ماشوم وږى مړ شو
د زوى مرګ ته مې خپه نه يم ، مرګ مو
حق دى خو زما بل څه ته زړه خوړين دى .
هغې د دې خبرې په کولو ستونى ډک شو ، غوښتل يې نور هم څه ووايي
، خو خوله يې وچه شوه او د خپل شهيد ماشوم زوى پر سينه يې سر کېښود .
ولاړ کسان يو بل سره
غوږ په غوږ شول او ټولو د ګونګې خبرې تعريف ته فکر وهه .
بورې مور سر را پورته کړ ، اخوا ديخوا يې
وکتل اوبيا يې خوله پرانسته :
زوى مې وږى و ، ماسره لس روپى هم نه وې چې يوه سپوره ډوډۍ ورته واخلم .
بيا يې چيغه کړه :
و ه خلکو ! زوى مې وږى رانه لاړ !
دا دکابل ښار د چندول د سيمې د يوې بورې
مور خبري دي .
د هغې لس کلن زوى ، پرون هغه مهال په خپل کور کې ووژل شو، کله چې وسلوالو طالبانو د
غويي په اتمه ، د مجاهدينو د برياليتوب پر ١٦ مه کليزه بريد وکړ .
دا لا نه ده معلومه چې ماشوم د
چا په ډزو کې وژل شوى ؟ ځکه يو خوا هغه چا ډزې کولې چې ځانونه عملي مجاهدين ګڼي او بلې خوا هغه څوک و ، چې د جهاد
د برياليتوب ١٦ مه کليزه يې لمانځله .
خو يو څه معلوم دي او هغه داچې ماشوم په داسې حال کې وچې کولمې او
وږي نس له دنيا لاړ چې په دې غريب وطن کې جشن ته د ملي دفاع وزارت په وينا ١٥ ميليونه افغانۍ اختصاص شوې وې .
زموږ په ملک کې هرڅه نمايشى دي ، پرونى جشن هم نمايشى و او داسې نور نمايشي کارونه هم روان دي . که
ښتيا هم د جشن موخه د جهاد د وياړونو تازه کول و، نو ايا جهاد ددې لپاره شوى و چې مشران دي په ميليونونه ډا
ره پانګې ولري ، داخل او خارج کې دې سوداګريز مارکيټونه ولري او د ملت بچيان دې ، په وږي نس له دنيا لاړ
ي ؟؟
محمد نعمان دوست ، د غويي نهمه ، کابل
Numandost75@yahoo.com