زه اوس ډاكټره فوځيه يم

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 17758
لاروی
دخبریدو نیټه : 2008-04-19

زه اوس ډاكټره فوځيه يم  :

ليکوال ( لاروی  )


داوړې اوږدې ورځې وې ما زيګرستړى ستومانه له دفتره راغلم دارام سا ه مې نه وه اخيستې چې تليفون يوې نا اشنا نم رې وشرنګوه تكمه مې كيكا ږله
_بلې ...جا ويد يم اورم ...
_څوك ..جاويد ...وبښې لكه چې نومره مې غلطه كړې
_خداې دې وبښه ...
اوله دې سره تليفون بند شو
زه خپلې كوټې ته ننوتم خپل ما شوم زوې مې په غيږ كې را وخيست دورځې ټوله ستړيا مې رفع شوه ..چې بيا دتليفون زنګ را غي ګورم چې همغه نومره وه .

_بلې اورم جا ويد يم ...تا سو څوك خبرې كوې ....؟! ااوڅوك موپكا ر دي ؟!
_زما نرګس په كا رده ...
_بلې ...نرګس..؟؟!! نر..نرګـس..څو.ك ده؟!!په كړس كړس يې وخند ل اوټ يفون يې بند كړ
ميرمن مې را ته د چا يو پيا له مخكې كيښوده خوزه په سوچ كې پريوتم چې دا لا اوس څوك ده ..كيداي شي نمبر اشتبا ه وي ..بل څوك به يې پكا روو ..زه به يې نه وم پيژندلى ..خونه دادوهم ځل تليفون بيا ولي راغي ؟!!ايا دا به هم اشتبا ه وي زه با يد ددي نومرې خا وند پيد اكړم
ميرمن : دچا يوپيا له درنه سړه شوه څه چل شوى ؟!ايا دومره خواشينونكى تليفون وو ...اورښتيا دا ما شوم نن ډيرزيا ت ټوخيده تبه يې هم وه كه دې كوم ډاكټر ته ښودلى وى ...
ما خپل خواره واره فكرونه راټول كړل
_كوم ډاكټر ته به يې يوسو دلته په ډاكټرانوهم سړى سم باور نه شې كولې هر يو كه دقصه خوانې دحكيما نوغوندې په خپله لوحه ليكلي چې دټولونا روغيو ذمه واردې نورنوپه هيڅ نه پوهيږي
_ولې د ته يوه نوې ډاكټره راغلې خلك يې ډير صفت كوې چې ډيره زيا ته قا بله ده هلته به لاړشو
_ډاكټره ...؟!!څوك ده ..؟!!
_فوځيه نوميږې په پا كستا ن كې يې زده كړې كړې
_فوځيه ...ميړه يې څه كا ركوي ..؟!
_ترا وسه يې ميړه نه دى كړى دپلا ر په كور نا سته ده
_ښه نووخت نه ضا يع كوو
زموږ اودهغې دكورترمنځ يواځې پنځه دقيقي مزل وو
كله چې كورته ورغ وزه په ميلممستون كې كينا ستم ميرمن اوما شوم مې دواړه دهغې ځانګړې كتنځى ته ولا ړ
ډاكټره: داما شوم څه نا روغې لرې ..؟!!
ميرمن : ټوخيږي اولګه تبه هم لري ..
_تشويش مه كوه ..والګې وهلې لګ يې تود وسا ته ښه به شي احتيا ط پكا دى هسې نه چې سينه بغل شې
ډاكټرې دميز پرسر كا غذ را وخيست
_دما شوم څه نوم دى .....؟
_حنظله .....
_عربي نوم دى
_ هوپلا ر يې عربي ادبيا تونه فا رغ دى اودا نوم يې خوښيده اګر چې زما ژبه پرې نه اوخته خوبيا هم چې هغه خوښ كړنواوس مجبوره يم چې حنظله ورته ووايم
_هورښتيا دپلا ريې څه نوم دى ؟
_پلا ريې جاويد نوميږې ؟
_څه كا كوې
_ژورنا لست دى
ډاكټره موسكى شوه
_نن سبا ژورنا لستا نوته ډير ګواښ ورپيښ دى ګوره په ميړه دې پا م كوه هسې نه خداى مه كړه چې ............
_ولې !ډاكټرې دومره بې ښيره اوزړه ښويدلې خبرې راته مه كوه كه هغه نه وي نوداسې فك وكه چې زه هم نه يم
_لكه چې خاونددې دربا ندې ډيرګران دى ...........!
