په باغ كې چې څومره ګلان وو ټول باغي شول. د ګلاب په سينه كې د بغاوت اور بلېده. د هغه يو- يو رګ د اورنيو جذبو غوندې غورځېده. هغه يوه ورځ خپله اغزنه غاړه راجګه كړه او له غور او فكره پرته يې خپلو ملګرو ته وويل : \"هيڅوك هم دا حق نه لري، چې زموږ له خولو څخه د ځان هوساينې ګټه واخلي __ زموږ د ژوند پسرلي زموږ لپاره دي او موږ په دې كې د هيچا ګډون نه شو زغملاى!\". د ګلاب څېره د خواشينۍ له امله سوربخنه اوښته، پاڼې يې رېږدېدلې. د چانبېل په ونه كې ټولې غوټۍ ددې زوږ په اورېدو سره راويښې شوې او په اريانۍ سره د يوې بلې څېرې ته ځير شوې. د ګلاب مېړنى ږغ يو ځل بيا پورته شو : \" هر ژوندي سرى د خپلو حقونو د ساتنې حق لري او موږ ګلان هم له دې حق څخه بې برخې نه يو. زموږ زړونه بېخي نازك او حساس دي. د تاوده باد يوه څپه هم زموږ د رنګ او بوى دنيا سوځولاى او ايره كولاى شي او د شبنم يو كوچنى څاڅكى زموږ تنده را ماتولاى شي. اّيا موږ د هغه زيږه باغوان د زيږو لاسونو تاب راوړلاى شو، چې پر هغو باندې د موسمونو بدلون هيڅ كوم اغېز هم نه كوي؟ \". د موتيا ګل هلته بوغارې كړې \" هيڅكله نه\" د لاله ګل په سترګو كې وينې راغلې او ويې ويل : \"د هغه له ظلمه زما سينه داغي كېږي، زه لومړنى ګل يې چې د هغه جلاد پر وړاندې به د بغاوت بيرغ لوړوم\". له دې وينا سره هغه له غوسې څخه و رېږدېد. د چانبېل غوټۍ اريانې وې، چې دا زوږ ولې پورته كېږي. يوه غوټۍ په ډېر ناز سره د ګلاب د بوټي خواته راپورته شوه او ويې ويل : \" تا زما خوب را خراب كړى دى، اّخر ولې داسې په زوره- زوره چيغې وهې؟\" ګل خيرو چې لېرې ولاړ د ګلاب په درنه وينا يې غور كاوه، وويل : \" له څاڅكي- څاڅكي څخه درياب جوړېږي. كه څه هم موږ كمزوري ګلان يو، خو كه موږ ټول سره يو شو، نو هيڅ شك نه شته چې موږ به د خپل ځــان دښمن د پښــو خــاورې كړو. زموږ پاڼې كه خوږبويي پيدا كولاى شي، نو زهرجنه هوا هم پيدا كولاى شي ___ وروڼو! د ګلاب ملګري شئ او د ځان ګټه يې وګڼئ \". له دې وينا سره هغه د ورورګلوۍ له جذبې سره د هر ګل خواته وكتل. ګلاب به څه ويل، چې د چانبېل غوټۍ پر خپل مرمرين بدن باندې په رېږد پيدا كولو سره وويل : \" دا ټولې بې ګټې خبرې دي.... راشه ته ماته شعر واوروه، زه نن ستا په غېږه كې ويدېدل غواړم.... ته شاعر يې، پر ما ګرانه راشه، موږ بايد د پسرلي دا رنګينې ورځې په خوشو خبرو كې تېرې نه كړو او هغې نړۍ ته لاړ شو، چېرې چې خوب- خوب دى.... خوږ او بېغمه خوب! \". د ګلاب په سينه كې يوه لمبه راپورته شوه، د هغه نبض زيات په غورځېدو شو. هغه داسې وګڼله چې ګوندې هغه كومې ژورې كندې ته څوړېږي. هغه د غوټۍ د وينا د اغېز د ايسته كولو په هڅه كولو سره وويل : \" نه، ما د جنګ ډګر ته د ورتللو لوړه (قسم) كړې ده. اوس دا ټول داستان زما لپاره بې ګټې دى\". غوټۍ د خپل تنكي بدن په اړخ اړولو سره په خوبوړې لهجه وويل : \" اوه، زما ګرانه ګلابه! داسې خبرې مه كوه، زه ډارېږم ..... د سپوږمۍ شپو ته پام كوه.... كله چې زه خپلې جامې وكاږم او تر دغې روڼې فوارې لا ندې لمبېږم، نو ستا پر بغورو به د سوربخونې كرښې ماته څومره ښې ښكارېږي او ته به زما د زرو شونډې څنګه په لېونتوب ښكلوې..... پرېږده دا بې ځايه خبرې، زه ستا پر اوږو باندې سر ږدم او ويدېږم \". او د چانبېل نازكه غوټۍ د ګلاب له رېږدېدونكي بغور (رخسار) سره ولګېده او ويده شوه ___ ګلاب نشه غوندې شو. تر څو شېبو پورې شاوخوا نورو ګلانو نارې وهلې، خو ګلاب راويښ نه شو....هغه ټوله شپه نشه و. سهار وختي باغوان راغى. هغه د ګلاب د ګل له ښاخه سره د چانبېل غوټۍ نښتې وليدله. هغه خپل زيږ لاس ور وړاندې كړ او دواړه يې پرې كړل ......