طالبان د کابل د الوزولو پلان لري (د سنجر ژباړه )

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 16938
سنجر
دخبریدو نیټه : 2008-03-01

 

کابل د طالبانو د پسرلنیو بریدونو په سر کې دی

منبع: ډیلي ټیلګراف
ژباړه او ترتیب : سنجر

د طالبانو مشرانو خبر داری ورکړی چې په راتلونکي پسرلي کې به په پلازمینه" کابل" باندې خپلو بریدونو ته زور ور کړي ، ولسي وګړي به د ځانم ګو بریدونو موخه وګرځوي او پلازمیني  ته به غزیدلي لوي لاري د خپلو چریک بریدګرو په مټ وتړي .

لویدیځ میشتو څارګرو ادارو ډیلي ټیلګراف ورځپاڼې ته ویلي چې دوي داسي استخباراتي معلومات تر لاسه کړي چې ګواکي طالبان غواړي په راتلونکي کال کې په مشخص ډول په" کابل" باندې فشار راولي، په هغه ښار کې چې په ۲۰۰۷ کال کې  دیرش ځانم ګي بریدونه وشول .
ورځپاڼه د ناټو تړون له یو شمیر چارواکو په حواله لیکي چې ښایې د دې بریدونو شمیره په روان زیږدیز کال کې ۱۰۰ ته وچته شي.

ګمان کیږي چې د راتلونکي کال لپاره به طالبان په "کابل" باندي دخپلو ب یدونو په شدت وغواړي د دې ښار د اوسیدونکو اقتصادي حالت کړکیچن کړي او بهرنیو ځواکونو ته دا زنګ وکړنګوي چې نور نو په" افغانستان" کې پاتي کیدو ته زړه ښه نکړي .

 غربي  ډیپلوماتانو  او د خیر ښي ګڼي لویو م وسسو د "کابل سرینا"  پر هوټل له بریدو وروسته خپل مرکزونه له ګڼ میشته سیمو څخه نورو خوندي ځایونو ته کډه کړي دي.

د پلازمینې" کابل" په دننه کې د تیرو شپږو کلونو په پرتله اوس داسي ښکاري چې ګواکي په راتلونکي پس لي کې به په دې ښار کې سخته جګړه پیلیدونکي وي دا ځکه چې هره خوا حکومتي او ناودلتي ادارې د خپلو دخولي دروازو تر مخ د شګو او کانکریټونو دیوالونه جوړوي .

له یو ناڅرګند ځای څخه د ټلیفون پر لیکه د طالبانو یو مشر چې خپل نوم یې" ابوطیب" ښود ډیلي ټیلګراف ورځپاڼی ته داسي وویل: ( د راتلونکي پسرلي  لپاره، زمونږ پلان دا دی چی د خپلو ۷ تر ۸ زرو جنګیالو په مټ د " کابل" ښار کلابند کړو ، او دې ښار ته ټولي غزیدلي لاري د تګ را تګ پر مخ وتړو).
نوموړي وویل چې زمونږ شاوخوا ۱۰۰۰ تنه ځانمرګي بریدکونکي دا دنده لري چې د ښار دننه خپل بریدونه پیل کړي او په دې بریدونو کې به یوازي ځانمرګي نه بلکه چریکي هم شامل وي چې د همدي ځانمرګو له خوا به تر سره کیږي.

په" افغانستان" کې بهرني قوماندانان په دې باور دي چې په ملکي وګړو باندې د طالبانو د ځانمرګو بریدونو زیاتیدل به له بهرنیو سرتیرو سره مرسته وکړي چې د طالبانو پر وړاندې جګړه کې د ملکي افغانانو ملاتړ هم له ځان سره کړي.

د طالبانو یو ویاند "قاري یوسف احمدي" بیا وایې چې مونږ د بهرنیو سرتیرو او هغو افغانانو تر منځ توپیر نه وینو چې ه هغوي سره کار کوي ځکه هغوي ټول د ښکیلاکګرو ځواکونو سره دندې لري او مونږ به هغوي ووژنو، مونږ به د هغو پر استوګن ځایونو او کارځایونو بریدونه وکړو.

