د خداى پوهه شورا هم فقيرانو ته د خندلو په حق باندي قايله شوې ده او له همدې امله ده، چي د مسكينانو په كورونو كي تل اه او ژړا نه اورېدل كيږي، بلكي كله- كله خندا هم اورېدل كيږي. دا رښتېا ده چي هغوى هم خاندي، خو داسي خندا چي په حقيقت كي بايد سړى پر و ژاړي. زه د مسكينۍ او غريبۍ نړۍ ډيره ښه پېژنم، ځكه كورنۍ مي د فقيرۍ مزه ډيره ښه او ژوره څكلې ده. پلار مي په يوه كارخانه كي ورځنئ كارګر وو. هغه هيڅكله له خپل ژوند څخه سر نه ټكوئ او دا په داسي حال كي چي ژوند مو ډير له ستونزو ډك او د سر ټكوني وړ و. له دغو ټولو سره سره كه بېا هم ووايم، چي د هغه ماشومتوب په څېر مي بېا هيڅكله نه دي خندلي، ډيره پر ځاى او درسته خبره ده. نن ورځ څرنګه كولاى شم، چي د هغو ورځو په څېر و خاندم؟ په داسي حال كي چي نور مي هغه نازنينه او خوشحاله مور را سره نشته!
مور مي كله كله د زړه له تله دومره خندل، چي سترګو به ئې اوښكي و كړې او كله كله به د ډيري خندا له امله په داسي ټوخي سر شوه، چي تا به ويل غواړي خفه شي. هغې پخوا هيڅكله هم د هغې ورځي په څېر نه وو خندلي، په كومه ورځ چي زه او دا په اووه شاهيو پسي ګرځېدو.( شاهي د مجارستان پولي واحد دى) اووه شاهۍ كه څه هم هيڅ نه وې خو بېا هم، موندل يې زموږ لپاره ستونزمن و. درې شاهۍ مي مور په خپله و موندلې او هيله منه وه چي د خياطۍ د څرخ په جابه كي څو نوري هم و مومي. ځكه كله چي به يې د خياطۍ مزدوري اخيسته، هغه به ئې د څرخ په جابه كي اچوله. د څرخ جابه زما لپاره د يوې نه خلاصېدونكي خزانې او د ماشومانو د افسانوي صندوقچې په څېر وه. زما لپاره همدومره بس وه، چي مازي لاس په ننه باسم او هر هغه څه چي مي ماشوم زړه غوښتل په يوه پلا لاس ته راوړم.
له همدې امله د هغې ورځي په ماپښين ډېر سخت حيران شوم، چي كله مي مور د جابې د شيانو لكه انګوشتنې، ستني، غچي، د تيره كولو د ډبري، تارونو او داسي نورو په زرګونو ګډو وډو شيانو په منځ كي تر كتلو راكتلو وروسته مخ را واړاوه او ويې ويل:
"ممكن په يو ځاى كي غلي شوي وي."
- " څوك؟ څوك ښياست؟"
- مور مي په خندا ځواب راكړ:
- "د پيسو سيكې."
- او وروسته يې جابه تر پايه راكش كړه او ويې ويل:
- راشه زويه بايد خامخا دا شيطاني سيكې پيدا كړو! څنګه ښه خو يې ځانونه غلي كړي دي.( بېا يې پسې زياته كړه):
- اوف، ښه شيطانو سيكو...
هغه په ځنګنو شوه او جابه يې خپل پر وړاندي كښېښوده، پر هغې داسي ور ټيټه شوې وه لكه سيكې چي ځيني په هوا كېدې، وروسته يې جابه بيرته ډكه كړه او داسي يې پړمخي راچپه كړه لكه څوك چي په خولۍ باندي مرغۍ نيسي. سړي بيخي خندا نه سواى ټينګولاى. وروسته يې بيله دې چي جابه پورته كړي په خندا سره وويل:
"ښه اوس نو دوى دلته دي، كه چيري يوه شاهي هم وي، تر دې به لاندي وي."
