يخ يخ باد مي پر مخ لګېده، د سړې يخنۍ احساس مي وكړ، بړستن مې پر پښو راكش كړه چې توده شمه، ګوندي بيرته خوب راشي، خو خوب رانه تللى و تر څو مي چي سترګي غړولې شپه اوښتې وه او سبا شوى و، د كوټې له ماتو كړكيو د لمر زريني پلوشې كوټې ته راننوتي وې.
زرغونه او ميرويس دواړه خوا په خوا لا هم د خوب په ښكلې دنياګۍ سره ورك و.
خداى پوهيږي چي بيا به يې په خپلو ښكلو ښكلو سترګو باندي كومي وړې وړې او له ښكلا څخه ډكي دنياګۍ په خوب لېدلي وې!
له ځايه پاڅېدمه- دواړه مي سره په مخ ښكل كړل، كله چي مي زرغونه ښكلوله داسي توده وه لكه د اور سكروټي، توده تبه يې درلوده ماښام يې راته ډېر ژړلي و او سابه يې رانه غوښتل، وچه ډوډۍ مي وركړه هغه يې نه خوړه، په ژړا ژړا ويده شوه، هغوى اوس هم په خپلو خوبونو كي ډوب وو، او زه په خپلو سوچونو او انديښنو كي ډوبه وم.
خو له ټول تشويش او ويري سره سره ما خپل تصميم نيولى و، زما تصميم ټينګ اونه ماتېدونكى وو، تمامه شپه مي پر خپل تصميم سوچ كړى و او د هغه ښه والى او بدوالى او ټول ناوړه عواقبو ته مي غاړه ايښې وه، ما د خپل تصميم ټول اړخونه سنجولي و.
خپل زوړ ټيكرئ مي پر سر كړ او بيا د دوهم ځل لپاره پداسي حال كي چي له سترګو مي اوښكي رواني وې د خپل زړه ټوټه زرغونه او د سبا ورځي اميد "ميرويس" پر مخ ښكل كړل، د كوټې ور مي په ډيره كرارۍ سره ورو شانتي بند كړ له انګړ نه راووتم او د انګړ دروازې ته مي كولپ واچاوه، په كوڅه كي هيڅوك نه و، د ګاونډيانو دروازې بندي وې. ورو ورو مي قدمونه اخيستل، رنګارنګ سوچونه مي ذهن ته راتلل، زړه مي بېقراره و، يو ډول ډار او ويره را سره مل وه، كوڅه راته ډېره اوږده شوه، كله كله به مي له ځان سره ويل چي بيرته كور ته لاړه شمه...
خو نه! ما خپل تصميم نيولى و، ما ټوله شپه پدې اړه سوچونه كړي وو، بله لاره راته پاته نه وه، له ټول بني بشر څخه مي طمعه پرې شوې وه، اخر داڅومه ورځ ده چي هم د بشر او هم د فلك درويزې ته ناسته يم، خو داځل پوهېدم چي بس همدا خپل تصميم به پوره كوم، بله لاره مي نه ليدله پرته له همدې... لاري.
ګامونه مي اوچت كړل او د سړك غاړي ته مي ځان ورساوه، په لاره كي به يو، يو لاروى مخي ته راته، هر يوه ته به مي په ځير ځير كتل، خو هر لاروي به خپل سر ښكته اچولى و او په خپله لاره به روان و، د چا به بوټان په پښو نه وو، د چا به يوه زړه بوجۍ په شاوه، او د چا به دومره زړې جامې په تن وې چي هسي به يې ستر پرې پټ كړى و. هر لاروي له ځان سره د سوچونو جلا جلا لړۍ درلوده، د هيچا، هيچا ته پام نه و، تا به ويل په ټول ښار كي وير ګډ دى او دا د ښار بنيادمان د مرګ انتظار باسي.
د سړك بل اړخ ته مي ځان رسولى و، خو بيا بيا به مي د خپل تصميم په اړه ضمير ځورولم او زړه به مي را باندي د احتياط- احتياط ږغونه كول، حيرانه وم چي څه وكړم؟!! څه ووايم، له خلكو سره څه ډول خبري وكړم، څنګه ورته ووايم چي زما سره...!! هو خدايه!! څه وكړم، دا څنګه حالت راباندي راغلى؟!! په كومه ټكه وانه وړم... زړه مي غوښتل بيرته كور ته لاړه شم، ميرويس او زرغونه مي سترګو كي راتاوېدل.
