عدل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 17192
محمد نعمان دوست
دخبریدو نیټه : 2008-03-18


له څو اونيو راهيسې د محکمو په دروازو ګرځېدم . عريضه مې لاس کې وشړېده .
چې د ه قاضي صاحب ترڅنګ به مې د ترازو عکس او د عدل په اړه قراني آيتونه وليدل خوشحاله به شوم .
ځان سره به مې ويل :  زه په حقه يم ، خو دا چې ژر موضوع نه فيصله کېږي علت به يې داوي چې ښه عدالت تامين شي .
 نن بيا د محکمې خواته ولاړوم ، يو تن چې شايد له پخوا يې څارلم  راباندې غږ کړ : وروره ! عريضه خو دې  وشړېده ، خو که څپلۍ دې هم  وشړېږي حق به دې ترلاسه نه کړې .
 ما هماغه شان ور ته د شک په سترګه کتل ، چې هغه خبره پسې وغځوله : په جيب لاس ووهه ! په تشو ګرځېدلو نه شل کېږي  .
 اول خو په خبره ونه رسېدم ، خو ورسته چې پوه شوم  د هغه په مرسته مې قاضي صيب په ٥٠٠٠٠  راضي کړ .
 احکام يې راکړل ، خو کاغذونه يې رانه قيد کړل او وعده وشوه چې سبا به پيسې سپارم او  اسناد به ترلاسه کوم .
 سبا له وعدې سره سم  ورغلم ، په ميز مې ورته د هغو پيسو  پاکټ کېښود چې د لاس په تڼاکو مې پاکستان کې ګټلې وې .
هغه عينکو لاندې موسک شو،  خو چې پاکټ يې خلاص کړ او په ک دارو يې سترګې ولګېدې ، په ټنډه کې يې کږې وږي ليکې پيدا شوې ، عينکې يې لرې کړې او بيا يې خوله پرانسته :
 افسوس ! دا وطن به خاورې آباد شي ، په خپلو افغانيو شرمېږي !
 تا نه دې اورېدلي چې اطاعت د اولو الا مرو واجب دى ؟  څو ځلې اعلان شوى چې معامله دې په افغانيو کېږي او تاسې بدبخته ولس ...!
 هغه پسې اوږده کړه :  يو شور جوړ شو   ، خوله په خوله همدا ناره ده چې په محکمو کې فساد دى خو دخلکو د فساد او ناقانونۍ په اړه هيڅوک څه نه وايي .
قاضي صاحب ،  هماغه شان لګياوو خو ما په ديوالونو هغو ليکلو ايتونو او احاديثو ته کتل چې د عدالت او بډو اخيستو په اړه  وو .


Numandost75@yahoo.com 
 
کابل ، د کب ٢٨مه