ژباړه:
پردې خو يوالله تعالىٰ ښه پوهيږي،چې پر انسان له
دې نه وړاندې څه تېر شو ي او تر دې دمه يې کومې بڼې خپلې کړي او له لاسه ورکړيدي. خو سړى ويلاى شي، چې پخواني انسان
ه نني انسان سره پوره توپير درلود.
تاسو وينئ،چې نني انسان څومره نوښت كړى:دا،الوتكې،اورګاډي،بمونه،
توپونه، راډيو، ټلوېزيون، توغندي او داسې نور حيرانونکي وسايل يې جوړكړيدي.دسترګوپه رپ کې د دنيا د ها بل سر
ه احواله خبريږي.انسان له مرګ سره هم جنګيږي.دحيرانېدن خبره ده،چې دانسان مغز څومره كار كوي؟په لومړيو كې
انسان څه بل شى ؤ.
دلويديځ يوشمېر تاريخپوهان او فلسفيان په دې رسيدلي دي،چې انسان اصلاَ دبيزوله پښته دى او
پخوا د بيزوګانو په شان پر ونو باندې اوسېدۀ چې د خندا وړ خبره ده.
دختيځ وګړي داخبره سمه نه ګڼي.او،وايې چې
انسان په اوسنۍ بڼه د الله تبارك وتعالىٰ لخوا پيدا شويدى.خير موږ پردې نه غږيږو ګورو چې انسان كوم،كوم
پړاونه تېر كړي او اوسني حالت ته څنګه رارسېدلى دى.
تاريخ وايي، چې داسې يو وخت هم ؤ، چې نه كلي وو او نه
ښارونه! انسان به له خپلوبچوسره په غارونو كې [چې پښتوکې ورته سمڅې وائي] اوسېدۀ(١) او يا به يې پر ونو ژوند
كاوۀ.
ځنګلونه له وحشي ځناورو نه ډك وو.هر خوا به ځنګلي اسونه، هوسۍ، کرکدن، ګېدړان، زمري، ايږان او
نور ډارونكي حيوانات ګرځېدل.
انسان هم عجب څيزدى،چې دخپل چاپېريال له ټولو شيانوڅخه ګټه اخلي.كله چې م
غز دومره پر مختګ نه ؤ، كړى نو انسان هم د ځناورو په څېر ژوند كاوۀ. وروسته يې دخپل عقل په مرسته له كاڼو نه كار
اخيستل پيل كړل او هر شى به يې له كاڼو نه جوړاوۀ. كله چې يې مغزلږ نور پرمختګ هم وكړ نو له اوسپنې څخه يې ګټه
اخيستل شروع كړل او بيا به يې هر شى له اوسپنې څخه جوړاوۀ.له اوسپنې به يې تېره غشي جوړول،چې له دې سره د حيواناتو
هم ور څخه ډار راغى.
هسې هم انسان يوعجب مخلوق دى.كله چې يې اوسپنه نه وه كشف كړې،نو له لرګيو به يې تېرې، تېرې
وسلې جوړولې او له دې لارې به يې د ځناورو سره جګړې كولې.
يوځل يوانسان له خپلو بچيوسره په يوۀ ځنګله كې ګرځېدۀ. لا
ه ترې وركه شوه.ځكه په هغه مهال كې لارې هم د اوس په شان نه وې.خلكو به په غرو، رغو او ځنګلونو کې منزلونه
کول. په دې كې انسان وليدل،چې يوزمرى يې پرخوا په غړمبا ور روان دى.انسان ژر، ژر خپل بچي يوې ونې ته وخيږول،خوخپ
ه له ونې لاندې پاته شو.انسان ډېر وډار شو،خوهوسله يې له لاسه ورنكړه. يو تېرۀ لرګى ورسره ؤ،هغه يې ور روان- زمري
ته نېغ ونيو،چې سيخ يې په خوله كې ور ننوت اوهلته مات شو.له دې سره انسان ته موقع په لاسه ورغله.او ژر، ژر ونې ته
وخوت.
