پښتو ! ستا ميني بوداپيست ته بوتلم ! (سفرنامه)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 18310
مطيع ا له روهيال
دخبریدو نیټه : 2008-05-15


دا د پښتو ژبي د تکړه څېړونکي، محتاط ليکوال او خوږ ژبي شاعر استاد محمدمعصوم هوتک سفرنامه ده، چي د پښتو ژبي او پښتو قلمي نسخو له پاره يې د بوداپيست د سفر خواږه يادونه او خاطرې پکښې يو ځای کړي دي، کتاب پر خوږو بيانونو سربېره د ليکوال او ځينو نورو يکوالو او د پښتو خواخوږو په زړه پوري انځورونه هم لري.
نوموړې سفرنامه په کندهار کي د علامه رشاد خپرندويه ټولني له خوا د (٦٦) مخونو په لرلو سره پر سپين اعلی کاغذ په ښکلي صحافت د (۵۰۰) ټوکو په شمېر چاپ او خپره سوې ده، مطالعه يې د پښتو د ټولو خواخوږو له پاره ګټوره ده. موږ ښاغلي هوتک ته د دغه کوچني خو خواږه اثر د چاپېدو مبا کي وايي.

http://benawa.com/images/uploads/1210828578_image002.jpg