خدايه!! هغوى به راويښ شوي وي، ژاړي به او ما به لټوي. هغوى به چيرته چيرته زما پسي سترګي غړوي او ژاړي به؟!!
خو ما خپل تصميم نيولى و، او بالاخره همدې كار ته مي ځان اړ باله تر غرمې پوري مي ورځ نهاره تيره كړه خو بيا هم په لوږه نه پوهېدم، بيرته مي ځان د سړك يوې غاړي ته راورساوه...
په سړك باندي له ليري نه يو سور رنګى موټر راښكاره شو، ښكارېدو چي د وسله والو ګوندونو مهم سړى وي! هرڅومره چي را نږدې كېدو آرندونه يې وهل، كله چي ما ته ښه ډېر رانژدې شو موټر خپل حركت ورو كړ. موټر ته ناست سړي ښه په ځير ځير راته وكتل، تكه توره مونډۍ ږيره او پكول يې پر سر و، پلنګي جمپر يې اغوستى و او تكه زيړه ګړۍ يې پرلاس وه. موټر يي زماڅنګ ته نږدې كړ او راته وې ويل: راځه، چيرته ځې؟ موږ به دي ورسوو... شاوخوا مي وكتل پرته له ما بل څوك نه ښكارېدل، پوه شومه چي ډريور ماته دا خبره وكړه په ډېره وېره مي ورته وويل، ماته وايې؟
هو كنه، تا ته وايم، راځه څه ته ماتله يې، موټر ته راوخېژه.
پښو مي حركت نه درلود، ريږدي -ريږدي ګامونه مي بلكل بې دمه شوي و، پل مي نشواى اخيستى، زړه مي نه كېده چي موټر ته ور پورته شم، خولې راباندي د سيلاب غوندي راماتي وې. خو ماته پرته له همدې بله لاره نه وه پاتي.
سړي د موټر د شا دروازه خلاصه كړه، موټر ته ور پورته شوم او د شا په سيټ كي كښېناستم، موټر روان شو او په لاره د باد په څير روان و.
په همدې وخت كي سړي د موټر مخامخ شيشه ماته را سمه كړه او په شيشه كي راته ځير شو، بيايې خوله موسكۍ غوندي شوه، په خوشحاله آواز يې وويل: ښه نو دا راته ووايه چي چيرته دي ورسومه؟ ما ځواب ورنكړ، زما سره ددې پوښتني ځواب نه و، ماته خوخپل منزل نه و معلوم چي چيرته ځمه؟ د څه لپاره ځمه؟ چا سره ځمه؟ او...؟
حيرانه وم، بيا يې سكوت مات كړ، ولي خبري نه كوې؟؟ كومه بې ادبي خو به مي نه وي كړې چي غلې ناسته يې زه همداسي خاموشه وم، هرڅه رانه هير و.
ده ورو غوندي راته وويل: ما سره مېلمه كيږې؟
ددې خبري په اورېدو سره مي ټكان وخوړ، ځواب مي وركړ _ "زه خو يوه غريبه كونډه يم، يوه لور او يو زوى لرم، دا څلور شپې كيږي چي هيڅ شى مو نه دي خوړلي. خو له پرون غرمې را پدې خوا مي زوى او لور له خبرو پاتي شوي دي، دواړه دومره سخت مريضان دي، د دوى د علاج لپاره هيچا زما...
زما خبره لا خلاصه نه وه چي خپل لاس يې ورو شا ته را اوږد كړ او زما ورانه ته يې فشار ور كړ، همدا چي لاس يې زما له ورانه سره ولګېد ټول بدن مي و رېږدېدو او يو ډول يخني مي وشوه، ځان مي لږ څه سره راونغښت او دده لاس مي له خپل ورانه څخه ليري كړ.
