تصوف او عرفان (دريمه برخه) مولانا ابوالفضل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 18028
مولانا معين الدين ابوالفضل
دخبریدو نیټه : 2008-05-03

 مولانا معين الدين ابوالفضل
مح ترمووروڼو! له مخه تر دې چي د «مرابطې» په دوهم قسم شروع کوو د مقدمې او جملې معترضې په ډول دتصوف او عرفان له م طالبو څخه يو مطلب درته ذکر کوم ، هغه دا چي : د مرابطې دغه شپږ سره قسمونه له دې څخه پيدا کيږي چي د انسان په زړه کښي له الله (جل جلاله ) څخه ويره موجوده سي ، دخوف او له خدائ څخه د ويري په باب مخکښي تفصيل تير سو خو دلته ددې ذکر درته کوم چي له الله (عزوجل ) څخه د خدائ پاک پيغمبران په څه اندازه ويريدل ، او د خدائ (جل جلاله ) فرشتې او ملائکه په څونه اندازه له الله څخه ويريږي ، او دارنګه د اصحاب کرامو او دخدائ دنورو صالحو بندګانو ویره ه الله «جل شانه » څخه څنګه وه ؟ تر څو چي د دوۍ دخوف او ويري د بيان په وجه ښه له الله (جل جلاله ) څخه دويري په حقيقت خبر سو ، او کوښښ وکړو چي موږ هم د دۍ پر نقش قدم ولاړ سو.
ځموږ د ګران رسول حضرت محمد( صلی الله عليه وسلم ) ويره له الله عزوجل څخه :
په يوه متفق عليه حديث کښی له حضرت عائشې «رضي الله عنها» څخه روايت دئ چي دې مبارکي ويلي دي : چي بې شکه د خدائ رسول به چي کله هوا بدله سوه ، او سخت باد به را والوتئ نو به مخ مبارک دده تغير وخوړ ، بيا به ولاړ سو او په حجره مبارکه کښي به ګرد وَرد ګرځيدئ ، او وتئ او ننوتئ به ، داهر څه به په دې وجه ورپيښيدل چي د الله جل شانه له عذاب څخه به ويريدئ ، يعني له دې څخه ويريدئ چي دا بدلون د هوا اودا سخت باد د الله تعالی د عذاب د نازليدو په وجه نه وي . همدارنګه په يوه بل روايت کښي ــــــــ چي ابن عَدي ، او بيهقي په شعب الإيمان کښي په مرسل ډول ذکرکړيدئ ــــــــ راغلي دي چي : دجناب نبي کريم «صلی الله عليه وسلم » په ح ضور کښي دغه مبارک آيت تلاوت کړ سو چي : {ان لدينا انکالا و جحيما و طعاما ذا غصة وعذابا أليما } يعني بې شکه سته ځموږ په نزد ــ يعني دقيامت په ورځ دنافرمانواوکافرانو خلګو لپاره ــ درانه ځنځيرونه ـــ يعني چي دوۍ به په تړل کيږي ــ او سوځونکئ اور د دوږخ ، او په غاړه او ستوني کښي نښتونکئ خوراک ، او درد ورکونکئ يا درد ناک عذاب ، نورسول عليه السلام ددغه مبارک آيت له اوريدلو سره سم د الله جل جلاله دعذابو د ويري له وجهي بې خوده «بې هوښه » وګرځيدئ . همدارنګه په يوه بل حديث شريف کښي ـــــــ چي ابوداود ، ترمذي ، او نسايي ئې روايت کړئ دئ ــــــ اغلي دي : چي داسلام پيغمبر چي به کله په لمانځه کښي داخل سو نو د ده له سينې مبارکي څخه به ــ يعني د الله جل ج اله د ويري په وجه ـــ داسي د جوش اواز اوريدل کيدئ لکه څنګه چي يو ديګ يا« کټو» پر اور باندي په جوش کښي راسي او اواز ورڅخه اوريدل کيږي . دحضرت ابراهيم عليه السلام ويره له الله (جل جلاله ) څخه : حضرت ابوالدرداء «رضي الله عنه » فرمايلي دي : چي حضرت ابراهيم خليل الرحمن چي به کله و لمانځه ته ولاړ سو نو د خپل رب د ويري له وجهي به د ده له زړه مبارک څخه د يوه «مِيل » په مسافت ليري لا اواز اوريدل کيدئ . د حضرت داؤد عليه السلام ويره له ا له (جل جلاله ) څخه : امام مجاهد« رحمه الله » فرمايلي