شپه نژدې نيمايي ته رسېدلې وه، اكرم د خپلې اوږدې ساه په ويستو له خوبه راويښ شو. حلق يې وچ كلك، سترگې يې سره نښتې وې او خپل بېواكه او مړاوي لاسونه يې د بالښته شا ته وټپرول. د اوبو پر جيك يې لاس ولګېد، راپاڅېد او څو غوړپه يې تر ستوني تېر كړل.
كله چې يې جيك بېرته پر ځمكه ايښاوه، نو غوږونه يې بوڅ كړل، يو څه يې تر غوږ شول، خپله مور او زوى يې تر نظر تېر كړل او كله چې پوه شو هغوى ويده دي، نو په بېړه راپاڅېد او له خونې څخه ووت.
دباندې د څوارلسم ښكلې سپوږمۍ د هغه سترګې وبرېښوولې. د كلي د سپيو پرله پسې غپا نژدې غوږونه كڼول.
پنځه دېرش كلن اكرم بزگر و او د كلي جومات ته څېرمه په يوه كور كې چې دوې كوټې يې درلودې، له خپلې سپين سرې مور او يوه اووه كلن زوى سره اوسېده. پلار يې په دې نړۍ كې نه و او ښځې يې هم د چنګاښ د ناورغۍ له كبله د مرگ په وړاندې ماتې خوړلې وه.
اكرم په داسې حال كې چې سترگې يې موښلې، د خپل كور په برنډه كې روان و، چې ناڅاپه غږ پرې وشو: ودرېږه!
د شپې په چوپتيا كې دا غږ دومره ډډ او وېروونكى و، چې اكرم يې سره ولړزاوه او دوه گامه شا ته لاړ. وروسته يې چې كله د غږ خوا ته مخ واړاوه، نو يو سړى، چې تور مول يې وهلى او ټوپك يې د ده خېټې ته نيولى و وليد. زړه يې په ټوپونو او په غوږو كې يې بونگ- بونگ جوړ شو.
خو اكرم حيران و، ځكه د اواز څښتن يې وپېژاند، خو له وېرې يې څه نه شو ويلاى. زړه يې غوښتل چې خپله ټوپكچه راواخلي او د دې سركوزي په خېټه كې د وينو لارې جوړې كړي، خو وسله وال ورته ويلي وو چې كه له ځايه وخوځي، نو مرگ به يې تر ستوني نيسي.
څو شېبې وسله وال او اكرم د بُت په څېر ولاړ او يو بل ته يې سترگې نيولې وې. دوى لا همداسې ولاړ وو چې له مخامخ خونې څخه چې اكرم په كې نژدې درې منه ترياك ايښي وو، دوه كسه چې هغوى هم تور مولونه وهلي او په داسې حال كې چې يو غټ دېګ يې په لاس كې نيولى و راووتل.
اكرم په داسې حال كې ځان ونه شو زغملاى او دا ورته يو ډول بې غيرتي ښكاره شوه، چې يو څوك دې ترې د سترگو په وړاندې كوم شى يوسي او بيا ترياك، چې من يې نژدې يو نيم لكو ته رسېدلى و. ځكه خو نو د كلي خلكو سره زر بلل.
غله له كوره د وتو په حال كې وو او هغه وسله وال، چې اكرم پېژندلى و، د پخوا په شان د ټوپك خوله د اكرم خېټې ته نيولې او پر شا تله. غله لا وتلي نه وو، چې اكرم پر وسله وال ورمنډه او چيغه كړه: ”برياليه!... ته خو مې د اكا زوى يې... د خداى...“
بريالى پوه شو چې ويې پېژندلم. تندى يې گونځي كړ، داسې لكه سترگې چې پټوي، د ټوپك پر ماشه يې بې واره گوته راښكله او د ټوپك له خولې يې څو ظالمې لمبې ووتلې، چې د اكرم په ښي تشي كې يې نېغې لارې وكړې.