هغه موسكى شو، خپل سر يې وخوځاوه او زياته يې كړه: "ټولي په اول سر كي داسي خبري كوي، خير دى پروا نلري. داخبري به پرېږدو. له ما سره ځاى شته، نن به دي زه ښه و نازوم. خو دا مخ دي لږ راښكاره كړه چي پوه شم اخر څومره ارزښت لرې؟
پداسي حال كي چي لاسونه مي له ډيري ويري لكه پاڼه ريږدېدل، خپل شليدلى پلو مي لږ څه له مخ نه ليري كړ خپل مخ يې را واړوه، په تورو شونډو يې خندا راښكاره شوه ... سمه ده، سمه ده.
موټر روان و،له ډيرو سړكونو او كوڅو تېر شو ميرويس او زرغونه دواړه زما په سترګو كي ولاړ ول. په ځان نه پوهېدم، زړه مي په اندېښنو كي ډوب و، ويري او خوف مي روحيه ختمه كړې وه، غوښتل مي چي چيغي ووهم، خو، نه نه، ما خپل تصميم نيولى و او تمامه شپه مي د هغه په اړوند سوچونه كړي و. موټر همداسي روان و، سړي هم له ځان سره څه ويل خو زما سر نه پرې خلاصېده.
موټر له څو كوڅو نه تير شو، بيا د يو ښكلي كور مخي ته ودرېد، دې كور شاوخوا كورونه لږ څه د جګړې له امله ژوبل شوي و، خو دې كور ته كومه خساره نه وه رسېدلې.
سړي د انګړ دروازه خلاصه كړه، ماته يې اشاره وكړه چي انګړ ته ور دننه شم، د پښو دمه مي نه وه، وحشت او ډار ګړى په ګړى زړه را ته په منګلو كي ټينګاوه، په زحمت سره له موټر ښكته شوم، انګړ ته ننوتمه، ده سمدلاسه دروازه بنده كړه، يوې ډيري ښكلي كوټې ته يې دننه بوتلم په دهليز كي د يوه مشهور قوماندان عكسونه هم ځوړند و،كوټه په سرو غاليو باندي سينګار شوې وه، د سره انار په شان ځلېده، په ديوالونو باندي راته بر بنډ بربنډ تصويرونه ښكارېدل، پر سترګو مي لاسونه ونيول او چيغه مي كړه، په همدې وخت كي يوه وحشتناكه خندا مي تر غوږ شوه، تر ملا يې لاسونه راتاو شول، ټول بدن مي خوله خوله او لمبه لمبه شو، ماسكه ويل اور اخلم، د خپلې زرغونې ګرمه تبه مي را تر سترګو شوه زړه مي له ويري بې حاله و، خو په يوه ګړي كي پوه شوم چي هغه په ديوال كي بربنډ تصويرونه ټول زما دي.
زه په ځان پوه شوې نه وم چي څنګه مي جامې له تن څخه ايستل شوي دي زړه مي پټ پټ ژړل، شيبه په شيبه مي د زړه ژړا سترګو ته راتله او د ګرم سيند په څير زما پر رخسار رابهېدلې كله چي مي ځان ته پام شو نو زه هم هغه د ديوال د تصويرونو په څير شوې وم. ژر ژر مي خپلې جامې په تن كړې، ترڅنګ مي د ځناور په شان بربنډ سړى پروت و، خولې پرې راماتي وې، د سختي ستومانۍ احساس يې كاوه، خپل پلنګي جمپر يې را واخيست او په جيبونو كي يې لاس وواهه، څه پيسې يې راوكښلې او په لاس كي يې راته راكړې، ما خپلي جامې واغوستې، پيسو ته مي كتل او سوچ مي كاوه چي په څومره سختي او په څومره لوړ قيمت مي ګټلي دي. هغه غږ راباندي وكړ، څه ته ګورې؟ تا ته مي ډيري دركړې. باور وكړه ته څومره ښه اوخاموشه ښځه يې، ځه لاړه شه، بيا دي بل وخت بيا هم ... د انګړ دروازه يې خلاصه كړه او راته وې ويل چي ځه نور دي الله مل شه، رسول دي پر ما ندي، پوه شوې كه نه؟؟
زه غلې ولاړه وم، دى نور هم راته برګ شو ځه كنه، په خبر پوهېږې كه نه ؟؟؟ زه هماغسي بې روحه ولاړه وم، حيرانه وم چي څنګه به د خپلې جونګړې لاره بيا موموم. ده پوري وهلم او دروازه يې راپسې بنده كړه، ورځ ډېره تېره شوې وه، د كور لاره رانه وركه وه، دغه ځاى مي نه پېژانده، بيرته راوګرځېدم او دروازه مي ور وډبوله، هغه دروازه خلاصه كړه په غوسه يې راته وويل: څه غواړې؟ بس دي ندي؟
زړه مي پړسېدلى و، ستونى مي ډډ شوى و، په ژړ غوني غږ مي ورته وويل: ما خو د كور لاره نده لېدلې، ته مي بيرته هماغه ځاى ته ورسوه...
