اتم زوى

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 1812

دخبریدو نیټه : 2004-12-25

د ترنګ ژباړه:

التاى محمدوف

(په 1930م كال كي زوكړى)

محمدوف د آذربايجان په تاريخي  ښار او د ستر شاعر نظامي ګنجوي په زېږنځاى ګنجه كي ژوند او كار كوي، نوموړى په عالي دارالمعلمين كي د ښووني تر څنګ ليكوالي هم كوي. محمدوف طنز او ډرامه ليكوال دي.

د (ښاريان) او (نارينه) په نومونو طنزي كيسې يې د آذربايجان ډيري مشهوري او بېخي عامي كيسې دي. نوموړى ليكوال د ميني، هيواد او نيكوْ، رښتينو او وفادارو انسانانو په اړه هم ښې كيسې  لري. لاندنۍ لنډه كيسه يې هم له په زړه پورو هغو څخه ده.

 

د ترنګ ژباړه:

                        نهم زوى يې نغري ته پيك واهه. مرسل اكا چي ګرمه نعل يې هوار او ښوى كاوه؛ خپل شاګرد ته وويل:

_غيبعلي!...

_ ها، استاده...

_ غيبعلي، څومره به ښه واى، چي خداى پاك چا ته د بې عقل زوى پر ځاى، ړنده لور وركولاى!

_ ولي چپ يې، غيبعلي؟

_ بېخي ښه وايې، استاده!

_ مطلب مي دادى، چي كاشكي خداى انسان ته د بې لاري زوى پر ځاى، يوه ډبره وركولاى، څومره به ښه واى!!

_ بيا هم استاده...

نهم زوى پيك وهي او دا مهال خبري د اتم زوى په اړه رواني دي، نوي هم نه دي، بلكي له كومي ورځي څخه چي غيبعلي د مرسل اكا شاګرد شوى، وخت پر وخت همدا خبري اوري. كه هره ورځ هم نه وي، نو لږ تر لږه په اونۍ كي خو يو پلا خامخا استاد له خپل اتم زوى څخه سر ټكوي. يو وخت مرسل له خپل همدغه زوى څخه ډيري هيلي لرلې، خو اخير څه وشول؟ يوازي يې د بدمرغۍ لامل وګرځېد. د هغه په يوه خبره چي مكرره به يې كوله، دې اتم زوى يې زړه په اور وركباب كړ.

اتم زوى يې يوازي يو فوټبالر شو، چي پر كميس يې (7) شماره وهلې. مرسل په هيڅ ډول د هغه دغه ګناه نشواى بخښلاى؛ په داسي يوه زمانه كي چي ټول نړيوال درس وايي، خپلو ځانو ته درنه او عزتمنده دنده لټوي، د هغه اتم زوى توفيق د فوټبال پر ډګر په توپ پسي په منډو دى او خلك يې ننداره كوي، چيغي او نارې پسي وهي.

استاد مرسل فكر كاوه چي اتو سرو زامنو يې په دې پراخه نړۍ كي ځانونو ته ځايونه موندلي او يوازي همدا اتم احمق يې لار وركه كړې ده. مرسل چي به كله د ژبغړاند نغري اړخ ته د خپل زوى په اړه فكر كاوه، د تودې اوسپني په شان به سور اوښت، دغسي مهال به ډېر ځله مرسل ته خپل خوار او مسكين پلار ور يادېدى، چي ټول ژوند يې پر خپلو كمزورو او ناتوانو اوږو بارونه وچلول، لنډه دا چي پلار يې پلنډي و، مرسل ته دا هم يادېدل چي څنګه خوار پلار پر استاد رمضان شاګردكړ.

هغه وخت ډيرو فكر كاوه چي مرسل به هم د پلار غوندي پلنډي شي، خو يوه ورځ داسي هم راغله چي پلار؛ زوى تر لاس ونيو او مرحوم استاد رمضان ته يې وروست او وې ويل:

_ رمضانه، دى سړى كه (كړه)! ما چي هر څومره هڅه وكړه، سړى نه شوم، پرېږده چي دى خو سړى شي.

