افغانستان نپال ته ماته ورکړه او پای لوبي ته ووت

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 18572
نعیم مومند
دخبریدو نیټه : 2008-05-30

نن د جمعې په ورځ  د افغانستان م ي لوبډلې (کرېکټ)  په  جرسي ټاپو کې د نيپال تجربه لروونکي لوبډلې ته په  ٣٧  منډوماتې ورکړه او پاي وبې (Final) ته يې لار پیدا کړه .   نننۍ ګټې افغانستان لپاره ډېره مهمه  وه ،  یو خو پایلوبې ته ورسېد،بل يې دکرېکټ نړيوالې شورا څلورم ډیویژن( Icc World Cricket League Division 4)ته لوړ شو(ارتقا يې وکړه ) او د روان کال د اوکتوبر له   نه تر ١١ نېټې  پورې به د تنزانېا پلازمېنه دارالسلام  په هغو سياليو کې کډون کوي چې د ٢٠١١ د کرېکټ نړيوالو سيالیو دګډون لپاره ځای پیدا کړي . د تنزانيا په سياليو کې دا لوبډلې ګډون کوي   : Hong Kong, Fiji,  Tanzania ,Italy ,Jersey and Afghanistan (فيجي ,هانګ کانګ, تنزانیا,ایټاليا,جرسي او افغانستان)  .

نن دافغان لوبډلې مشر (میر) ښاغلي نوروز منګل پچه (شیرخط) وګاټه او د منډو جوړولو پريکړه   يې   وکړه  دا چې د لوبې ډګر (پیچ) لوبغالی (واښه ,چمن) نمجن ول او هوا هم ورېځ وه  نو افغان لوبغاړو په ټاکل شوو پنځوس اوورونو کې ايله  ١٤٢  منډې  جوړې کړې . په دې منډو کې ښاغلي محمد نبي ٤٨ ښاغلي رييس احمدزي٢٢  او ښاغاليو کريم خان او اصغر ستانکزي ١٨,١٨  منډو جوړولو سره وځلېدل . کله چې دنيپال دمنډوجوړولو وار راغی نو هغوی ايله ١٠٥ منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي يې وسوځېدل , دلوبې په ورستي      پړاو کې هوا هم ګرمه شوې وه او لوبغالی هم وچ شوی و ،خو افغان بالرانو (bowlers) ډېره ښه لوبه وکړه او نيپالانو ته يې دا  وخت ور نه کړه چې سمه لوبه وکړي او خپلې م وخې ته ورسيږي . په افغان بالرانو کې  ښاغالي دولت احمدزي ٣ هستي ګل عابد٢ ,حامدحسن ٢ او محمد نبي هم ٢ وبغاړي و سوځول داحمد شاه احمدي په برخه يو لوبغاړی ورسېده  .   بايد ووايم چې د ښاغلي  حامد حسن با ينګ نن ډېر خلک هيښ او حيران کړل

 د یادولو وړ ده چي افغانستان په دې سیالیو کي جاپان ،  بهام ا ، بوټسوانااو نیپال ته ماته ورکړې ده ، د جرسي ټاپو سره يې لوبه مساوي او د سنګاپورڅخه یې ماته خوړلې ده .