_كه موږته اجا زه راكړي موږ به لا ړ شو
_نه چاي به را سره وڅكې بيا به لا ړشي
_با را ن اووارورې ګډې وريږې هغه .......به هم ولاړيې
_نه هغه ميلمستون كې دې چا ي څښې ته
_ستاسو څوروپي شوې
_روپې دخاوندې راكړې دې
ښه نودخداې په اما ن
_ په مخه دې ښه ګوره په ميړه دې ډير پام كوه
جاويد اوميرمن يې دډاكټرې له كوره ووتل ميرمن ېې جا ويد ته مخ رواړوډاكټرې ته دې څوفيس وركړ؟
_ما خو وپۍ نه دې وركړې ولې تا ورنكړې ...؟!!
_نه ما ته ېې وويل چې روپۍ د ې خاوند را كړې دي
_عجبه ......................!!!!!!!!!!!!!!!!! ؟؟؟؟؟؟؟؟
جاويد په فكر كې ډوب شه ..يره په دنيا كې ښه خلك پيد اكيږي كوردې ودان وي داهم شكر دى چې كلې كې ډاكټره پيد اشوه دغه ستونزه خويوڅه هواره شو ه ځه كه بل ځل ورغلم بيا به يې روپى وركړم
(هغه په دې سوچونوكې ووچې تليفون زنګ را غى )
_واه ..داخوهمغه نومره ده چې دوه ورځې وړاندې يوې نجلې را سره خبرې وكړې ....تكمه يې كيكا ږله
_بلې اورم ........تا ...
_زه هم پوهيږم چې اورې اوخا مخا به يې اورې ...
_وبښې تاسوته چا دادستوردركړى چې ما ازاروي
_نه تا به څوك ازاركړې ..زه به چيرته يم ...زه له هغه چا نه ژبه پرې كړم چې ستا دازا رولو هڅه وكړي او...
_ددومره خبروپرځا ى دى كا شكې يوه خبره كړې وى ..؟!!
(هغې بياښه په كړس كړس وخندل)
_ولې ...؟!دومره دخند ا خبره وه! ما پورې دې وخند ل كه زما په خبره پورې دې وخند ل اوكه نه ما ته دې وخند ل...ته ..
_په دې مې وخند ل چې ستا په هغه يوه خبره ورسيدم چې ته څه غواړې .؟!!!
_ولې ته څه بزركه يې چې زه څه غواړم
_ستا په اړه خوبزرګه يم ته به داپوښتنه كوې چې زه څوك يم اوزه به يوځواب دركوم چې زه ......
_هو...همدامې ويل نه پوهيږم نن دې راته غږ ډير اشنا ښكا رې كيداى شي چې چيرته مې ليدلۍ يې
_دخداي په اما ن
_الو....الو.......الو....!!!!!!!
(تليفون بند شه بيرته مې دزنګ وهلوكوشش وكړ خوڅه نتيجه يې ورنكړه )
سبا دجمعې ورځ وه دفترمې هم رخصت وو له ځا ن سره مې وويل داډاكټره نوې دې كلې ته را غلې را ځه دغرمنې ست به ورته وكړې هسې نه چې بيا ووايې چې څه دبې پښتوكلې ته راغلي يم
په دې وخت كې مېرمن كوټې ورځې
_سعيدې هلك څنګه دى ؟
_وا له هغه دارونه و سم تا رياك وو اوس دخداي فضل ډير ښه دى
_فكركوم چې داډاكټره په رښتيا هم ډيره قا بله ده خوښه دې نه ده چې د ميلمستيا بلنه وركړو
_داډاكټران خلك دى دوي خداي خبرچې كه دچا كره لا ړشي هسې دخپلې خولې خوند مه خرابوه
_نه زه خوبه يې ورته ووايم را تلل اونه را تلل بيا دهغې كا ر دى خودارته ووايه چې له با زاره څه شى اوړم
_عجيبه خبره ده ..غوا يې حلا له كړې نه ده اوخا نكونه يې ورته په سرنيولې دي تا له ورسره خبره نه ده كړې اوبيا دتيا ري غم كوې با زارخوچيرته نه تښتې خولومړى په هو اونا ځان خبركړه بيا هرڅه ډير .
