ليكوال: ايريك مارګولس
خارجي
يكوال ژورناليست، دفاعي تحليل ګر او كالمسټ
ژباړه: عبدالنافع پتمل، كندهار
عام طور د نيويارك او ناټو
غونډي او كنفرانسونه ډير خسته كوونكي دي، لاكن د تيري اونۍ د ويل نيس ليتوانيا غونډي ځيني ناخوښۍ هم په
اګه كړې.
د امريكا ددفاع خواشيني او خسته وزير رابرټ ګيټس بعضي اروپايي ملتونه تورن كړل چي ګواكي دوى اماده
نه دي چي له طالبانو سره په جنګ كي مړه سي.
د دفاع وزير د تيري مياشتي وروستۍ د جوشه ډكي لهجې د كارولو
په تعقيب د يو توند او غير معتدل ا نتقاد په ترڅ كي دا ضروري وبلل چي هغه برطانوي، كاناډايي او هالنډي
فوځيان چي د افغانستان په سهيل كي جنګيږي بايد نوموړو ته د امريكا د لوري دبغاوت (انسرجنسي) د مقابلې په وړاندي
روزنه وركړه سي.
يو غير ډيپلوماتيك ګيټس تر ډيره حده صحيح دى چي اروپا د جنګ دپاره لږ زغم لري.
اكثره ا
وپايان د افغاني جګړي په اړه په دي اند دي چي:
لومړي: غلطه او بي هدفه جګړه
دوهم: د امريكا جګړه
دريم: د تي
و لپاره جګړه
څلورم: احتمالي بايللې جګړه
ډېرو اروپايانو ته، د ناټو تړون په دې معنى وچي د روس د يرغل م
خه يې نيولې واى، په دې معنى نه و چي خپل عسكر مسلمانۍ نړۍ ته د جورج بوش د جګړو لپاره پياده كړي.
شرقي اروپايان
په شعوري ډول د امريكا څخه دهغه كومك په بدل كي ممنون دي چه دوى يې د روس له سلطې څخه ازاد كړل او ځكه نو په
نتيجه كي د امريكا _ افغان د ګډي پروسې حمايت كوي، خو كوم څه چي ميليونونو خلګو ته د جواب په توګه استعماليږ
ي هغه د واشنګټن لخوا كومك دى.
په داسي حال كي چي ګيټس او د كاناډا حكومت د نورو سرتيرو غوښتنه كول، په
افغانستان كي د ناټو د ۴۰۰۰۰ سرتيرو قومندان امريكايي جنرال ډان مكنيل په خپل وار سره يو غير مترقبه خبر
خپور كړى . مكنيل د واشنګټن په يو كنفرانس كي وويل كه چيري په صحيح توګه د امريكا نظامي د بغاوت (انسرجنسي) ضد
مبارزې اصول او نظر تعقيب كړل سي بيا نو امريكا او ناټو ۴۰۰۰۰۰ سرتيرو ته ضرورت لري، چي په افغانستان كي
د پښتني قبيلې مقاومت د غرب په مقابل كي مات كړي.
كله چي روسانو افغانستان اشغال كړ، دوى ۱۶۰۰۰۰ روسي سرتيري
او تقريباً دوه لكه افغان_كمونيست سرتيري وګمارل بيا هم ناكام سول، چي د اكثريت پښتنومقاومت مات كړي.
اوس
امريكا او ناټو ورته پروسه په ۶۶۰۰۰ سرتيرو ازمايي، كوم چه د هغه چا حمايت ورسره دى چي هغه ته يې تش په نامه د
افغان ملي فوځ شكل وركړى او په حقيقت كي بي بندو باره محلي اجيران او مزدوران دي.
او په غربي ۶۶۰۰۰ سرتيروكي
كم تر كم نيمايي او يا هم تر نيمايي زيات يې د جنګ سره اشنايي نه لري.
كاناډا د يو زر نوروناټو سرتيرو غوښتنه
كوي او امريكا تصميم لري چي ۳۲۰۰ بحري قواوي ور واستوي البته د جنګ و حالت ته به تغير ورنه كړاي سي، كوم چي د
غربي ا شغا لګرو په وړاندي لا د شدت په لوري روان دي.
حتى، د فرانسې د (نيو كانزرويټيومشر)، نوي ولس مشر نيكو
اس سركوزي لخوا داسي راپورونه سته چي ګواكي نوموړى و افغانستان ته د نورو سرتيرو د استولو په باره كي فكر
كوي.
شايد په دي هيله چي واشنګټن د ځانه خوشحاله وساتي او ځان ورته د دوى نوى ټوني بلير جوړ كړي.
په عين حال
كي، په تهديدي شكل جنګ و همسايه ملك پاكستان ته پراخېږي او د امريكايي او ناټو قواوو په سيمه كي خپريدل دوى
لا كمزوري كوي.
د ګيټس وروستى خواهش چي د پاكستان څخه يې كړى دى په دې ډول چي امريكايي قواوي دي پاكستان ته په
دې دليل دعوت كړل سي چي په پاكستان كي پر طالب پلوه قبايلي پښتنو باندي حملي وكړي، ځكه چي افغانستان ته د
امريكا او ناټو پر اكمالاتي كتارونو د دوى لخوا بريدونه كيږي.