او په رېږدېدونكو لاسونو يې يوه خړه هميانۍ له جېبه راوكښه او پنځلس روبلي زريني (طلايي) سكې يې ځني راوكښې.

مرسل هيڅكله له پلار سره دومره ډيري پيسې نه وې ليدلي.

له همدې امله فكر يووړ:

دا پلار چي مي دومره ډيري پيسې لري، نو ولي مي مور ته نوى پوړنى نه په رانيسي؟ ولي په نيم نس بيديږو؟... دا ټول ولي؟

مرسل له ځان څخه پوښتني كولې، خو ځگواب يې نه موندى، په دغه وخت كي استاد رمضان په خورا لېوالتيا زريني سكې واخيستې، پخپله ګلدوزى شوې هميانۍ كي يې كښېښودې او وې ويل:

زما پلار هم همدغسي يو ځاى پيسې وركړې...!

هغه ددغي جملې د ويلو پر وخت خپله څېره داسي ونيوه، لكه يوه ګناه يې چي كړې وي.

مرسل نژدې دوه كاله له استاد رمضان سره كار وكړ او وروسته يې د هغه د دوكان په اړخ كي ځان ته د آهنګرۍ يو دكان پرانيست.

كله چي مرسل آهنګر شو، پلار يې له ډيري خوښۍ په جامو كي نه ځايېدى.

زوى جانه! زما آرمانونه پوره شول.، اوس كه مړ هم شم، هيڅ غم او اندېښنه به ونه لرم. كسب يو زرين بازو بند دى، هر وخت چي دي پر بازو وتړى، نو ځواكمن شوې... ستا زامنان هم بايد كسب كاران شي.

زوى جانه! لنډه داچي، په نړۍ كي تر كسب ارزښتناك شى نشته.

هغه مهال د آرابې، آس او خره زمانه وه، آهنګر پكي بېكاره نه پاتېدى، مرسل هم بې ارادې خپل او د پلار ژوند سره پرتله كاوه او معلومداره چي خوشحالېدى به هم، له خوشحالۍ پرته يې بله لار هم نه درلوده، ځكه مرسل د فقير او اړ ژوند له منګولو څخه ځان خلاص كړى و.

له استاد رمضان څخه هم خوشحال او ممنون و، ځكه همدا نعمت هغه وربخښلى و.

مرسل واده وكړ، لومړى اولاد يې نارينه و. د يوه بل زوى څښتن هم شو. مرسل يوه ډېره لويه او خوږه هيله له ځان سره پاله له (پرېږده چي خداى پنځلس زامن راكړي، له هر يوه څخه به انسان جوړ كړم!)

مرسل غوښتل چي لومړى زوى يې خامخا بايد آهنګر شي، دويم يې بايد سلمان شي او د (سرچه بازار) په خوله كي دكان پرانيزي، اړخ ته يې بل زوى خياطي راوباسي او نور زامن يې چي وروسته به نړۍ ته راځي، بايد ساعت ساز، موچي او زرګر شي. په همدې ډول د مرسل زامنو ټول (سرچه بازار) سر تر پايه نيوى.

مرسل پر تعليم بوخت كسان د تجارانو او شتمنو زامن بلل، سوړ اسوېلۍ يې كښى، خو هيڅكله يې آن د زامنو د زده كړي خيال هم په سر كي نه ور ګرځاوه، ځكه پوهېدى چي ورته ناشونې ده.

هغه هيله لرله، نه يوازي هيله، بلكي په كلكه يې پتيېلې وه، چي له زامنو څخه به كارګران جوړوى او كله چي به يې پر توده اوسپنه د مارتول وارى كاوه، خپلي هيلي به يې پوره كېدونكي بللې. هغه داسي انګېرله چي هر آرمان يې له وس سره همزولى دى. خو د يوه آرمان پوره كېدنه هم څه آسانه خبره نه ده، ځيني آرمانونه خو بېخي تر سره كيږي نه.

