢٠٠٢ په پرتله لا زيات خطرناکه  سوى دى. 

اوس نو، سوال دا دى چي ايا افغانستان د متحده ايالاتو د امنيت لپاره تر عراق لا زيات  خطرناکه دى اوکنه؟

د ام ريکا د جمهوري رياست په انتخاباتو کي، دريو واړو کانديدانود افغانستان په ارتباط  کاملا مخالف نظرونه وړاندي کړي دي.  درې واړه وايي چي افغانستان يو مهم امنيتي گواښ دى چي بايد چاره يې وسي.  مگر جمهوري غوښتونکي کانديد، سناتور جان مکېن، عقيده لري چي عراق د امريکا د امنيت لپاره تر بل هر ځاى خورا زيات  اهم يت لري.  په مقابل کي، ديموکرات کانديدان، هېلري کلنټن او براک اوباما، د افغانستان د اهميت په باب ټينگار کوي.  دواړه عقيده لري چي پر عراق باندي تمرکز د افغانستان څخه توجه کمه کړې ده.  حال دا چي اصلي تهديد د افغانستان څخه متوجه دى.

سناتور جان مکېن باور لري چي افغانستان او عراق ديوې سيکې دوه مخه دي.  د هغه په گومان د عراق څخه د امريکايي عسکرو را ايستل به په اوږدې مودې کي  د متحده ايالاتو د امنيت لپاره ډېر گران تمام سي.  ځکه همدا کار به القاعده نوره هم زړوره او گستاخه کړي، د امريکا منافع به په مينځني ختيځ کي د خط ونو  سره مخامخ سي، او همدا ناکراره سيمه به  لا بې ثباته سي.

په مقابل کي، سناتور اوباما او مېرمن کلنټن بل ډول استدلال کوي.  ښاغلي اوباما د ټکساس په مناظرې کي وويل: " د عراق روان جنگ،  په افغانستان کي موږ  د القاعدې  پر خلاف له جگړې څخه را گرځولي يو.  القاعدې درې زره امريکايان وژلي دي."  هغه زياته کړه که چيري انتخاب سي،افغانستان ته به  لږترلږه دوه اضافه غونډه  واستوي.

سناتوره هېلري کلنټن  د ښاغلي اوباما غوندي نظر لري، خو  د افغانستان او پاکستان د سرحدونو د څارني لپاره  د يوه خاص استازي د مقررولو خبره هم کوي. 

ديموکراتان د عراق څخه د خپلو عسکرو د راايستلو مسله د افغانستان سره تړلي، او دا استدلال د دوى سياسي مشکل څه اسانوي.  ځکه د امريکا پوځ په دوو جبهو کي جنگېږي او دې مسلې پر پوځ باندي ډېر زيات فشار  او بوج اچولى دى.  بلخوا، اروپايان هم نه غواړي چي افغانستان ته اضافه عسکر ولېږي.  هغوى وايي  ولي بايد د متحده ايالاتو سره مرسته وکړو؟  حال داچي امريکا کولاى سي چي له عراق څخه خپل عسکر اوباسي او افغانستان ته يې واستوى .

بلخوا، د پاکستان شرايطو ځيني سياسي مبصرين اندېښمن کړي دي. هغوى باور لري چي دپاکستان حالات نېغه په نېغه پر افغانستان باندي اغېزه ښندي.  د جورج ټاوان د پوهنتون پروفسور، بروس هافمن، وايي: "د افغانستان ماتې به د عراق د ناکامۍ په پرتله ډېر بد عواقب ولري.  که چيري دپاکستان سرحدي سيمي له لاسه ووځي او کامله انارشي پکې حاکمه سي،د افغانستان د حکومت او خاوري بشپړتيا به دجدي خطرونو سره م خامخه سي، او همدا حالت به زموږ د امنيت لپاره ډېر گران تمام سي."
 
بلخوا، د واشنگټن پوست  په اخبار کي د فبرورۍ د مياشتي پر ٢٤ باندي د ستراتيژيکي او بين المللي مطالعاتو د مرکز غړي، انتوني کورډزمن، د عراق او افغانستان د روانو جنګونو په باب  ليکي:  په عراق او افغانستان کي د جنگ د ډگرونو له  عيني لېدو څخه و وسته زه اوس پدې نظر يم چي دواړه جنگونه  اوس هم  گټل کېداي سي.   مگر په عين زمان کي ددې امکان هم سته چي په دواړو جگړو کي مو ناکامي په برخه سي. 

