;
د کابل ښار په عيد ګاه جومات کې په سلګونو کسان د خداى حضور ته ليکه ودرېدل ، په ملا مات شول ، ټنډې يې په
ځمکه ولګولې او بيا يې په عاجزۍ له لوى څښتن ج څخه ، د باران غوښتنه وکړه .
لږ وروسته په اسمان کې و
يځ پيدا شوه خلک خوشحاله شول ، خپله دعا ورته قبوله ښکاره شوه .
خو د وريځو په ليدو يو نا څاپه زما په
بدن د وېرې يوه لړزه راغله ، ستونى مې وچ شو ، پښې مې سستې شوې او اسمان ته مې له ډاره نه شو کتلى.
ذهن مې څو ز
ه کاله وړاندې لاړ ، د عاديانو هغه حالت را په ياد شو، چې د وريځي په ليدلو خوشحاله وو او ويل چې : (( هذا عارض مم
طرنا .... ))
خو هغه د رحمت وريځ نه وه ، د خپلو بدو او ناروا اعمالو سيورى يې وه ، چې پر سر ودرېد او د خداى (ج)
له حکم سره سم ترې د اوبو پرځاى ډبرې وورېدې .
د زړه له سترګو مې په خپل هېوادکې د خداى (ج) پر شهکار
( انسان ) روان ظلمونه يو- يو تېرېده .
هلته به له يوه انسانه سر پرې شو ، په بل به سرې ګولۍ ونښتې ، بمونو به
ماشومان په لنبو کې پورته کړل ، بل به د يوه وحشي انسان د جنسي هوسونو قرباني شو او ....
کله مې د زړه
له سترګو دغه حالتونه د سرفلمي په څېر تېرېدل او کله مې د سر په سترګو په اسمان کې غوټه وريځې ته کتلې .
ټوله
په له همدې ويرونکي حالت سره مخ وم ، هره شيبه مې دکاڼو د ورېدو په ويره کې تېرېده او تر هغې په ويره کې وم ترڅو
چې مې د نږدې جومات له منبره د سهار ملکوتي اذان واوريد .