د جرمني د شتيرن مجلې د ٢٠٠٨م
کال د ٧ ګڼې څخه
ليکوال: کريستوف رويټر:
تر دې مهاله خو جرمني ځواکونو( په افغانستان کي) خپل نوم او پت په هغه خپل ډول يو څه ساتلی دئ، مګر دادئ اوس د ټولو (ناوړو) عواقبو سره سره يې جنګي ډلګۍ هم پسې ورليږي. مګرد طالبانو سره يوازي د زور په ژبه کله خبري کيدلاي سي.
مارکس ليکي چي تاريخ د غميزي يا خندور ناټک په توګه
تکراريږي. خو افغانستان ته چي ګورو،دا دئ پر يوه وخت په دې دواړو شکلونو تکراريږي. په داسي حال کي چي دا تي
ه اونۍ د امريکې د دفاع وزير رابرټ ګېټس پر جرمني دغه نوغي ايښودل چي د (ترهګري ضد) مبارزه کي زړه نازړه ښکاري،
هلته په هاليوډ کي د ٨٠ يمو کلونو خاطرې او هغه کرکجن هوسونه را ژوندي کيږي چي د شوروي د يرغل په وړاندي
به “Freedom fighters” (د آزادۍ مدافعينو) ته کيدلې. په دې دوشنبې د جرمني په سينماګانو کي هغه فلم چي د ” چار
ي ويلسن جګړه “ نوميږي نندارې ته وړاندي سو. په دې فلم کي ټام هينکز د هغه امريکايي کوکائيني (پوډري) سناتور
ول لوبوي چي د د شوروي دڅلويښتمي برلاسي اردو په وړاندي يې و افغاني مجاهدينو ته د امريکې کلنۍ نظامي
بودجه تر يوه مليارډ ډالرو پوري رسولې وه.
که څه هم شورويانو افغانستان ته تر ناټو ډير سرتيري ليږلي وه اود
ناټو تر قطعاتولا په بې رحمه توګه جنګيدل، خو د افغانانو د مقاومت پر ماتولو يې شومه وختله. د شوروي قوماندان
ميخايل زايڅيف چي په چکسلواکيا کي يې د پراګ د پسرلي په نامه پاڅون د پښو اچولی وو، غوښتل يې چي هغه نقشه پر
افغانستان هم تطبيق کړي. ده به ويل چي د زور څخه به تر هغو کار اخلو ترڅو مخالف طرف راته تسليميږي. اما
افغانان او چا ته غاړه ايښودل؟!.
د ب
تانيې د سلطنتي بحريې (مورمړي) د طالبانو تر بريدونولاندي
د رابرټ ګيټس ددې خبري څخه چي وايي که غواړو په افغانستان کي ناکامه نسو، نو بايد د طالبانو پر وژلو زور وکړو، معلوميږي چي دی هم دهغه زايڅيف پر پله روان دئ. حقيقت اوس هاليوډ ښه څرګندولاي سي، چي د ورځني حالاتو خبرونه په خيالي او تصوري ډول تمثيلوي.خو وا نګټن په ډيره سرټنبګي د حقايقو څخه سترګو پټوي او پر دې تخيلي افسانه يې منګولي ټينګي لګولي دي، چي که غواړو پر افغانستان غالب سو، نو به طالبان په نظامي توګه ماتوو_ که څه هم ددوي د خپل حکومت د پلټني کميسيون دغه خيا ونه ناکامه بولي. دجنوري په ورستيو ورځوکي دې کميسيون چي ” د افغانستان د څيړنو هيئت“ نوميږي، ويلی دئ چي” م وږ هلته ډيري توري وهلاي سو، خو په پاي کي به دجنګ ډګر بايلو!“ . سناتور کيري يې داسي لنډه راګرزوي چي” موږ هم دا اوس د بايللو په حال کي يو“
امنيتي وضعه نوره لا خړه سويده
نه يوازي امريکايان ب
کي ډير نور کسان هم سته، چي په جګړه کي د برياليتوب خوبونه ويني. پر دوي هيري زور کړيدئ، داشپږ کاله مخکي
وضعه نسي ورپه يادولاي. مطلب دا نه دئ چي ګواکي طالبان لا ټوله نه دي تباه سوي بلکي هغه طالبان چي په ٢٠٠١ کال
د يوه مخه ورک سوي وه، اوس دا دي بيرته راغلي او ځواکمن سويدي .
