د افغان خطر
د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزارت پخواني مرستيال او د جورج واشنگټن د پوهنتون د بين المللي مطالعاتو پروفسور، کارل ايف. ايندرفورت، د افغانستان د شرايطو په ارتباط د وروستيو خارجي څېړنو يو مهم او اصلي غړي هم وو. هغه د افغانستان د مسايلو س ه اوږده سابقه او پراخه اشنايي لري. هغه د کلنټن په دوران کي په خارجه وزارت کي، د افغانستان په شمول د جنوبي اسيا د نورو هيوادونو د مسايلو او روابطو مهم څارونکى او مسول کس وو. پروفسور ايندرفو ت ه د مارچ پر ٢٥ د بالټېمور سن په ورځپاڼه کي د افغانستان د رواني بحراني وضعي په باب پخپلي مقالې کي ليکي: "که چيري متحده ايالات او ناټو په افغانستان کي جدي اقدامات ونکړي، دا جنگ ښايي وبايلل سي."
پ وفسور ايندرفورت ادامه ورکوي او وايي: د افغانستان په باب له دريو رپوټونو څخه په يوه کي راغلي دي:"پام کوئ: ناټو يې په افغانستان کي نه گټي." د افغانستان په باره کي دوه نور رپوټونه هم همدا شاني نتايجو ته رسېدلي دي. که امريکا او ناټو پام ونه کړي، د افغانستان ماموريت ښايي ناکامه سي. دا به د امريکا د ست اتيژيکي گټو لپاره په ټوله نړۍ کي ډېر زيان ورسوي. همداراز، د تروريزم پر خلاف جنگ به هم کمزورى کړي او هم به د ناټو راتلونکې او شتون د خطرونو سره مخامخ کړي.
د ناټو مشران به بله اونۍ په رومانيا کي سره اغونډ سي. دوى ته په يوه ټکي ځان پوهول پکاردي. هغه دا چي دا درې واړه رپوټونه پدې خبره موافقه سره لري چي په افغانستان کي کاميابي دوو شيانو ته اړتيا لري: لمړي، ددې اراده بايد ولرو چي د افغانستان دجنگ گټل او بيا ودانول بايد زموږ له اولويتونو څخه وي، او دوهم، بين المللي ټولنه بايد د اوږدې مودې تعهد او دومداره کوښښ ته غاړه کښېږدي.
ځکه دافغانستان په تحقيقاتي په رپوټونو کي راغلي چي حالات نازک او خطرناکه دي. ټول هغه پرمختګونه چي پدې تېرو شپږو کالو کي تر لاسه سوي دي، هغه د مرگ ژوبلي د زياتېدو، د بين المللي ټولني د ارادې د کمزورکېدو، د سميه ايز و بې ثباتيو د ډېرېدو، او د افغانانو په منيځ کي د اتلونکې په باب د بې اطمينانۍ د زياتېدو له کبله له خطر ونو سره مخامخ دي.
څه بايد وسي؟ درې واړه رپوټونه په افغانستان کي د نړيوالي ټولني د بيا فعاله کېدو لپاره څو وړانديزونه لري. مهم يې دا دي:
١_ بين المللي ټولني ته پکار ده چي په افغانستان کي خپل ځان او کارونه سمبال کړي. څ ه د پاسه ٤٠ ملکونه، درې ستر نړيوال سازمانونه، او په پېخر غېر دولتي اين جو ګاني او موسسې په هيواد کي فعاليت کوي. عموما، د حامد کرزي د حکومت او د خارجي ملکونو او موسساتو تر منيځ همکاري او هملاسي نسته. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي خاص استازي مقررېدل که څه هم ځنډېدلى خو سم اقدام وو.
٢- بين المللي ټولنه افغانستان ته د لږو عسکرو پر ځاى بايد پر وخت او اندازه برابر عسکر واستوي. مانا دا چي د ناټو اوسنى ٤٧٠٠٠ کسيزه پوځ ٧٥٠٠ کسېزو ته رسول سي. هغه ملکونه چي په نظامي عملياتو کي برخه نه اخ ي، هغوى بايد د ملکي سکتور په بيا ودانولو کي ډېره ونډه واخلي. د افغانستان د اردو او پوځ د روزلو او مجهزو و عمليه نوره هم بايد گړندۍ سي.
٣- د ښه او مسوله حکومت د جوړولو لپاره بايد قضايه قوه خلق سي او هم په پوليسو او څارنوالۍ کي جدي اصلاحات را وستل سي. د ادارې فساد سره مجادله بايد د افغان حکومت او بين المللي ټولني يو مهم اولوليت سي.
٤_ دافغانستان د خلاصون او د يوه "نارکو سټېټ " د مخنيوى لپاره، نوي فکرونو او سياسي ابتکارونو ته اړتيا سته. افغانستان همدااوس د نړۍ ٩٣ فيصده ترياک توليدوي. د کوکنارو د نه کرولو په مقابل کي بايد د بزگرانو سره مالي او نوري مرستي وسي.
٥-د بياودانولو د عم يې د عمومي فعاله کولو او پراخولو ته ضرورت سته. زيربنايي پروژې لکه سړکونه، د برق او اوبو سيسټمونه، او د پلونو د جوړولو پروسه بايد لا گړندۍ سي. پدې پروژو کي بايد تر هغه حده چي امکان لري افغانان په کار واچول سي، څو هم کارونه خلق سي او هم د بېکارانو د زياتېدونکي لښکر د بدو او خطرناکه اغېزو م خه نيول سوې وي.
٦- بالاخره، په افغانستان کي تر هغه وخته پوري کاميابي نه ترلاسه کېږي ترڅو پاکستان هم د حل دلاري ملگرى نسي. د داړو ملکونو ثبات او سوله پدې پوري تړلې ده چي په گډه دپاکستان په بايلي سيموکي د القاعده_طالبانو دسېب ځايونه وران او پاک کړي. امريکا او ناټو ته پکار ده چي د افغانستان دامنيتي او انکشافي ضرورتونو او ستونزو د حلولو په غرض يو داسي سيمه ايز پلان مطرح کړي چي د افغانستان په باثباته کولو کي د ايران په گډون نور گاونډ هيوادونه هم پکي شامل وي. دافغانستان د مساي و په ارتباط، د متحده ايالاتو لپاره د ايران سره د نه خبرو کولو د پاليسۍ تر گټي تاوان ډېر دى.
په
تېرو څو مياشتو کي، داسي نښي نښانې په سترگو کېږې چي گواکي متحده ايالات او ناټو دې تريخ واقعيت ته رسېد
ي دي چي په افغانستان کي ناکامي هم ممکنه ده. دوى لگيا دي هم پر خپلي ستراتيژۍ باندي تجديد نظر کوي او هم
خپلي منابع د ضرورت سره سم وېشي. د ناټو اتحاد عمومي منشي کابل ته په خپل وروستي سفر کي ښاغلي کرزي ته وويل:
"ناټو د افغانستان ماموريت ندى انتخاب کړى، بلکي د ناټو لپاره د افغانستان ماموريت يو ضرورت د
."