زمرى يوې خواته ولويد.يوۀ شيبه هلته پروت ؤ.غړمبېده او په غړمبيدا كې يې ساه ورکړه اومړشو.خوبياهم
انسان،ګومان کاوۀ،چې زمرى لاژوندى دى اوله ونې څخه نه راکښته کېدۀ.په دې کې يوټپوس ورغى، پر زمري کښېناست.د زم
ي غوښه خوړو باندې يې پيل وكړ.له دې سره انسان هم پوه شو،چې نور نو زمرى مړدى او له ونې څخه راكښته شو.
هم
داشان،يوه بله كيسه هم ده،چې پخوا زمانه کې به انسان څه ډول ځانته داستوګنې ځايونه جوړول؟ ښځې او سړي به په
ځنګلو كې ګرځېدل اودمېوو او پاڼو پرخوړولوبه يې ژوند تېراوۀ.ځكه د انساني ژوندانه په لومړيو كې انسان
پر خوراک څښاک نه پوهېدۀ او دا توپير يې نشو کولاى چې څه وخوري او څه نه؟
په يو وخت کې يوه ښځه اوسړى، په
ځنګله کې ګرځېدل. له لرې نه يې يوه سمڅه (غار)وليده.
ښځې وويل: ((هغه دى ښه كور!))
سړي ورته كړل، چې
کورخو، ښه دى،چې تش به وي او كه نه؟
سړي وويل:(( راځه،چې ويې وګوروو.))
دواړه د سمڅې خواته،غلي،غلي ورغلل.د
سمڅې په يوې څنډه كې ودرېدل.اوپټ، پټ يې سر وردننه كړ. دننه يې پكې وكتل.دوه ځلانده سترګې يې وليدې. دست
ګو په ليدو سره وډار شول. ژر يې منډې كړې او دواړه د يوۀ بوټي شاته پټ شول.
ښځې د سړي غوږ ته خوله ور نږدې کړه
او ورته يې وويل:((دايږبه څنګه له غارنه راوباسو؟))
سړي ورته وويل:(( زه يې اوس چاره كوم.))
نو سړي، س
ګړي(١) او واښه سره راغونډ كړل اودغار خولې ته يې يوړل.د وه تيګې(٢) ورسره وې هغه يې سره وسولولې او اور ترې بل شو...
په هغه مهال كې اور لګيت نه ؤ او انسانانو به د دو تيګو جنګولو په وسيله اور بلاوه. له دې سره وښو اور واخيست چې
لوګى سمڅې ته ننوت، نو د ايږ(bear) سترګې يې ورترخې كړې او ايږ بيرون را ووت او په ځغاسته،ځغاسته وتښتيد.
له دې سره ښځه _سړى خوشحاله شول غار يې پاك كړ، له تيګونه يې ورته خوله جوړه كړه او كاڼي يې پكې كښېښودل.
اوس
نو دواړه وږي شوي وو، او كباب شوې غوښې ته يې زړۀ شوى ؤ.نېزه په لاس اخوا دېخوا لټېدل(ګرځېدل)، له لرې يې يوه هوسۍ تر
سترګو شوه، چې د تنکيو وښو پر خوړو لګيا وه، دوى ورته په يوۀ پټ ځاى كې كښېناستل. لينده كې يې غشى كښېښود او راسآيې
هوسۍ پرې وويشته چې هوسۍ ځاى پر ځاى شوه. دوى ښكار شوې هوسۍ له ځان سره واخسته او غار ته يې يوړه. هلته يې بيا د تيګو
په وسيله اور ولګاوه او هوسۍ يې پرې كباب كړه.
دوى د هوسۍ پر كباب لګيا ول.چې له پاسه پرې بيا هغه هغه
ايږ،چې دوى له غار نه پسې اخيستى ؤ راغى. دغه غار د ايږ كور ؤ، هغه وخت خو يې لوګي سترګې ورترخې كړې
نوځکه تښتېدلى ؤ. د ايږ په ليدو سره سړى وډارشو. خو جرات يې له لاسه ورنكړ.دوه بل ( لګېدلي) لرګي يې واخستل او د
ايږ پر خوا يې ورهه كړل، چې له دې سره يو ځل بيا ايږ وډار شو او وتښتېد. ايږ څو ځل بيا هم غار ته ورغى خو هر ځل به د
سړي لخوا پسې اخستل كېده، چې اخر ايږ هم پوه شوچې كور يې ور نه انسان نيولى دى او بيا يې ورته نه پرېږدي!