ددنيا څېره بدله شوه... د نظامي جامو څښتنان راغلل او ټول كوچنيان يې مدرسې ته بوتلل.

رښتيا چي دا يوه معجزه وه! مرسل ډارېدى چي هسي نه څوك يې تر ګرېوان ونيسي او د زامنو د مدرسې مياشتنۍ ځني واخلي او يا يې زامن په سپكاوي له مدرسې څخه وشړل شي، له همدې وجي يې زامنو ته مدرسې ته د تګ تر څنګ؛ پټ آهنګري هم ورښووله. زامن يې بايد د درس تر زده كولو وروسته د پلار د آهنګرۍ دكان ته تللاى، د خداى فضل و چي د مرسل زامنو ښه درس وايه، خو كه به يې چا صفت كاوه، مرسل به په حيرانۍ سره ويل:

څنګه سم درس و نه وايي! په داسي حال كي چي مدرسه پيسې هم نه ځني غواړي او وړيا ده؟

كله چي به د پيسو يادونه كېده، مرسل اكا به ځورېدى او بېرېدى چي هسي نه يو وخت د زامنو د زدكړي پيسې ځني وغوښتل شي، خو داسي كومه پېښه را منځته نه شوه، بلكي  دى او مېرمن يې لا هم د بېسوادۍ كورسونو ته بوتلل او ليك لوست يې ور زده كړل. دا هم وړيا و، مشر زوى يې ظهيرالدين ډېر درس ووايه، لس كاله يې په ګنجه، پنځه كاله په باكو او پنځه كاله يې هم په مسكو كي زدكړي وكړې.

او يوه معجزه پېښه شوه. د مرسل مشر زوى يې يو ختيځ هيواد ته د شوروي سفارت ته ولېږى. مرسل هيڅ باور نه كاوه چي زوى دي يې په سفارت كي غټ سړى وي.

(زما زوى كونسل دى؟ نه! زما زوى نه دى، له اسمان څخه راكښته شوى موجود دى) دويم زوى يې فرخ په ماسكو كي پاته شو.

د اټومي انرژۍ په پوهنځي كي كار كوي، درېيم زوى يې صلاح هم بيا ګنجې ته رانه غى، د انجنيري پوهنځي تر پاى ته رسېدو وروسته يې په براتسك كي كار پېل كړ. دوه زامن يې ډاكټران شول او اوس په باكو كي كار كوي.

شپږم زوى يې د كليوالي مدرسې مدير دى، اووم يې په پوهنځي كي استاد او نهم يعني وروستى يې په مكتب كي دى....

(خو دا اتم، چي ملا يې راماته كړې ده په ميدان كي په توپ پسې منډي وهي!) كله چي توفيق ډېر ځيرك زدكوونكى و، د پلار د آهنګرۍ دكان ته به راتى او چكش به يې له سندان سره جنګاوه، مرسل به تر بڼو لاندي وركتل او له ډېري خوښۍ به حيران و، څه ووايي.

د توفيق د چكش تر دقيقو بريدونو لاندي، توده اوسپنه موم غوندي نرمه وه.

مرسل د هغه ځواكمنو مټو ته كتل او فكر يې كاوه:

(دغه زوى مي ښايي تر نورو هوښيار شي، البته له كونسل پرته، هغه مي ډېر هوښيار او ځيرك زوى دى... هسي نه چي مټي يې ځواكمني او هوښ يې كمزورى وى، خداى مه كړه!)

كله _ كله به مرسل مارتول يوې خواته ايښووى، د تندي خولې به يې څنډلې، په انديښگنو كي به ډوبېدى او اوږد مهال به يې  د سره اور ننداره كوله....