_ځه همداسې به وكړم
سعديه له كوټې ووته په فكر كې شوه چې ډاكټرې ورته ولې وويل چې په ميړه دې پا م كوه ....!!!! دمعا ينې عوض يې ولې وانه خيست .....!!!اوبيا دميلمستيا بلنه څه ما نا لري .......!!!!!!!!څه خبره خوخا مخا شته ...! نه ...نه ..داسې به نه وي زه په هغه با ورلرم ....
په دې وخت كې دجا ويد غږسعيده دتشويش له سمندره راويسته په منډه بيرته كوټې ته ننوته
_ښه زه و ځمه اوته يوڅه غم وكه
__سمه ده
جا ويد دډاكټرې كره ورغى ډاكټرې يووړوكى كور په كرايه نيولى وو چې دسړك په ښې اړخ كې پروت وو داوسپنې په لويه سپينه دروازه ټلې له ورا يه ښكا ريد ه جا ويد ټلې ووهله خوڅوك را ما لوم نه شو ټلې كا ر نه كوو بريښنا نه وه بيايې په وروورودروازه وټكوله بيا هم څوك را ما لوم نه شول ددروازې خواته يوه تيږه پ ته وه نو اوس يې دراوزه ښه په زوره ووهله دبوټانوټكا يې واوريده جا ويد له دروازې يوه اړخ ته شوه
ډاكتره د وازې ته را لنډه شوه په قهرجن غږيې وويل څوك يې ؟
_زه يم ...
دروازه ما ته وي كه څوك دې په كا ر دي
_وبښئ زه جا ويد يم دوه ورځې وړاندې زه ميرمن اوكوچنى زوى مې دلته را غلي ووهغه نا روغه وو تا سو ورته دارووركړل ..
_وبښه جا ويده ما نه وي پيژندلى ما شوم اوس څنګه دى ؟
_هغه اوس ښه دى زه راغلى يم چې يوخو...په ډيره بښنې هغه فيس پا تې وو چې دريې كړم اوبل مې ميرمنې راته وويل چې ډاكټره نوې راغلې ديوې غزمنې بلنه وركړه
_نه فيس خودرنه نه اخلم ځكه چې دا ستا سو لومړى ځل را تګ وو اوزه هم دلته په يوحسا ب ميلمنه وم ما وي چې دا خلك دا فكرونه كړې چې والله لكه چې د وپورا ټولوته راغلى ده اوميلمستيا ته څه اړتيا ده .داټول زما خپل كورونه دي زه نه غواړم چې څوك تكليف شي
_نه داته څه واېې هيڅ تكليف نه دى زه په دې خوشا ليږم ته په موږ حق لري
ډاكټره ددروازې ترشا يوه شيبه غلې شوه د جاويد يقين راغى چې ويې منله
_ښه زه اوس ځمه اويولس بجې به بيا درپسې را شم چې كور غلط نه كړۍ
فوځې يوسوړاسويلى ويست اوويې ويل:سمه ده
جاويد نيغ با زرا ته ولاړ اوزړه يې نوچې څه غوښتل وايې خيستل كله چې كورته راغى ميرمن يې مخې ته ورغله
_داڅومره ډيره سودادې را وړه لكه چې ټول كلي ته ډوډۍ كوي ...
_نه ډاكټران خلك دى هسې نه چې كم ورته را شو....ته دغرمنۍ تيا رۍ كوه چې زه ورځم هسې نه چې كور غلط كړي
_ولې دكور پته دې سمه نه ده وركړې
_بلې وركړې مې ده خوبيا هم نه ويل كيږي ...
جا ويد چترې را وخيسته وا وره ښه په شرنګ وريده له كوره را ووت دسړك په غاړه روان شو دسړك يوې خوا اوبلې خواواوره ډيرې ډيرې پرته وه موټرې دومره نه ښكا رېدې يونيم موټرچې به تيريده هغې به هم ځنځي ونه اچولې ووخلك هم دومره نه ښكا ريد ل يواځې ددكا نونواوغرفومخې ته يونيم سړى ليدل كيده جا ويد جيب ته لا س كړې سګريټ يې را ويست په جيب يې لا س وواهه خوسګريټ ليټر ترې په كور كې پا تې شوى وو دسړك بلې غاړې ته يوه غرفه وه چې په واوروپوښلې وه ويې غوښتل چې له سړكه تيرشې ښې اړخ ته يې وكتل لرې يوموټر په نظرورغى دده په زړه كې وروګرځيدل چې م وټر ترڅورا سيږې زه به پورې وتى يم له سړكه په ډاډ پورې وت موټر چې را لنډشودډيروواوروله امله وخويده اودست ګوپه رپ كې دجا ويد سره ولګيده
جا ويد بې سده پريوت سګريټ يې له لا سه ولويده خوپه موټركې نا ستې سورلۍ روغې وې په منډه را كوزې شوې ا وجا ويد يې نيږدې روغتون ته ورسا وه
ډاكټرې ډير انتظارويست چې جا ويد را ما لوم نه شو نوخپله روانه شوه واورې ډير وې په لارې كې څوځل داسې ستخته وخويده چې نيږدې بيرته خپل كورته ګرځيدلې وه خوهمت يې ونه با يله او چې كله يې دكوردروازه وټكوله سعيده په منډه راغله
_فوځې ستړې مه شئ واه لكه چې ډير موپه تكليف كړې هله دننه راشې چې بخارۍ ته مواوراچولى كوټه ښه ګرمه ده اورښتيا جاويد څه شو؟!!