دي : چي حضرت داؤد« عليه السلام » په داسي حال کښي چي پر سجده پروت وو څلويښت ۴۰ ورځي پرله پسې يې ژړل ، او په دغه ټوله موده کښي يې سر له سجدې څخه نه دئ راپورته کړئ ، دغه دواړه قولونه امام غزالي «رحمه الله تعالی » په إحياء العلوم کښي ذکړي دي . د حضرت جبرئيل عليه السلام ويره له الله (جل جلاله ) څخه : د اسلام پيغمبر په يوه مبارک حديث کښي ــــ چي امام غزالي رحمه الله په احياء ا علوم کښي ذکړئ دئ ــــ فرمايلي دي : ( ما جاءني جبرئيل قَط الا و هو يَرعَدُ فَرَقا من الجبار ) يعني هيڅ کله نه دئ راغلئ جبرئيل وماته مګر په داسي حال کښي چي دئ به ريږديدئ له وجهي د ويري له الله «جل جلاله » څخه . د حضرت ميکائيل عليه السلام ويره له الله تعالی څخه : په يوه حديث کښي ــــ چي ابن ابي الدنيا ، او احمد ، او ابن اهين يې روايت کړيدئ ـــ راغلي دي : چي حضرت أنس بن مالک رض فرمايلي دي : چي رسول عليه السلام له حضرت جبرئيل «عليه السلام » څخه پوښتنه وکړه ، چي څه وجه ده چي زه نه وينم يعني هيڅ کله ميکائيل په داسي حال کښي چي دئ دي خاندي ، نو جبرئيل ورته وفرمايل چي له کومه وخته چي د دوږخ اور پيداسوئ دئ ميکائيل نه دي خندلي ، (پوسه ! د دغه حديث په شان د اسرافيل عليه السلام په باره کښي هم راغلئ دئ چي امام بيهقي ذکړئ دئ ، او دجبرئيل عليه السلام هم راغلئ دئ چي ابن ابي الدنيا يې په کتاب الخائفين کښي روايت کړيدئ ) همدارنګه امام غزالي په إحياء العلوم کښي ذکړيدي چي کله پر ابليس ملعون باندي ښکاره سو هغه څه چي باندي ښکاره سوو ـــ يعني چي دده نيغ په نيغه نا ف ماني وه له الله څخه او بيا دهغه په نتيجه کښي دده ملعون کيدل ، او د الله تعالی قهر او غضب وو پر ده باندي ــ ـ نو جبرئيل او ميکائيل عليهماالسلام دواړو په ژړا شروع وکړه بيا الله «جل جلاله » ودوۍ ته وحي وکړه چي څه پيښه ده وتاسي دواړو ته چي دغه رنګه دواړه ژاړۍ ؟ نو دوۍ دواړو وويل : چي ائ ربه ! په دې وجه ژاړو چي موږ ستاله م کر «يعني ستا له عذاب څخه » نه يو بې غمه ، نو الله پاک وته وفرمايل : چي په همدغه ډول دواړه اوسۍ ! يعني ځما له م کر او عذاب څخه مه بې غمه کيږۍ ! !! . همدارنګه امام غزالي په إحياء العلوم کښي له محمد بن المنکدر څخه روايت کړيدئ چي ده فرمايلي دي : چي هغه وخت چي پيداکړسو اور ددوږخ نو والوتل زړونه د ملائکو له خپلو ځايو څخه ، يعني زړونه يې د الله تعالی د عذاب له ويري څخه بې ځايه سول ، او تر هغه وخته بې ځايه وو چي انسانان الله (جل جلاله ) پيداکول ، بيا کله چي د آدم عليه السلام د اولادې پيدايښت اوسو، نو بيرته ددوۍ زړونه وخپلو ځايو ته راوګرځيدل . دأصحاب کرامو دالله «جل جلاله » څخه ويره او خوف : امام غزالي ذکرکړيدي چي حضرت ابوبکر صديق «رضي الله عنه » ويوه مرغه ته وويل : ائ مرغه! کاشکي زه هم ستا په شان مرغه وائ ، او نه وائ پيداکړسوئ په داسي حال کښي چي بشر او انسان يم ، يعني دا يې په دې وجه ويل چي د انسانانو ومخ ته حساب او کتاب راتلونکئ دئ نو د الله له ويري څخه به يې دا ويل . همدارنګه امام غزالي ذکرکړي دي چي حضرت عمر «رضي الله عنه » چي به کله يو آيت دقرآن کريم و اوريدئ نو د الله جل جلاله د ويري له وجهي به په داسي حال کي پر مزکه وغورځيدئ چي بې هوښي به پر