مـارچيچلې :
ظفرخان « اهتمام »
دلمرسترګه
لابره نه وه چې موریې له ډیره غمه دلیونۍ په څیردکور په غولي کې سرګردانه وه اخوادیخوایې کتل او سریې غورزا
بیایې ددیوال بیخ ته ډډه وکړه وچولی یې د ښې لاس په ګوتو ټینګ ونیو او سریې وڅنډه دړنګ پیکي په تورو زلفویې سپین
مخ پټ شو اوپه سوچونو کې ډوبه شوه دپرون ماسپښین دغم شیبې یې یوه په بلې پسې لکه دتلویزیون ښیښه کی نندارې په ذهن
کې رااړولې... څه ګلالۍ لور مې وه، څومره مینه ګرکې اوله حیا ډکه وه... هی هی کاشکې پلاراوورورخویې دپردي لرې ملک م
زد وران نه واې ،هغوۍ هم غمونو ته یوازې کړې یم خو زړه کلا اوکوټې مونوې نه شوې.
ګلالۍ مې پرون دا محال رکه
روغه وه څه له به می کورکې یوازې پریښوده کیالی یې ماته کړه اوـ له څو هوکیو وروسته یې هغه دکلا زوړپسخه يی
دیوال تردرزونو لاندې ګردي سوري ته و کتل چې سورسري کـفچه مارترې ګلالۍ چیچلې وه دګلالۍ ښکلې څیره ورته دژوند
دورستي دیدن په شیبو کې نیغه سترګو ته ودریده چې په لمدوسترګویې دې ته په بنده بنده ژبه دمار سوري ته په ګوتې
نیولو خپل حال بیان کړی ؤ خماره دګلالۍ مور ددې پښې نه یوه کړۍ وړاندې هغه وخت چې سبوکولوته تلله لوریې روغه جوړه
وه، کــله چې له سارانه راغله او کورته ننوته حال بدل وء ... خماره ! ګلالۍ دلته دمرګ په سلګوکې پریدي اوپه یوه م
نډه دکلي ملا پسې ورځي پدې سیمه کې خو ډاکتران او پاړوګر نه وو او هغې ته هم دا اجازه نه وه چې خپله پیغله لور کوم
بل نا محرم سړي ته وروښیې ملا یې راووست اوبه یې دم کړې خوګلالۍ له دمه لوءیدلې وه اواوبه یې له ستوني تیرې نه شوې
دکم رنګه سرو شونډوپه خاره ګیو(ناونو) یې وبهیدې،نیکه یې هم له ساراڅخه راورسید ګوري چې د ګلالۍ نفس نه چلیږي
اووجود یې ګنډه شوی د ی دشهادت کلیمه یې پرې وویله او زنې یې وروتړلې،ساندې پیل شوې دژړاپه اوریدلو په کلي کې دغم
ډنډوره ګډه شوه، ګلالۍ ځوانیمرګه شوه،مارچیچلې وه،زهریې سرته ختلي ؤ... په درنګ شېبه
کې کلیوالې او همزولې ورسره په غم کې شریکې شوې ویراو فریادونه پیل شول... خماره لا دلور په دیدن مړه شوې نه وه چې
نیکه یې سکندرخان دجنازې دپورته کیدو خبرراولیږه ،موریې دورستني دیدن دځنډید ولپاره په ستاینو ستاینو کې په
کورکې دیوې شپې دتیریدو هیله او زارۍ وکړې! خونیکه یې وویل : خویندو، میندو په هرمسلمان دمړي یوحق دادی چې ډی
ژریې ښخ کړي،او بیا چې ګور او کفن هم تیاروي توځنډول خویې بیخي وبال دی،بل داچې ګلالۍ خو مار چیچلې، هسې نه چې زه
یې ترسبایې اندامونه سره جلا کړي او دخلکو د پیغورشو دپېغلې ګلالۍ دډولۍ کټ په زېړوګلانو ښکلی ایښی ؤ سوربخن
مخ یې لکه مړاوی ګلاب ښکارېده،تابه ویل ویده ده،ځوانیمرګه دکټ په پورته کیدوسره دمور او همزولوله ستر ګو دتل
لپاره پناه شوه،کورساندوپه سرواخېست،تر ادیرې پورې د کټ بازوګان ژړیقیدل،دځنازې ځای ته ورسېدل جنازه وشوه دپ
ارپه کورکې دګلالۍ برخه په سخات کې وویشل شوه،ګلالۍ ژیړمازیګر تورو خاورو ته وسپارل شوه، نوځکه یې مورته اوس
داهر څه لکه خوب لیدل او دروغ ښکارېدل او داسې ورته اېسېده لکه چې یوناڅاپه ځمکه سوری شي او ګلالۍ پکې لکه دباران
څاڅکی«ترۍ تمه» شي دهغې په مړینې یې باورنه راته،نوځکه دغم څپوکې ډوبه اوپه چورتونو کې وه ... چې دماشومانو
یوناڅاپي غالمغال یې دسوچونو لړۍ پرې کړه:ګلالۍ ژوندۍ شوې کلیوال له بیلچو او چاریو سره دچل ګزي ادیرې ته لاړل....