_جاويد خوموږنه دى ليدلى ....ايا هغه موږپسې راغلى وو...؟!!!
_بلې ډيروخت يې وشوخونه پوهيږم چې چيرته به وي
په دې وخت كې كورته زنګ را غى
_بلې جا ويد يم ...
_چيرته يې ميلمانه راغلې اوته لا ړې پسې ورك شوې
_زه دفتر ته غوښتل شوى يم ډير عا جل كا ر پيښ شوى دم يلمنوښه درنا وى وكړه چې خفه نشې اوزما عذرهم ورته وړاندې كړه ..
_جا ويده اوازدې بيخې غلى دى خيرخوبه وي
جا ويد ددردونوتا ب ر انه وړه اويو سوړ اسويلى يې وكړورپسې تليفون بند شو
فوځيه :څنګه چل دى چيرته دى هغه ته په دفتر كې يو ضرورې كا رورته پيښ شوى دى كيداى شې را شې
فوځيې يوسوړاسويلى ويست اوبيا يې وويل پردۍ نوكري هم سخته وي سړى په خپل واك كې نه وي ...ژوند ټول ستړى دى داواورې وګوره اوكا ر
دډوډۍ وخت راورسيد خوجا ويد را نغې دسعيدې نه ډاكټرې دروازې ته ډير كتل دسترخوان وغوړيده ټول سره ډوډۍ ته كينا سته
بيا ټليفون وشرنګيده
_بلې جاويده چيرته يې ؟
_خورې جا ويد نه يم ډاكټر يم هغه په عا جله خونه كې پروت دى
_نه ...نه ...څوك؟!!! ...ته څه وايې ...؟!!!!
_هو موټروهلى اوس يې وضعه يوڅه نورما ل ده تا سوتشويش مه كوي
سعيدې لكه ليونۍ چيغې كړې ډاكټره هم وارخطاشوه
سعيدې له ډاكټرې نه غيږه واخيسته اوبې اختيا ره يې چيغې كړې جا ويد موټروهلى په عا جل اتا ق كې بستر دى
ډاكټ ه :ځه چې په منډه ورشو
سعيده :نه تا سوډوډې وخورې ما ته هغه وويل چې ميلما نه درنه خفه نشي
_نه ډوډې مې نه تيريږې بيړه كوه چې روغتون ته ځان ورسا وو زه به يې درملنه وكړم
_زه ډاكټره يم زه جرا حې ډاكټره يم ته هيڅ تشويش مه كوه هغه به روغ شې ډوډې ته به بيرته راشواوبيا يې خپل وراره ته مخ را واړو په منډه وځه دموټر غم وكه اودوې هم و پسې را ووتلل واوره هم هغسې وريد ه ټيكسيا نې نه وي يختې ډيره زيا ته وه دوي غوښتل لوې لا رې ته ځان ورسوى سعيد ه څوځل په لا ره كې وخويده په وروستې ځل ډاكټر ې لا س وروغځاوه خوهغې هم قا بونه كړاى شوه هغه هم داسې را پريوته چې لا س يې دسرك په غاړه په سيمټوولګيده اوما ت شه
خوسعيدې ته يې هيڅ ونه ويل
لوې لا رې ته ورسيده يوې ټيكسې ته يې لا س وركړه اوروغتون ته يې ځانونه ورسول دډاكټرې لا س پړسيدلى وو ډير درد يې كا وه خوبيايې هم عا جلې خونې ته ځا ن و سووجاويد په چپركټ كې بې سده پروت وو چپ لا س اوښې پښه يې بنداج شوې وو ميرمن يې پرې راوغوړيده ډاكټرانوورته ته تسلې وركړه خوهغې فوځيه له ما ت لا سه ونيوه اوكړيكې يې كړې چې زما خاوند بچ كړه دډاكټرې درد نورله زغمه ووته اوبې سده را پريوته ډاكټرانورامنډه كړې هغه يې په چپركټ واچوله چې ګورې لا س يې ما ت وودهغې لا س يې پا نسما ن كړيوه يبه وروسته په سد راغله سترګې يې وغړولې پرسعيدې يې غږ وكړ
_ جا ويد څنګه دى .....؟
_ اوس هم په سد نه دى راغل ..خوستا لا س ..