راغله بيا په دې سبب ډيري ورځي خلګ وپوښتني ته ورتلل . او حضرت عثمان «رضي الله عنه» د الله تعالی د ويري له وجي فرمايلي دي : وددت اني إ امت لم أبعث ) خوښه کړې ده ما دا چي بېشکه زه کله چي مړ سوئ وائ نو بيا بيرته له قبره څخه ژوندئ نه وائ راپورته سوئ . او حضرت أبوذر او حضرت أبوطلحه «رضي الله عنهما » هر يوه له الله پاک څخه د ډيري ويري په خاطر فرمايلي دي : ودِدت لو أني شجرة تُضدَد ) يعني دا مي خوښه ده چي کاشکي ـــ په عوض ددې کښي چي انسان يم انسان نه وائ ـــ يوه داسي درخته وائ چي هومري کاټيدلائ او پريکيدلائ . او همدارنګه أم المؤمنين حضرت عائشې «رضي الله عنها » له ا له (جل جلاله ) څخه د ويري په خاطر فرمايلي دي : چی ځما دا خوښه ده چي نَسيًا مَنسِيا وائ ، يعني له سره پيداسوې نه وائ ، او يا دا مطلب چي مړه سوې وائ نو بيا نَسيًا مَنسِيا ګرځيدلې وائ ، يعني پر مخ هيره کړه سوې وائ او بيرته له قبره څخه ژوندۍ نه وائ راپورته کړه سوې . دسَلفُواو طابعينو ويره له الله «جل جلاله» څخه : روايت دئ چي حضرت سفيان ثوري «رحمه الله » مريض سو ،نو يو چا دده قاروره و يوه ذمي طبيب ته ښکاره کړه ، دغه ذمي طبيب چي دده مبا ک قاروره وليده نو ويې ويل : چي ددغه مريض اينه خوف او ويري ورپرې کړيده ، بيا دغه ذمي وده مبارک ته راغئ او دده مبارک نبض ئې وکتل بيا يې وويل : چي په ملت حنفي کښي ، يعني په دين د اسلام کښي دده په شان بل څوک ځما په علم کښي نه دئ راغلئ . او حضرت حسن بصري «رحمه الله » وفرمايل : چي له دوږخ څخه به يو سړئ زر ۱۰۰۰ کاله وروسته راووزي ، اوبيا ده مبارک وفرمايل : چي ائ خلګو کاشکي دغه سړئ زه وائ ، دا ده مبارک د الله پاک د ويري په سبب ، او په دې سبب چي له دې څخه ډير ويريدئ چي اخيره خاتمه مي چپه نه سي ، نو ځکه يې داسي وفرمايل ، ځکه دغه سړئ چي زر کاله بعد له د دوږخ څخه راوزي دا دده په باب يقيني ده چي له دنيا څخه بې ايمانه ، نه دئ تللئ . و

د مرابطې دوهم قسم:
مح ترمو وروڼو ! د تصوف او عرفان د تفصيلاتو د تسلسل په دې برخه کښي د «مرابطې » د دوهم قسم ، يعني د «مراقبې »بيان د ته عرضه وم : مرَاقَبَه د احسان څلرمه برخه ده ، هغه احسان چي له الله (جل جلاله ) سره احسان بلل کيږي ، او هر م سلمان ته په کار دئ چي له الله (جل جلاله ) سره په هغه احسان بايد موصوف وي ، هغه إحسان چي په حديث د جبرئيل کښي يې د سوال او جواب په شکل کښي ذکر راغلئ دئ ، چي تفصيل يې په دې ډول دئ چي حضرت« ابوهريره رضي الله عنه » فرمايلي دي : چي نبي «عليه الصلاةو السلام » يوه ورځ د خلګو په مخ کښي ښکاره ناست ؤ ،نوحضرت جبرئيل «عليه السلام » ورته راغئ ،بيا يې و جناب نبي کريم «صلی الله عليه وسلم » ته وويل : چي ايمان چشي دئ ؟ يعني حقيقت ، مفهوم ، او معنی د ايمان څه ده ؟ داسلام پيغمبر په جواب کښي ورته وفرمايل : چي ايمان دادئ چي ته ايمان راوړې په الله تعالی ، او په ملائکو دالله «عزوجل » ،اوپه ملاقات د الله جل شانه » (يعني په ملاقات د حساب د الله پاک په ورځ کښي د قيامت ) ، او په رسولانو د خدائ پاک ، او دا چي ته ايمان راوړې په« بعث بعدالموت» يعني په دې چي وروسته له مرګ څخه به کله چي د قيامت ورځ راسي ټول خلګ به له قبرو څخه ژوندي راپورته کيږي . جبرئيل بيا ورته وويل چي : اسلام کوم شئ دئ ؟ يعني د ايمان حقيقت خو دي راته بيان کړ اوس د اسلام حقيقت راته بيان کړه ؟ رسول عليه السلام » ورته وفرمايل :چي اسلام دادئ چي ته به عبادت کوې د الله «عزمجده» اونه به نيسې شريک له ده سره ،او سم به ادا کوې ته لمونځ (يعني لم ونځ به داسي کوې چي دلمانځه د ټولو حقوقوبه ــــ لکه فرض د لمانځه ، واجب سنت ،اومستحب د لمانځه ، اولکه خشوع او دزړه حضورپه لمانځه کښي ــــ مراعت کوې ) او ادا کوې به ته زکاة فرض کړ سوئ ، اونيسې به ته روژه د رمضان . بيا جب ئيل وويل : چي احسان کوم شئ دئ ؟ (يعني چي په شريعت کښي بندګان په دې امر سويدي چي له خدائ پاک سره به احسان کوي ، ددغه احسان مفهوم او حقيقت کوم شئ دئ ؟ ) رسول «عليه الصلاة والسلام » ورته وفرمايل : چي احسان له الله «جل انه » سره دادئ چي عبادت وکړې ته دالله پاک ، داسي چي ګواکي ته وينې دئ ،ځکه که څه هم نه وينې ته دَئ نو بې شکه دَئ خو تا ويني ، يعني له خدائ سره احسان ودې ته ويل کيږي ـــــــ چي عبادت د الله «جل جلاله » په داسي أدب او حُضُور سره د زړه ، او په داسي فرُوتَنِي «عاجزي »سره کوې لکه چي ګواکي ته الله «عزوجل» د سر په سترګو وينې ،اوداخو ښکاره خبره ده چي که عبادت کونکي د عبادت په وخت کښي الله پاک په سترګو ليدلائ، نوله اندازې زيات بې په عبادت کښي د هر قسم أدب مراعت کولائ ،نو دغه ډول کِردار اُوس هم عبادت کونکئ په عبادت کښي ادا کړي . ځکه چي عبادت کونکئ که څه هم الله پاک نه ويني الله «جل جلاله» خو دده ظاهر اوباطن ، او هر قسم حرکت او سکون ويني . دغه مبارک حديث په حديث د جبرئيل سره مشهور دئ ، او دغه حديث مبارک اوږد« دراز» حديث دئ ، مائې تر هغه ځايه پو ي مضمون را اخستئ دئ چي ځموږ دلته مقصد په پوره کيږي .( او دا دهغه مبارک حديث د ړومبنۍ برخي مضمون دئ چي امام بخاري يې د صحيح البخاري په کتاب الإيمان کښي روايت کړيدئ ) . په دغه مبارک حديث کښي هغه جمله چي ځموږ مقصوده ده هغه دغه قول د رسول ص دئ :( الإحسان أن تَعبُدَالله َ کأنکَ تَراهُ ، فاِن لم تکن تراه فإنه يَراکَ ) .
محترمو !! دغه احسان چي په حديث کښي يې ذکر راغلئ دئ ، علماوو د طريقت او شريعت دوه ۲ قسمه کړئ دئ : اول قسم ئې احسان ظاهري دئ ، دوهم قسم يې احسان باطني دئ ، بيا يې هر يو دوه ۲ قسمه کړيدئ ، يعني احسان ظاهري يې دوه قسمه کړيدئ : اول فرض دوهم هغه چي فرض نه وي ، بلکه يا واجب وي یاسنت وي يا مستحب وي ، مثلا په لمانځه کښي دلمانځه فرض پر ځائ کول دا هغه احسان ظاهري دئ چي فرض دئ اودلمانځه واجب يا سنت يا مستحب پر ځائ کول داهغه احسان ظاهري دئ چي فرض نه دئ ،دارنګه يې احسان باطني هم دوه قسمه کړئ دئ : اول مشاهده دوهم مراقبه ، نو د احسان ټول قسمونه څلور سول : اول احسان ظاهري فرض دوهم غيرفرض ، دريم هغه احسان باطني چي مشاهده ورته ويله کيږي او څلرم هغه چي مراقبه ورته وي ه کيږي ، نو مراقبه داحسان څلرمه برخه سوه .
حافظ ابن حجر «رحمه الله » فرمايلي دي : چي د ذکر سوي مبارک حديث په دغه جمله کښي چي ــ( أن تَعبُدَالله َ کأنکَ تَراهُ ) د اسلام پيغمبر د مشاهدې ومقام ته اشاره کړې ده ، اوپه دغه جمله کښي يې چي ( فاِن لم تکُن تَراهُ فإنه يَراکَ ) وحال او ومقام د مراقبې ته اشاره فرمايلې ده .
