هريپور چي يوه اردو ژبې سيمه ده، په دې سيمه كي د مهاج
و افغانانو يو لوى كمپ اباد دى، چي په دې كمپ كي يو څو زلمي د خپلو مشرانو سره يو ځاى ، په خپلو ادبي
هلو ځلو بوخت دي او هلته يې د ( اصلاحي ادبي ټولني ) په نامه يوه ادبي بانډار جوړ كړى ، چي خپلي ادبي
تندي په كي ماتوي او په دې وروستيو كي يې د ( برخه) په نامه باندي پر يوه خپرونه هم كار شروع كړى، چي
ومړۍ گڼه څه موده مخكي چاپ شوې او دا دى اوس يې دوهمه گڼه هم د چاپ په گاڼه وپسولل شوه، چي بېلابېل
علمي، ادبي او ټولنيز مطالب په كي را ټول شوي دي. د دې خپروني مسوول چلوونكى ځوان شاعر او ليكوا
محمد روز محتاج دى او مرستيال يې تكړه شاعر شېر اغا سالم دى.