د افغانستان اوږده جګړه
د نيويارک ټايمز د و ځپاڼي مشهور سياسي مبصر، راجر کوهن، د فبروري د مياشتي پر ٢٨ باندي ليکي: په اروپا کي د ساړه جنګ څخه را و وسته نسل په عمومي توګه په سوله کي ژوند کړى دى. همدې واقعيت دا مسله گرانه کړې ده چي همدا اروپايي نسل پدې راضي کړاى سي چي په سياسي او اخلاقي لحاظ دا ډېره مهمه ده چي په هندوکش کي دخپلو اساسي اصولو او قدرونو لپاره بايد سرښندنه او جنګ وکړي. د ناټو عمومي منشي ښاغلي شيفر ټينگار کوي او وايي: "زه فکر نه کوم چي اروپايان دي پسيفيست او يا د عدم تشدد پلويان وي. مگر داروپايانو دپوځي حوصلې د ازموښت ځاى ا فغانستان دى. دا يو اوږد جنگ دى. دا د اروپا عراق دى."
ښاغلي شيفر پدې لنډو ورځو کي افغانستان ته تللى وو. هغه راته وايي چي پدې راتلونکو څلورو_ پنځو کالو کي د افغانستان څخه د بين المللي قواوو د راکمولو هيله نسته. په بل عبارت، وروسته له څلورو-پنځو کالو څخه به ددې امکان پيدا سي چي بهرنۍ قوه په افغانستان کي محدود نقش ولري. م انا دا چي همدا قوه به د افغانستان د اردو او پوليسو ملاتړ کوي. پدې ترتيب، موږ به په افغانستان کي تر کال ٢٠١٣ پوري پاته يو.
د امريکا د دفاع وزير رابرټ گېټس دونه صداقت درلود چي ووايي د عراق جنگ په ا وپايانو کي د افغانستان د جگړې لپاره ملاتړ او جذبه کمزورې کړې ده. هغه د نورو عسکرو د لېږلو غوښتنه هم وکړه. هغه،دغه راز، د ناټو په اتحاد کي د نفاق خبردارى هم ورکړ. هغه دا چي يوه برخه به يې جنگ کوي او بله برخه به يې نه کوي.
مگر حقيقت دادى که چيري له ناټو څخه د لا زياتو هڅو غوښتنه کېږي، د جمهورريس حام دکرزي څخه هم بايد يوه څه بريښ او حرکت وغوښتل سي. ښاغلي شيفر وايي: "هغه د اداري فساد سره مجادله کولاى سي، او هم کولاى سي چي لايق او باکفايته د پوليسو افسران مقرره کړي."
بلخوا، د افغانستان په سياسي چارو کي درواني انارشۍ او بې نظمۍ يوه بله علامه دا ده چي د افغانستان سياستمداران هره ورځ ښاغلي زلمي خليلزاد ته تيلفونونه کوي چي د بل کال په انتخاباتو کي بايد برخه واخلي. هغه وايي چي دا کار به ونه کړي.
مگ يوه کيسه چي ډېره عامه سوې ده، هغه دا چي د کرزي دفتر په ټمبلتون بدل سوى دى. مانا داچي شنې او توري چاى سر پر سر دميږي، خو د کار او فعاليت هيڅ درک نسته.
کرزى د طالبانو د بيا راپورته کېدو پړه پر پاکستان اچوي. هغه غلط نه وايي. د پاکستان او ا فغانستان په اړه د متحده ايالاتو پاليسي نهايت بې نظمه ده. ښاغلى شيفر وايي:"ناټو بايد هرومرو د پاکستان د نوي حکومت سره جدي ډيالوگ او خبري وکړي ځکه هغه خلک چي د پاکستان بې ثباتي غواړي هغوى په افغانستان کي په همدا کار لگيا دي."
بلخوا، د باسټن گلوب اخبار د فب وري پر ٢٨ باندي ليکي: د امريکا د ملي استخباراتو ريس، مايکل مککونيل، د متحدايالاتو دسنا نظامي کمېټې ته وويل: طالبان د افغانستان لس فيصده خاوره کنټرولوي. د حامد کرزي حکومت فقط پر ٣٠ فيصده خاوري باندي حاکم يت لري، او ٦٠ فيصده نوره د قومونو او محلي خلکو تر ولکې لاندي ده.
کله چي د ښاغلي مايکل مککونيل څخه پوښتنه وسوه چي ايا روان بغاوت راايسار سوى دى او کنه؟ هغه په جواب کي وويل:"زه به و نه وايم چي راايسار سوى دى. په جنوب کي، بغاوت روان دى. په شرق کي يې هم زور اخيستى دى. دغه راز، په شمال او غرب کي هم خور سوى دى."
په کال ٢٠٠٧ کي، د افغانستان په جنگونو کي د ٢٢٢ بهرني عسکرو په شمول څه د پاسه ٦٥٠٠ تنه وژل سوي دي.
بل پلو، د گارډين ورځپاڼه د فبروري د مياشتي پر ٢٨ باندي ليکي: د ډسمبر د مياشتي راهسي، د برتانيې شهزاده هاري په افغانستان کي په مخفي توگه د عسکرۍ خدمت کوي. شهزاده هاري چي دسلطنت د مقام د اشغالو لپاره دريم شخص دى، د هلمند په خطرناکه سيمه کي د برتانوي عسکرو تر څنگ خدمت کوي.
د برتانيې اردو تېر کال فيصله
وکړه چي عراق د شهزاده هاري لپاره ډېر خطرناکه دى، نو لدې کبله يې افغانستان ته د هغه د استولو سره پدې شرط م
وافقه وکړه چي د هغه په باب به معلومات نه خپرېږي څو د طالبانو ښکار نه سي. مگر د شهزاده هاري په باب معلوم
ات نن په يوه امريکايي ويب سايټ کي خپاره سول.