زه هم په ځنګنو شوم او په جابه كي مي سترګي و ګنډلې. لكه يو ځلېدونكى شئ چي تر هغې لاندي ښورېدى، خو په داسي حال كي چي هيڅ شى هم نه و. موږ خپله هم ډاډه نه وو، چي تر جابې لاندي دي يو څه پيداشي، نو له همدې امله چي مو كله يو له بله سره سترګي و نښتې، ددغي ماشومانه شوخۍ له امله په خندا شوو.
ما پر جابه چي پړمخي پرته وه لاس كېښود، خو يو ناڅاپه مي مور وويل:
"ا ... كرار، كرار، ته لا تر اوسه نه پوهيږې چي سيكې څومره شيطاني دي! څنګه د سړي له لاسه وزي، څنګه تښتي او څنګه ځي!!!"
د خندا له لاسه دواړه رېږدېدو، ځكه دوې ورته جملې مو په بېا بېا تكرارولې، چي ( د پيسو سيكې څومره ژر د سړي له لاسه وزي، څومره ژر ځي او ...) كله چي يو څه ارام شوو، بېا مي لاس اوږد كړ، چي جابه اوچته كړم، خو مور مي يو وار چيغه كړه او ويې ويل:
"اې!!!"
او ددې ناڅاپي چيغي له امله مي لاس داسي ژر شاته كړ، لكه د يوه له اور څخه د را اخيستل شوي غاب سره چي نښتي وي. مور مي پسي زېاته كړه:
"ځير اوسه بد خرڅ ماشومه، څومره دي ندى تلوار، چي دروازه ورته پرانيزې! تر څو چي دا سيكې همدلته تر دې لاندي وي، زموږ دي. هغوي بايد همداسي بندي پاتي شي.ځكه زه بايد كالي ومينځم اوددي كار لپاره بايد صابون ولرو،چي د صابون لپاره نږدې اووو(7) شاهيو ته اړتياده او له اوو شاهيو څخه په كمه صابون نه كيږي. ښه خير اوس خو درې راسره دي او څلورو نوروته ضرورت دى، چي هغوى هم په همدغه وړوكي كوركي دي او همدلته اوسيږي.
خو ښه يې نه ده چي ناآرامه يې كړو، كه چيري لاس په ووهو په غوسه كيږي، ځي او بيايي هيڅكله نه شو ليداي.
زويه احتياط كوه او ښه ځير اوسه،ځكه پيسي ډير حساسي دي، بايد چي له هغوى سره په ډيري نرمۍ وچليږو،هغوى د لوړپوړو او اشرافو خلګو د نجونو په څير ډير ژر په خندا كيږي......كوم شعر معردي نه دى زده چي په ور ږغ كړې؟ ځكه ممكن له دې لاري لا ښه وكولاي شو، چي له خپلو ځالو څخه يې را بهر كړو.
ما په لوستلو پيل و كړ، پيسې خاله، پيسې خاله، له كور څخه راووزه( موږ خپل لاسونه ستاسو پر لور در غځولي دي) او په همدغه وخت كي مو (كوچنئ كور) ورڅگخه پورته كړ. په سلګونو ګډ وډ او انتيكه شيان مو مخته خواره واره وو، ګر سره يو سيكه هم پكي نه وه. مګگر مور مي بېا هم په كش شونډو شيان دوري او ايسته كول او پكي كتل يې. خو بېځايه. وروسته يې وويل:
"ارمان! چي جابه مو د مېز پر سر تشه نه كړه... هلته د پيسو درناوئ ډير ښه ساتل كېداى شواى او خامخا څو دانو ورڅگخه خپل ځانونه را څرګندول."
ما هغه ټول بېلا بېل شيان بيرته په جابه كي واچول او په همدغه وخت كي مي مور پر ذهن زور كاوه، چي يو بل داسي ځاى خو به نه وي چي سيكې پكي ايښي وي او بېا يې نه وي اخيستي. خو ذهن يې پته نه شواى لګولاى او نه ور رسېدى.
ناڅاپه مي مغز ته يو څه راغلل او ومي ويل:
"مور! زه پوهيږم، پوهېږم چي پيسې چيري دي."
