دانش خپرندويې ټولنې د شهيد موسى شفيق د څ
يړنغونډې په وياړ يو لړ كتابونه خپاره كړي، چې په هغو كې د زلمي ليكوال او ژورناليست نذيراحمد سهار (( د رپوټ
يكنې ارونه)) هم ترسترګو كيږي. دغه كتاب په ۱۳۰ مخونو كې په ښه پښتۍ او ښه صحافت چاپ شوى دى. په كتاب كې د رپوټ
يكنې پر ارونو، تګلارو او اوسمهالو سټنډرډ معيارونو بحث شوى او انلاين، برېښنايي او چاپي رپوټونه يې سره
پرتله كړيدي. پر كتاب ليكوال او ژباړن محمد زبير شفيقي سريزه كښلې او كتاب ټولو هغو ژورناليستانو ته اهدا
شوى، چې له نادودو او ناراواوو سره په روا لارو ډغرې وهي.
تر دې مخكې په مسلكي (ژورنالستي) برخه كې د سهار،
خبرڅنګه وليكو؟، مركه څنګه وكړو؟ او نوې خبريالي كتابونه خپاره شويدي. سهار د كتاب په پيل كې په يوه يادښت كې
يكلي، چې د ((نرم او سخت خبر)) او ((رسنيزه څيړنه)) په نومونو يې دوه نور (ژباړل شوي) كتابونه هم چاپ ته تيار دي.