هغه ورځ ښوونځی راباندې ناوخته شو.ويريديم چې زمونږ ښوونکی ښاغلی هامل
به راباندې غوسه شي .په هغې ورځې مو ازموينه هم لرله او زما څه زده هم نه وو.ومې غوښتل چې ښوونځي ته ولاړ نشم،ورځ
يره ګرمه وه او يرغلګر ځواکونه هم هاخوا په پټيوکې ګرځيدل راګرځيدل اوتمرينونه يې کول.په هرحال په بيړه
دښوونځي خواته راوان شوم.کله چې دښار منځنۍ سيمې ته ورسيدم نو ومه ليدل چې يوشميرخلک چې په لاسونوکې يې په ټوټو او
کاغذونو باندې ليکنې وې هاخوا ديخوا تل راتلل،داه هاغه ځاي و چې تل به يې دجګړې خبرونه همدلته ورکول فکر مې وکړ چې
داځل هم همداسې کومه خبره ده.
کله چې ښوونځي ته ورسيدم نو ساه مې سوځيدلې وه .ددرس لومړۍ شيبې وې فکر مې وکړ راځه م
خکې له دې چې زنګ بدل شي نو ټولګي ته به غلی غوندې ننوځم ګوندې د ښوونکي صاحب به نه راته پام کيږي.خودپخوا پرخلاف
هره خوا چوپه چوپتياوه، ورومې دټولګي ور پرانيست چې ورننوځم ،دتعجب ځاي و ښاغلي هامل پرته له دې چې تندی رات ت
يو کړي او راته په غوسه شي په نرمه لهجه يې راته وويل زر ورش او پرخپل ځاي دې کښينه لږ پاتې وو چې بې له تانه درس
پيل کړو.هرڅه عجيبه وو ښاغلي هامل خپله هغه شنه چپن چې په خاصو ورځو به يې اغوسته اغوستې وه،ټولګي وال مې ټول
خپه وو ،زما تعجب هله لاپسې ډيرشو چې دټولګې ورستۍ برخه مې له خپه اوغمجنو کليوالوډکه وليده.
ښاغلي هامل په
خورا مهربانۍ سره وويل:بچيانو دا وروستۍ ورځ ده چې تاسوته درس درکوم، له برلين نه امر راغلی دی چې ښوونځيو کې
بايد زده کړې يواځې په المانۍ ژبه وشي.نن دا ورستی ځل دی چې تاسو په خپله مورنۍ ژبه يانې فرانسوۍ ژبې درس
واياست.
هو ، دا زمونږ وروستی درس و چې په خپله مورنۍ ژبه مو ولوست او داهغه وخت و چې مالاسم لوستل ليکل نشو
کولاي.ځان سره پښيمانه شوم چې دومره وخت مې ولې دخپلې مورنۍ ژبې دزده کړې پرځاي لوبې او ساعتيرۍ کولې. هغه کتابونه
چې مخکې ترې ستړی وم اوس يې هره پاڼه بيله بيله راباندې ګرانه شوه.داچې ښاغلی هامل نورنه وينم څومره وهل چې يې پر
اسونو باندې په خطکش راکړي وو ټول مې هير کړل. او وپوهيدم چې ښاغلي هامل د وروستي ديدن لپاره ځانګړې جامې اغوستې
وې او کليوال ددې پښيمانۍ لپاره راټول شوي وو چې پخوايې لټي کړې وه او دخپلې مورنۍ ژبې د زده کړې لپاره ښاغلي هامل
ته نه وو راغلي.
کابل-دلمرټلويزون خبري څانګه