اخ !ځواني
نجيب الله پيمان
سهار وختي چې له خوبه پاڅيدم د
اوداسه اوله لمانځه تر اداكولو وروسته مې لږ څه د كور كارونه هم ترلاس تيراوبير كړل خو وروسته بيا د خپل كورس
په لور وخوځيدم درس مو ويل بيرته هم راغلم چاي مووڅكه او سيده د خپل كار د ددفتر په لور وخوځيدم كه څه هم ستونى
مې له تيرې شپې راهيسې لږ لږ تخڼيده دفتر ته له رسيدو سره سم مې په سر كې د خپلې شعبې پر مخ سپينې ځړيدلې دړې ته
وكتل چې زما نوم پرې د لوي څارنوالۍ ته د عبدالجبار ثابت كنفرانس ته په شنه ماركر ليكل شوى وو .
پرته له څه ويلو خپل كمپيوټر ته كښيناستم او خپل بريښنا ليك مې وكوت د هيواد او نړۍ خبرونه مې هم تر نظر تير كړل او د وډۍ تر خوړلو لا دمخه مې د ماسپښن د لمانځه لپاره اودس وكړ اوور پسۍ په دفتر كې د خوړو اوږدې خونې ته د مامول په څ ير وخوځيدم ډوډۍ مې وخوړه، د ډوډۍ پر مهال هم يو بوتل شړومبې په سر واړولې په داسې حال كې چې يوه ملګري غوښته دغه شړومبې په مستو بدلې كړي ما ورته وويل چې دغه ماته راكړه بس نقد لس ګون مې پري وركړ او دغه توروې مې په س واړولې او ترهغه وروسته د لمانځه د اداكولو په موخه د مسجد په لور وران شوم لمونځ مې وكړ او ورسره سم بيرو ن را ووتم اود څارنوالۍ په لور د خبر د جوړيدو په موخه وخوځيدم بس ټكنده غرمه وه د لوى څارنوال كنفرانس په يو شم ير شخصي تلويزونونو كې د سريالونو خپراوي او د ولسي جرګې د ۲۲ تورنو وكيلانو د نه راتګ او د شيرپور د ځمكو د پيسو دنه تاويل كونكو په اړه خبرو ته ځانګړې شوې وو .
شيبه پس كنفرانس پاي ته ورسيد خو زه د غرمې يو بوتل توروو او د غرمې وريجو داسې تږي كړي وم چې ان ژبه مې وچه شوې وه بس تابه ويل د جوزا د مياشتې روژه ده ،بل لورته په څارنوالې كۍ د څښلو اوبه هم نه وې بس دومره تږي شوم خو كله چې دفتر ته را ورسيدم بس د تيرو دوه درې ورځو را هيسې د د فتر رسيپفشن ته څيرمه د يخو اوبو فريزر ايښي وو بس په سر مې دوه ګيلاسه يخې اوبه واړولې او په خپل كار مې پيل وكړ خبر مې په بيړه بيړه جوړ كه تر جوړيدو وروسته كورته ولاړم په كور كې هم ميلمانه راغلي، سر له م اښامه مې په زړه ساړه ننوتي وو د ثور د مياشتې پدې توده ورځ مې هم داسې يخني كيده بس تابه ويل چې د ژمي په سړه ورځ د اوبو مينځ ته اچولي يم .
د څو پيالو پرله پسې چاي څښلووروسته مې لږ ځان تود شو د مليمنو په وړاندې مې يو ه كمبله هم له ځانه تاوكړه بس لنډه داچې د ماښام ډوډې تياره شوه موږ خو لاهم كليوال ژوند لرو اود كورنۍ ټول غړي د ډوډۍ خوړلو په موخه يوې خونې ته راټوليږو زما خونه چې په دوهم پوړ كې دي له لاندني پوړ نه يو ماشوم اواز وكړ چې د ډوډۍ تياره ده د ميلمنو له شرمه مې ډيره هڅه وكړه چې لاندې پوړ ته د ډوډۍ د خوړو په موخه كوز شم بس له ځان سره مې دا وپتيله چې بس يواځې د ميلمنو د درناوي لپاره بايد د ميلمنو د درناوي په موخه كوز شم او دوپاره به خپل خونې ته پورته شم .
لدې سره سم مې ناببره د كور لويې دړې ته پام شو چې پر مخ خلاصه وه ، نو د ميلمنو تر درناوي
وړاندې مې له ځانه سره وپتيله چې بايدد كلا خلاصه دروازه وتړم ،نو ورو د دروازې په لور وخوځيدم دروازې ته له
سيدوسره سم مې په زړه داسې ساړه ننوتل چې ځاي پر ځاي كښيناستم نور مې په تن كې د اوچتيدو سيك نه وو بس دومره مې
وكړه چې ځان تر خپلې خونې ورسوم خونې ته له ننوتو مې په زړه داسې ساړه ننوتي وه چې له كه د ونې پاڼه ريږديدم ايله مې
دومره وكړه چې خپلې ميرمنې ته مې پر ځان د څو بړستنو د اچولو اشاره وكړه او تر درې بړستنو لاندې ايله ترلږ مودې و
وسته تود شوم نور پر ځان پوه نه شوم تر يوې شيبې وروسته مې ميرمن سرته ناسته وه او دوه ګولۍ يې په لاس كې را ته
نيوليې وې دامهال زه د خولو په درياب كې داسې ډوب وم چې هيڅ تصور يې نه كيده .
پرله پسې مې دوه پيالۍ چاي او
دوه ګولۍ وخوړې خو دا مهال لږ ښه وم او په تن كې مې لږ راحت احساس كاوه د تيرماښام ټولې پيښې مې يو پر بل پسې په
ذهن كې تاو راتاو شوې هرڅه فكر مې وكړ چې ددې كار لامل په ډاګه كړم خو پدې كار وانه توانيدم او تل مې په فكركې داخب
ه راتله چې كله خو هم په تا باندې داډول پيښه نه وه شوې ،كه څه هم ما لا د خپل ژوند څو ديرش پسرليه تر شاه پريښې
وو خو دا ډول حالت راباندې تردې وړاندې هيڅكله هم نه وو راغلى هڅه مې وكړه د پيښې لامل ځان ته په ډاګه كړم
په ذهن مې ډير بوج راوست نا څاپه مې په ذهن كې دا خبره را ياده شوه چې اخ !ځواني...........