نمايشي لښكري - نمايشي جنګ ته (د پتمل ژباړه)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 17647
عبدالنافع پتمل
دخبریدو نیټه : 2008-04-13

 

ليكوال:ايريك مارګولس
خا جي ليكوال ژورنالست، دفاعي تحليل ګر او كالمست
ژباړه: عبدالنافع پتمل، كندهار

پاريس- په يوه بله د هغو زښت عجيبه غونډوڅخه چه ناټو تر اوسه جوړي كړي دي دغه نظامي ايتلاف په دغه اونۍ كي داسي يوه پرېكړه وكړه چه د ام ريكا د متحده ايالاتو يوپلان په دې توګه منظوركړي چه په پولنډ او زيك (Czech) جمهوريت كي دميزايل ضد سيسټم جوړكړي البته د يو داسي خطر په مقابل كي چه هيڅ وجود نه لري.
وروسته، ددغه پلان په بدل كي دناټوغړوهيوادونودامريكا د متحده ايالاتوغوښتني پرمځكه وغورځولي ترڅوامريكايان دا ومني چه د توري بحيري د اوكراين اوجورجيا ملتونه دي دشمالي اتلانتيك په ايتلاف كي ورګډ كړل سي.
د امريكا د متحده ايالاتودغه د اوږ ده واټن توغندي ضد سيسټم غالباً ددي لپاره طرح اوډيزاين شوي دۍ ترڅووكولاي سي چه د ايران د ليري واټن وي تونكي توغندۍ په اټومي سرګولولوسره نسكوري كړي.
ايران په مطلق ډول ددي لپاره هيڅ دليل نه لري چه پرغربي ا وپا دي د زروي اسلحوبريد وكړي لاكن د بوش د اداري سره د داسي يوه سيسټم د درلودلوفكري وسوسه موجوده ده.
ب سيره پردغه غيري حقيقي منطق، دفرانسي ولس مشرنيكولاس سركوزي اعلان وكړ چه نوموړي به 700 عسكر افغانستان ته دطالبانوسره دجنګ لپاره وليږي لاكن دفرانسوي عسكرودغه لاس نيوي به محض ديوه حركت په معني وي چه دجنګ وحالت ته به تغيرورنه كړاي سي كوم چه دامريكاد متحده ايالاتواوناټوپه وړاندي ورځ تربلي په شدت روان دۍ.
په افغاني ميشن كي دفرانسي پرنوي پراخيدونكي حضوردعاموفرانسويانو شديدمخالفت دۍ. %66 فرانسويان افغاني جګړي ته دسرتيرود ليږلوسره مخالفت كوي كوم چه داجګړه يوه استعماري جګړه اوټول زحمات يوازي دامريكا دګټولپاره دكارمحصول بو ي.
په دغوورځوكي زه دفرانسي دملي تلويزيون اوراډيوپه ګڼوپروګرامونوكي په بحث اوتفسيركولو سره لګياوم دخ ګونظريه مړه وه اودحكومت دپلانوپه مقابل كي يي نظرمخالف وو چه سرتيري دي وافغانستان ته وليږدول سي چپله هغوكسانوچه واك يي درلودۍ. داغه رنګه ما 45 دقيقي دفرانسي په پارلمان كي په هغه مباحثه كي هم ګډون وكړ چه دملي تلويزيون له خواخپريدل البته دافغانستان په اړه دلوړرتبه پارلماني سياست والوسره (چه په هغه كي د دفاع پخواني وزيران هم شامل وه) كوم چه دافغانستان سره يي تړاودرلودۍ.
اكثره دپارلمان غړي پدي موافق سوه چه په افغاني وړوكي جګړه كي دفرانسي نظامي برخه اخيستنه فقط اوفقط دواشنګټن دخوشحا لولولپاره ده نه دتروريزم سره دجګړي په معني.
دفرانسي سياستوال اوعام وګړي دافغانستان دزړه له كومي دمننو څخه يوډيرواضح اوښكاره مثال ل ي لكه هغه متوازن راپوردافغانستان درسنيوكوم چه دشمالي امريكا درسنيوددايمي جنګ غوښتونكوملي احساساتود عارونو داثرڅخه خلاص دۍ اوپه دي ښه پوهيږي چه دافغاني جګړي لمړني دليل تيل دي.
دښي اړخوډيركوښښ اوبحث پردي څرخيدي چه افغانستان ته دي نوري لښكري واستول سي كوم چه يوه سمبوليكه بڼه لري.
