د ځانوژونكي پاى ( The End of Suicider)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 17294
ژباړه ــ ډ. ا . عليزی
دخبریدو نیټه : 2008-03-24

ليكونكى ــ بيرى بيرك د نيويارك تايمز پياوړۍ خبريال
د يوې ډبرنې غونډۍ په څنګ كې چېرې چې دوه تنګ مستطيل ډوله قبرونه جوړ شوي وو، د هغو دوو جسدونو لپاره چې د وينوپه ككړ  كفن كې پېچل شوي وو، انتظار كاوه ـ
دغه دوه كسان د نورو عادي انسانانو په څېر له فاني دنيا څخه د سفر يا تګ په پلمه خپل ژوند ته د پاى ټكى ايښى و ـ يوازې كابل ښار د دې جنازې د مراسمو شاهدي و كوله، ځكه هېڅ يوه ملا د دې هدېرې مشري نه كوله، تر څو له هغوى سره د فاني دنيا د سفر كولو مخه ښه وكړي ـ

يوه قبر كيندونكي په خندا وويل: له دغو مړو څخه يو يې ډېر كوچني قبر ته اړتيا لري ؟
له دې دوو جنازو څخه هغه يوه يي چې غټه تر سترګو كېده، د خامير په نامه د يوه زاړه سړي جنازه وه، دغه خوار كس چې د يوه ناڅرګند دليل له امله مړ شوى و او هېڅوك يې نه درلودل نو جنازه يې د اسلامي اصولو پر بنسټ د مجبوريت له مخې خاورو ته سپارل كېده، خو دويم كس ناڅرګند و ځكه د هغه تنه نيم ه وه، يوازې يې نيمه برخه سر، راسته لاس او پښه ښكارېده، د ده د خاورو سپارلو مراسم خاص مفهوم نه درلود ځكه دى يو ځانوژونكى يا انتهار كوونكى و ـ
د قبر كيندونكي مشر وويل:  پر قبرونو باندې يې ډبرې وشيندئ او خاوري و باندې واچوئ چې پټ شي ـ
په كابل كې د ځانوژونكي د جنازې بهير په يوه د ډاډ وړ ځاى او وخت كې تر سره كېږي او دلته دغه هېرېدونكى پاى د ډېرو په باور يو نه بخښونكى عمل دى، البته د يوه ځانوژونكي د ټوټو ښخول د هغه د وير اچونې يعنې ځان چاودنې په پرتله اسانه كار دى ـ په افغانستان كې د وروستيو اتلسو مياشتو راهيسې د يو سلو دري نيوي ځانم ګي بريدونو رپوټ وركول شوى دى ـ تاكيد پر ټروريزم يا وير اچونې د ډېرو ملتونو تر منځ د بې باورۍ فضا رامنځ ته كړې ده ـ
طالبان او يا نورې وسله والې ډلې ښايې لږ سيمې په ولكه كې ولري خو د هيواد لپاره يو درد سر  دى ځكه د دوى په بيا_بيا ځانمرګي او چريكي بريدونه، د سړك د غاړې د ماينونو ايښودنه او وژنو باندې سترګې نه پټېږي او دا يو څ ګند حقيقت دى، ځكه دغو پېښو د وېرې او ډار فضا رامنځ ته كړې ده ـ د همدې بريدونو له امله سفر كول محدود حتى بند شوى دى، د پرمختګ بهير يې ورو كړى او بالاخره د خلكو اعتماد يې _چې پر دولت باندې يې لري_ تر پوښتنې لاندې راوستى دى
هغه ملت چې خپل راتلونكي ته چې نږدې دېرش كاله جګړه يې تر شاه پرې ايښې وي نو پاى به يې څه وي؟
د انتهار كوونكو له تنظيمونو څخه څرګندېږي چې دا لړۍ نه ختمېدونكې ده او د شمېر معلومول خو يې له تصوره بېخي دباندې خبره ده ـ
د افغانستان ټلوېزيون د ملي دفاع وزارت په غوښتنه ځانمرګى بريد يو منسوخ عمل ښيي، د ټلوېزيون د پردې پر مخ يوه ډ امه ښودل كېږي، په ډرامه كې يو كس ژر_ژر د يوه قبر څنګ ته ځان رسوي تر څو د جنازې په مراسمو كې ګډون وكړي خو كله چې ده ته ويل كېږي چې مړ شوى كس ځانوژونكى دى، په دې وخت كې ملا خپل لاسونه ښوروي او په كرار كرارتر شا كيږي  داسې ښيي چې دى غلط ځاى ته تللى دى ـ