په عراق او افغانستان کي د القاعده او طالبانو پر خلاف م جادله يوازي نظامي اړخ نلري، بلکي نور اړخونه يې لا زيات اهميت لري.  رښيتنه او واقعي سوبه  به يوازي هله ترلاسه کېداى سي چي تاکتيکي نظامي برياليتوبونه ايديولوژيکي او سياسي کاميابيو او دغه راز ښه او باکفايته ح کومتونو او  هراړخيز اقتصادي رشد او انکشاف ته لاره يوسي.  ډالر او پيسې د توپ او توپک په شان  اغزمن دي.  همدا راز، سياسي تطابق او د نورو ډلو جذب او را جلبول، اغېزمن او موثر حکومت ، مقدماتي اجتماعي خدمات، او  د يوه داسي روښانه  سبا زيرى چي مذهبي افراطيان يې د جوړولو توان ونه لري.

په افغانستان او عراق کي نظامي شرايط  کاملا توپير لري.   متحده ايالات او ملګري يې په دواړو هيوادنو کي  په تاکيتکي لحاظ هر جنگ گټي.  په عراق کي، القاعده په هر ولايت کي له ماتي سره مخامخه ده.  خو په افغانستان کي کاميابي څه پيکه غوندي ښکاري.  ناټو او بين المللي قوه په تاکتيکي لحاظ هر جنګ گټي، مگر  په عين زمان کي طالبان هم   ورځ په ورځ پرمختگونه کوي او دخپل  نفوذ ساحه پراخوي.  طالبانو په پاکستان کي هم پرمختگ کړى دى. د ال اعدې لپاره پاکستان خورا زيات اهميت لري.  امريکايي قومندانان په خصوصي ناستو کي خبردارى ور کوي او وايي چي پرته له نورو اضافه عسکرو څخه برى تر لاسه کېداى نسي، او پرته لدې چي د ناټو ټول غړي هيوادونه  په جنګونو برخه  وا نه خلي، کاميابي به ناممکنه وي.  دغه راز، ددې کاميابي د لاسته راوړلو لپاره  د پاکستان پوځ هم بايد په قبايلي سيمو کي لا نور کوښښ وکړي.

څه چي د عراق او افغانستان  د جنگونو په مينځ کي شريک دي، هغه  دا چي لږ تر لږه د يوه جنگ د گټلو لپاره متحده ايالات مجبوره دي چي د راتلونکي جمهورريس په ټوله دو ه  کي دوامداره  او هر اړخيز کوښښ وکړي.  هر هغه  استدلال چي لدې واقعيت  څخه انکار  کوي چي دا جنگونه به اوږده وي، رشتين او صادق ندي.  بلکي  زموږ ماتې را مسلمه کوي.  په عراق او افغانستان کي به م وثره ملي امنيتي قوه او حکومتي اداره  تر کال ٢٠١٢ پوري جوړه نه سي او ښايي څه نور هم وځندېږي.  دا ددې م انا نلري چي د وخت په تېرېدو سره به امريکا و نه کړاى سي چي خپله قوه کمه کړي، خو د امريکا د پوځي شتون لپاره به کمه تر کمه همدونه کلونه  پکار وي. 

تر ټولو مهمي او جدي  ستونزي د ښه او باکفايته حکومت  جوړول او د اقتصادي انکشاف را وستل دي.  په  دواړو هيوادنو کي  مزمني داخلي  تفرقې سته؛ فقر او د بېکا انو شمېر هم زيات دى، او ددې مشکلاتو حلول  پراخه  حوصله غواړي.  دا ستونزي حلېداى سي، خو کلونه کلونه غواړي.  د افغانستان او عراق   مرکزي حکومتونه فاسد او غير موثر دى.   پرته له نورو اضافه مالي م ستو څخه  يو حکومت هم ددې قدرت نلري چي اقتصادي وده راولي او يا خپلو خلکو ته مقدماتي اجتماعي خدمات برابر کاندي. 

هر هغه امريکايي سياسي مشر چي دغه واقعيتونه نسي منلاى، هغه به ضرور هم په عراق او هم  په افغانستان کي مات سي.  هر هغه کانگرس چي پر  اني او سمدستي کاميابۍ باندي ټينگار کوي هغه به هم ناکامه سي.  موږ  هم د اوږدې مودې تعهد ته اړتيا لرو، هم ستراتيژيکي حوصلې ته، او هم د اوږدې مودې منابعو ته.   په بل صورت کي موږ  د ماتي لپاره دښمنانو ته ضرورت نلرو.  موږ به پخپله ځانونه مات کړو.