ما دغوسياست والود دفاع وزي انواوليدونكوته ورياد كړل چه امريكايي قومندان په افغانستان كي پخپله وروستي ويناكي وويل چه دۍ څلورلكه س تيروته ضرورت لري ترڅودغه ملت ارام كړي نه يوازي 80000 زره عسكروته چه اوس امريكا او ناټوپه كارګومارلي دي ځكه روسانو ونه شواي كړاي چه پښتني قبيلي ته په 160000 زره سرولښكروسره ماتي وركړي.
 ايا د يوه كوچني هيواد ف انسي فوج، يوڅومحدود زرونه امريكايي بحري قواوي او2500 كاناډايي لښكري به څرنګه دغه كارسرته ورسوي، تردي چه انورمحلي دښمنان دځان لپاره پيداكړي؟
ولس مشرسركوزي، شايد تردغه ډيرڅه په نظركي ولري نوموړي ددي كوښښ كوي چه فرانسه يوځل بيا پسله 42 كاله ناسوب تيا څخه بيرته په ناټوكي ځاي پرځاي كړي.
داغه رنګه لوي چارليس ډيګيولي خپل مسلح فوجونوته پدي خاطرشاتګ وركړ چه نوموړي د دي څخه انكاروكړچه واشنګټن ته بايد اجازه وركړل سي ترڅودوي په خپل هيوادكي دمستعمري لښكروپه توګه استعمال كړي.
ښي اړخي سركوزي كوښښ كوي چه ځان په چاپلوسي دبوش داداري سره نژدي كړي سركوزي داهيله لري چه واشنګټن به فرانسي ته دناټوځواكونو دسهيل قومانده وروسپاري لاكن دام يكامتحده ايالات په دي اړه ډيرلږميلان ښيي ترڅودغه لوتحفه چه دمديتراني قومانده ده فرانسي ته وسپاري.
س كوزي چه دفكري نظره بوش ته نژدي ملګري دي اونورښي اړخي حكومتونه دكاناډا، هالنډ، ډنمارك، اسرايل اوتراوسه پوري اسټرالياهم كوم چه زه يي په نړيواله كچه ښي اړخي بولم پدي ډله كي راځي.
فرانسويان سركوزي(نيوكانز ويټيو) ياهم په اصطلاح دبوش زوي بولي لاكن سركوزي جورج بوش نه دۍ نوموړي داروپامركزي محره ده اوموخه يي داده چه دخپلومتحدينوسره كاروكړي لاكن دنوموړي اړيكي دفرانسي ترټولود مهم ملګري جرمني سره كړكيچني دي البته ددواړوهيوادونودمشرانودشخصي خصومت له مخي.  دسركوزي اصلي هدف په دي كي دي چه داسي يوڅيزپه وجود راوړي كوم چه نوموړي هغه ته دمديتراني داتحاديه نوم وركوي چه په هغه كي به اروپايي اوعرب ملكونه شامل وي يعني په شمالي افريقا كي به د جرمني او فرانسي لپاره يوتحت الحمايه اوتضمين شوي منبع دتيلوپيداكړي اودامريكا متحده ايالات به دمنځني ختيځ پرعرب تيلوځان ټينګ كړي چه حتي تركيه به هم د دغوتيلود يوحيصه څخه برخمنه سي.
دسركوزي دغه ژو ه ستراتيژي داسي بريښي لكه بيرته چه د19 پيړي په شان دافريقايي غنيمتونواستعماري تقسيم ته زوروهي.
په عيني وخت كي سركوزي كوښښ كوي چه په اروپا كي خپل راټول شوي دفاعي ځواكونه چمتوكړي البته ديوه ډيرمنطقي هدف لپا ه،  ديوداسي وچي لپاره كوم چه د امريكا تر متحده ايالاتو ډيره شتمنه اومشهوره ده.
واشنګټن غواړي چه ا وپايان په مضبوطه توګه دناټوتركنټرول لاندي وساتي چيري چه واشنګټن خپله دهغه بنا مشردۍ.
تراوسه په فرانسه كي اكثريت د رايواتفاق پردي دۍ چه دسركوزي اصلي هدف دادۍ ترڅودبوش وسپيني ماڼي ته داقناعت وركړي چه دۍ ددوي پاره يو وفادارمتحد دۍ - حتي چه %80 امريكايان اوس دنوموړي خارجي پاليسي ردوي اويوه لوناكامي يي بولي.

په احترام