هو! كله چي دغه كار پوه او هوښيار زوى ښوونځى پاى ته ورساوه، پوهنځى ته نه لاړ، كار يې پېل كړ، اوس د هري مياشتي امتيازات كور ته راوړي او مور ته يې وركوي مرسل حيران شو او له ځان سره وبونګېد:

(زه لكه چي مړ يم، چي توفيق لوړي زده كړي نه كوي، څه كوي؟

په ميدان كي په ګين پسي ځغلي! ښايي د خلګو له سرونو هوښ كډه شوى وي، چي هغه ته له دې امله دومره پيسې وركوي؟ نه، داسي بايد نه وي، امكان نه لري...) داسي مهال راتى چي توفيق به درې، څلور ورځي له كوره ورك و او مرسل به له مېرمني پوښتل:

زوى دي چيري دى؟

"رژيم" يې نيولى!

رژيم يې بيا څه شى دى؟

وروستى يعني نهم زوى يې په خبرو كي ورلوېدى:

هغه بايد تر سيالۍ وړاندي، څو ورځي تمرين وكړي.

_لعنت پر شيطان!

داسي هم پېښېده چي اتم زوى پنځلس ورځي او آن يوه مياشت لا دركه كېدى.

_مرسل له خپل نهم زوى څخه پوښتنه كوله:

_ ورور دي چيري دى؟

_ په قرغند كي!

_ په قرغند كي!

_ هلته څه بلا غواړي؟

_ مسابقه كوي!

_ لعنت پر شيطان!

څو شپې وروسته بيا مرسل پوښتنه كوي:

_ ورور دي چيري دي؟

_ په سمر قند كي!

_ اوس بيا چيري تللى دى؟

_ عشق آباد ته!

_ دا لېونډرتى هورې څه كوي؟

_ لوبه!

_ لعنت پر شيطان!

كله _ كله د غيبعلي مور د مياشتي تر شپږ ځله زياته ناروغېده او غيبعلي د درملو د پيدا كېدو په بهانه، لمر لوېده مهال وركېدى. په همدغه ورځ به نهم زوى هم خامخا يو ضروري كار درلود.

په دغو ورځو كي مازيګر مهال، سينګار ځايونه، پلورنځي او دكانونه بندېدل.

استاد مرسل به حيران و، چي څه پېښ شوي؟

هغه پوښتنه كوله:

_ دوى چيري دى؟

_ تللي، د فوټبال لوبي ته!

_ لعنت پر شيطان!

په دغو ورځو كي ښار خالي كېدى. څرګنده نه وه چي خلك چيري تللي او هر ځاى به خاموشۍ او آرامۍ په غېږ كي اخيست. كله به (شوټ كه!) آواز تر غوږ كېدى، دا ټول مرسل ته ډېر حيرانونكي ښكارېدل.

كله ناببره داسي هم پېښېده چي يو نايي مرسل ته راتى او ويل يې:

مرسله، پرون دي زوى دوه ګوله ووهل!

_ كاشكي بلا وهلاى!

_ اُف، استاده!

_ پر استاد، دي هم لعنت وي!

بايد وويل شي چي مرسل د خپل ټول ژوند په اوږدو كي يو ځل لا هم زامن نه ول وهلي. دا لا څه چي يوه نرمه خبره يې هم نه وه ورته كړې...

يوازي يې له اتم زوى سره ورانه وه، خبري يې نه ورسره كولې... مرسل به غټ ماښام، چي توفيق به پر كور و، خپلي ښځي ته ور ږغ كول او ويل به يې:

زهرا!

_ هغه ته ووايه چي يو څه هوښ سر ته راولي!

توفيق به هم بېله دې چي پلار ته ورګوري، خپلې مور ته ويل:

_ هغه ته ووايه چي هوښ مي پر خپل ځاى دى!

پلار لاس نه ځني اخيست:

_ هغه ته ووايه چي هوښ په سر كي وي، نه په پښو كي...

توفيق يې هم كنايه بې ځوابه نه پرېښووله:

_ هغه ته ووايه، ګړندۍ پښې هوښ ته خنډ نه پېښوي!

_ هغه ته ووايه پايلوچي  پرېږده، لاړ شه پوهنځى ته، درس ووايه!

_ مور، هغه ته ووايه، د بدني روزني په پوهنځى كي درس وايم!

