بډي او اداري فساد دکرزي حکومت لکه مو يانه له دننه خوري
په تېرو دوو اونيو کي، په خارجي مطبوعاتو کي د افغانستان پر رواني وضعي باندي يو مېر مقالې او رپوټونه خپاره سول. د همدغو ليکنو له جملې څخه فقط درې رپوټ انتخاب سو ل، او ترجمه او اجمال يې درته وړاندي کوم.
د کاناډا گلوب اينډ مېل ورځپاڼه د مې پر درېيمه باندي "ادارې فساد د افغانستان حکومت که موريانه له دننه خوري" تر عنوان لاندي په يوه اوږده او مفصل رپوټ کي د افغانستان د اوسني حکومت خورا مهم او مزمن مشکل ته اشاره کوي او ليکي: که څه هم، په افغانستان کي خارجي دپلوماتان او د بهرنيو موسسو مامورين د کرزي په حکومت کي د پراخ او بې سابقې ادارې فساد او بډو په باب يا د ډار او يا مصلحت پر بنا څه نه وايي، خو عادي افغانان چي د غرب په ملاتړ د افغانستان د اوسني فاسد حکومت د چارواکو سره هره ورځ مخامخ دي، اداري فساداو رشوت ستره ستونزه گڼي.
پوليس او مامورين هره ورځ عادي افغانان د و اياتو او ښارونو پر سړکانو او دفترونو کي شکوي. بلخوا، افغانان پدې هم خبر دي چي د امريکا په ملاتړ د ک زي په حکومت کي د کندهار د ځينو اولسواليو دامنيې دقومندانۍ چوکۍ په ١٥٠٠٠٠ ډالرو باندي رانيول او خرڅ ول کېږي؛ هغوى پدې هم خبر دي چي د مخدره موادو د قاچاق پيسې چيري ځي. افغانان پوهېږي چي چيري وگوري. هغوى د کابل هغي برخي ته وگوري چي د کرزي د حکومت عالي رتبه مامورينو پکې رنگيني، قېمتي، او زربلخي کوټۍ جوړي کړي دي. کابليان د همدغو جنگسالارانو قصرونه "نارکو کوتۍ" بولي. پدې تېرو څو کلونو کي، دامريکا د اشغال ه برکته د همدغو سترو نارکو قصرونو خاوندانو په سلهاوو ميلونه ډالره جېب ته کړي دي. د کرزي د حکومت د کابينې غړي د همدغو قاچاقبرانو په پيسو او حرام تجارت شتمن سوي دي.
په جنوب کي، يو مشهور او قدرتمن سړى د جمهورريس حامد کرزي ورور، احمد ولي کرزى، دى. يو امريکايي سند چي د اې بي سي نيوز شبکې تر لاسه کړى وو، په هغه کي ښاغلى احمد ولي کرزى په جنوب کي د مخدره موادو په پراخ او ناروا تجارت کي اصلي مهره بلل سوې ده. په همدې اونۍ کي امريکايي او برتانوي مامورينو ويلي دي چي احمد ولي کرزي د مخدره موادو په قاچاق او تجارت کي پوره ونډه لري. ښاغلي احمد ولي کرزى دا تورونه ردوي.
غربي منابع وايي همدا محلي جنگسالاران او مشران دمخدره موادو له قاچاق څخه قريب شل فيصده کمېشن اخلي. او پدې ترتيب، هر کال په سلهاوو ميلونه ډالره د همدغو داړمارانو جېب ته لوېږي. د جنوب په لوړ پوړو چارواکو کي، د کندهار والي، اسدالله خا د، هم شامل دى. کاناډايي دپلوماتان وايي اسدالله خالد خلک شکنجه کوي. برتانوي مامورين وايي د کندهار والي اسدالله خالد د کوکنارو د تباه کولو لپاره له اختتصاصي بودجې له پيسو څخه غلطه استفاده کوي. په بل عبارت، هغه پيسۍ چي د قدرتمنو خلکو د کوکنارو د پټيو د اړولو په مقصد ورکړه سوي دي، د سياسي مخالفانو د مځکو پر اړولو باندي يې لگوي. برتانوي دپلوماتان وايي اکثره محلي جنگسالاران او د مخدره م وادو قاچاقبران وسلې رانيسي او ذخېره کوي يې. ځکه هغوى پوهېږي چي د خارجي قواو د وتلو سره سم به په افغانستان کي يو ځل بيا د کال ١٩٨٩ کانه تکرار سي__ داخلي جنگ او توپک سالاري به بېرته اعاده سي.
غربي مامورين وايي د افغانستان بانکي سيسټم هم په پوست پاک ندى. په بل عبارت، د يو چا د پيسو درک معلومول ډېره گرانه خبره ده. امريکايي چارواکي وايي چي ډېر ژر به پر ځينو افغاني عالي رتبه مامورينو باندي له ملک څخه د نه وتلو بنديز ولګوي ځکه د غربي مامورينو او محلي قدرتمنو خلکو تر مينځ روابط خراب سوي دي. د کاناډا د بهرنيو چارو وزير تېره مياشت خبريالانو ته ويلي وو چي کاناډا له کرزي څخه غوښتي دي چي د کندهار والي برطرفه کړي. يو ب تانوى مامور وايي:" همدا زموږ تر ټولو لويه ستونزه ده."