_زما دلا س غم مه كوه اوبيا له چپركټه را ولاړه دسعيد پرولويې ښې لاس كيـښود دجا ويد خواته وانه شوه چپ لا س يې په غاړه كې پروت وو وراره يې هم ورسره يوځاى روان شو ډاكټرانوته يې وويل: ګوشي اودفشا ر اله ا وړې جا ويد يې وكوت اوبيايې ورته دواوليكله ډاكټر را نيږدې شوله فوځې يې نه يې پوښتنه وكړه
_ته ډاكټره يې ..؟!!!
_بلې زه ډاكټره يم
_دانا روغ دې څه كيږې .؟!!
_هسې خواخوږې ورسره لرم
_بيا هم ..!
هغه يوه شيبه غلې شوه اوبيا يې خپله كيسه داسې پيل كړه زه اودا په يوه كلې ،اوپه يوګا ونډكې سره را سترشوې وو.....پرديستوب هم نا اشنا بلا ده خداى دى څوك پرديس نه كا زه به دپنځه كلونووم اودا به داته كلونووو ...را لوي شو ..سترشو...سا عتونه ورځې اوورځې كلونه شول ...پښتنې ټولنه ده ځينې خبرې پكې دكولونه وي خوكله كله كه انسا ن هم ونه غواړې ځينې خبرې كوي ...دا يوه ورځ له ليسې نه را غى زما اوددې دكورترمنځ دوه كوڅې وې زه هم راروانه وم زما په لا س كې دګلاب ګل وو ..زما ګلا ن ډير خوښيده ..په خپل كوركې مه نهال كړې ووده دې ګل ته داسې راوكتل لكه چې غواړې يې ..ما هم لا س وروغځا وو ګل مې وركړه هغه دخوښې مسكا وكړه _ډاكټرې يوسوړاسويلى وويست _اوبيا يې خبرې پيل كړې هغه ډير ه حيا درلوده ...هو...!!ډيره حيا هم كله كله انسان له خپل هدفه پا تې كوې ...يوه ورځ ډيرزيا ت با ران وريده ..._جاويد يوزګيروى وكړ نرسې غږوكړه چې دوا ا ورسيده _فوځې يې هڅه وكړه چې پا څيږې خوډاكټرورته داستراحت وويل اوهغه يوڅه پيچكارۍ چې فوځې ليكلې وې جاويد ته تزريق كړې
بيرته را وګرځيده
فوځيي بيا كيسه پيل كړه ډيربا را ن وريده لا رې له خټوډكې وې زه له مكتبه كورته اتلم زموږكورته چې كومه فرعې كوڅه را ګرځيدلې وه دلته به زه ځانته شوم نورې ملګرې به را نه بلې خواته وګرځيدې جاويد دكوڅې په يوې خوا كې ولاړوو با ران ېې جا مې ورلمدې كړې وې اوبه ترې څڅيده _داژوند هم يوه نا اشنا لوبه ده ځينې ترخه يا دونه به وي خوانسان ته به ډيرخواږه وي اوډيرخواږه يا دونه به انسا ن ته ترخه شي _ ما پرې غږوكړه جا ويده ټول ځا ن دې لوند كړولې ولاړ يې هغې سترګې را واړولې په سترګوكې يونړۍ خبرې وې وخت ډيرتنګ اولنډوو زه په ډيرو ږوخبروپوه شوم دهغه شونډې شنې اوختې وې وروله ځا ن سره وبوګنيده
_ با رانه....!! كوردې وران شه رسوادې كړم ..