د امريكا او ناټو تر اويا فيصده ډير اكمالات د
پاكستان څخه د ټرك لاريو په واسطه كيږي، چي هغه د يو قبايلي كمربند څخه را تيريږي چي هغه فاټا نوميږي، چي په دې
اكمالاتو كي د دوي ټول تيل او ګاز شامل دي البته دغه كالم مخكي هم په يو راپور كي راغلى وه.
د طالب پلوه
بايلي خلګو له خوا چي كوم اكمالاتي كتارونو باندي په اساني سره حملي كيږي په افغانستان كي غربي نظامي عمليات
د خطر سره مخ كوي.
ښكاريان خپله د ښكار موخه ګرځي. د اشغالګرو د اكمالاتي كتارونو د منځه وړل د پښتنو په نظامي
تاكتيك كي يو ښه او پر ځاى فرصت دي. دوى دغه تاكتيك د لوى اليګزاندر په مقابل كي استعمال كړى، د برطانيه په م
ابل كي استعمال كړى، د روسانو په مقابل كې استعمال كړى او دادى اوس يې بيا استعمالوي.
ايا په څه سره خواشينى
ګيټس ناكاميږي چي ځان په دې پوه كړي چي ولي دى بېله كوم سياسي هدفه ناټو يوه ليري اسيايي او ناپايانه جنګ ته ور
ټېل وهل سي، دى يو داسي ايتلاف په خطر كي اچوي چي هغه په اروپا كي د امريكا د قدرت لپاره ډېر مهم نقش لري.
ا
وپايان په دې اړه بار بار پوښتنه كوي چي ددوى ضرورت څه دى چي د امريكا نظامي ايتلاف دي حاكم و اوسي، د سړې جګړې
ياد دي بيا را ژوندى كړل سي، په كوم كي چي دوى دې ته ادامه وركړې، چي د امريكا د اټومي سردارانو لپاره پياده
عسكر واستوي او ولي دوى د وروستي جرمن سياستوال فرانس جوسف سټراس تفسير او تاويل وكړي؟
ولي قدرتمنده او ث
وتمنده اروپائي اتحاديه ددې ضرورت ويني چي ناټو بايد بر حاله وي؟
د روس خطر كم تر كمه د اوس لپاره له منځه ت
لى دى.
په اټومي اسلحو سمبال فرانسه او برطانيه دا طاقت او وړتيا لري چي د بهرنيو خطرونو په مقابل كي
دفاع وكړي.
د اروپا د دفاع نوى تشكيل سوى ځواك ولي نه سي كولاى چي د ناټو رول خپل كړي؟ چي د اروپا او د اروپا د
غوښتنو د ساتلو دفاع وكړي؟
متحده اروپا حتماً او مسلماً كولاى سي چي خپل پاشلى نظامي قوت ځاى پر ځاى كړي.
اګير سوې اروپا مكلفيت لري چي په افغانستان كي دغه لو غير مشهوره جګره وكړي او دا به په دغه پرمختګ كي فقط
چټكتيا را منځ ته كړي او بس.
په لنډ ډول، اكثره اروپايان په دې كي ګټه نه ويني چي د يوه كوچني غړي په صفت دي په
يو ايتلاف كي و اوسي په داسي حال كي چي د هغه تاريخي پړاو هم تېر سوى وي، او هغه د امريكا د قدرت لپاره د يوې الې
په توګه استعماليږي.
د واشنګټن تر ټولو تيز جيو پوليټيكل مفكر، زبيګنيوبرزيزنسكي ناټو يو ښويدونكې ډبره
بولي امريكا دا په دې خاطر استعمالوي تر څو خپل د نفوذ ساحه په اروپا كي ډېره كړي.
د ناټو ټېل وهل يوه ليري برج
ته په دې معنى دي چي د بوش اداره شايد له منځه ولاړه سي ناټو د زوال په حالت كي سي او په اروپا كي امريكايي ضد
وتونه تشويق كړل سي.
په حقيقت كي، دا د دې شاهدي وركوي چي امريكا د اقتصاد له مخي ځپل سوې ده او اروپايي
ټولني ته زښت ضرورت لري، نسبت اروپايي ټولني ته چي امريكا ته به ضرورت لري.
د اخيري نقطه په توګه، كه بې حوص
ې ادعاوي البته د امريكايي او كاناډايي سياستوالو لخوا كيږي، چي د كوچني افغانستان جنګ چي په هر قيمت وي بايد
وګټل سي، بيا نو ولي دوى خبروته د پاى ټكى نه ږدي، جلب احضار دي حتمي كړي دخپلو اولادونو په شمول دي ۴۰۰۰۰۰
عسكر د جنګ لپاره افغانستان ته ولېږي.
البته دوى به دا كار ونه كړي. دوى دې ته ترجيح وركوي ترڅوخپل عسكر دلاسه
وركړي، افغانستان ګډ وډ كړي تر دې چي دا ومني چي د څلوېښت ميليونه پښتنو قبايلو په مقابل كي دغه جنګ يو وح
تناكه او احمقانه غلطي ده، چي تر داغه به لا هم بد تر سي.
په احترام