د مشر وعده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 17891
محمد نعمان دوست
دخبریدو نیټه : 2008-04-25

د مشر وعده


په هغه ورځ ،  که زما بدن سپر شوى نه وى ، نو ګولۍ اساً د مشر په ځيګر خوله خښوله .  غونډه ګډه وډه شوه ، خو مشر زما خواته راغى مانه هماغه شان توده وينه وانه وه ،  ښه رانږدې شواو بيا له قهره سور واوښت :    زما دې په خپل جهاد قسم وي ، چې يو وخت به  هم دغه شان  ددې کمونستانو مشر په وينو لمبوم  او ستا  او دنورو مجاهدينو کسات به ترې اخلم .  څه موده پس ښه شوم ، خو لاس مې بې دمه و د ټوپک ګرځولو وس مې نه  درلود ، د جهاد ارمان مې زړه کې ساته .  که څه هم وخت ډېر وتلى و ، حالات بدل و خو زما زړه کې هماغه شان د کسات جذبه ژوندۍ وه او د خپل جهادي مشر وعدې ته په تمه وم .   له څو ورځو راهيسې مې  زړه کې تاويده را تاويده چې د خپل مشر د برياليتوب مبارکۍ ته لاړ شم  ، نن مې وس پيداکړ او سيده يې کاري خونې ته لاړم .   مخې ته مې  راپورته شو ، د حال احوال پوښتنه يې وکړه ، پر ميز يې بې شمېره ګلان ايښودل شوي وو ، موږ لا خبرو کې وو  چې يو تن چې پر شونډو يې  د بريتونو سرونه  ځوړند و  راننوت ، هک پک شوم د خپل ټپي کېدو وخت را ياد شو    او بيا مې د خپل مشر خبرې :    يو وخت به  هم دغه شان   ددې کمونستانو مشر په وينو لمبوم    ستا  او دنورو مجاهدينو کسات ...  خبره مې ذهن کې تله راتله  ما ويل اوس به پرې لاس پورته کړي .  خو هغه ته  زموږ   مشر توده غاړه ورکړه او بيا يې ماته هم دواړ  لاسونه اوږده کړل  ، زړه او نازړه وم ، يو لاس مې بې دمه و ، يواځې يو لاس  مې ورکړ .   زموږ مشر مخ را واړو :   ښه دې ونه کړل  ، دا   جنرال صاحب دى ....  داسې کسانو ته يو لاس ورکول بې احترامي ده .


 محمد نعمان دوست