چې ښه ورنيږدې شوم _په دې وخت كې جا ويد بيا يوزبيرګى وكړه سعيده يې سرته نا سته وه شيبه په شيبه به يې په خپل پ واوښكې پا كې كړې اوبيا به په جا ويد را ټيټه شوه _فوځې بيا خپلې كيسه پيل كړه پوه نه شوم چې با را ن يې په سترګورو يده.... اوكه له سترګويې وريده.. له لا سه مې ونيوه ټكا ن مې وخوړ كورمې هم لرې نه وو هسې نه چې وروراويا بل څوك مې ونه وينې څه به وايې ..........
جاويد په خودراغې دډاكټرې خبرې يې نه وې اوريدلې دسترګوپه كنج كې فوځې يې ته وكتل بيا يې سترګې وغړولې
_سعيدې!ميلمانه خودې وپا لل ..
_هو...خو...
_ولې ..څه خبره ده
_ هغه هم راسره راغله خوپه لا ره كې يې پښه وخويده اولاس يې ما ت شه
_چيرته ده؟!! جا ويد دراپا څيدوكوشش وكړه خوونه توانيده
فوځېې خپله كيسه نوره هم وغزوله يوه ورځ داسې راغله چې ماته يې وليكل
ګرانې ..! دازما ليك دى زه جا ويد يم موږ له دې كلې كډه اخلو... فك نه كوم كه نوردلته پا تې شم زه روان يم ...... خوزړه مې نه ځې.... پښې په ځا ن پسې را كا ږم روح مې له تا سره دى زه به بيا را ځم دنوې ژوند سره دنووخبروسره ته به زما په خبرونه پوهيږې خوزه هيله لرم چې پوه شې زه به ستا په انتظا ريم
جاويد
يوكا ل وروسته زما دتره ځوى زما دغوښتنې لپاره راغى ما انكا روكړه چيغې مې وكړې ومې ژړل مخ اوسر مې ووهل مورجا نې ته مې ډيره زارې وكړه خوپه دې پښتنه ټولنه كې څوك ديوپيغلې ژړا اورې _اوفوځيه بيا په ژړا شوه _هغه خط مې را وخيست په زړه پورې مې ونيوه لږه تسلې به مې پرې وشوه اوهمدغسې مې شپه اوورځ په ژړا تيروله خوددې رازنه څوك نه ووخبر له كوژدې دوه اونې وروسته مې كوچنى ورورروسيم اغي اومورته يې وويل
وسيم :مورجانې هغه دګلا لۍ دې په كوڅه كې چې كورو اوبيا تير كا ل له دې ځا ي نه كډه شول هغه راغلى
_ما را منډه كړې چې هلته خودجاويد په نا مه ديوه تن كوروو
كشره خور_دډيوې ورور جا ويد يا دوي
_هوهمغه دى
كشره خور_دهغې خورډيوه خوزما هم صنفۍ وه هله ژريې مي مستون ته بوځه زړه مې درزا پيل كړه چې څنګه يې خبركړم څه ورته ووايم هغه خوډيرنا زكه زړه لرې هسې نه ....ماښا م م انځه ته پاڅيدل داوداسه لپاره يې اوبه وغوښتې ما لوټه را ډكه كړه اويوليك مې ورته وليكه ټوله خبره مې پكې يا ده كړې وه ليك چې مې ورته وړاندې كړهغه داوښكوډكې سترګې را وړولې
_زه په هرڅه خبر يم دتقديرليك نه بدليږي خپل ژوند كوه كه موږهرڅومره سره لرې يوخوزموږله زړونوڅوك مينه نه شې اخيستى زموږ په زړونوكې به مينه تل ژوندۍ وي تل به ا شنه وي تا ته ښه ښه ژوند غواړم دخبرووخت نشته دخداي په اما ن
هغه سهاروختې وتلى وو دتقدير كا رونه دي زما دتره زوي درې ميا شتې وروسته دكينسر په نا روغۍ اخته شوواوڅلورميا شتې ورنځيده ..._فوځيه بيا په ژړا شوه _
جا ويد اته كا له ما لوما ت ونه شواواوس مې پيد اكړخوپه داسې حال كې چې سترګې يې اوس داوښكوپرځاى له وينوډكې دي
په دې وخت كې نرسه دهليزته راووته ډاكټريې وغوښت فوځېه هم پا څيده كله چې دجا ويد خواته ورلنډه شوه
جاويد په فوځيه كې سترګې خښې كړې اوبيا يې پرې غږكړې ته...ته فوځيه... نه يې..؟!!!!
فوځيې وخند ل :نه ..نه زه اوس ډاكټره فوځيه يم