Benawa :Online Pashto World ~ بېنوا : پرلیکه پښتو نړۍ
د خليلزاد په دريځ کي نوى بدلون او نرمښت (هاري)
په بېنوا کي دلیکني شمیره : 17787دخبریدو نیټه : 2008-04-20د خليلزاد په دريځ کي نوى بدلون او نرمښت
د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه د اپريل پر ٢٠، ٢٠٠٨ باندي د ښاغلي خليلزاد په سياسي دريځ کي
د نوي نرمښت او بدلون په باب ليکي: خليلزاد پخپل کورکي د صدام حسين د ر اپرځولو يادگارونه ساتلي دي. هغه
د عراق د جنگ او نيولو پخوانى پلوى دى. مگر د تېر کال راهيسي خليلزاد هڅه کړې ده چي په ملگروم
تونو کي هغه دپلوماتيکي تاوانونو تلافي کړي چي د امريکا په قيادت همدې اشغال رامينځته کړيدي. په
ملگروملتونو کي د نورو ملکونو دپلوماتان وايي خليلزاد اوس هم همکاري کوي او هم بل چا ته غوږ نيسي. د خ
يلزاد ځيني پلويان وايي د افغانستان، عراق، او ملگروملتونو سفارتونو هغه ته دا ور زده کړه چي بايد د نورو
ملکونو سره همکاري وسي. د امريکا پخوانى دپلومات، پيټر گالبرېت، وايي: "خليلزاد هغه نيوکان دى چي د
واقعيتونو سختي څپېړي او ټکان يې سد سر ته ورست."
مگر ځيني نور سياسي مبصرين بيا د ښاغلي خليلزاد پر دې نوي نرمښت او بدلون باندي خاندي او م
نډي وهي، او دا کار د عراق د جنگ د پخواني دسيسه کار دسياسي اپرتونيزم او مکارۍ يوه بله بېلگه گڼي. د
متحده ايالاتو د ملي امنيت دشوراپخوانى مشر، فلينټ ليوريت، وايي:"مشکل دا دى چي سړى پدې نه پوهېږي چي
ايا د خليلزاد په سياسي عقايدو او تړونونو کي د شخصي گټو د ساتلو او دوخت د حاکمانو سره د نژدېکت څخه ها
خوا ته بل اصل او ارمان ته هم ځاى او احترام سته او کنه."
د ٥٧ کلن خليلزاد سابقه او رېښه د مزار شريف ښار ته رسېږي. هغه په ځواني کي م
تحده ايالاتو ته د محصلينو د تبادلې په پروگرام کي راغلى وو، او بالاخره يې د شيکاگو پوهنتون څخه په سياسي ع
ومو کي ډکتورا تر لاسه کړه. د خليلزاد نژدې ياران او انډيوالان وايي د هغه سياسي طريقه افغاني رنگ او خوند
لري__مانا دا چي مهذبه رويه، پراګماتيزم، او د شخصي روابطو د ټينگولو لپاره هراړخېز او دوامداره کوښښ او
ځغاستي. هغه د ١٩٧٠ د کلونو په اخرو کي د امريکا په سياسي حلقو کي را څرگند سو، او د "هانا نېگران" تر قلم
ي نامه لاندي يې په افغانستان کي د شوروي د حملې پر ضد ليکني کولې. په سياسي لحاظ، ښاغلى خليلزاد څه وخت ديم
وکرات،څه وخت نيو کان، څه وخت د طالبانو پلوى، بل وخت بيا د طالبانو د راپرځولو د سخت مدافع او طراح سابقه هم
ري.
هغه تل په متحده ايالاتو کي د قوي
اشخاصو سره اړيکي درلودلې او پاللي دي؛ د جمهورريس بش، د جمهورريس د مرستيال چيني، او د امريکا د به
ينو چارو د وزيري مېرمن رايس سره ښه روابط لري. پاکستانى ژورناليسټ احمدرشيد وايي:"په افغانستان کي، که
چيري يو څوک د خپل ځان پرمختگ او ترقي غواړي هغه مجبوره دى چي د يوه مشهور او قدرتمن سړي ملاتړ تر لاسه
کړي. دا د نيوکان خبري__ هو، هغه څه عقيده ورته درلوده، خو هغه د قدرتمنو محافظه کارانو سره د اشنايي او
دوستي تمه هم درلوده."
خليلزاد په
کال ١٩٨٤ کي،د رېگن په دوران کي د امريکا د بهرنيو چارو په وزارت کي کار پيل کړ. سمدستي، د افغانستان د پا
يسيو د جوړولو له حلقو سره اشنا او گډ سو. وروسته د ١٩٩٠ په کلونو کي، د نيوکان دمشهورو غړو لکه پال وو
فوتس، د متحده ايالاتو د دفاع وزارت پخوانى وزير ډانلډ رمزفيلډ، او ريچارډ پرل سره يې ځان نژدې کړي وو چي و
وسته ټول د عراق د اشغالولو لپاره سره راغونډ سول. په کال ١٩٩٨ کي، خليلزاد او ١٧ نورو محافظه کارانو
په يوه گډ ليک کي جمهورريس کلنټن د صدام حسين رانسکورولو ته وهڅوى.
د خليلزاد تر لاس لاندي مامورين وايي هغه يو بې نظمه او بې پروگرامه مدير دى. د
افغانستان د سفارت په دوران کي دهغه يوه پخوانۍ همکاره وايي: "خليلزاد به د ورځي دوه يا درې واره د حامد کرزي
سره پرته له ترجمان څخه خبري کولې مگر هيڅکله يې د خپلو ملاقاتونو په باب يوه ليکه هم نه ليک
ه." نور شکايت کوي او وايي: خليلزاد د افغانستان د وزارتونو له لپاره امريکايي مشاورين مقرره کړل.