د ٢٠٠٦ کال راهيسي چي ناټو د افغانستان په شرق او جنوب کي په جګړو پيل کړيدئ، امنيتي وضعه تر پخوا وحشتناکه سوې ده، ښه سوې نه ده. د ٢٠٠٢ کال په اوږدو کي په دې سيمو کي به نيان په خلاصه پښه دوري هوري ګرزېدل؛ د شتيرن مجلې د خبريالانو يوه ډله په روزګان، هلمند، کندهار چي اکثريت اوسېدونکي يې پښتانه دي، په اونيو اونيو هلته ګرزيدل، نن يې څوک تصور لا هم نسي کولاي. د دغو سيمو څخه وو، چي د طالبانو تحريک شورويان پر شا وټمبول او د ١٩٩٤ کال وروسته يې د هيواد پراخي سيمي ونيولې.
٢٠٠٢ کال وو، چي زموږ خبريالان دې ګډوډ او لالهانده هيواد ته چي هم بدګمانۍپکښې وه او هم دهيلو ډک، خو يوڅه آرام هيواد ته ورغلي وه. د طالبانو تر سقوط ورسته بيا دټبرونو او قومونو تر مينځ خيل او خيل بازي را پورته سوې او زړې دښمنۍ بيرته را ژوندۍ سوې. وار د اخندزاده خيلو او پوپلزيانو( دکرزي ټبر) سو، چي د ساکزيو او نورو قومونو په وړاندي يې ځانونه سرداران ګڼل. که څه هم ددوي ترمينځ شخړي وې، خو ګډ دښمن يې نه درلود.
د امريکې متحده ايالاتو ته يو يوازي يو شی مهم وو، هغه هم د طالبانو، ترهګرو او اسامه بن لادن تعقيبول وه.نوري خبري و دوي ته مهمي نه وې. خو وروسته يې دمحلي واکمنانو او ترجمانانو په مرسته ودې قومي شخړو ته لمن وهله، د القاعدي په نامه يې اکثراً د خپلو چغولګرو د مخالفينو کلي بمباري کول. د امريکايانو په دې سد نه رسيدئ چي د ٩٠ ١٩ کلونو په وختونو کي ولی طالبان داسي ځواکمن سوي وه. هغه دا وو چي دوي يو نظم راوستلئ وو. هو، ديموکراټيک نظم نه وو بلکه د ښځو دښمن او يو قاتلانه نظام وو. خو سره ددې ټولو دوي داسي يو نظم راوست، چي د چا مال او ناموس په خطر کي نه وو، لکه تر طالبانو مخکي د ”داخلي جګړې“ په وختونو کي. سوداګر او کاروباري خلګ به په بيغمه زړه هري خوا ته تلاي سواي، بيله دې چي په لارکي غل او غدوي ورته ولاړ وي .
خو د پخوانيو طالبانو د پاره د کرزي په حکومت کي چي غړي يې د واشنګټن په لاس هر يو جلا جلا خوښ سوي وه ، هيڅ ځاي نه وو پاته. کرار کرار د امريکايي اشغالګرو پر ضد چي په خپله سخته بيرحمي يې ځانته نوي دښمنان را پارول، مقاومت پيل سو. د افغانستان په جنوب او شرق کي چي پښتانه پکښي اوسيږي او دهيواد په سل کي ٤٢ تر ټولو لوی توکم دئ، مقاومت او غچ اخيستل تاو سره واخيست او د طالبانو يو نوی غورځنګ يې را مينځ ته او ځواکمن کړ.
طالبان اوس خپله قضأ چلوي.
په ٢٠٠٦ کال پس
ه سخت اخ و ډوبه يوڅه آرامي سوه، خو دا په دې معنا نه چي ګواکي د طالبانو شومه وختله. دوي اوس پر عام ډګر
نه جنګيږي بلکه خپل بريدونه په پټه خوله و کابل ته ور غزوي، لکه دا څه موده مخکي چي يې پر سرينا هوټل يرغل کړی
وو. دوي ښارونه نه قبضه کوي، بلکه کلي نيسي. په رڼا ورځ نه ليدل کيږي، خوشپه ددوي وي. و وردګ ولايت ته ، چي د
کابل جنوب ته لاس په لستوڼي پروت دئ،اوس دولتي ځواکونه يوازي په وسلو بار کاروانونو سره د ورتګ زړه کولاي
سي. هلته طالبانو خپل عدلي نظم جاري کړيدئ او د خلګو تر مينځ د مځکو او اوبو پر سر شخړي، د غلا او نورو جرمونو
پيښي يوازي دوي فيصله کوي. د جلال آباد څخه همدا اوس لا هغه شتمن کسان تښتي، کوم چي طالبانو ته د ”جهاد ما
يه“ نه ورکوي. په کابل کي هغه کسان چي د بهرنيو قطعاتو يا سازمانونو سره کار کوي، و بهرنيو هيوادونو
ته د مهاجرت لپاره ځانونه تياروي.