محترمو ! د مشاهدې مقام ، تر مقام د مراقبې ډير لوړ دئ ، او دمراقبې مقام دمشاهدې ومقام ته د« زينې » مثال لري . حافظ ابن حجر داهم فرمايلي دي چي دغه دواړه حالتونه او مقامونه له الهي معرفت څخه او له الله (جل جلاله )څخه د خوف او خشيت په سبب په انسان کښي پيداکيږي . پوه سه !! چي مقام دمشاهدې دادئ : چي عبادت کونکئ په داسي حال کښي وي چي د بصيرت په نور سره مشاهده د الله تعالی کوي ،او پر ده باندي دغه حال راسي چي ګويا الله «جل جلاله » وده ته مخامخ دئ ،اودَئ د خپل زړه په سترګو الله (جل شانه ) ويني ،او مُراقبه ودې ته ويله کيږي چي عبادت کونکئ په کامل ډول دغه حاظ او خيال وکړي چي الله تعالی دَئ ويني ،اودده له ټولو حرکاتواو سکناتو،او دده له ظاهروباطن څخه په پوره ول وا قف دئ ،خوالبته دغه لحاظ او خيال به په سطحي ډول نه وي . ځکه فقط دغه ډول خيال خو هر څو کولائ سي ، او هر م من پر دې باندي عقيده لري چي الله (جل جلاله ) دده ظاهر اوباطن ،او دده هر څه ويني ،بلکه دغه فکر او خيال به په داسي ډول وي چي ثمره او نتيجه ولري په دې ډول ــــــــ چي ددغه خيال په سبب به عبادت ګذاره په خپل عبادت کښي داسي توجه ساتي چي هر شئ چي دده وعبات ته نقصان رسوي له هغه به ځان ساتي لکه په عبادت کښي ريا کاري ،اودعبادت په ظاهري او باطني آدابو کښي تغير او تبديل ،وغيره . اوکوم شيان چي دده عبادت کمال په پيداکوي ، د هغو شيانو به په اعلی درجه سره مراعت کوي . مثلايو سړئ په لمانځه شروع کوي نوپه دغه وخت کښي دَئ مراقبه او خيال ددې وکړي چي الله (جل جلاله ) حاضر او ناظر دئ ،اودغه مراقبه او خيال دده په زړه کښي د الله پاک خوف او لويي په داسي اندازه کښي را وپاروي ، چي دَئ له شروع څخه دعبادت بيا تر پايه پوري په ډيره کامله توګه عبادت سر ته ورسوي ،نو ودې ته مراقبه ويله کيږي . او که يو څوک په سرسري ډول دا خبره په ذهن کښي را وګرځوي چي الله حاضر او ناظر دئ ،او ه دې څخه دده په زړه کښي هيڅ أثر پيدانه سي نو و دې ته مراقبه نه ويله کيږي . حضرت سفيان ثوري «رحمه الله » فرم ايلي دي چي : ( عَلَيکَ بِالمراقبةِ مِمن لا تَخْفی عَلَيْهِ خافِية ، وَ عليکَ بالرّجاءِ مِمّــَن يَملِکُ بِا وَفاءِ ، و عَلَيْکَ بِالْحَذَرِ مِمن يَمْلِکُ العَقوبَة ) يعني لازم سه ! له مراقبې سره د هغه ذات چي هيڅ پټ شئ پر ده باندي پټ نه دئ (يعني هميشه هغه ذات حاضر او ناظر ګڼه چي په هر څه عالم دئ ) اولازم سه ! له اميده سره ،وهغه ذات ته چي د وفامالک دئ (يعني هم وفادار دئ او هم پر وفا قادر دئ ،اوپه کامله توګه أميد پوره کونکئ دئ چي الله (جل جلاله ) دئ ) او لازم سه ! له ويري سره ،له هغه ذات څخه چي حقيقي او اصلي مالک د عذاب ورکولو دئ چي الله (جل جلاله ) دئ .
 او حضرت« فَرقدسَنجي »( رحمه الله تعالی ) فرمايلي دي : چي بې شکه منافق سړئ هميشه د خلګو خيال ساتي ،دالله تعالی ولوري ته نظر او التفات نه لري ،نوکه خلګ نه وو بيا په هيڅ بدو پروا نه کوي ،اوکه ئې خ ګ ليدل بيا نو دَئ شرميږي او حيا کوي . حضرت عبدالله ابن دينار «رحمه الله » فرمايلي دي : چي زه له عمر بن خطاب «رضي الله عنه » سره له مکې څخه په سفر و وتلم ،بياموږ يو ځائ په لار کښي «ميشت» او واړول ،بيا له يوه غره څخه يو د ميږو او«ګډو» يو شپانه را کښته سو . حضرت عمر ودغه شپانه ته وويل چي پر ما باندي يو پسه خرڅ کړه ! شپانه ورته وويل چي زه مرييئ يم ددې اختيار نه لرم چي پسه درباندي خرڅ کړم ، حضرت عمر د امتحان له لاري ورته وويل چي پسه پر ما خرڅ کړه او بادار ته دي و وايه چي « ليوه» راڅخه و خوړئ . دغه شپانه ورته وويل : چي بادار ته خو به دغه بهانه وکړم نو الله «جل جلاله » ته به څه وايم ؟ حضرت عمر «رضي الله عنه » وژړل ،بيا يې دغه مرييئ دده له بادار څخه رانيوئ او ازاد يې کړ ،اوورته يې وويل : چي دغي يوې خبري په دنيا کښي له غلامۍ څخه آزاد کړې ،او زه اميد لرم چي په آخرت کښي به دي هم دغه خبر د الله « عزوجل» له عذاب څخه آزاد کړي .