"ښه زويه چيري دي؟ وړاندي تر دې چي د واوري په څېر ويلي او وركي شي ژر ورځو او را اخلو يې."
_ " هلته د المارۍ په جابه كي، ښه شو چي هغوى مي مخكي په ياد نشوې، كه نې( نه) اوس به مو هغوى هم نه درلوداى."
له ځايونو اوچت شولو اود المارۍ پر لور ولاړو. المارۍ له مودو-مودو راهيسي هنداره نه درلوده،خو پردي برسيره يې په جابه كي ېوه سيكه وه. دري ورځي كيدې چې هغه مي دځان لپاره په نښه كړې وه او غوښتل مي چي جيب ته يې كړم، خو هيڅكله مي د هغي د اخيستلو زړه نشواي كولاي. مور مي وويل:
ښه، اوس نو څلور شاهۍ لرو نور نو مه په غوسه كيږه، تر نيمائي لا ډيري لرو او تر دوو ورتير نورو ته اړتيا نه لرو. نو اوس چي مو ددغو څلورو شاهيو په موندلو كي يو ساعت وخت لا ونه لګېد، نوري درې هم تر ماځيګره خا مخا پيد كوو، او بيا هم تر ماښامه وخت شته، چي ښه ډير كا لي و مينځو. ژر راځه ممكن په نورو جابو كي هم سيكي وي.
كه په هره جابه كي لږ تر لږه يوه سيكه واى،ډيري كيدې،ځكه دغو الماريو خپلي ځوانۍ په داسي كورو كي تيري كړي وي، چي دپټيدو ډير شيان په كې وو، خو زموږ په كور كي يې د پكي ايښگودلو څه هم نه درلودل، نو همدغه وجه(وجهه) وه چي دومره زړي او چينجني شوي وې.
مور به مي د هري جابي له را كشولو سره يو څه ويل، دبيلګي په توګه:
...دغه يوه(جابه) ډيره شتمنه وه.
دې خو هيڅكله هم څه نه دي ليدلي.
...ددي خو بياټول څه په پوروو!
...ښه فقيري ته هم خامخا څه نه لري.
......او دغه، ښه دغه خو هم هيڅ نه لري او هغه هم زموږ په څير غريبه ده......
......خو ته! كه زه دلمړي ځل لپاره يوه شاهي درڅخه غواړمه او ته يې نه راكوې، هيڅ شى به هم درنه كړم.
.....اودغه........
بيايې په داسي حال كي چي خندل يې،هغه غټه جابه چي لاندي تخته يې نه درلوده اوچته كړه او په يوه حركت يې زما په غاړه كي راواچوله، د ډيري خندا له زوره پر ځمكه كښيناستو.
نا څاپه مي مور وويل:
صبر وكړه! پيسي به اوس پيداكړو، هلته د پلار په جامو كي دي،وري(هوري) خامخا شته پر ديوال څو ميخونه ټك وهل شوي وو، چي زموږ كالي پر راځوړند وو...... يوه معجزه وشوه، په دا لمړني جيب چي مي مور لا س ور دننه كړ، يوه سيكه پيداشوه په داسي حال كي چي خپله يې هم زړه ته نه لوېده،چيغه يې كړه او ويې ويل:
پيدامي كړه! ته وده(ودريږه)چي اوس څومره لرو، يوه،دوې، درې،څلور،پنځه،.پنځه دانې لرو اوس نو مازي دوي داني پاتي دي. او دوې دانې دومره شى نه دي، چيري چي پنځه موندل كيږي دوې نوري هم خامخا شته.