_ هغه ته ووايه كه واده ته يې زړه وشي، په دې ښار كي به هيڅوك هم نجلۍ ور نه كړي!

_ هغه ته ووايه، د خپلې لوبډلي هر مينه وال ته چي په مركه ورشم، نجلۍ به راكړي!

_ لعنت پر شيطان!

مرسل د توفيق دغه چلند آزاراوه، ټوله هيله يې كونسل زوى ته وه (يو پلا چي مي دغه زوى له توفيق سره وږغيږي، بيا به ووينې چي څنګه سميږي. كونسل زوى ته مي يې د طبيعت لوړي ژوري، غوښتني او رازوباز ډېر ښه معلوم دى.

ډېر ژر به مي ګران زوى، كونسل زوى راشي، په وروستي ليك كي يې ژمنه كړې وه، چي په يوه مياشت رخصت به راشي!)

د مرسل په سترګو كي انځوريږي چي ظهيرالدين دروازه پرانيزي او راننوزي. مرسل د خپل لومړي زوى په پښو كي پسه پرېباسي او قربانوي يې.

(آه، څومره به ښه واى چي لږ وړاندي راغلى واى!)

_ غيبعلي!

_ بلې استاده!

غيبعلي دا د دنيا هر كار ولي سر چپه دى؟...

_ بلې، استاده، بلې!...

مرسل په خپله (پوكل) پېل كړل، له نغري څخه يې يو څه اور را وايست، د غيبعلي پر پښه يې ور وغورځاوه او ګوته يې ور وسوځوله، هلكي خپله پښه، ټينګه په لاس ونيوه او پر بله پښه يې په غورځنګونو شروع وكړه.

_ وسوځلم، استاده وسوځلم!

_ توبه مي ده، په پرانيستو چوټو كي هم آهنګري كېداى شي؟

_ لعنت پر شيطان!...

غيبعلي آرام شو، استاد مرسل ته يې په غوښتونكي انداز وكتل او وې ويل:

_ استاده، زه نن لږ وختي ځم، بيا مي هم مور ته دوا رانيسم!

_ مور دي تر اوسه نه ده ښه شوې؟

_ يه استاده، يه!

_ پروا نه لري، لاړ شه... خداى دي يې ښه كړي!

په همدغه شېبه كي د مرسل نهم زوى، د غشي په شان دكان ته راننوت او وې ويل:

_ پلاره، زېرى مي درباندي، ظهيرالدين راغى!

_ هرڅه چي په زېري كي غواړې دركوم يې!

_ غيبعلي زه لاړم، دكان سره ټول كړه بيا دي د مور په دوا پسې لاړ شه!

مرسل خپل پېش بند پرانيست، يوه ګوټ ته يې وغورځاوه او زوى ته يې وويل!

_ يوه ټيكسي را وګرځوه!

_ پلار جانه، اوس ټيكسي نه پيدا كيږي!

_ ولي؟

_ ځكه چي نن د فوټبال مسابقه ده!

_ لعنت پر شيطان! ....

ظهيرالدين ته به دا هر څه ووايم، فوټبالر ورور به دي ښه په درګوش مېخه كړم! ...

_ نهم زوى موسكى شو.

پلار او زوى د لښتي پر غاړه ، روان ول، مرسل ډېر تلواري و، زړه يې غوښتل ډېر ژر خپل زوى وويني، فكر يوړ:

(د شا له دروازې څخه غولي ته ننوزم؛ پسه تر غوږونو نيسم او د زوى په پښو كي يې سرغوټوم، بيا به نو پوره يوه مياشت بنډارونه سره وكړو ....)

يو آسماني رنګه موټر ودرېد، يوه ځواكمن ځوان سر ځني را وايست او ويې ويل:

_ مرسل كاكا، كه د فوټبال سيالۍ ته ځگې، مهرباني وكړئ، سپاره شئ!

_ پرېږده فوټبال، كه كولاى شې، تر كوره مي بوزه!