ترخه شانتي خندا يې وكړه... ځه، ځه بدكاره ښځي زه خو دي دپلار مزدور نه يم، ځه له بل يوه سره، كوم بل څوك به دي ورسوي... دروازه يې كلكه بنده كړه.
پيسې مي په موټي كي ټينګي نيولې وې، ځمكي ته مي نشواى كتلاى، له ځمكي او آسمان او له خلكو شرمېدم، سوچ مي كاوه چي ټول خلك راباندي لعنت وايي او زيړې راباندي توكي، زه روانه وم او خلكو لاړې راباندي توكلې، سپين ږيرو، ځوانانو، ښځو او ماشومانو ټولو راباندي ناړي توكلې، د خلكو په همدې ګڼه ګوڼه كي ميرويس او زرغونه هم لاس په لاس را روان ول، كله چي نږدې راورسېدل هغوى هم لاړې راباندي تو كړې او راباندي تېر شول.
هو!! د ميرويس او زرغونې په لاړو توكلو سره مي بدن و رېږدېده، شاوخوا مي وكتل، نه ميرويس و او نه هم زرغونه، په لاري يواځي روانه وم، د كور لاره رانه وركه وه له خلكو مي پوښتنه وكړه، ډېره ليري راغلې وم، نژدې ماښام و چي د كور لاره مي پيدا كړه، په منډه منډه كور ته راغلم، د انګړ دروازه مي ژر ژر خلاصه كړه، دكوټې په لوري مي منډه واخيسته، د ټيكري په پلو كي توده ډوډۍ او نور خواړه مي راخلاص كړل ، ما ويل په ډوډۍ كي د كبابو تيز بوى به اوس ميرويس او زرغونه حتماً دې ته اړ كړي چي په يوه منډه ځان ماته راورسوي كله چي كوټې ته ننوتم ميروېس او زرغونه دواړه لا هماغسې په خواږه خوب ويده ول. د هغوى پر سر ودرېدمه، له شرمه مي ورته كتلاى نه شواى. د دوى سر ته كښيناستم، خوله مي د ميرويس په پټو سترګو كېښوده، ښكل مي كړ چي ګوندي راويښ شي خو دهغه بدن سوړ راته ښكاره شو، لږ مي و ښوراوه.
ميرويسه!- ميرويسه!!
ميرويس هيڅ ځواب رانكړ، بيا مي زرغونه و ښوروله، هغې هم ځواب نه راكاوه نارې مي كړې! ميرويسه زويه!! زرغونې لوري!! پاڅيږئ بچو! ما تاسو ته توده ډوډۍ او كباب راوړي، سابه مي هم راوړي، خوږې خوږې مڼې مي هم راوړي... خو هغوى په خپلو خوبونو كي ډوب وو، دوى همداسي مرور مرور رانه خپلې سترګي پټي كړي وې. د هغوى پټو پټو سترګو دا يو- يو ځواب راكاوه.
د دوى اروا راته دماښام په تياره كي خندل، زه يې توهينولم، پر ما يې لعنتونه ويل، دوى رانه دهمدې سپېره ماښام په تياره تل كي ځواب غوښت، ولي موري؟؟ دادي څه وكړل؟؟ موږ دي يوازي پرېښودو؟؟
ته لاړې، تا سره كه هيڅ نه وو نو موږ دوه خو درسره وو، ته به هم زموږ سره تر همدې يواځي سقف لاندي د ابدي خوبونو په خوږې دنياګۍ كي تللې وې!! داخو ډېر بهتر و موري!!