داچي اوس په شمال او غرب کي هم وضعه خړه پړه ده، علت يې په هيواد کي دوهمه لويه لانجه ده، هغه دا چي هلته ح وقي مصؤنيت نسته.کرزئ چي د ډيرو په نظر د امريکې لاسپوڅی ګڼل کيږي، پر فاسدو واليانو او د مليشو، پر هغو زړو او نوي قوماندانانو تکيه کړې ده چي د ترياکو په کاروبار کي تر طالبانو لا مخته دي. د مخدره موادو د پوليس اوس د خپلي وظيفې پرځاي په خپل مينځ کي د ګټو پر ويش اخته دي.حقوقي سيستم ريشخند او د پوليسو نوم بد سويدئ.
حتا که اوس کرزئ هم وغواړي چي نوي متحدين ورجذب کړي، نور يې لاس ته څه نه ورځي، نو يې ځکه اوس په تعصب کي د طالبانو سره سيالي را اخيستې ده او هغه د ” امر بالمعروف ونهي عن المنکر“ ډارونکئ وزارت يې بيا تأسيس کړيدئ. دا چي پ افغان ژورناليست پرويز کامبخش ولی بيله مدافع وکيل څخه دکفر او الحاد په تور د اعدام حکم صاديريږي، په دې هکله کرزئ هيڅ نه وايي..د افغانستان د چارو جرمنی کارپوه ټوماس روتيګ دا ” د هندوکش عاميانه ګري“ بولي، چي په جرم ني کي به د ٢٠٠٩ کال د انتخاباتي مبارزو يوه برخه وي.
په دغسي شرايطو کي بهرني ځواکونه لکه پر پل صراط چي روان وي.، دوي بايد خپل نظامي ځواک رامخته کړي، څو د محلي قوماندانانو مخ ونيسي. دا چي په شمال کي د جرمني ځواکونو د مأموريت سيمه اوس يو څه آرامه ده، طبيعي خبر نه وه . دوي هلته د تکتيک څخه کار اخيستی وو او دغه تکتيک يې هم ښه چلېدئ. دوي تر هرڅه وړاندي ( هغه ښانګور) جنګسالاران بې وسلې کړل،په کندوز کي يې د پوليسو د فاسد او بډي خوړونکي قوماندان په ليري کولو کي خپل جدي رول ولوباوه او يو مات او ګوډ نظم يې راوست. دا خبره د هغو څيړنو په نتيجو کي ويل سوېده، چي په شمال کي د بهرنيو ځواکونوپه هکله تر سره سويدي.
د برلين د آزاد پوهنتون د ” خاصوڅيړنو ساحې“ د پروژې څيړونکود افغانستان د شمال په ٢ ولايتونو کي ٢٠٠٠ کورنۍ پوښتلي. په سل کي ٩٠ کورنيو ويلي دي چي په دې تيرو دوو کلنو کي هلته امنيتي وضه ښه سوېده. د برلين توکم پوه او ددې پروژې مشر جان کيولر وايي چي موږ ته دغه د حيرانتيا وړ ښه پرمختګ دئ او وايي چي په همدغه مقايسوي موده کي په ختيځو ولايتونو کي وضعه نوره لا خرابه سوېده.
د بري څرک نه ليدل کيږي
هرکله چي عمومي فضا خړه
پړه سي ، نو ورسره سم بهرني عسکرو ته د اشغالګرو په سترګه کتل کيږي او مقاومت پيل سي . بريدونه او غچ اخيستل س
ه په تاو کي سي. له دغه امله وو، چي د ٢٠٠٦ کال په پيل کي کاناډايي جزو تامونه په کندهار کي د جګړې سره مخامخ
سول. تر دا تيرو څو اونيو پوري په دې جکړو کي يوازي ددوي ٧٨ سرتيري ووژل سول، خو دبري څرک لا نه ليدل کيږي. اوس
په کاناډا کي هم پر حکومت فشار ډيرسويدئ، نوځکه يې د ناټو پر نورو هيوادونو شرط ايښی دئ، چي که مو د ٢٠٠٩ کال تر
جنوري پوري کندهار ته ١٠٠٠ سرتيري نه راوليږل، نو موږ هم خپل توړي باروو او د افغانستان څخه خپل ټول
طعات باسو. په هالينډيانوکي، چي تقريباً ١٥٠٠ سرتيري يې په روزګان کي ځاي پر ځاي کړيدي،هم اوس دغه خسانده پ
جوشيدو ده..