خمارې یو ځل بیا خپل سرته ټکان ورکړ،چې دا خیال ویني او که په ویښه د پریښانۍ دخوب څپه پرې راغلې ،چې دګاونډي زوی
میرو خان یی مخی ته نیغ ودرېده:ترورې زیری مې درباندی ګلالۍ ژوندۍ شوې ده خمارې په اننګیوښکل کړ اوله ځان سره یي
ټینګ ونیو، چا ویل ګله! میرو خان زیاته کړه: ګلمیر کوچي یې په قبر کې دچیغو غږ اوریدلی وُ په منډه یې کلي ته خبر
اوړ،ویل یې چې مار خوړلی مړی ژوندی کیدای شی ... د خماري د زړه ټوپونه دومره زیات شول نږدې ؤ چې له پردې ووزي،زړه
یې غوښتل چی خپله هم ادیرې ته منډې کړي خو د کليوالي ژوند له دود سره سم یې دا اجازه نه لرله،دالا ځوانه وه،هلته
کلیوال او پردي کسان ؤ، خماره(دګلالۍ مور)دا ځل نویوهیلواود خوښیو څپو پسې واخسته
: &n
bsp;  
;
قبر سوری کړﺉ حال یې ګورﺉ!
په ژیړو ګولو به پریوتي وي ګردونه
قـــــبر ی
ــې تنګ تپـــه تیاره ؤ!
د ګــلالۍ به پکې زړه چاودلی ویـــنـه
سکند
خان او کلیوال په بیړه هدیرې ته روان وو،کلمیر کوچي وویل:الکو ژر کوﺉ په قبر کی ګوزاره سخته ده خو دومره ښه
ده چې دا قبرونه تیږې او کریړ لري لحدونه یې جګ او ګورهڼې یې ژورې دی لږ هوا ورتلی شي او خپله هم هوا ډېره لري . قب
ته ورسیدل له قبر آواز نه پورته کیده،نیکه یې وویل:کومه ده آواز خو نه شته؟،ګلمیراکا! هسی نه چې له ادیرې څخه
ویریدلی وې او کوم غیبي آواز دې اوریدلی وي!؟. خو ګلمیر په خپله خبره کلک ؤ.نه نه داسې نه ده، زه د قبر سرته راغ
م ما په خپلو غوږو چیغې او د کومک کومک نارې واوریدې دا چې قبر او خادې راته تازه ښکاره شوې او د قبر شناخته هم په
پَټُـو یانې ښځینه وه، اوښې می په کټي بار پریښودې او په یوه ساه کلي ته درغلم که نه ما خپله قبر سپړه!. ځنډمه کوﺉ
قبرژرلوڅوﺉ!له قبر نه یې د پلوسو خادې لرې کړې محرمو کسانو ژر پرده ونیوله او د سترګو په رپ کې د قبر د سر لوري
نه یې د پلنې پرښې تیږې تبزه لرې کړه د ګلالۍ په شړانګې وړانګې تورو ویښتانو کی سپین مخ له سپین کفن نه بهر لوڅ
ښکاره شو،دنیکه هیله او تلوسه یې نوره هم زیاته شوه او قبرته ورپریوت،نارې یې کړې: ګلالۍ راپورته شه،موږ درپسې
راغلو،ستا مرستې ته!ستا دهیلو پوره کیدوته!!.لکه چې د مورـ له خراب اوپریشان حالت نه دې خبره شوې وې ،!په نارو
نارو کې یې د ګلالۍ لاس ونیو، خوهغه چوپ وه،!بیا نبض ته ورټوغ شو،ګوري چې هغې همداشیبه د دوهم ځل لپاره له ویرې او
زړه تنګۍ څخه د دردونکي مرګ زهر څښلي ؤ د ګلونو ګیډۍ په قبر کې شیندل شوې وې،ګلالۍ مخ په قبلې رڼې سترګې د قبر ختیځ
دیوال ته ډډه لګولې وه، وجود یې لا تودوخه لرله سکندرخان نورد خبرو کولواو پورته کیدو،وس نه درلود،زامنو او
مسیانویې پورته کړ،دګلالۍ مخ یې پټ کړ،په قبر یې څادر اوار کړ،له قبر لږ څه لرې کېناستل دټولو،واښی واڼۍ ختلې وې
لږ شیبه غلي ؤ، له زړونو څخه یې د نوی غم بار سپک کړ دوی اوس په دې هم نه پوهیدل چې د ژوندۍ شوی مړې بیا غُسل او
جنازه به څنګه شي!؟ځینو وویل: دا خو مړه نه وه،د مار زهرو یې په ماغزوباندې اغیزه کړی ؤ.کاشکې دا شپه مو کور کې
ساتلې واي مامور رامدادپخوا ویلي ؤ،چې مار چیجلی اوبریښنا نیولی مړی باید اتلس ساعته وساتل شي اویایې طبي
کتنه وشي ، هغه وخت چې ،د مړي طبي کتنه رواج نه وه بیا هم په یومیلون مړو کې ایله یو مړی ژوندی ښخېده... سکندرخان
وویل: کاشکې کلي ته مو د موټروسړک او، یا نږدې صحي کلینک وای !هر څه قسمت کوي،ښه به دا وي چې زوړ غم بیا تازه نه
کړو،قبر پټ کړﺉ او څوک مه خبروﺉ غسل او جنازه یو ځل شوی ده...
هلته کور کې مورد ځوانې جهانې ځوانیمرګې لور دیدن
ته سترګې په لاره وه،سکندرخان کور ته له رسېدو سره سم وویل:په دې دنیا کې هم ګنې مړي ژوندي کیدای شي؟! کاشکې دوم
ه طالع مو در لودای،کوچي هسې غیبي نارې اوریدلې وې،دګلالۍ د مور د خبرو ځواک او دپښو سپینې خولا پخوا تښتیدلي ؤ
دُخسر په خبرواودکوچي په اشتباه یې باور وکړ او د خپل لومړي خیال او پریښانی تعبیر یې رښتینی وګـڼه د خوشحالی
په ځای دغم په ټال کې بیا زنګیده،خو نور ټول لدې څخه هم ډیرهاغه دوهم نوي غم ځورول.
پای