دسيراليون اتلولۍ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 17388
عنايت ساپې
دخبریدو نیټه : 2008-03-31

دسيراليون اتلولۍ
عنايت ساپې

دسيراليون اسمان دتيرو ورځو په څير وريځو نيولې و،سړه هوا چليده،دښارله څنډو د راروانو خلكو ګڼه ګوڼه شيبه پرشيبه ډيريده،څوك پلي او څوك هم په موټرو او بايسكلونو دلوبغالي لور ته رهي وو.
لوبغالي ته غځيدلې جادې له پليوو ډكې وې، شنو ، سرو، زرغونو او سپينو بيرغونو دسيراليون دښار واټونو ته ښكلې رنګ وركړې و، په لوبغالي كې دبيلابيلو هيوادونو ملي بيرغونه هسك وو، شيبه پرشيبه ګڼه ګوڼه ډيريده، دسهار نهه بجې او شل دقيقې وې، چې دلوبغالي پاكوونكي ماشينونه دمنډو پ كرښو تيرشول، ورپسې دبيلابيلو هيوادونو ترمنځ دځغاستې سيالۍ ته راغلي لوبغاړي يو په بل پسې دمنډو پرليكو اښكاره شول.
دلوبغالي فضا چيغو، شپيلو، او هاوهو په سرواخسته، رنګارنګ بيرغونه دشوراو ځوږ له غږونو سره پورته پورته كيدل، لوبغاړي پركرښو ورښكته شول، يوه پښه مخكې او بله شاته زنګون كيښ دشپيلي غږ ته چمتو شو ،
دخلكو چيغو لاپسې زور واخست،
شپيلې ووهل شو
ځغاسته پيل شوه،
پرټولو ليكو منډه وهونكي لكه پړانګان چې دهوسۍ دنيولو پسې ځغلي په منډو وو،
دكينيا دهيواد منډه وهونكې دجنوبي امريكا ديوتكړه ځغاستونكي سره دسيالۍ په سر كې شول، ددواړو خواوو پلويانو او هيوادوالو دلوبغالي پرفضا دكړيكو تندر راښكته كړې و،نيم لوڅو جينكو ځانونه ښكته او پورته غورځول، ځوانانو، بوډاګانو،ښځو او ماشومانو دخپلو هيوادونو داتلانو په پلوئ دشور او ځوږ محشرجوړ كړې و، دنهو تنو لوبغاړو ترمنځ لا دغه دوه لوبغاړي دمنډو په سركې روان وو،كله يومخكې كله بل او كله هم مساوي، خو دزرهاوو نندراچيانو په ستونيوو كې ناببره دچيغو كچه راټيټه شوه، يوناپيژندويه منډه وهونكې لكه دزمري په څير له ډيرې وروستئ ليكې دځغاستې سرته ورسيد ، دكينيا او جنوبي امريكا دتكړه منډه وهونكو ترمنځ پر غځيدلې ليكه تير او پوره څلور ثانيي له ټولو منډه وهونكومخكې دبري پرليكه ورواوښتو، چكچكې په ټپه ودريدې، چيغې وركې شوې، داسې چوپتيا شوه ، تابه ويل چې په كومه اسلامي ټولنه كې دقران كريم داياتونو پرتلاوت دلوبو پرانسته كيږي، زه هم هيښ شوم، داسې هيښ چې هيڅ نه پوهيدم څه روان دي، بيرغونه ښكته شول، ګټونكې ځوان لا پرليكه ولاړ دې، دنندراچيانو پرلور خواوشاګوري، يوځل بيايي دبري له ليكي څخه په يواځې ځان دځغاستې پر كرښه منډه پيل كړه،داځل يواځې و، دومره ګړندې تيرشو لكه كمپيوتري انسان چې دتوكمو په واسطه ځغلي، داځل يي دبري كرښې ته له رسيدو سم له خولې بې واكه دافغانستان افغانستان چيغو انګازې جوړې كړې.
نور زه هم په ځان نه ووم پوه شوې، دلوبغالي منځ ته مې داسې وردانګلي وو، لكه څوك چې كلونه وروسته خپله مينه پيدا كړي،داجمل په غاړه كې مې لاسونه اچولي وو، او بې واكه مې دهغه په مخكې ټوپونه وهل، داجمل له سترګو اوښكې روانې وې، خواوشايي نندراچيانو ته وركتل، لاسونه يي دبري په معنا پورته نيولي وو له دې سره سم دلوبغالي يوتن مسول له مونږ څخه وغوښتل چى دځغاستې ليكه پريږدو، نو په قدم وهلو دلوبغالي څنډو ته لكه دوه يتيم ماشومان ورسيدو،اجمل نندارچيانو ته په لاس خوځولو ځان ورپيژانده، خو هغه ته اوس چا نه كتل، هغه لكه يوبې وزلې ځوان دخلكو له سترګو ډيرژر وغورځيد.
دلوبو دترتيب كوونكې ټولنې يوتن مسول اجمل له ځانه سره بوتلو(اجمل په دغو سياليوو كې درسمي ګډون پرته په خپله خوښه برخه اخستې وه) زه لا په خپل ځاى ولاړ ووم چې اجمل بيرته راغې يوه دلوبو دريشي او كميس(شيرټ) يي په لاس كې نيولى وو او ورو ورو يوځائ له وبغالي ووتو.