همدغه زور دئ چي د متحده ايلاتو د دفاع وزير ګيټس يې په خپل ليک کي پر جرمني وراړوي.خو وا نګټن يوازي د نورو سرتيرو په ورليږلو غاړه نه باسي. د امريکې حکومت اوس د خپلو متحدينو د نظامي تګلاري په خاطر ماڼېجن دئ؛ هغه داچي هالينډيانو د طالبانو سره اصلاً د تأجيل تړون کړيدئ. ددوي د ځواکونو پخوانی قوم اندان تورن جنرال Van Loon د ٢٠٠٧ کال په اکټوبر کي د شتيرن مجلې سره په مرکه کي په ډاګه اعتراف کړی وو، چي ”دا هيڅ مفهوم نلري، چي په سيمه کي د افغانستان د حکومتي مؤسسو څرک نه ليدل کيږي او موږ دي نو هلته توره لښته کړې وي“. او يا داچي په هلمند کي د انګريزو پوځيان او رپوټچيان ددې ډيره وخته راهيسي دطا بانو سره مذاکرې کوي، ( چي کله ناکله يې د ” قومي مشرانو“ په نامه تيروي ). داسي نه چي دوي نو طالبانو ته په ښه سترګه ګوري، بلکي دو ي پوهيږي چي په جګړه کي يې تاوان دئ،ځکه نوي دښمنان ورته زيږوي.بل هم داچي بايد طالبان جګړه و نه ګټي، بلکي تر هغه وخته غلي سي، چي بهرني ځواکونه يې د هيواده وزي، او داهم له دې امله چي د بهرنيو ځواکونو پر دولتونو هم اوس د خپلو خلګو فشار ډير سويدئ.
د جرمني ډلګيو هم ټيک دغه مشکل دئ. د دوي حکومت
په افغانستان کي د خپلو ځواکونو د مأموريت په اړوند خپل خلګ په تورتم کي ساتي، هو، په انتخاباتو کي د رايو و
کونکو له بيري، دا ځکه چي همدا اوس لا دخلګو اکثريت ددې مأموريت مخالف دئ او د هر جرمني سرتيري د وژل کيدو سره
به دغه جبهه نوره لا قوي کيږي. خوهلته د جرمني ځواکونود موجوديت استدلال د افغانانو پر دې باور اتکأ لري، چي
وايي د جرمني سرتيرو، وسلو، ، فينيک ډوله څارن زره پوښونو او هليکوپټرونو څخه ډير ښه کار اخيستلاي سو، او که
ضرورت سو، نوجرمني سرتيري دي هم جنګ ته وردانګي. د پروسږکال د می په مياشت کي کله چي د (جرم
ني) د دفاع وزير فرانڅ يوزيف يونګ د يوه ځانمرګي بريده وروسته غوښتل پرخپلو قطعاتو ټوله ګزمي منع کړي
اوغوښتل يې چي سرتيري په خپلو قشلو ننباسي ، سمدستي ددې تورونو سره مخامخ سو، چي ويل دی غواړي د جرمني دريځ
کمزوری کړي. دا تير دسمبر په هامبورګ کي د نظامي کدرونو په اکاډيمي کي د کاناډايي افسرانو په ګډون يوه
غونډه جوړه سوې وه. په دې غونډه کي بعضي افسرانو که څه هم غير رسمي مګرخورا سپيني خبري کولې او ويل يې چي د (جرم
ني) حکومت دا د ډيک حرکتونه په هيڅ درد نه خوري. سړی عامه افکار په دې نسي خطا ايستلاي چي ګواکي جرمني
ځواکونه مو افغانستان ته د کوهيانو د کيندلولپاره استولي دي. اوس چي دغه مأموريت را د غاړي سويدئ، نو و جګړو،
مرګ او ژوبلي ته به هم ځانونه ټينګوو.
دغه ورځ به ډير ژر راځي، اوس د بيړنيو عملياتو د ډلګيو په نامه د جرمني
څخه په وسلو بار٢٥٠ سرتيري مزارشريف ته استول کيږي ، دوي به هلته د ناروې د سرتيرو ځاي ډکوي او دا په نظر کي
نيول سوي دي چي دوي به هلته په هغو پراخو عملياتو کي هم برخه اخلي چي د ياغيانو په وړاندي به تر سره کيږي . د
دغو ياغيانو څخه مقصد طالبان نه، بلکي محلي جنګسالاران او ددوي پلويان دي.
د٢٠٠٨ م کال د فروري تر مياشتي پوري د ايساف په اړوند احصائيه: