ستايني او وېرني د ښاغلي عبدا
مجيد بابي نوی کتاب دئ، چي په دې وروستيو کي په کندهار کي د علامه رشاد خپرندويه ټولني له خوا د (۵۰۰) ټوکو په
تېراژ په ښکلي صحافت چاپ او خپور سوی دئ.
ښاغلي بابي په دې کتاب کي د پښتو د درو تنو تکړه او نوموتو پوهانو هر
يوه : لوی استاد علامه عبدالحي حبيبي، استاد عبدالرؤف بېنوا، علامه عبدالشکور رشاد د زيار او زحمت قدرونه
کړې، د پښتو او پښتنو له پاره يې د دوی د کړاوونو او خولو تويولو څخه يادونه کړې، د هغوی د هاند او هڅو يې ستاينه
کړې او د دې تر څنګ يې د هغوی پر ابدي بېلتون ساندي ويلي او اوښکي توی کړي دي.
د ښاغلي بابي دغه زيار د يادوو
سوو عظيمو انسانانو د اروا خوښۍ او د اوسنيو ځوانانو له پاره د لارښوونو په توګه يوه پر ځای هڅه ده. موږ ښاغلي
بابي ته د دوی د دغه نوی اثر د چاپېدو او خپرېدو مبارکي وايو.