دارنګه يو بل حکايت راغلئ دئ چي د يوه شيخ د طريقت يو ځوان شاګرد ؤ ،چي ده به ددغه ځوان شاګرد او مُريد دوندي إکرام او عزت کاوئ چي پر نورو سپين ږ يرو مُريدانو باندي به يې و ده ته ترجيح ورکوله ،نودده په مُريدانو کښي يوه مُريد و ده ته وويل : چي ائ شيخه ! په څه وجه ته و دغه ته عزت ورکوې حال دادئ چي دَئ ځوان دئ ،اوموږ ټول سپين ږيري او تر ده مشران يو ، نو دغه شيخ د ط يقت په دې خاطر چي و دوۍ ته د دغه ځوان مُريد فضيلت ښکاره کړي يو څو دانې مرغان راوغوښتل ،اوبيا يې و هر يوه ته له دوۍ يو مرغه او يوه چاړه په لاس ورکړه او ورته وې ويل چي : هر يو له تاسي څخه ولاړسۍ ،اودغه خپل خپل مرغه تنها په داسي ځائ کښي حلال «ذبح» کړۍ چي هيڅوک ئې نه ويني ، او و دغه ځوان مريد ته يې هم يو مرغه اويوه چاړه په لاس ورکړل او همدغه ډول يې ورته وويل . مُريدان نور ټول ولاړل او هر يوه خپل مرغه د شيخ د دستور مطابق ذبح کړل ،او و شيخ ته بيرته ټول راغلل ، اودغه ځوان شاګرد او مُريد بيرته و شيخ ته په داسي حال کښي راغئ چي مرغه يې ذبح کړئ نه وو،اوژوندئ يې په لاس کښي را اخستئ ؤ .شيخ ورته وويل چي : څه وجه وه چي تا خپل مرغه نه دئ حلال کړئ ؟؟ده ورته وويل چي : استاذه ! تاخو داسي راته فرمايلي وو چي دغه مرغه په داسي ځائ کښي حلال کړم چي هيڅوک مي نه ويني ،اوداسي ځائ ما پيدانه کئ . ځکه هر ډول خالي ځائ چي وي نو بيا هم داسي نه وي چي په هغه ځائ کښي دي ما هيڅوک نه ويني .ځکه که بل هيڅوک نه وي نو الله «جل جلاله» خو مي ويني ،نومُريدانو ټولو ددغه مريد دغه مراقبه او په دغه ډول ح ضور له الله (عز وجل ) سره خوښ کړ ، او دده په فضيلت او بهتري يې إقرار وکړ . (دغه ټول قولونه امام غزالي «رحمه ا له تعالی» دإحياء العلوم په څلرم جلد کښي ذکر کړيدي، مګر امام غزالي صاحب د مُراقبې په بيان کښي «سوق »د کلام په داسي ډول کړئ دئ چي له هغه څخه داسي څرګنديږي چي په ذکر سوي حديث کښي له مذکورو دواړو جملو څخه ده د مراقبې أخذ کړئ دئ ، او ومشاهدې ته يې کومه اشاره نه ده کړې . ) همدارنګه دعبدالله ابن مبارک رح قول ده رانقل کړيدئ چي هغه ويوه سړي ته وويل چي : (راقب الله ) يعني مراقبه د الله جل جلاله » کوه ! ، نو هغه سړي له ابن مبارک څخه د م اقبې معنی او تفسير طلب کړ ،نوده په جواب کښ ورته وفرمايل : (کُن أبَدا کأنک ترالله عزوجل ) يعني سه ! هميشه په دې ډول چي ګواکي ته الله (جل جلاله ) د سر په سترګو وينې . له دې څخه دا معلوميږي چي امام غزالي او عبدالله ابن مبا ک «رحمهما الله » د مراقبې په تفسير کښي سره همنظره دي ..

تصوف اوعرفان دمرابطې دریم:
محترمو وروڼو ! دم ابطې دریم قسم «محاسبه بعدالعمل »ده یعني له خپله نفسه سره حساب کول وروسته له عمل اوکارڅخه ،دمحاسبي تحلیل اوبیان کښي ددوو(۲) شیانو تفصیل درته کوم اول دمحاسبې د حقیقت اودمعنی تفصیل دوهم دمحاسبې دفضیلت اودشرعي ا زښت تفصيل .
محترمو وروڼو! لکه څرنګه چي دمشارطې په بحث کي داخبره ذکر سوه چه هرمسلمان ته پکارده چه باید دئ هرسهاردورځي په سرکښي بایدداسي وخت ولري چه وخپل نفس ته اوو خپل ځان ته دخیر تو صیه وکړي ،دارنګه وهر مسلمان ته داهم پکار ده چه هره ورځ چه تیره شي نو دورځي په اخیر کښي باید داسي وقت ولري چه په هغه وقت دئ له ځانه سره ددې حساب وکړي چه په دغه ورځ کښي چه تیره سول ما کوم کوم نیک کارونه وکړل، او په څه طریقه مي وکړل . ایاپه دغه ورځ کي خو به له ما څخه دالله په بندګي کښي کوم تقصیر له ما څخه نه وي سوي ،اودارنګه په دې کښي فکر ووهي چه په دې تیره ورځ کښي خو به له ماڅخه کومه ګناه نه وي صادره سوې . بیا که چیري له خپله نفسه سره په دغه محاسبه کښي کوم د یني ن صان په نظر نه ورغئ نوبایدپه زړه کښي خوشحاله شي ،اوکه يې په کوم نقصان او تقصیر په عبادت کښي دخدائ علم راغي نوباید پریشانه سي اوتوبه ګار سي اودهغه نقصان جبیره وکړي ودغه ته محاسبه بعد العمل ویله کیږي .
دامحاسبه داسي مثال لري لکه یو تاجرچه له خپلو شریکانو سره په کال کي او يا په میاشت کښي حساب کوي لپاره ددې چه د تیرکال دتجارت ګټه اوتاوان معلوم کړي . دمحاسبی فضیلت او شرعې اهمیت :محترمووروڼو! له خپل نفسه سره حساب کول له اسلا م ي اعمالو څخه یو بل ډیرمهم اوضروري عمل دئ الله پاک فرمایلې دي : (یاایهاالذین امنوااتقوالله ولتنظرنفس ماقدم ت لغد) يعني ائ هغو کسانو چي ايمان يې راوړئ دئ وويريږۍ له الله (جل جلاله ) څخه ،او ودي ګوري هرنفس و دې ته چي څه مخکي ليږلي دي ده لپاره د سبا ،يعني هر نفس دي په دې کښي سوچ او فکر کوي چي ايا د قيامت د ورځي لپاره ما کوم څه کړيدي او که مي نه دي کړي ،اوکه مي کړيوي نو ايا داسي څه مي کړي دي چي د هغه څه په سبب الله (جل جلاله ) راڅخه اضي سي ،اوجنت مي نصيب سي ،او دآخرت له عذابو څخه خلاص سم . او که مي پرعکس او خلاف ددې نورڅه کړي دي . په دغه م بارک آيت کښي الله پاک په دغه قول کښي چي «ولتنظر نفس ما قدمت لغد»و همدغي« محاسبې بعد العمل » ته اشاره فرماي ې ده ،اوبندګان يې په دې سره امر کړيدي چي دوۍ هروخت بايد له خپله نفسه سره حساب کونکي وي . حضرت عمر «رضي الله عنه » فرمايلي دي : (حاسبوا انفسکم قبل ان تحاسبوا، وزِنوهاقبل أن تُوزَنوا) يعني حساب کوۍ ! له نفسو خپلو سره له مخه تر دې چي حساب درسره کړکيږي له تاسي سره ـــــيعني دقيامت په ورځ ــــ او تلۍ نفسونه خپل له مخه تر دې چي تلل کيږۍ تاسي ــ یعني د قيامت په ورځ ــ . همدارنګه روايت دئ چي حضرت عمر به هره شپه خپلي دواړي پښي په « دُره » وهلې ،او و خپل نفس ته به يې ويل چي : کوم څه دي په نن ورځ کښي د آخرت لپاره وکړل ؟ ؟ . همدارنګه حضرت مَيمُون بن مِهران فرمايلي دي چي : هيڅ يو بنده له متقيانو څخه نه سي شميرل کيدلائ ،ترهغه پوري چي دَئ له خپل نفس سره داسي محاسبه عادت و نه ګرځوي چي هغه سخته وي تر محاسبې د يوه شريک له بل شريک سره چي په تجارت کښي ورسره شريک وي .
هم دا نګه روايت دئ چي حضرت أبو طلحه «رضي الله عنه »په حال د لمانځه کښي په يوه مرغه مشغول سو ،یعني يو مرغه يې و يدئ او په هغه کښي يې سوچ بندسو،اوپه دې وجه يې په حضور د زړه کښي خلل راغلئ . نو ده مبارک په بدل کښي ددغه کار يو باغ د الله (جل جلاله ) درضا لپاره صدقه کړ .