کله چي گل آغا شيرزى د کندهار له ولايت څخه ب طرفه سو، د ننگرهار ولايت ورکړه سو. امريکايي مقامات وايي گل آغا يو ښه او مطمن ملگرى دى. هغوى زياتوي گومان کوي چي گل آغا د کندهار د ولايت په دوران کي قريب ٣٠٠ ميلونه ډالره راغونډي کړي دي، خو هغوى دا دونه غټ رشوت او فساد نه بولي. هغوى وايي هيلمن دي چي ژر تر ژره گل آغا برطرفه وويني. د ننگرهار د بياودانولو دولايتي ټيم يوه غړې او د امريکا د خارجه وزارت ماموره، اليسن بلاسر، وايي:"زه فکر کوم چي د گل آغا غوندي مامو ينو شمېر به ډېر کم راسي.
بلخوا، د واشنگټن پوست اخبار يو مشهور ليکوال، ډېويډ يگناتيوس، د مې پر څل مه له جلال آبادڅخه ليکي: امريکايي مامورين پدې سيمه کي القاعده او طالبان جدي خطر نه گڼي، بلکي اصلي دښمنان هغه وسله والي ډلي بولي چي د محلي جنگسالارانو سره تړاو لري. د امريکا د خارجه وزارت مامو ه، اليسن بلاسر، وايي:"زه نور د طالبانو کلمه نه استعمالوم. پدې سيمه کي، موږ له څو غېرو منظمو ډلو سره م خامخ يو. پدې ډلو کي قومنداني او دسپلين نسته، بلکي دا هغه بېکاره ځوانان دي چي د هر هغه چا لپاره جنگېږي چي ډېر معاش او پيسې ورکړي."
په جنوب کي هر ځاى همدا حال دى. په هملند کي، د بياودانولو د ولايتي ټيم ونو انگريزي او کاناډايي مامورين روان بغاوت او ښورښ د هغه مخدره موادو د مافيا ادامه گڼي چي پدې سيمه کي موجود دي، او داسلامي افراطيت سره چندان تړاو نلري. برتانوي دپلومان او افسران ددې سيمي اصلي او اساسي ستونزه خراب، فاسد او بد حکومت او د عامه اقتصادي انکشاف نشته والى بولي، نه طالبان او يا القاعده.
په عراق کي، القاعده د تېښتي په حال کي ده. هلته د سنيانو او امريکايانو کاري ضربې د القاعده ملا ماته کړېده. مگر په افغانستان کي القاعده نده ختمه سوې، بلکي پاکستان ته ور اوښتې ده. اوس نو، په پاکستان کي هم بايد هغه پاليسي عملي سي چي په افغانستان او عراق کي پلي سوې ده. مانا دا چي د يوې خوا د قومي او محلي مشرانو سره ايتلاف جوړ سي، او له بلي خوا په سيمه کي د بياودانولو پروسه گړندۍ سي.
بل پلو، د نيويارک ټايمز ورڅپاڼه د مې مياشتي پر درېيمه ليکي: د متحده ايالاتو د دفاع وزارت مامورين وايي افغانستان ته په بل کال کي د ٧٠٠٠ نورو امريکايي عسکرو پر لېږلو باندي غور کوي، څو د ناټو عسکرو کموالى ت افي او ډک کړي. دوى وايي پدې ترتيب به د امريکايي عسکرو شمېر قريب ٤٠٠٠٠ تنو ته ورسېږي. دا پلان تېره اونۍ پيل سوى دى. په پنتگان کي اوس دا تريخ واقعيت منلى سوى دى چي که څه هم د ناټو مش انو تېره مياشت په رومانيا کي افغانستان ته د نورو عسکرو د استولو ژمني وکړې، خو بياهم اروپايي هيوادونه افغانستان ته د اضافه عسکرو لېږلو ته زړه نه ښه کوي.
همدا اوس، امريکايي عسکرو په افغانستان کي د خارجي پوځيانو له دريو څخه دوې برخي جوړوي. د بش د ادارې يو عالي رتبه مامور وايي د افغانستان جنگ امريکايي يا "امېريکنايزېشن" سو. همدا مامور چي نه غواړي نوم يې ذکر سي، وايي: موږ مجبوره يو چي هلته نور عسکر واستوو. د ناټو مشرانو د ٢٠٠٠ نورو عسکرو ژمنه وکړه، خو يوازي فرانسه د ٧٠٠ تنو د لېږلو لپاره تيارى نيسي. حال داچي په افغانستان کي د ناټو قومندانان ١٠٠٠٠ نور عسکر غواړي.
نيويارک ټايمز
ادامه ورکوي او ليکي: ديموکراتان او ځيني جمهوري غوښتونکي د افغانستان په ا رتباط د بش د ادارې پر پاليسۍ باندي
انتقاد کوي. هغوى وايي د بش حکومت افغانستان پرېښود او عراق ته يې توجه واړوله. حال داچي په افغانستان او
پاکستان کي القاعده فعاله ده.