د امريکايي عسکرو روحيه لړزانه سوې ده
د ټايم مجله د مارچ پر ٦ "په افغانستان کي د امريکايي عسکرو روحيه کمزورې ده" تر عنوان لاندي يکي: د متحده ايالاتو د پوځ د عصبي او روحي روغتيا په باب يو رپوټ وايي: تېر کال په عراق کي د ام يکايي عسکرو په روحيې او عصبي او رواني حالت کي مثبت بدلون راغلى وو، خو په هغو امريکايي عسکر وکي چي په افغانستان کي جنگېږي، ګروم او خپګان لا ډېر سوى دى. دا په داسي حال کي چي په افغانستان کي ت دد او مرگ ژوبله مخ پر زياتېدو ده.
پدې کلني رپوټ کي راغلي دي چي په هغو عسکرو کي گروم او خپگان لا ډېر وي کوم چي د دريم يا څلرم ځل لپاره د جنگ ميدانونو ته استول کېږي. ددغو عسکرو عصبي او روحي روغتيا د هغو عسکرو په تناسب خرابه وي چي د خدمت لمړۍ يا دوهمه دوره يې وي.
دا رپوټ د هغو عصبي او روحي ډاکټرانو له عيني مشاهداتو څخه ترتيب سوى دى چي تېر منى يې په عراق کي د څه د پاسه ٢٢٠٠ عسکرو او په افغانستان کي يې ريب له ٩٠٠ پوځيانو سره مرکې کړي وې. پدې رپوټ کي ، دغه راز، د هغو ډاکټرانو، سيکالوژيسټانو، کشيشانو، او رواني ډاکترانو معلومات راغونډ سوي دي چي د پوځ سره کار کوي.
ډاکټران وايي په افغانستان کي په امريکايي عسکرو کي گروم، خپگان، اضطراب، او د جنگونو څخه را وروسته رواني فشارونه ډېر سوي دي. دوي وايي په افغانستان کي د نورو کلونو په پرتله په عسکرو کي د عصبي او روحي ناروغيو رېټ او کچه لوړه ده. په هرو هغو لسو عسکرو کي چي افغانستان ته استول کېږي يو يې په داسي روحي او عصبي ناروغيو اخته دى چي علاج او ډاکټر ته اړتيا لري.
تېر کال د عراق او افغانستان په جنگونوکي د امريکايي عسکرو تلفات زيات وه. د عراق جگړه پنځه کلنه سوه، او د افغانستان جنگ اوه کلن سو.
ډاکټران وايي د عسکرو روحي او دماغي مشکلات په جنګونو کي د هغوى د خدمت د دورې او په جگړو کي د ګډون سره نېغ په نېغه اړيکي لري. دا رپوټ وايي تېر کال په افغانستان کي ٨٣ فيصدو خارجي عسکر و د توپونو د حملو په جنگونو کي برخه اخېستې وه، مګر په عراق کي ٧٢ فيصده د همدا شاني جنگي تجربو سره مخامخ سوي وه. تېر کال په افغانستان کي په جنگونو کي زياتوالى راغلى وو، د طالبانو او القاعدې حملې ډېري سوي وې، او تشدد نور هم پ اخ سوى وو. په افغانستان کي، امريکايي عسکر په غرنيو او ليري پرتو سيمو کي اچول سوي دي.
بلخوا، د گارډين اخبار د فبروري د مياشتي پر ٧ ليکي: د امريکا کانگرس په افغانستان کي د ناټو له عالي رتبه قومندان څ خه غوښتي دي چي په هغه هيواد کي د زياتېدونکي بې امنۍ او مرگ ژوبلي په باب معلومات ورکړي. دکانگرس دا غوښتنه پداسي وخت کي کېږي چي د بين المللي ټولني ځينو موسساتو د افغانستان د رواني ويجاړي وضع په ارتباط خب دارى ورکړى دى. د متحده ايالاتو د سنا دوو مشهورو سناتورانو له بهرنيو چارو د وزارت څخه هم غوښتي دي چي د افغانستان د حالاتو په باب په عامه بحث او استعماعيه غونډو کي برخه واخلي. ديموکرات سناتورانو کارل ليون او جو باېډن وايي"لکه څنگه چي د عراق جنگ اهميت لري، د افغانستان شخړي ته هم بايد پوره پام وسي."
ښاغلو ليون او باېډن په افغانستان کي د ناټو له قومندان جنرال ډان مکنيل او په هغه هيواد کي د امريکا له سفير څخه غوښتي دي چي د اپريل پر ١٨ باندي واشنگټن ته راسي. دا بلنه په داسي وخت کي ورکړه کېږي چي دکانگرس او سپيني ماڼۍ تر مينځ دعراق او افغانستان د جنگونو په باب اختلافات او ناندرې لا زياتي سوي دي. د جمهوري رياست لپاره د ديموکرات د گوند کانديدان براک اوباما او هېلري کلنټن د بش اداره د افغانستان په هېرولو تورنوي.
د ناټو يو رپوټ وايي که چيري له افغانستان څخه خارجي قواوي ووځي، په افغانستان کي به يو ځل بيا پوره انارشي او داخلي جنگونه شروع سي. د امريکا د استخباراتو ريس مايک مکونيل اعتراف وکړ چي يوازي ٣٠ فيصده خاوره د حامد کرزي د حکومت تر ولکې لاندي ده. باقي پاتې ٧٠ فيصده خاوري باندي جنگسالاران، محلي مشران، او طالبان کنټرول لري.
ښاغلو ليون او باېډن په يوه ليک کي ليکي دي: " زموږ اندېښنه دا ده چي متحده ايالات او بين المللي ټولنه په افغانستان کي د بري د لاسته راوړلو لپاره ستراتيژي نل ي. موږ غواړو چي د هغو مشرانو له خولې څخه واورو چي همدا اوس هلته فعاليت کوي، او غواړو چي پدې پوه سو چي د هغوى په نظر د کاميابۍ لپاره څه کول پکار دي."
مېرمن هېلري کلنټن افغانستان د خپل جمهوري رياست د
کمپين محوري مسله گرځولې ده. هغې پدې اونۍ کي د افغانستان لپاره يو پراخ پلان اعلان کړ. د مېرمن هېلري
کلنټن په پلان کي د افغانستان او پاکستان تر مينځ دهمکاريو د زياتولو لپاره د يوه خاص استازي مقررول، د م
خدره موادو سره مبازره کول ،د بزگرانو سره مرسته کول، او د افغانستان په اقتصادي بياودانولو کي د مينځني
ختيځ هيوادونو ته زياته ونډه ورکول شامل دي.
هاري - واشنگټن