 د مرابطې څلرم قسم :
 محترمو وروڼو ! د مرابطې څلرم قسم «معاقبة النفس » ده ،يعني سرزنښت او عذاب ورکول و نفس خپل ته . تفصيل او توضيح ددغه څلرم قسم په دې ډول ده : چي کله انسان له خپله نفسه سره محاسبه وکړي ،او له نفسه سره د حساب کولو په نتيجه کښي انسان په دې اګاه سي چي ځما له نفس څخه فلانۍ ګناه ،يا فلانئ تقصير په عبادت کښي د الله پاک صادر سويدئ ،نو په دغه وخت کښي و دغه انسان ته په کار ده چي و خپل نفس ته سرزنښت او سزا ورکړي . په دې ډول چي خپل نفس ملامت کړي ،او و دې ته يې متوجه کړي چي له سوي ګناه او تقصير څخه توبه ګار سي ،او ويو داسي نيک کار او نيک عمل ته مخ ورواړوي چي د تير تقصير جِبران په وسي .
د مثال په ډول يو سړي د نفس د شهوت اوخواهش په سبب حرام شئ وخوړئ ،نوپه دې صورت کښي ونفس ته دسرزنښت ورکولو يوه برخه داده چي دغه سړئ «لوږه» پر ځان باندي راولي،اوپه حلاله ډوډۍ هم ځان نه مړوي ،اوروژې و نيسي ،ددې لپاره چي ونفس ته ئې يو قسم سرزنښت ورکړسي،اوپه آينده کښ بيا د حرامي غذا خواهش څرګند نه کړي . دارنګه په لمانځه کښي ه سړي څخه تقصير وسي ،نوددې په سبب بايد دَئ و خپل نفس ته په دې ډول سرزنښت ورکړي چي ډير نفلونه وکړي . اودارنګه يې په تهجد او نورو نفلي عباداتو مکلف کړي .محترمو ودغه ته «معاقبة النفس » ويله کيږي ،چي ښه وضاحت به ئې په ضمن کښي ددې درته راسي چي د الله (جل جلاله )د مخلصو بندګانو د معاقبة النفس يو څو « نمونې » درته ذکر کړم :
له« حض ت منصور بن ابراهيم » څخه روايت دئ چي دالله «عزوجل» دعبادت ګذاره بندګانو څخه يوه سړي له يوې ښځي سره خبري کولې ،نو کرار په کرار د خبرو پائ ودې ته راورسيدئ چي د ښځي پر «ورانه » باندي يې لاس کښيښودئ ، وروسته له دې يو دم پر دغه کار باندي سخت پښيمانه سو ،اوبيا يې خپل دغه لا س واُور ته ونيوئ ،ترهغه پوري يې نيولئ ؤ چي لاس ئې پر مخ و سوځيدئ او ختم سو . همدارنګه روايت دئ چي په بني اسرائلو کښي يو نفر ؤ چي ډيره زمانه يې په يوه عبادت ګاه کښي د الله (جل جلاله ) عبادت وکړ ،يوه ورځ له عبادت ګاه څخه راووتئ ،نوناڅاپه يې پر يوه ښځه باندي سترګي ولګيد ي ،اوفي الحاله له دې ښځي سره د ميني په آفت مبتلا سو ،اوبده اراده ئې په زړه کښي را وګرځيده ،اوددغي ښځي په نيت يې له عبادت ګاه څخه خپلي دواړي پښې رادباندي کړې .الله عزوجل »دده د تير عبادت په سبب پر ده باندي رحمت وکړ ،او دده په زړه کښي یې ويره پيدا کړه ،نوبيرته پښيمانه سو .بيا کله چي يې اراده وکړه چي خپلي پښې بيرته وعبادت ګاه ته داخلي کړي ،نو في الحاله يې دا فيصله وکړله چي ځما دغه پښې د الله پاک په نافرماني کښي له عبادت ګاه څخه خارجي سويوې ،نوځما دي په خدائ تعالی قسم وي چي ځما تر مرګه پوري زه دا خپلي پښې وعبادت ګاه ته داخلي نه کړم .بيا ئې دغه خپلي پښې دباندي پريښودې ،ترهغه پوري چي بارانو، واورو ، بادو اولمر دغه دواړي پښې ورڅخه پرې کړلې ،اوده پر دې باندي د الله «جل جلاله » شکر ادا کړ .
په يوه بل روايت کښي راځي چي حضرت تميم داري «رضي الله عنه» يوه شپه بيده سو او د تهجد دلمانځه لپاره نه سو رابيدار ،نوددې په بدل کښي يې وخپل نفس ته دا سرزنښت ورکړ چي يو کامل کال ئې د شپې خوب نه دئ کړئ ،او ټوله شپه به په عبادت کښي مشغول ؤ . محترمووروڼو ! ودغه ته «معاقبة النفس» ويله کيږي .دغه کوم قولونه چي موږ يې ذکر وکړ د إحياء العلوم په څلرم جلد کښي مطالعه کړۍ !!! ..

نوربیا ۰۰۰۰۰