بيا يې په ډيري خوشالۍ د نورو جيبونو پلټل پيل كړل،خو نور هيڅ هم نه وو، حتي يوه شاهي هم ونه موندل شوه د مور باړخوګان مي دډير حركت او هيجان له امله تك سره اوښتي وو. خو نور نو هغو تر ټولو خندوونكو ټوكو هم معجزه نشواى كولاي، چي دوې شاهۍ ومومي. ماځيګر راغى او تير شو، شپه راورسيده، په سبا مي دپلار يو پاك او پريولى كميس په كار و، او مور مي هم نشواى كولاى، چي كالي ومينځي،ځكه د څاه اوبو په يوازي سر نشواى كولاى چي د غوړو تپلي پاكي كړي،ناڅاپه مي مور تندي ته چپلاخه كش كړه او ويې ويل:
اووئ، څومره خره يمه! د ډير كم عقلۍ څخه خپل جيب لا نه ګورم. جيب يې وكوت او عجبه ده يوه بله شاهي، شپږمه هم پيداشوه. دډيرو منډو ترړو له امله لكه تبه چي مو وي اوس مو يوازي يوې شاهۍ ته اړتيا لرله،يوازي يوې شاهۍ ته. مورمي راته وويل:
ته دي هم جيب راوښيه،ممكن هلته هم يو دانه وي.
زماجيب؟!
ډير اسانه مي ورښوولاى شواي،ځكه په هغه كي هيڅ هم نه و.
ددغو شپږو شاهيو سره-سره بياهم داسي وو لكه هيڅ چي نه لرو، ځكه دوكاندار نور پور نه راكاوه،ګاونډيان هم زموږ په څير خواران او مسكينان وو، او موږ هم نه خوښوله چي د يوې شاهۍ لپاره پور وكړو. نو له همدې امله بله هيڅ لارنه وه،بې له دي چي ددغو ټولو تنګلاسيو سره-سره وخاندو.
په همدغه وخت كي دكور دروازې ته يو سوالګر راغى،چي په خورا عجزانه ږغ يې د خير غوښتنه كوله.مورمي ددې پيښې له امله خندا اخيستې او سربداله وه،هغه ته يې وويل:
ومي بخښه بابا جانه! خپله مي له غرمې راهيسي ټولي سگوړي غوښتي چي يوه شاهي پيداكړمه،ځكه دصابون د رانيولو لپاره مي مازي همدغه يوه شاهي كمه وه.......
سوالګر،چي يو سپين ږيرى سړى و او ارامه څيره يې لرله،په ډير حيرانۍ سترګي سره كش كړې او ويې ويل:
يوه شاهي موكمه وه؟!
_ بلې يوه شاهي.
_ښه نو چي داسي ده، دا يوه شاهي خو زه په ډيري خوښۍ تاسو ته دركوم.
_نه دا خو ډيره بده ده،چي څوك له يوه سوالګر څخه مرسته وغواړي.
_پريږده لوري څه خبره ده،زما څخه څه كميږي، زه د خپل ګور لپاره له دوه ګزه ځمكي څخه بغير نور څه ته اړتيا لرم؟ او چي له هغه وروسته به بيا ټول څه سم وي... سوالګر په همدغه وخت زما د مور په لاس كي يوه شاهي كيښوده او په داسي حال كي چي دعاوي يې كولې بيرته لاړ.
مورمي وويل:
ښه، دخداي شكر دي،اوس وځغله.........
ناڅاپي يې خبره غوڅه شوه او بيا په خندا شوه، يوه لوړه او زوروره خندا وه، بيا يې خبروته ادامه وركړه:
اوس بالآخره اووه شاهۍ لرو، خو بيا هم نه شوكولاى، چي كالي ومينځو، ځكه بيخي تياره شوې ده او څراغ هيڅ تېل نه لري.
دډيري خندا له امله په ټوخي شوي وه، دټوخي يوي خفه كوونكې حملې راګير كړي وه، كله چي مي وغوښتل،ټينګه يې كړم،ځكه بدن يې په لاسو پټ كړى و، او د ډير ټوخي له امله يې سخت ټكانونه خوړل،نو يو تود شى مي پر لاس توى شو.هغه ويني وي،ويني! زما دګراني مور ويني وې چي خندلاي يې شواى او چي د مسكينانو په منځ كي ډېرو لږو ددې په څير خندلاى شواى.
ليكوال: ژيګموند موريتس
ژباړه: عبدالحميد ( ترابي) - كندهار