ددې پېښې ډېر مهال تېر شو. د دغو:ښځې اوسړي ډېر بچي پيدا شول نورو انسانانو چې دا خبره واورېده نو خوا ته يې
ورغلل. شاوخوا نور غارونه يې هم سره ونيول او دغلته يې يو ځاى ژوند پيل كړ.
كله چې د دغو
انسانانو بچيان پيدا شول او د بچيانو يې هم بچي وزېږېدل نو په ابادۍ كې ګڼه ګوڼه ډېره شوه. پر دغۀ مهال د
انسان عقل لږ نور پر مختګ هم كړى ؤ، دوى لږ نور زړه هم وكړ او جونګړې يې جوړې كړې. نور به نو د ابادۍ خلك په ګډه
په ښكار پسې وتل. ښكار به يې كاوه. او دښکار غوښې به يې په ګډه خوړلې.
په كوم بل ځنګلۀ كې هم څه انسانان اوسېد
،چې د كوډلو يو كلى يې جوړ كړى ؤ. دوى هم د هغو نورو په څېر ښكار پسې وتل. يو مهال يوې ډلې د بلې ډلې هوسۍ ووي
ته. دهوسۍ پر سر د دواړو ډلو تر منځ جګړه پېښه شوه. په جګړه کې له دواړو خواوو څخه څو، څو تنه ووژل شول.
د دواړو ډلو تر منځ دښمني پيدا شوه او له خپلو كليو نه يې دېوالونه چاپېر كړل او لوې، لوې کلاوې يې جوړې
کړې او برجونه او مورچلې يې ورکړې.
انسانانو يو له بل نه دسيمو دنيولو او وژلو کوښښونه هم پيل کړل او
انسان په دې تکل کې هم شو چې څنګه خپل همنوع او سيال تباه کړي او پر شته يې منګولې ښخې کړي. نو په دې اړه يې ښې څېړنې
هم وکړې او وسلې جوړول يې هم پيل کړل.
لنډه پر دې انسان له كليو نه ښارونه جوړ کړل. د تګ راتګ لپاره يې
ارې جوړې كړې. حيوانات يې د لېږد لپاره وكارول او له خرو او اسونو نه يې دسورلۍ لپاره ګټه اخيستل پيل کړل. اوس
نو د غارونو او ونو اوسېدونكى حيوان لا ډېر مهذب شو او دنړۍ له هر شي څخه ګټه اخلي.
كوچنيانو!
لكه څرنګه تاسې ياست او يا دانور انسانان وينئ، لومړني انسانان داسې نه ول. كه د لومړنيو زمانو
انسانان تاسې نن و وينئ،نو حيران به پاته شئ!
د اوسنيو پر مختلليو انسانانو به څه وايو،چې دومره حې
انوونكي او لوى، لوى كارونه ترسره كوي: په هوا،الوځي. دسترګو په رپ کې د زرګونو ميله لرې سيمې حالت م
الوموي.ځنګلونه،اوبه، غرونه، راغونه او هوا يې نيولې او دغه دوه پښو باندې ګرځېدونكى انسان پدې سودا كې هم دى، چې
سپوږمۍ ته وخيږي او مرګ هم په ولكه كې راولي.
لمن ليکونه:
١-سرګړي: يو ډول واښه دي، چې ډېر ژر اور اخ
ي.
٢- هغه کاڼي،چې پخوا به د اور بلولو کار ترې اخستل کېده، پښتانه ( بکورې- بکرې) بولي. ډېرې يې سپين رنګې
وي
٣- دپروان ولايت په ترکمن دره کې هم يوځاى خلک په سمڅ ډوله سيموکې اوسي. همداشان دلغمان ولايت دقرغه يو و
سوالۍ په مياخان کڅ کې هم خلک په سمڅوکې اوسي. خو له څو کلونو راهسې يې شمېر کم شويدى. ديادونې وړ ده، چې دروسانو
پرمهال به مجاهدين په دغو سمڅوکې پټېدل او ددوى لپاره يو خوندي ځاى ګڼل کېدۀ.