نوموړى وروسته زياتوي :  موږ ته نه دي ويل شوي چې د ځانوژونكي د جنازې په م اسمو كې ګډون وكړو ـ موږ مسلمانان يو او اسلام موږ ته هېڅكله اجازه نه راكوي چې خپله او يا د بل مسلمان وينه په ناحقه سره توى كړو ـ
په دې خبرې باندې تر اوسه لا د ديني علماوو تر منځ اختلافات دي چې ځانوژنه يو څه ډول عمل دى، په دې ليكنه كې هم عمومي او توده موضوع اشاره دغې مناظرې ته ده ـ
ځينې په دې باور دي او عقيده لري چې ځانوژنه يو سرښندونكى (_د شهادت مقام_) عمل دى چې عملي كوونكى يې د الله ج له خوا د جنت له نعمتونو څخه برخمن كېږي ـ
په كابل ښار كي  يو ملاچي نوروالحق نوميږي وايي  : ځانوژنه په اسلام كې حرامه ده خو زه د دې قضاوت نه شم كولاى چې ووايم هغه څوك چې ځان وژني، دا يو نامشروع عمل دى او كه ريښتينى جهاد؟
په كابل ښار كې د دې ملا مسجد چې د فضل بيك په نامه يادېږي د كمپنۍ سړك ته څېرمه پروت دى، چېرې چې د جون پر شپاړسمه نېټه يوه لارۍ چلوونكي خپل ځان يوه نظامي كاروان ته نږدې والوزاوه، په دغه پېښه كې د ځانوژونكي په ګډون پينځه تنه ووژل شول چې څلور تنه يې لارويان وو، له ځانوژونكي څخه د پېښې په ځاى كې يوازې راسته اوږه او پښه پاتې وه ـ
دنيوي حالت ته په كتو سره د ځانمرګي پاتې شوي غړي څېړنې او تحقيق ته اړتيا لري، د افغانستان حكومت د دې غړو د څېړنو بشپړه وړتيا نه لري او ورته عاجزه دى ـ
د جنازې د ښخولو  په مراسمو كې د ګډون اجازه له عامې روغتيا وزارت، د كورنيو چارو وزارت، د بين المللي امنيت مسوولينو او كابل ښاروال څخه اخيستل كېږي او بيا خاورو ته سپارل كېږي ـ
مهتاب الدين احمدي د كابل ښار د كلتوري څانګې مسوول وايي چې د ځانوژونكي د ښخولو لپاره موږ يوه طريقه لرو، د هغه د جنازې مراسم په محرمانه ول زموږ د ادارې له خوا برابرېږي، مړى د اسلامي اصولو مطابق لومړى مينځو يعنې غسل وركوو او وروسته يې ښخوو چې د لمانځه لپاره يې يو ملا هم موجود وي، خو كله چې ده خبرې راته كولې، په دې مهال كې د ده يوه مرستيال په ادبي ډول د سر په اشاره پوه كړ او خبرې يې وراصلاح كړې چې دفعتاً يې خپلې خبرې بېرته واخيستې او ويې ويل : _زه اصلاً نه پوهېږم چې څنګه بايد مخ ته لاړ شم، خصوصاً د ځان وژونكي غړي لومړى طبي معاينې ته لېږل كېږي_.
ډاكټر محمدحسن شېرزى له پاتې شوي غړي څخه نمونه د څېړنې لپاره واخيسته او راته ويې ويل: موږ  د تحقيقاتو لپاره محدود سامان الات او مسلكي كسان لرو، موږ د ډي ـ اين ـ اې _هغه ټيسټ يا معاينه چې په هغه سره د مړه جسد هويت څرګندېږي نلرو_ د معاينې لپاره هېڅ ډول سهولت نه   نسته، په داسې حال كې چې پوليس د جسد د هويت پېژندلو لپاره زموږ څخه معلومات غواړي، هغه څېړنه _چې موږ يې دلته تر سره كوو_ خورا محدوده ده ـ
د ډاكټرشېرزي مرستيال د يخچال المارۍ پرانيسته او جسد يې په يوه سلايډ كې راتاو كړ، د څېړنې لپاره يې چي په يوه پلاسټيك كې ځاى پر ځاى شوى و اماده كړ ډاكټر شېرزي طبي نتيجې ته اشاره وكړه او ويې ويل : دغه كس نارينه دى او د وينې ګروپ يې راښيي چې ښايې د دېرش_پينځه دېرش كالو پورې د عمر خاوندوي ـ
جسد د څېړنې په مركز كې تر يوولس ورځو پورې ساتل كېږي او دا هغه وخت دى چې يو څوك يې د وړلو ادعاكولاي ي  د ښخولو اجازه يې د كلچر يا كرلو تر څېړنو او د پوليسو او استخباراتي ادارې تر معلوماتو وروسته وركول كېږ ي، لنډه دا چې جسد په پاى كې د امبولانس په واسطه د ښخولو لپاره يوې پټې هدېرې ته لېږدول كېږي ـ هغه سپين رنګه ام بولانس _چې جسد پكې لېږدول كېږي_ پر دواړو خواوو يې په تورو كرښو ليكل شوي وه چې د پاكستان له خوا افغانستان ته په مرسته كې وركول شوى، تورو له ورايه دا شاهدي وركوله چې دا موټر د پاكستان له خوا افغانستان ته د مرستې په نامه وركول شوى دى ـ
ډاكټر شېرزي دغو پټو ته په كتو وويل  : چې تاسو وګورئ څومره يوه غولوونكې پېښه او تصادف مرسته او تخريب كوونكي دواړه له يوه ځايه راروان دي، مګر افغانان نه پوهېږي چې ځانوژونكى له كومه ځايه راځي ـ
حقي تاً هم د كابل په استخباراتي ادارو كې چېرې چې په دوامداره توګه په زيات شمېر ياغي طالبان زنداني كېږي، د دې ادعا ثبوت كوي چې افغان دولت دې پر ګاونډي هيواد پاكستان بدګمانه شي ـ
پاكستان تاكيداً همېشه داسې مخامخ او سپينې ادعاوې ردوي خو په دې كې هېڅ شك او شبهه نشته چې زيات شمېر ځانوژونكي له دې هيواده راځي ـ دلته چارواكي ژو ناليسټانو او خبريالانو ته په خپلو زندانو كي له بنديانو سره د مركې كولو اجازه وركوي ـ زندان چې يو كوچنى ځاى دى، دننه پكې زياتې كوټې موجودې دي، څه موده وړاندې افغاني چارواكو اعلان وكړ چې دوى يوولس پاكستانيان او څوار س افغانان نيولي او د ځانمرګو بريدونو مخه يې نيولې يعنې دا حملې يې شنډې كړې دي ـ له دغو كسانو څخه دوه تنه _چې د جون مياشتې پر اتلسمه نېټه نيول شوي وو_ پاكستاني اتباع وو ـ له دغو دوو تنو څخه يوه يې چې اوولس كاله عمر درلود او ځان يې فرمان الله راوپېژاند راته وويل :  _زما هدف د ننګرهار والي ګل اغا شېرزى و_.
سره له دې چې ده د خپلو خبرو او فعاليتونو په بيانولو كې څه مبالغه كوله خو له خبرو يې ښكارېده چې پر خپلو كړو باندې پښېمانه دى، ده داسې ښودله چې د خپلو احساساتو ښكار شوى دى ـ ده زياته كړه چې پاكستاني طالبان زموږ ښوونځي ته راتلل او موږ يې جهاد ته تشويق كولو، دغو طالبانو راته ويل چې كه چېرې تاسې په جهاد كې برخه وانخلئ نو دوزخ ته به لاړ شئ او هېڅكله به مو د جنت حرې او غلمان په برخه نه شي ـ دغه كس وړاندې زياته كړه چې خپل ځان مې ځكه استخدام كړ، چې كله مې نوم له دوى سره وليكئ، وروسته تر هغه د پاكستان په قومي علاقه كې د ځانوژونكو په يوه مركز كې تعليم راكړل شو ـ
خو كله چې فرمان الله ونيول شو نو هله يې عقل سر ته راغى او پوه شو چې هغه د سياسې لوبې ښكار شوى دى، همدارنګه ده په خبرو كې وويل :چې موږ ته ويل شوي وو چې په افغانستان كې ټول خلك كافران دي، حال دا چې حقيقت بل ډول دى او خبره داسې نه ده
د فرمان الله بل ملګرى عبدالقدوس چې دى اوولس كاله عمر لري، له ده سره په عين جرم زنداني شوى دى خو نسبت د ف مان الله خبرو ته د ده خبرې يو څه توپير درلود،  عبدالقدوس وايي:   دى په پېښور كې د يوه تجار زوى و او ه يوه شخصي ښوونځي څخه په پېښور كې فارغ شوى دى، دا چې دى به څومره په خپلو خبرو كې صادق وي خو د ده له كړو څخه ډېر ارام ښكارېده ـ
عبدالقدوس زياتوي، _ما د پاكستان سرحدي ايالت  په يوه مدرسه كې داخله واخيسته، زما په خوښه له همدې مدرسې څخه وروسته تر دې چې سترګې يې راوتړلې، ډېر ليرې د ځانوژونكو تعليمي مركز ته يوړل شوم او له نو و ځوانانو سره _چې شمېر يې شل تنه و_ هلته څلوېښت شپې واوسېدو_.
دى زياتوي چې د ځانمرګي لپاره دوه ډوله بمونه دي، يو يې سويچ لري او بل يې د لاسي بم په شان كيلي لري، چاودېدونكي توكي په واسكټ كې ځاى پر ځاى كېږي چې كاملاً مطمئن وي، غټ بم يوولس كيلو ګرامه وزن لري او كوچنى يې شپږ كيلو ګرامه دى ـ
عبدالقدوس دغه جوړ شوي بمونه په يوه بكس كې ځاى پر ځاى كړي وو او د افغانستان پر لور راتلئ چې په جلال اباد كې د پوليسو له خوا ونيول شو، دى هم په بل تور نه و نيول شوى بلكې د ده جهادي لېوالتيا او شوق په تور چې هغه په افغانستان كې جهاد و ـ
لومړى دى په دې خوابدى و چې ولې يې خپل عمل _ځانوژنه_ نه ده تر سره كړې خو وروسته يې بيا پښېماني او بخښنه غوښته ـ
په تعليمي كمپ كې مې غوښتل چې خپل ځان احساساتي وښيم ځكه هغه فلمونه چې موږ ته ښودل كېدل ټول يو جانبه وو او له حده زيات افراط پكې شوى و، خو اوس چې دى خوښ دى نو اراده نه لري چې د افغان حكومت چارواكي ووژني، خو د جهاد او ځانمرګي فكر يې اوس هم په هن كې دى ـ
دى زياتوي، _امريكايان اوس هم مسلمانان وژني، له همدې امله زه د امريكايانو په وړاندې د جهاد كولو په مبارزې باندې باور او عقيده لرم ځكه ځينې شيان شته چې د هغوى ارزښت تر مرګ ډېر دى_.
تر ده مخكې ډېرو نورو ځوانانو هم خپل ژوند په دې لار كې وقف كړى دى ـ
هغه موټر چې موږ يې زندان ته رسولي وو، د كابل پر لور حركت وكړ او هغه ځاى ته راغى چې د پرديو له خوا ولكه شوى و چېرې چې د سعادت او نېكمرغۍ پر ځاى د ځانمرګي وهم خپور و ـ
د وېرې څ ګندې نښې پر ولكه شوې سيمه باندې لكه سخت او پياوړي سنګرونه، د چاودنې ضد دېوالونه، چارچاپېر تاو شوي اغزن مزي _لين_، په نوي او عصري وسلو سمبال محافظين، اتومات ماينونه او د تلاشۍ پوستې د دې ادعا ښكاره او څرګند ثبوت دى
وروسته تر دې زموږ موټر د كنډوكپر او له خاورو ډك سړكونو په تېرېدو سره د ښار يوې څنډې ته ورسېد، هغه سيمه چې توپاني باد پكې چلېده او قبر كيندونكو يې په بې صبرۍ انتظار كاوه،
 ولې هر څه اماده نه دي  غلام سرور غوښتنه وكړه :
 د دې سيمې خلك ډېر زيږه او خشن وو، يو پر بل يې ملنډې وهلې او مسخرې به يې كولې، تا به ويل چې مړى يې موندلى دى، هغه حرمت چې دوى مړي ته وركاوه، هغه يوازې د مړي د كښته كېدو پر مهال ډورۍ ته د دوى د ټوكو ټكالو بنديز و ـ
كله چې د بېچاره زوړ سړي مړى ډورۍ ته كښته شو نو د ښار د كلتوري څانګې استازي خواجه نورالدين ژر_ژر تر ژبه لاندې په څه ويلو پيل وكړ، _الله ج ستر او يو دى او محمد ص د هغه پيغمبر دى_.
خو كله چې ځانوژونكى قبر ته كښته شو، يوازې هغه توند باد و چې دغه چوپتيا يې ماته كړه، وروسته تر دې چې توږل شوې اوږدې پرښې پر قبر باندې كښېښودل شوې او درزونه يې په شګو سره پټ شول، په ځمكه كې دغه جوړ شوي مستطيل ډوله قبرونو باندې خاورې او خټې _چې د يو څو ګېلنو اوبو په واسطه لمدې شوې وې_ واړول شوې ـ
كله چې ټول كار پاى ته ورسېد، ښاغلي نورالدين له خپلې كورتۍ څخه خاورې وڅنډلې، لومړى د ځانوژونكي د قبر څنډې ته او بيا د مسكين زوړ سړي قبر ته ودرېد او له ياده يې د څو قراني اياتونو په ويلو پيل وكړ، تر تلاوت وروسته ده په حيرانتيا وويل : چې دغه ټول هغه څه وو چې د اسلامي اصولو مطابق د هغه ځانوژونكي چې خپل ځان يې دې كار ته ګمارلى و، تر سره شول ـ
خو نورالدين څرګنده كړه، _دغه ځانمرګى چې اوس له دې نړۍ څخه تللى، پر خپلې كړنې پښېمانه نه دى، ځكه ده دا لار په خپله خوښه ټاكلې وه_.
بالاخره ده د خپلو خبرو په پاى كې وويل چې دغه كس هم يو انساني موجود و ـ