تبصره:

ټول سياسي شواهد او قراين دا ښي چي د امريکا په جمهوري رياست کي به دا ځل يو ديموکرات کاميابه سي.  د عامه افکارو ټولي سروې ګاني ښي چي عامه امريکايان له عراق څخه د امريکايي عسکرو سمدستي را وتل غواړي.   بلخوا، د عراق جنگ په بين المللي او منطقوي ساحه کي هم ملاتړ نلري ځکه دا جنگ له اساسه غير عادلانه او متجاوز جنگ د .  په هر صورت،  د کم بخت بش امپرياليستي تخيلاتو د عراق فاجعه ايجاده کړه چي په هر لحاظ د غندلو وړ عمل دى.  ځکه  د عراق د اشغالو لپاره هيڅ ډول موجه دليل نه وو او نه  هم سته.  خو دا  کار اوسو، او اوس يې يوه  چاره پکار ده.

  اوس نو، د جمهوري غوښتونکي ګوند مخکښ کانديد، سناتور جان مکېن، ددغه ټولو وا عيتونو سره سره، د عراق د جنگ دفاع کوي.  ښاغلي جان مکېن به د امريکا په عامه خلکو کي د اعتبار او حيثيت خاوند وي، خو همدا غلط دريځ او سرټمبه ګي به يې ضرور د ناکامۍ سبب سي.  اوس نو فرضا، که چيري يو ديموکرات کام يابه سي، او هغه د عراق څخه د امريکايي عسکرو د راايستلو کار پيل کړي او په ضمن کي د افغانستان مسلې ته توجه وکړي، ايا دا به د افغانستان اوسنۍ نه ختمېدونکې  سياسي او نظامي ستونزه حل کاندي؟ 

په هر حال، د يوه ديموکرات کاميابه کېدل د افغانستان په ګټه دي.  مگر تر هغه وخت پوري چي د افغانستان  په اوسني شډل  حکومت کي هراړخير سياسي اصلاحات  نوي را وستل سوي، د نورو اضافه عسکرو استول به گټه و نه کړي.  ځکه د افغانستان مشکل نظامي نه بلکي سياسي دي. په بل عبارت،  په افغانستان کي د پوځي عملياتو مخکښ بايد ديوه باکفايته حکومت د راوستلو او ټينګولو  جدي او پراخي هلي ځلي وي. 

يو شمېر افغاني او خارجي سياسي م بصرين مدام د زياتو عسکرو د استولو مسله مطرح کوي.  دوى فکر کوي چي کېداى سي چي طالبان په نظامي توګه مات سي او هر څه سم سي.  مگر دا نظريه جدي کمزروۍ لري. 

افغانستان  ته د ډېرو عسکر استول د افغانستان ستونزه نسي حلولاي، بلکي څه  چي د افغانستان مشکل حلولاي سي هغه په افغاني حکومت کي  هر اړخېز سياسي اص احات، پاک او ښه حکومت، موثره اداره، اغزمن  موسسات او باکفايته مامورين دي.    د افغانستان  اساسي ضرورت  د يوه سالم او مشروع حکومت نشته والى دى، نه د خارجي عسکرو کموالى.  همدا اوس، په افغانستان  کي په کافي اندازه  زيات خارجي عسکر پراته دي، مګر د افغانستان ستونزه نده فيصله سوې.  ددې کمزروۍ اساسي علت د يوې باکفايته  او خواخوږي  ادارې نشته والى دى او بس.  موږ افغانانو ته پکار ده چي هم دا تريخ واقعيت ومنو، او پدې باب بحث او خبري وکړو.

د طالبانو بيا را پورته کېدل  خپله ددې مانا لر ي چي حکومت بې کفايته دى.  کنې نو څرنگه دا تريخ سياسي واقعيت تشريح کېداى سي چي د کرزي حکومت د ملي او بين المللي ملاتړ سره سره ورو ورو د جنګ ميدان بايلي. څرنګه دا امکان لري چي يو حکومت چي هم پوليس ولري، هم پوځ ولري، هم يې خارجي عسکر تر شا ولاړ وي، هم راډيو ، تيلويزون، او اخبار ولري ،  بياهم يو څو کسه چي پرته له  وچو غرونو څخه بل د سېب ځان نلري، د جنګ  ميدان ترې  وگټي؟  ايا همدا د اوسني حکومت  بې کفايتي نه ښيي؟  والس ام.