په همدې حال کې بیا د "افغانستان" د دفاع وزارت ویاند "ظاهر عظیم ی "هم د طالبانو له ځانمرګو بریدونو خپله ویره څرګندوي .
هغه وایې :( مونږ د ۲۰۰۸ کال په لړ کې تر هر بل څه  د طالبانو د ځانمرګو بریدونو څخه ویره لرو ).

مخ پر زیاتیدونکي تشدد په ۲۰۰۷ کال کې په "افغانستان" کې د پانګې اچوني بهیر هم ټکنی کړ.

د دفاع وزارت ویاند" ظاهر عظیمي" وایې ښایې طالبان" کابل" ته په غزیدلو لارو  زم ونږ او بهرنیو سرتیرو په کتارونو ګوریلایې بریدونه وکړي خو د ښاغلي"عظیمي" پر وینا  طالبان دومره غښتلي ندي چې پلازمینې ته غزیدلي لوي لاري وتړي .

د کابل- کندهار لویه لار په وار وار تیر کال د طالبانو په ب یدونو کې بنده کړای شوي وه .
طالبانو د دې لوي لاري په مختلفو برخو کې د کورنیو او بهرنیو مرسته کونکو ادارو په کتارونو مرګوني بریدونه وکړل.

د "سادات خان" په نامه له یوې بهرنۍ موسسې سره افغان قراردادي  وایې  چې تیر کال د کابل- کندهار پر لویه لاره د هغوي په څولیښت موټریز کتار د طالبانو له خوا برید وشو چې یوازې ۱۲ م وټر ترینه روغ ووتل نور ټول یا وسوځول شول او یا هم د راکټو په ګولیو ټوکر ټوکر شول .

"سادات" خان په موسکۍ خوله ډیلي ټيلګراف ته وویل : ( زه طالع مند وم چې زمونږ ټرک موټر هم ګولۍ وخوړي خو د طالبانو له مونګولو خلاص و).

له "کابل" څخه تر" غزني" ولایت پوري په شاوخوا ۱۳۰کیلومټره څړک د سفر پر مهال د څړک دواړو غاړو ته خال خاص هغه ګاډي ښکاري چې د طالبانو په بریدونو کې سوځيدلي دي.

د" میدان وردګ"و د ولایت د پولیسو د یو ټولګي م شر چې د لویې لاري د یو برخې د ساتلو دنده لري وایې وروستی برید چې د طالبانو له خوا پر دوي شوی لس ورځي دمخه وو، نوموړی خپل رینجر موټر ته اشاره کوي چې ګڼ شمیر د مرمیو داغونه پري له ورایه ښکاري.

څه موده وړاندي د" س وبي" په سیمه کې د کابل- جلال آباد پر لویه لاره د ایټالوي سرتیرو په یو کتار چې له بشري ماموریت څخه را ګرځيدلی وو د طالبانو له خوا برید وشو .

د طالبان دې پلان ته په کتو چې وایې" کابل" ته پر غزیدلو لویو لارو به خپل ب یدونه شدید کړي دا د هغوي  د پسرلنیو عملیاتو د پیل یوه پیلامه بللای شو.
په" افغانستان" کې د ناټو تړون چارواکي وایې چې دوي په راتلونکي پسرلي کې پر پلازمینې" کابل" د بریدونو د مخ نیوي لپاره داسي پلان لري چې د خپلو سرتیرو یو شیمر ټولګي د ښار له دننه څخه وباسي اود پلازمیني په حاشیو کې یې مستقر کړي .

ناټو وایې چې د هغوي د دې سرتیرو خلا به د افغان ملي پوځ نوي فارغ شوي  سرتيري ډکه کړي، ځکه افغان سرتیري تر اوسه دومره وړتیا نلري چې په موثر ډول له طالبانو سره په مخامخ جګړو کې وجنګیږي.
افغان حکومت هیله لري چې د راتلونکي هجري لمریز کال په پیلیدو سره د پلازمیني کابل امنیت په هر قیمت چې وي خوندي وساتي.